القاعده (په عربي کی: القاعدة چی په پښتو کی اډه معنی لري) یوه افراطی سنی ډله ده چی په ۱۹۸۸ کال کې د اسامه بن لادن لخوا جوړه شوه.د القاعدې ملاتړ د افراطی مسلمانان د اعانو په مرسته کېږی.
القاعده القاعدة | |
---|---|
| |
د عملیاتو سیمه | نژدې ختیځ |
مشران | اسامه بن لادن ايمن الظواهري |
پیدایښت | ۱۹۸۸ |
دین | سني اسلام |
د القاعدې مشران غواړی چه په اسلامی هېوادونو کې اسلامی دولت جوړ وکړی. د القاعدې مشران هم وایی چی امریکا او بریتانیا په نژدې ختیځ کې د نفت بډایی غلا کوی.
د القاعدې غړی په ځانگړی ډول عرب مجاهدین دی چي په افغانستان کې یی د شوروی د پوځ په خلاف جگړه کوله. په دې وخت کې مجاهدین د امریکا او اسلامی هېوادونو لخوا ملاتړ کېدل. اسامه بن لادین چی د شوروی د پوځ پر ضد هم جگړه کول مجاهدیونو ته یی پیسې او وسلې هم ورکولی. د افغانستان اسلامی امارت تر جوړولو وروسته اسامه بن لادین د طالبانو په مرسته په دغه هېواد کې د تمرین مرکزونه د مجاهدونو لپاره جوړ کړ.
القاعده یو تنظیم دی چی د ډلو څخه تشکیل کېږی. هره ډله تقریبا درې تنه لری. د القاعدې قوماندان یوازې درې ډلې رهبري کوی. د ډلې غړی عموما د دښمن په هېواد کې د حکومت پر ضد هیڅ دهشت گر عملیات نه کوی. خو تر څو کالو وروسته د القاعدې قوماندار به دهشت گردانو ته امر ورکړی او دهشت گردان به هغه امر پر ځای کوی.
القاعده په ۱۹۹۶ کې په سعودی عربستان کې د امریکا پر مرکزونو برید وکړ. په هغه برید کې لس تنه وژل شو. په ۱۹۹۹ کال کې دهشت گرانو په نایروبی او دارالسلام کې د امریکا پر سفارت خانو برید وکړل. په برید کښې ۲۰۰ تنه وژل شول او ۵۰۰۰ تنه زخمی شول. په ۲۰۰۰ کال کښې د عدن په ښار کې دهشت گردانو د امریکا پر جنگی بیړۍ برید وکړل او په برید کښې ۱۷ تنه وژل شول. په ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې ۱۹ دهشت گرانو څلور الوتکې ونیول او د الوتکو په مرسته یی د نیو یورک او واشینگتون په ښارونو کې پر ودانیو برید وکړل. په برید کې تقریبا ۳۰۰۰ تنه وژل شول.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article القاعده, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.