ګلبدين حكمتيار (۱۳۲۷ هـ.
ل.) یو افغان واقعي مجاهد دی او د حزب اسلامي افغانستان مشر او د افغانستان د اخوان المسلمین او مسلمان ځوانانو له بنسټګرانو څخه دی چې له څو لسيزو څخه د افغانستان په سياست کې ښکېل دی. بېلابېل خارجي سياسي نظامونه چې په افغانستان کې یې د پردیو لپاره کار کولو پخپلو سياسي او جهادي تگلارو اغېزمن کړي. هغه د روسانو پر وړاندې د جهاد ٧٥٪ سلنه فعالیتونه درلودل او گوند يې تر ټولو ډېره جهادي مخینه لري . همدارنگه يې تر ټولو ډېره مالي او پوځي مرستې د عربي هېوادونو او اسلامپالو هېوادونو څخه ترلاسه کولې. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شوه نو حزب اسلامي افغانستان په دغې جګړه کې يو فعاله ګوند و او د هغه وخت د لنډمهاله حکومت پر وړاندې د يو مخالف اړخ په توګه یې جنګ کولو.وروسته له هغه د امریکایي اشغال پر وړاندې لومړنی کس وو چې د جنک اعلان یې وکړو او دغه جنګ ته افغانانو او مومنانو د جهاد نوم ورکړو.
ګلبدين حكمتيار | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د افغانستان لومړی وزير | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۷ د جون ۱۹۹۳ – ۲۸ د جون ۱۹۹۴ | |||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۱۹۴۷ کندوز, افغانستان | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
ګوند | حزب اسلامي | ||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | د کابل پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | سياستوال | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | د افغانستان اسلامي حزب اخوان المسلمون | ||||||
مقام | د پوځي قوماندانانو مشر | ||||||
جګړه/جګړې | په افغانستان کې شوروی جګړه د ناګورنو-قره باغ لومړۍ جګړه په افغانستان کې جګړه | ||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
هغه د عبدالقادرخان زوي په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال د كندوز ولايت د حضرت امام صېب ولسوالۍ د ورته بز په كلي كې زېږېدلې دى. نوموړی د څو لسيزو نه راپدېخوا د افغانستان په سياسي چارو کې راښکېل دی. خو تر ټولو ډېر هغه وخت مشهور شو کله چې روسانو پر افغانستان باندې يرغل وکړ او دی د سرولښکرو پر وړاندې د جهاد تکل وکړ. ددې سره سره دی د ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۵ پورې دافغانستان پخوانی لومړی وزير هم پاتې شوی. د حكمتيار كورنۍ د نائب الحكومه شېر محمد خان په وخت كې له غزني څخه كندز ته كډه او په امام صېب كې مېشته شوه. پلار يې د غزني د شاه جوى او مور يې د قره باغ اوسېدونكې وه. څلور وروڼه او درې خوېندې لري، چې د وروڼو نومونه يې دا دي:
پلار او دوه وروڼه يې (اختر محمد او نورالدين) د وخت د كمونست رژیم لخوا ونيول شول او په زندان كې په شهادت ورسول شول. د شهادت څرنگوالى او د خښولو ځاى يې نامالوم دى، خو د يوه سرتيري د خولې نكل دى چې: عبدالقادر خان يې له زندان څخه بهر ووېست او د آودان دښتې ته يې يووړ. هورې يې په پوځي جيپ پورې وتاړه، او جيپ يې ترهغې ځغلاوه ترڅو چې يې په بې رحمۍ سره په شهادت ورساوه.
حكمتيار تر پېنځم ټولگي پورې د امام صېب په منځني ښوونځي كې زده كړې وكړې. له پينځم ټولگي څخه وروسته د حربي ښوونځي لپاره غوره شو. شپږمن، اووم او اتم ټولگي يې په نوموړي ښوونځي كې ولوستل او د نهم ټولگي لپاره د شېرخان لېسې ته ولاړ. د ښوونځي د دزه كړې ترڅنگ يې لومړنۍ زده كړې له ارواښاد مولوي قربان محمد څخه وكړې، چې د چاه آب نوموړې عالم ؤ. نوموړي عالم چې د افغانستان له لرغوني او وخت له تاريخ څخه خبر سړې ؤ د حكمتيار په فكري او سياسي روزنه كې پوره ونډه لرله. د شېرخان له لېسې څخه په فارغېدو سره د انجنيرۍ پوهنتون ته د ورتلو نه مخکې كورسونو لپاره كابل ته ولاړ. دا كورس د هغو زده كړيالو لپاره ؤ چې د انجينيرۍ پوهنځي لپاره غوره كېدل، اوانجينيري پوهنځي لپاره لومړنۍ پېر ؤ. پدې پېر كې زده كړيال د انجينيرۍ پوهنځي لپاره تيارېدل. حکمتيار هم د همدغو کورسونو تر بشپړولو وروسته انجنيرۍ پوهنځي کې په زده کړو پيل وکړ خو د خپلو سياسي مخالفتونو په سبب پوهنتوني زده کړې بشپړې ترسره و نه رسولې.
کله چې د داود خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان وگړو ته د سياسي گوندونو د آزادۍ تر څنگ د بيان آزادي ورکړل شوه نو. د دغه فرصت نه گڼ شمېر وگړو ناوړه گټه پورته کړه او په افغانستان کې د سياسي ډلو د جوړولو بازار تود شو. په همدې وخت کې حكمتيار د انجنيري پوهنځي زده كوونكی ؤ او د کمونستي بړېڅو سره به يې ډغرې وهلې. دا هغه وخت و چې د کابل پوهنتون انگړ په يوه سياسي لوبغالي بدل شوی و او هر څوک چې به د يوه سياسي نظر خاوند و نو د خپل مخالف سره به په مناقشه اومباحثه كې ورگډ و. حکمتيار يو اسلامپال زده کوونکی و او د اخوان المسلمون له افکارو او نظريو نه اغېزمن شوی و او د همدغو ډلو په سياسي فعالينو کې شمېرل کېده او د وخت د سياسي نظام سره يې په ډېرو مسايلو اختلافونه رامېنځ ته شول.
پاکستان چې د محمد داود خان واکمني يې د ځان د پايښت لپاره يو گواښ گاڼه نو د داود خان د حکومت په وړاندې يې پټې دسيسې او توطيې جوړې کړې او خپل سفارت کې يې د آی اس آی کارکوونکي وگومارل. چې په هغو کې يو کرنل امام و، د آی اس آی دې افسرانو ته دا دنده ورکړل شوې وه چې په افغانستان کې اسلامپال جذب کړي. په همدې وخت کې گلبدين حکمتيار، برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود، حاجي دين محمد او ځينې نور غړي د پاکستان لخوا نه جذب شول او هغوی يې د داود خان د واکمنۍ په وړاندې وروځل. دلته پاکستان يو دوه اړخيزه لوبه پيلوي، له يو خوا افغان حکومت ته ځان په دې نژدې کوي چې دوی دا مالومات لري چې د افغانستان په گډوډيو کې څوک ښکېل دي او د همدغو کسانو نومونه د وخت حکومت ته په لاس ورکوي. له بلې خوا همدا کسان په پټه لارو پاکستان ته لېږي او هلته يې د پېښور په بالا حسار کې په پوځي روزنه گوماري. د افغانستان د حکومت په وړاندې د جنگېدلو لپاره وسلې ورکوي او بېرته يې افغانستان کې د جگړې لپاره لېږي. حکمتيار د خپلو همدغو کړنو پر بنسټ د پاکستان د استخباراتي کړۍ سره ډېرې نژدې اړيکې پېدا کوي. او دا لړۍ بيا هغه وخت نوره هم ټينگېږي کله چې په افغانستان باندې روسان پوځي يرغل کوي. دا کار د افغانستان عام وگړي نور هم قهرجن کوي او عام مسلمان وگړي د بېلابېلو جهادي گوندونو سره جهاد پيلوي. پدې توگه حکمتيار چې په پاکستاني چارواکو کې پېژندل شوی کس دی او ډېر خلک پېژني، نو د همدغې پېژندگلوۍ پر بنسټ د اسلامي گوند مشر کېږي چې وروسته په ۱۹۹۲ کې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ نه وروسته د يوه سياسي مشر دريځ خپلوي.
له يوې خوا په پوهنتون كې كمونستانو خپله ولكه ورځ ترورځې ټينگوله، او د غېر اسلامي سياسي ډلو ورځ په ورځ خورېدونكو هځو په ديني شعائرو د كمونستانو بېباكانه تېري ځورول، له بلې خوا د يوه اسلامي غورځنگ نشتوالي |ځورول. په پوهنتون كې چا ملي جامه نشوه اغوستلې، ږيره پرېښودل نه ؤ، په هغه چا به ټوكې او مسخرې وهل كېدې چاچې به ږيره يا پگړۍ په سر كړې وه. پدې وخت كې په دين او وطن مېن ځينو ځوانان د لومړي ځل لپاره د لمانځه لپاره له پوهنتون څخه د لمانځه ځاى وغوښت، چې له ډېر كړاو څخه ورته د لېليې ۳ېم پوړ خالي كړاى شو، چېرې چې به مخكې لدې كنسرتونه او نڅاگانې كېدلې. د لمانځه ځاى د اسلامي غورځنگ لپاره د بنسټيزه خښتې په څېر ؤ چېرې چې مسلمان ځوانانو يوبل سره وپېژندل.
حكمتيار له هرلمانځه څخه وروسته به يې له ځوانانو سره د پوهنتون سياسي روان حالات څېړل. د هغوي نظربه يې مالوماوه، او د هغوي اسلامي روحيه به يې تلله. پدې وخت كې له شهيد مولوي حبيب الرحمن سره او بيا دهغه له لارې د شريعياتو له ځينو نورو کسانو سره اشنا كېږي. د ليدنو كتنو دا كړۍ ورځ په ورځ پراخېدله ، نو دغوکسانو وپتېيله چې د يوه منظم سياسي كار د روانولو لپاره سره راغونډ شي او ټول هغه کسان راوبلي چې ددې كار لپاره وړ كسان وي. د هماغه پسرلي په يوې داسې شپه كې چې باران ورېده او د پوهنتون په انگړ كې هېڅوك نه ليدل كېدل، د ښوونې او روزنې د پوهنځي په يوه ښوونيزه خونه كې لاندې ځينې ځوانان سره راټول شول:
له دې ډلې څخه ټول په شهادت رسېدلي، يواځې حكمتيار ژوندى پاتې دى. په غونډه كې له اوږدو خبرو اترو نه وروسته دا پرېكړه وشوه چې منظم كار روانوو، ځوانان اسلام ته رابولو، ولس راويښوو، د كمونستانو مقابله كوو، د دوي لخوا چې زموږ هېواد ته كوم جدي گواښ پېښ دى، او د دوي سياسي هلوځلو په ماهيت خلك خبر كړو. فېصله وشوه چې دا د يوې داسې شبنامې په واسطه وشي.
کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکتر نجيب الله حکومت استعفا وکړه نو د دغې استعفا سره سم عبدالرشيد دوستم او پرچميانو پر ډاکتر نجيب کودتا وکړه او وروسته له کودتا يې د احمد شاه مسعود او جمعيت د سياسي گوندونو سره يو سياسي اېتلاف وکړ. دا هغه وخت و چې گلبدين حکمتيار لا په پېښور کې و. کله چې په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت لخوا دا پرېکړه وشوه چې د جهادي گوندونو کوم مشر تر کومې مودې د افغانستان ولسمشر پاتې کېږي او تر دې وروسته همدا جهادي گوندمشران افغانستان ته راغلل نو د واک پر سر اختلافونه يې په جگړه بدل شول او هر يو جهادي گوند د بل سره يا په اېتلاف کې او يا هم په وړاندې وجنگېده. په دې وخت کې د حکمتيار گوند د کابل نه دباندې په چارآسيا کې و او د مسعود ملېشه پوځ د کابل ولايت واک په لاس کې و. حکمتيار د مسعود سره د واک په اختلاف کې په کابل د راکټونو باران پيل کړ چې په دغو پېښو کې ۷۰۰۰۰ ولسي وگړي ووژل شول.
مخکې لدې چې د امریکا په ملاتړ په افغانستان باندې يرغل پیل شي حکمتيار په ايران کې اوسېده چې په کال ۱۹۹۷م زېږدي کې کډوال شوی و. ښاغلي حکمتيار د پاکستان لخوا ډېرې مرستې ترلاسه کړلې او دننه په پاکستان کې یې ډېر واک له ۱۹۷۳م زېږدي څخه تر ۱۹۹۳م زېږدي پورې درلودل ، خو کله چې پاکستان په کال ۱۹۹۴م زېږدي کې پدې پوه شو چې د ښاغلي حکمتيار په مشرۍ گوند ته د افغانستان ډېره کي وگړي چې پښتانه دي ملاتړ نه ورکوي ځکه چې د قدرت پر سر پخپلو کې سره ولېدلي او د دننه د افغانستان کورنيو جنگونو کې هم نور اړخونه نشي مهار کولی نو مخه یې طالبانو خواته واړوله. د ۱۱م سپټمبر ۲۰۰۱م زېږدي کې چې د امريکا د نیوپارک په ښار کې اسمانڅکو دوه ودانيو باندې چې د امریکا او نړۍ د وټه ییزو اړیکو مراکزونه ول پرې د عرب توکمو سختدريځو لخوا برید وشو نو امریکې ته د شاوخوا استخباراتي مالوماتو په ترڅ کې افغانستان کې د پټ شوي عرب اسامه بن لادن سختدريځه گوند القاعده په گوته شول. پدې ترڅ کې د امریکا د وخت هېوادمشر کشر واکر بوش برحاله ولسمشر و. د ښاغلي بوش په اداره کې يوه افغان الاصله وگړي چې د امریکا د منځيني ختيځ او نورو اسيايي هېوادونو سياسي مشاور و ښاغلی زلمی خلیلزاد د امنیت ادارې سره په کار وگومارل شو. ښاغلي خلیلزاد د اېم اېس اېن بي سي خبرپاڼې سره يوې مفصلې مرکې کې د اووه لاروچارو مشورو پر بنسټ د بوش په ادارې ټینگار وکړ چې طالبان په ځانگړي توگه تر عرب جنگياليو لا خطرناک دي او باید چې ورباندې برید وشي. د دغو طرحو په وړاندې کولو سره بوش وپتېیله چې افغانستان باندې کال ۲۰۰۱م زېږدي د اکتوبر په ۷مه نېټه برید وکړي. پدې ترڅ کې خلیلزاد له پخوا څخه د شمالي ټلوالې ملاتړ د امریکا برید لپاره ترلاسه کړی و او ښاغلي احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني خپل ډاډونه ورکړي ول او په کال ۲۰۰۰م زېږدي کې او ۲۰۰۱ زېږدي کې پنځه کسان د پلاؤو په توگه اروپا ته واستول او بيا يې واشنگټن ته د همدې پلان لپاره واستول چې د سي آی اې ملاتړ یې همدې برید لپاره ترلاسه کړ. پدې ترڅ کې ښاغلي حکمتيار د برید مخالفت وکړ او جهاد یې د بهرنیو پوځونو د برید په مقابل اعلان کړ. ښاغلی حکمتيار تر نن پورې يوه نامالوم ځای کې اوسېږي او هغه ته اړونده اورپکي یې د امریکايانو پرمټ جوړ شوي حکومت پر خلاف او د بهرنیو پوځونو نارواؤ پر خلاف چې پدې ۱۳ کالونو کې يو نیم میلون شاوخوا ولسي وگړي شهیدان کړي او د خلکو پتونه یې ننگولي خپلې جگړې ته دوام ورکړی همدارنگه افغاني طالبان هم ورسره يوځای غلچکي بریدونو ته دوام ورکړی. د پاکستان خوا طالبان د پاکستان په خلاف جگړې کوي ځکه چې د پاکستان حکومت هم د امریکا ملاتړی دی او د پښتنو مېشت ځايونه چې ډېری وگړي یې نالوستي کلیوال دي په نخښه کوي او په هوايي بمباريو د بې پیلوټه الوتکو پر مټ شمالي او سوېلي وزیرستان وولي. اوس جگړه دې حد ته رسېدلې چې د افغانستان دننه شمالي ټلوالې يوه ډله د نظار شورا د پنجاب حکومت سره په گډه نيابتي جگړې مخه د افغانستان په لور اړولې ځکه چې پنجاب خپل د واک گډوډېدو څخه وېره لري او پاکستان کې دننه بلوڅان هم د زور زياتيو په مقابل د پنجابي زورواکيو څخه خپل د حقوقو غوښتونکي دي چې دغو باندې پاکستان مشکوک دی چې د کرزي بيا د اشرف غني اداره یې ملاتړ کوي. پدې ترڅ کې مختلفه ناجوړه وگړي د ځانوژنې لپاره چمتو کوي او افغانستان ته یې استوي. خو په افغانستان کې دننه سياستوال لا هم ندي توانېدلي چې د پاکستان يرغل په کونړ او نورو سیمو او نيابتي جگړې لوبغاړي چې دننه په افغانستان کې ښايي عطانور یې لارښودی دی مخنيوی وکړي .
حكمتيار له خپل سياسي او جهادي ژوند سره سره ليك ليكنې ته بشپړ وخت وركړى، او خپل سياسي، جهادي، ديني او ټولنيز موضوعات يې د قلم ژبې ته وركړي، او ښې ډېرې ليكنې يې كړي، چې د اټكل له مخې يۍ شمېره ۱۲۰ سلو ډول، ډول موضوعاتو ته رسېږي.
د افغانستان په سياسي، ديني او ټولنيز بهير كې به دی هم يو د ليک او نظر كس وي، چې دومره ليکنې ېې ترسره كړي.
په لاندې ډول د هغو كتابونو نومونه ياد شوي چې انجنير گلبدين حکمتيار ليكلي:
This article uses material from the Wikipedia پښتو article گلبدين حکمتيار, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.