مالي سياست انګلیسي: Fiscal Policy د سياست او اقتصاد د تاليف له ټكو څخه دى، ځكه سياست د موخې يا موخو د ټاكلو په برخه كې مهم رول لري.
كله چې دولت له ټولنيزو مسايلو او له هغو څخه د زېږیدلو سياسي مسايلو سره لاس او گرېوان وي، داسې لاره غوره كوي، چې د هغو په حل يا تخفيف باندې تمامه شي. د بېلگې په توگه ځينې دولتونه د ټاكنو پر مهال د تورم د كمښت او د عامه سوكالۍ او بالعوضه مرستو د ډېروالي سياست غوره كوي. په هغه صورت كې چې د دولت مهمه موخه د اقتصادي تړاو كمښت او د خپلواكۍ ساتنه وي، دوي هڅه كوي په خپلو اسعاري لگښتونو كې په داسې ډول سپما وكړي، چې تر ډېره بريده بهرنيو هېوادونو ته د تادياتو د بيلانس له كسر سره مخ نه شي او په هغه صورت كې چې بېكاري يوه لويه ستونزه وي، اصلي موخه د استخدام رامنځ ته كول او د توليد ډېرول په پام كې نيسي او يادو موخو ته د رسېدو لپاره مناسب مالي سياست غوره كوي او په هغه صورت كې چې لويه ستونزه تورم وي، مالي سياست تورمي ضد بڼه ځان ته غوره كوي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مالي سياست, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.