د اوکراین په جنوب کې جګړه

د اوکراین په جنوب کې جګړه د عملیاتو هغه دوامداره  صحنه ده چې د روسیې له خوا په اوکراین د یرغل سره چې د کال ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو را منځ ته شوې ده.

روسي وسله والو ځواکونو د روسيې له خوا له اشغال شوې کریمیا  کې له خپل مرکزڅخه د خرسون په ولایت، میکولیف ولایت، زاپورېژیا په ولایت او د اوکراین په جنوب حمله وکړه اوهلته له اوکراینې ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول. د روسي حملې د جنوب عملیاتي عناصر د اوکراین په شرق کې له عملیاتي عناصرو  سره یو ځای شول تر څو په ګډه د دونستک په ولایت کې د ماریپول ښار محاصره او بمبارد کړي چې له میاشتو محاصرې وروسته یې سقوط وکړ. 

د مارچ په میاشت کې خرسون ونیول شو او له هغه وروسته روسي قواوې میکولیف لمنو ته په چټکۍ سره وړاندې لاړې او هلته جبهه په اګست کې د اوکرین له خوا تر حملي پورې ثابته پاتې شوه. اوکراینې قواوو د دنیپرو د سیند غربې اوشمالي سیمې بیرته ونېوې او جبهه د کال ۲۰۲۲ په نومبر کې د خرسون په جنوب کې ثابته پاتې شوه. خرسون چې په کال ۲۰۲۲ کې د روسیې د حملې په لړ کې یوازینې نیول شوی ولایتې مرکز و د نومبر په ۱۱ بیرته آزاد شو.

مخینه

په کال ۲۰۱۴ کې د nیګنیتي انقلاب  څخه وروسته( Dignity revolution) )  ( دا داوکراین د انقلاب په نامه هم یادېږي چې په اوکراین کې د کال ۲۰۱۴ په فبرورۍ میاشت کېد ایورو مېدن له اعتراضاتو چې په لړ کې په کیف کې مرګونې جګړې وشوې او له امله یې ټاکل شوی ولسمشر  ویکتور یانوکوویچ لرې شو)  پېښ شو د کریمیا جزیره له اوکراین څخه تر لاسه او خپل ځان سره الحاق کړه. روسي ځواکونو د کریمیا خود مختاره جمهوریت  د اتو کلونو لپاره اشغال کړ. په دې جزیره کې د روسي ځواکونوحضور د اوکراین له بحران سره سم لس زره نورو اضافي ځواکونو ته لوړشو.

د فبرورۍ په ۲۴، روسی ځواکونو د کریمیا په شمال کې د کانال کنترول تر لاسه کړ او په دې سره کریمیا وکولای شو چې د دې کانال له اوبو چې له کال ۲۰۱۴ څخه بندې شوې وې ګټه واخلي.  د فبرورۍ په ۲۶، د ماریپول محاصره پیل شوه ځکه د ښار په شرق حمله تر سره شوه چې جبهه یې په دنباس کې د جدایې غوښتونکو له تسلط لاندې سیمو سره ونښلوله. د لارې په اوږدو کې، روسي ځواکونه بر دیانسک ته ننوتل او دا ښار یې ونیو. د مارچ په ۱، روسي ځواکونو په ملیتوپول باندې یرغل وکړ او هغه یې له نژدې نور ښارونو سره ونیو، ایوان فيدروف د ملیتوپول ښاروال وروسته اعلان وکړ چې روسي ځواکونو ښار اشغال کړی دی.

د فبرورۍ د ۲۵ په سهار، روسي واحدونه چې د دونتسک د خلکو په جمهوریت پورې یې تړاو درلود د ماریپول په لور پرمختګ وکړخو دپیلوپیل کلې ته نژدې د اوکراینو ځواکونو له لوري ماتې سره مخامخ شول. راپورونو وښودله چې د همدې ورځي تر ماښام پورې روسي سمندرې ځواکونو  د اژو دسیند په غاړه ماريپول نه ۷۰ کیلومتره (۴۳ میله) لرې یوه اوبه ایزه او ځمکنۍ حمله تر سره کړه. یوه امریکایي دفاعي چارواکي وویل چې ښایي روسیې په زرګونه سمندرې ځواګونه په دې ساحل کې پیاده کړي وي.  

د فبرورۍ په ۲۶، بلې روسي قوې د کریمیا له شمال څخه چې د روسیې په ۲۲ قول اردو پورې اړونده وه زاپوريژیا اتومي برېښنا دستګاه ته نژدې شوه. د فبرورۍ په ۲۸، د انرهودار د سیمې په محاصره پیل وکړ تر څو وکولای شي د هستوي برېښنا د دستګاه کنترول لاس ته راوړي. د جګړې په مهال په دستګاه کې یو اور ولګېد. د اتومې انرژۍ نړیوالې استاذولۍ وویل چې اړین لوازم زیانمن نه شول. د مارچ تر ۴ پورې، د اتومې برېښنا کنترول روسي ځواکونو لاس ته ورغی. په دستګاه کې له اورلګېدنې سره سره، د برېښنا دستګاه د تشعشع کوم انتشار ثبت نه کړ.    

له کریمیا څخه دریمې یرغل کوونکې ډلې شمال غرب خواته حرکت وکړ، او هلته یې د دنیپر په سیند څو پلونو کنترول لاس ته راووړ. د مارچ په دویمه، روسي ځواکونو د خرسون جګړه یوړه او دا هغه لومړنې اوکرایني ښارو چې روسي ځواکونو د یرغل له پیل ونیو. روسي ځواکونو مایکولایف خواته حرکت وکړ او په ښار یې دوه ورځې وروسته یرغل وکړ چې د اوکراینې ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. د مارچ په دویمه، اوکرایني ځواکونو  هورلکلیوکا باندې چې له کال ۲۰۱۴ څخه را پدې خوا د دونسیتک خلکو جمهوریت له خوا کنترولېده یوه متقابله حمله تر سره کړه. د مارچ په ۱۴ په ماریپول باندې د  نویو میزایلي حملو د تر سره کېدو په اړوند اوکرایني دولت ادعا وکړه چې په ښار کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوېدي. 

د مارچ په ۱۸، مارېپول په بشپړ ډول محاصره شو او جګړه د ښار مرکز ته ورسيده، او د ملکیانو تخلیه له خنډ سره مخ شوه. د مارچ په ۲۰ د هنرونو یوښوونځی چې ۴۰۰ خلکو پناه وروړې وه د روسي بمونو په واسطه ویجاړ شو. روسانو د ټول ښار د تسلیمېدو غوښتنه وکړه خو اوکرایني دولتې چارواکو یې غوښتنه رد کړه. د مارچ په ۲۴، روسي ځواکونه مرکزي ماریپول ته ننوتل . د ښار ادارې ادعا وکړه چې روسانو دادیسه د ښار د نیولو په  ادعا سره  د هغوی د بریالیتوب په اړوند د چغو وهلو له لارې غوښتل د خلکو روحیه تضعیف کړي.

د مارچ په ۲۷ د اوکراین د لمړي وزیر مرستیال اولها ستیفنیشنا ووویل (( د ماریپول اوسېدونکې اوبو، خوراکي توکو او نورو شیانو ته هېڅ  لاس رسی نه لري.د ښار ۸۵ سلنه برخه  ویجاړه شوې ده)) (( د روسیې موخې له بشریت سره هیڅ تړاو نه لري)). د مارچ په ۲۹ پوتین د یوې تلفوني مکالمې په لړ کې ایمانوویل ماکرون ته وویل چې د ماریپول بمبارد به هغه وخت ودروي چې اوکرایني ځواکونه ټول ماریپول تسلیم کړي.  

د اپرېل په لومړۍ، د ملګرو ملتونو له خوا د نجات د یوې هڅې چې غوښتل یې د ماریپول جګړې څخه ژوندې پاتې شوي خلک د مخصوصو سرویسونو په واسطه له مریپول څخه وباسې د روسي ځواکونو له مخنیوی وشو او هغوی سرويسونو ته په داسې حال کې اجازه ورنکړه چې ښار ته ننوزي جې په استانبول کې د سولې خبرې روانې وې. د اپریل په دریمه، د نظامي حملې د لومړي پړاو په پای کې او له کیف څخه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې د اوکراین جنوب او وړاندې غرب ته خپلې حملې او بمباردونه د اودیسه، مایکولایو سیمو او د زاپوریژژیا د اتومې برېښنا په دستګاه باندې پراخ کړل .

مهالوېش

د روسیې له خوا جنوبې خرسون نیول

له هغه وروسته چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د نظامی عملیاتو اعلان وکړ، نو روسې هوایي قواوو د خرسون په څو ښارونو کې خبلې موخې د بالیستیک اوکروز په توغندیووويشتل. د هوايي ملاتړ څخه په استفاده، روسي وسله وال ځواکونه خرسون ته د کریمیا له لارې چې په کال ۲۰۱۴ کې له روسیې سره ملحقه شوې وه تیر شول. روسي سمندري قواوو په توره بحیره کې یوه سمندري محاصره په لاره واچوله تر څو د اوکراین له خوا  خرسون ته نژدې د مېشتو واحدونو مخنیوی وشي او د اوکراین جنوب ته د مالونو د جریان او تجارت مخه ونیول شي.  

په محلي وخت د سهار په دری نیمو بجو، اوکراین ټول تجارتي انتقالات د اژوی په بحر کې بند کړل او ۱۰۰ بیړۍ په بندر کې بندې پاتې شوې. تر ماښام بورې روسان خرسون ته و رسېدل او او دخرسون په جګړه کې له اوکرایني قواوو سره ښکېل شول. په پیل کې روسان د دنیپر له سیند څخه د انتونیوسکې د پله له لارې تېر شول خو د اوکراین میکانیزه قواوو وکولای شو چې پل بېرته ونیسي.  

د اوکراین یوه لوا توظیف شوه چې د هنیکچسک پل چې د پرېکوپ تنګې ته نژدې پروت و ویجاړ کړي تر څو له کریمیا له لوري د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. ویتالیچ سکاکون د جګړې انجنیر چې په پله کې یې چاودېدونکې مواد ځای په ځای کړی و وخت پیدا نه کړ چې له پله څخه شاته لاړ شي نو پل یې وران کړ او ځان یې هم وواژّه. سکاکون ته د ولسمشر زیلنسکي له خوا د اوکراین د اتل لقب ورکړل شو.  

سرچينې

Tags:

د اوکراین په جنوب کې جګړه مخینهد اوکراین په جنوب کې جګړه مهالوېشد اوکراین په جنوب کې جګړه سرچينېد اوکراین په جنوب کې جګړه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

رومسيمهبلغاریامحمداتندعاآی اېس او 3166دسلجوقیانو واکمنيخاورهد ایران هیواد د ولایتونو نوملړرنه دیکارتكېښكلى ټيكلى (CD)روژه (مياشت)خوندي سیمهغور ولايتمحمد (ص) په اسلام کېد هېوادونو پلازمېنېپښتانهسردار محمد اکبر خانپه اسلام کې پر بنده گانو د الله حقونهد موقعیت اړوند اناتومیکي اصطلاحاتلوی اقتصادحکومتپه انسانانو کې د تذکیر آلهمڼهتوکمډلهمېخي ليکدودد ویکیپېډیا لړليکد بشري منابعو مديريتجاپاند ښځو حقوقناروغيسردار پاینده محمد خانسوخوی سو ۳۵احمد شاه خانيورانيمافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېشهزادګۍ بلقیسانتوان دي سينت اکسيوپيريغوږکوردستان (عراق)د لمريز کال مياشتېد پښتو ژبدودسره گيدړهمسيحيتد پښتو (ی) ګانې .هند24 جولایفیسبوکنړیوال اقتصادپښتو ژبدودیز پېرونه (ګرامري حالتونه)4 جونپه امریکا کی غلامي13 ډيسمبرگل پاچا الفتسېندي ژبهد افغانستان لنډ تاريختیکنالوجیذوالقرنينکابل ولايتپروژهپارليماند تسبيح لمونځفلسفههايډروجنسرشمیرنه🡆 More