ښاریتوب له کلیوالي سیمو نه ښاري سیمو ته د خلکو بدلون، د کلیوالي سیمو په نفوسو کې کمښت او هغو لارو چارو ته ویل کېږي چې ټولنې په کې له دغه بدلون سره ځان برابروي.
په دې بهیر کې ښارګوټي او ښارونه جوړېږي او دا چې ډېر خلک په مرکزي سیمو کې ژوند او کار پیلوي، دغه سیمې ورسره لویېږي.
که څه هم کله ناکله دغه دوه مفاهیم د یو بل پر ځای کارول کېږي، خو د ښاریتوب او ښاري ودې تر منځ باید توپیر وشي. ښاریتوب په طبقه بندي شویو ښاري سیمو کې د ټول ملي نفوس تناسب ته ویل کې او ښاري وده په دغو سیمو کې د مېشتو کسانو مطلق شمېر ته وايي. داسې وړاندوېینه کېږي چې تر ۲۰۵۰ ز کال پورې به د مخ پر ودې هېوادونو شاوخوا ۶۴ سلنه خلک او د پرمختللو هېوادونو شاوخوا ۸۶ سلنه خلک ښارمېشتي شي. دغه سلنه تر ۲۰۵۰ ز کال پورې له کابو ۳ میلیارده ښارمېشتو سره مساوي ده چې ډېره برخه به یې په افریقا او اسیا کې وي. د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې وړاندوېینه کړې چې د نړۍ د نږدې ټول نفوس وده به له ۲۰۱۷ ز نه تر ۲۰۳۰ ز کال پورې په راتلونکو لسو کلونو کې د ښارونو پر بنسټ نږدې ۱.۱ میلیارده نوي ښارمېشتي وي.
ښاریتوب یوازې یوه معاصره ښکارنده نه ده، بلکې په نړیواله کچه د انسان د ټولنیزو رېښو چټک او تاریخي بدلون دی، چې له امله یې کلیوالي فرهنګ پر ښاري فرهنګ بدلېږي. د مېشتېدو په ډولونو کې لومړنی ستر بدلون زرګونه کاله مخکې په کلیو کې د هغو ښکاریانو راټولېدل وو، چې د ښکار له لارې یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې. کلیوالي فرهنګ د ګډې شجرې، صمیمي اړیکو او ټولیز چلند پر بنسټ مشخصیږي، په داسې حال کې چې ښاري فرهنګ د لرې شجرې، نا اشنا اړیکو او رقابتي چلند له مخې مشخصیږي. داسې وړاندوېینه کېږي چې، د خلکو دغه بېساری حرکت به په څو راتلونکو لسیزو کې دوام ولري او لا به چټک شي، ښارونه به دومره وده وکړي چې یوه پېړۍ مخکې یې هېڅ تصور نه کېده.
د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې په بریتانیا کې د کرنیز او صنعتي انقلاب په پیل سره په ښارونو او کلیو کې د نفوس اړیکه پرې شوه او د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ښاري نفوس بېسارې وده وکړه، په دې وده کې له کلیو نه ښارونو ته ډېره کډوالي شامله وه. په انګلنډ او وېلز کې په ښارونو کې د مېشت نفوس وده له ۲۰۰۰۰ کسانو نه چې په ۱۸۰۱ز کال کې ۱۷ سلنه وه، په ۱۸۹۱ ز کال کې ۵۴ سلنې ته لوړه شوه. د فرانسې په څېر په نورو هېوادونو کې دا شمېره ۳۷ سلنه، په پروسیا کې ۴۱ سلنه او په متحدو ایالتونو کې ۲۸ سلنه وه.
کله چې کارګران د ډېرو کرنیزو محصولاتو له امله په ځمکو کې له کاره خلاص شول، د منچسټر او بیرمنګم په څېر هغو نویو صنعتي ښارونو ته لاړل چې هلته سوداګرۍ، تجارت او صعنت وده کړې وه. په ټوله نړۍ کې مخ پر ودې سوداګرۍ له شمالي امریکا نه د غلو دانو او له استرالیا او سویلي امریکا نه د یخچالي غوښو واردول ممکن کړل. ښارونه د عمومي ترانسپورت د سیستمونو د ودې له امله پراخ شول، چې د کارګرانو لپاره یې د ښارونو مرکزونو ته اوږده مزلونه اسانه کړل.
په ټوله لوېدیځه نړۍ کې ښاریتوب چټکه وده وکړه او له ۱۹۵۰مې ز لسیزې وروسته یې په مخ پر ودې هېوادونو کې هم وده پیل کړه. د شلمې پېړۍ په پیل کې د نړۍ یوازې ۱۵ سلنه خلکو په ښارونو کې ژوند کاوه. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ۲۰۰۷ ز کال د بشر په تاریخ کې لومړنی کال و چې د نړۍ تر ۵۰ سلنه ډېر نفوس په ښارونو کې ژوند کاوه.
د ۲۰۱۶ ز کال په جون میاشت کې «يېل پوهنتون» له ۳۷۰۰ مخزېږد کال نه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د ښاریتوب په اړه معلومات خپاره کړل، دغه معلومات په هغه فلم کې وکارول شول چې د وخت په اوږدو کې یې په نړۍ کې د ښارونو وده ښودله. د دې تر څنګ لرغون پوهانو په ټوله نړۍ کې د ښاري مرکزونو د پيدايښټ او پراختیا نقشې وکښلې.
ښاریتوب ښايي د بېلابېلو دلایلو له مخې له چاپېریالي کیفیت سره مرسته وکړي. د مثال په توګه: ښاریتوب د عاید کچه لوړوي چې چاپېریال ته د زیان نه لرونکو خدماتو سکتور هڅوي او د شنو او له چاپېریال سره برابرو محصولاتو لپاره غوښتنه لوړوي. پر دې سربېره ښاریتوب په ښاري سیمو کې د کلیوالو سیمو په پرتله د غوره امکاناتو او باکیفیته ژوند د معیارونو له لارې د چاپېریال له ښهوالي سره مرسته کوي. په پای کې ښاریتوب د څېړنې، پراختیا او نوښتونو په ډېرېدو سره د ککړوالي د خپرېدو مخنیوی کوي. سټيوارټ برنډ په خپل کتاب «د ټولې ځمکې نظم» کې استدلال کوي چې، د ښاریتوب اغېزې په ابتدايي ډول د چاپېریال لپاره مثبتې دي.
اوسنۍ موجودې زېربناوې او د ښاري پلانونې طریقې تلپاتې نه دي. د ۲۰۱۳ ز کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنیزو چارو څانګې یو راپور خپور کړ او خبرداری یې ورکړ چې، تر ۲۰۵۰ ز کال پورې باید د ۲.۴ میلیارده کسانو په ډېرېدو سره د خوړو د تولید کچه ۷۰ سلنه لوړه شي، چې دا کار به غذايي سرچینې تر فشار لاندې راولي، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې د چاپېریالي شرایطو د بدلون له امله مخکې له مخکې له غذايي نا امنۍ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا: د چاپېریالي شرایطو د بدلون او ښاري سیمو د مخ پر ودې نفوس ترکیب به د حفظ الصحې او روغتیايي پالنو سیستمونه تر فشار لاندې راولي او په بالقوه ډول به د انساني او چاپېریالي ناورین لامل شي.
د ښاري ګرمۍ د ټاپوګانو شتون له ډېرو کلونو راهیسې پر ډېرېدونکې اندېښنه بدل شوی دی. د ښاري ګرمۍ ټاپوهغه مهال جوړېږي چې صنعتي او ښاري سیمې تودوخه تولید او وساتي. د لمر ډېری تودوخه چې کلیوالي سیمو ته رسېږي، د اوبو د بړاس کېدو او د نباتاتو او خاورې په مرسته بېرته مصرفېږي. په ښارونو کې چې نباتات او خاوره کمه ده، ډېره دغه تودوخه د ودانیو او کانکرېټونو په مرسته جذبېږي چې د تودوخې د لوړېدو لامل کېږي. نقلیه وسایل، فابریکې او د ګرمولو او سړولو صنعتي او کورني سیستمونه ډېره تودوخه تولیدوي. ښارونه د کلیوالو سیمو په نسبت له ۱ تر ۳ سانتي ګرېد درجې ګرم دي. اغېزې یې د خاورې د نم کموالی او د کاربن ډای اکسایډ کم جذب او خپرېدل دي.
په پرمختللو هېوادونو کې د ټولنو چټکې ودې نوي ګواښونه زیږوي، له دې ډلې یو ګواښ د خوراکي توکو ضایعات دي چې د ښاري خوړو د ضایعاتو په نامه هم پېژندل کېږي. خوراکي ضایعات د خوراکي محصولاتو هغو ضایعاتو ته ویل کېږي، چې د نه استعمال، تر تاریخ تېرېدو یا خوسا کېدو له امله نور د کارولو وړ نه وي. د خوراکي موادو ضایعات ښايي چاپېریالي ګواښونه، لکه: د میتان ګاز د لوړېدو او ناروغۍ لېږدوونکو د ډېروالي لامل شي. د اشغالو د خښېدو ځایونه د میتان ګاز د خپرېدو درېیم اصلي لامل دی چې پر اوزون پرده او عامه روغتیا ناوړه اغېزه کوي. د خوارکي توکو ضایعات ډېرېدل د تخمر کېدو سبب کېږي، چې له امله یې حشرات او داړونکي حیوانات ډېرېږي. د ناروغیو د لېږدوونکو راتګ، انسان ته د لا ډېرو ناروغیو د پیدا کېدو سبب کېږي.
په مخ پروده هېوادونو کې ښاریتوب، ژوندي پاتې کېدو ته د هیله مندۍ د ډېرېدو په معنا نه دی. چټک ښاريتوب، د غیر ساري ناروغیو، لکه: نري رنځ (سرطان) او زړه د ناروغیو له امله د مړینې د زیاتوالي لامل کېږي. د ساري ناروغیو له امله په مړینه کې توپیر، په ناروغۍ او ځای پورې اړه لري.
په ښار کې د روغتیا کچه په منځنۍ کچه تر کلیوالي سیمو ښه ده. د بېوزلو ښاري سیمو اوسېدونکي«د وخت په تېرېدو سره د ناوړه ناروغیو، ټپونو، ژرمړینې او بېوزلۍ» له امله زیانمنېږي. ډېری بېوزلي ښارمېشتي، د لګښتونو وس نهلري او روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې له ستونزې سره مخامخ دي، له همدې امله د بېکیفیته او غیر قانوني خدمتونو وړاندې کوونکو ته ورځي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ښاريتوب, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.