ښيښه

ښيښه (غیر کرسټالي ) بې رنگه بڼې کلک څيز يا ماده ده .

ښيښې په ښکاره ډول نیم کلکې خو د ماتېدو وړاو په سترگو روڼې ښکارې . تر ټولو عادي هیندارې ، د څښاکو بوتلونو ،ځينې گلدانونو او ښيښې د کړکيو په جوړولو کې له پېړيو را هيسې کارېږي . دغه ښيښې ۷۴ ٪ په سلمه کې له سلیکا(سلیکان) او یا د سليكان ډای اکسايډ په انگرېزي - (silica) نومي عنصر ، چونې او سوډا څخه جوړېږي. همدارنگه دغو عنصرونو سره ځينې نور پوډري توکي د ښيښې د پايښت لپاره ورگډېږي. په ساينسي نړۍ کې که ښيښه په ډېره پراخه او اوږدې مانا سره تشريح کېږي ، همدارنگه د هر هغه کلکې بڼې چې کرستالي نه وي ، اوبې بڼې جوړښت ولري . ښيښې ته بڼې هم ورکول کېږي کله چې ېې د تودوخې په وجې اوبه کړي . د همدې پراخې مانا سره ، ښيښه په رازو رازو مختلفو د مادو په ټولگو کې وېشل کېږي . د جوړښت عنصرونه ېې مټالک الويډ، آيانک ملټس ، اکويوس سولوشن ، ماليکيولر اوبلنې مادې ، او پوليمر نومېږي . ښيښه لکه توکی ، په ساينس او کارخانو کې مخکښه ضروري رول توکی گڼل کېږي. د دې کيمياوي ، پږني او په ځانگړي توگه سترگۍ واله ځانتيا ېې د دې وړ ده چې په ځينو بڼو وکارېږي ، د بېلگې په ډول هواره ښيښه ، دبلی ييزه ښيښه ، سترگۍ (عینکې) او د برېښنايزو توکيو سترگيو ښيښې ، د طبي آزمويښتون اوزارونه ، ترمل انسولېټر ، گلاس وول ، د مزبوطېدو توکي ، د پلاستيکي ښيښو په بڼه ،او د هنري توکيو لپاره ښيښه کارېدنه ، په فني توگه ، سټوډيويي ښيښې ترې يادېږي .

ښيښه
د وېلډنگ پر وخت کله چې دوه ښېښې د يوې بلې سره يوځای کيږي

دې سره به د ښیښې پېژند داسې وشي:

ښیښه د څو توکونو یو ځای کول ، اوبه کول او مخکې د کرستال کېدو، په چټکۍ سړولو ته وایي. د سړولو په دغه لنډ وخت کې یې مالیکولونه خپلو ټاکل شویو ځایو ته نشي رسېدلی او د امورف په ډول پاتې کېږي.

د ښيښې پېښلیک

د ښيښې د جوړېدو پېښلیک ډېر شاته د ۳۵۰۰ مخزېږدي پېړۍ ته په بين النهرين نومې سيمې ته ورگرځي . د ښيښې لپاره د (گلاس) ويی د لرغوني رومي ټولواکمنۍ په وخت جوړ شوی . د رومي ټولواکمنۍ پير په وخت د ښيښې د جوړېدو کارخانه په ټراير نومي سيمې کې چې د نن ورځې جرمني پورې اړه لري جوړه شوې وه ، همدلته د لرغوني لاطيني ژبې څخه د (گلاسیوم ) ويی راوتی و .

جوړېدنه

ښيښه د ۷۰ - ۷۴ فیصدو پورې د سليکا ( کورتز ریگ، سپین ریگ هم ورته وایي) څخه جوړېږي. دغه عنصر د تودوخې په ۱۵۰۰ - ۱۷۰۰ درجو کې اوبه او ولې کېږي. په داسې لوړه درجه کې انسان د کار کولو زغم او ځواک نلري. چې دغه لوړه تودوخه د کار په ځای کې د کار وړ کړي د سليکا د اوبو کېدو ټکی د سوډا او یا اشخارو (پوتاس) په مرسته کښته کوي.

ښیښه کېدای شي یوازې د سلیکا څخه جوړه شي. خو د ښې ښیښې د جوړولو لپاره د سليکا سره نور توکي گډېږي. دا گډون د راتلونکې جوړې شوې ښیښې د دندې سره تړنه لري.

  • که سلیکا، اشخار او د سرپو اکسايډ سره يو ځای شي نو کریستالۍ ښيښه به ترې جوړه شي. د سرپو اکسایډ د ټینگاره څخه پرته ښیښې ته ځلا او په شمېریزه ډول د رڼا پیاوړتیا ورکوي. دغه ښیښه د عینکو، د عدسيو او لينزونو، د کرستال د لوښيو او داسې نورو د جوړولو لپاره کارول کېږي. د سارِی په ډول د لوښیو د کرستال په جوړولو کې د ۲۴ – ۳۴ فیصدو د سرپو اکسایډ گډوي.
  • د سلیکا، اشخار او د چونې له پیوستون څخه به نيمه کريستالۍ ښېښه جوړه شي. دا ډول ښيښي د بېلگه په توگه د لابراتور په چارو کې کارېږي.
  • د سلیکا، سوډا او چونې د یو ځای کولو څخه اواره ښیښه په لاس راځي. اوسمهال د (پیل کینگ تون) په مېتود جوړېږي. دغه ښیښه په ودانیو کې، موټر او داسې نورو کې کارول کېږي.

د سلیکا د سپېځلي کیدو لپاره کاربن او د ښیښې د شین - توربخون رنگ د منځه وړلو لپاره د ارسينک څخه کار اخیستل کېږي. د چورلټ (سل فیصده) بې رنگې ښیښې د جوړولو شونتیا هم شته. خو دې لپاره به سلیکا په ځانگړي ډول سوتره او سپېځ کېږي.

کیمیاوي نومونه

سليكان ډاي اکسایډ (SiO2) , د وسپنې اكسايډ (Fe2O3) , چونه (CaO) , سوډا (Na2O3) , اشخار (K2O3) , دولمیت (کلسیم مگنيزيم کاربونات) {CaMg(CO3)2} , نیفیلین {Na,K)AlSiO4)} , سرپ (د سرپو اکسایډ){(PbO (Pb}.


د ښیښې ډولونه

ښیښه د جوړېدنې له خوا په دوو برخو ویشل کېږي.

  1. بڼسټیزه ښیښه
  2. اوړون شوې ښیښه

بڼسټیزه ښیښه

هغه ښیښه چې د اومه توکونو د ولېدو او بیا سړېدو څخه په لاس راغلې وي، بڼسټیزه یادېږي. د دغه ښیښې په ډله کې: اواره ړونه ښیښه، انځوریزه ښیښه، سیم لرونکې ښیښه او رنگه ښیښې ونده اخلي.

اوړون شوې ښیښه

هغه ښیښه چې د بڼسټیزه ښیښې د جوړښت او ځانگړنې د اوړون او څه بدلون راوستلو له امله لاس ته راځي، اوړون شوې نومېږي. د دغې ښیښې په ډله کې ساتندویه (ډاډ) ښیښه( نښلولې ښیښه، کلکه ښیښه ، سیم لرونکې ښیښه)، غبرگه ښیښه، درېځلیزه (درې ځلیزه) غبرگه ښیښه، د لمر د وړانگو گرځونکې ښیښه، د کارتوس نیونکې ښیښه او داسې نورې برخه اخلي. د دغو ښیښو شمېر ورځ په ورځ مخ په سترېدو دی.

سرچينې

Tags:

ښيښه د ښيښې پېښلیکښيښه جوړېدنهښيښه سرچينېښيښهسليكان ډای اکسايډ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د بشري منابعو مديريتمسکوغنمګاري کاسپاروفپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونیوهانس ورمیرمعلوماتي ټیکنالوژيکاناډاد باغ بالا ماڼۍدرملد داود جمهوري افغانستاند اقليمي بدلون اغېزېاباسين يوسفزیسود ( ربا )اموي خلافتکندهارانټرنېټبانکوالی په افغانستان کېد لویې بریتانیا لومړی جورجاوهایوتلاسېمیاسیرت النبی سوال او ځوابګرده څیړۍ ولسوالۍلاتينه امريکامیلانلړمجو بایډنکچالوپښتونستانسويسکيمياوي تعاملونهد افغانستان د خپلواکۍ ورځManganeseنور محمد ترکید چین لوی دیوالگل پاچا الفتغوره ويناوېاسلامپالنهپټه خزانهدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونههلمند ولايتسیال په سیال (شبکه)پښتو ويکيپېډياد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهمعلوماتتایوانجنتیکجودی لین اوکیفبانکنوټاډمنډ برکد انټرنټ تاریخد غواگانو روزنهد الله 99 نومونهجگړهد بدر غزاملګري ملتونهسینټ پیټرزبورګمريم نوازعمر بن عبدالعزيزباچا خانمايکروسافټ وېنډوزاردو ژبهاقتصادي ستونزه🡆 More