سټنلي بالډوین، د بېوډلي لومړی ارل (زوړور سرتېری) بالډوین، د جورابو د بند د اتلولۍ د نښان (Knight of the Garter)، د کاناډا لپاره د ملکې د ځانګړې شورا غړی (Queen's Privy Council for Canada)، د جوړجاړي قاضي (Justice of the peace)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society) د ویاړونو درلودونکی (د ۱۸۶۷ ز کال د اګست له ۳مې نه د ۱۹۴۷ ز کال د د ډسمبر تر ۱۴مې پورې) د بریتانیا یو محافظه کاره سیاستوال و چې د نړیوالو جګړو تر منځ یې د انګلستان په حکومت کې برلاسی و چې په درېیو پړاوونو کې، د ۱۹۲۳ ز کال د می نه د ۱۹۲۴ ز کال تر جنوري پورې، د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر نه د ۱۹۲۹ ز کال تر جون پورې او د ۱۹۳۵ ز کال د جون نه د ۱۹۳۷ز کال تر می پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.
سټنلي بالډوین | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳ اگسټ ۱۸۶۷ |
مړینه | 14 ډيسمبر 1947 (80 کاله) |
تابعیت | برېتانيا د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | لندن پوهنتون |
کار/مسلک | سياستوال |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
بالډوین چې د ورسیسټرشایر په بېوډلي کې په یوه نېکمرغه کورنۍ کې زېږېدلی، د کیمبرج په هاوټریس، هارو ښوونځي او ترینیټي کالج کې یې زده کړې کړې وې. نوموړي د خپلې کورنۍ د اوسپنې او پولادو د تولید په سوداګرۍ کې کار پیل کړ او په ۱۹۰۸ ز کال کې د بېوډلي په استازیتوب دمشرانو مجلس ته و ټاکل شو او د خپل پلار الفریډ ځایناستی شو . نوموړی د ډېویډ لویډ جورج په ګډ حکومت کې د خزانې د مالي منشي (۱۹۱۷ – ۱۹۲۱ز ) او د سوداګرۍ بورډ رئیس (۱۹۲۱ – ۱۹۲۲ز) په توګه دنده پر مخ یووړه او وروسته یې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ: په ۱۹۲۲ ز کې د لویډ له ملاتړ نه د محافظه کار ګوند په وتلو کې بالډوین له مخکښو کسانو نه و، وروسته نوموړی د بونارلا په محافظه کار حکومت کې د خزانې رئیس شو. بونارلا چې د ۱۹۲۳ ز کال د می په میاشت کې د روغتیا لاملونو له امله استعفا ورکړه، بالډوین لومړی وزیر او د محافظه کار ګوند مشر شو. نوموړي د ۱۹۲۳ ز کال په دسمبر کې د تعرفو د وضع کولو په ستونزو کې ټاکنې وبایللې او د محافظه کارانو پارلماني اکثریت یې له لاسه ورکړ، چې له هغه وروسته رامسي مکډونالډ د لږه کیو کارګرو حکومت جوړ کړ.
بالډوین خپل دویم حکومت د ۱۹۲۴ ز کال د ټولټاکنو له ګټلو نه وروسته را منځ ته کړ، چې ښاغلي آسټن چیمبرلین (د بهرنیو چارو وزیر)، وینسټن چرچل (د خزانې مشرۍ) او نیویل چیمبرلین (د روغتیا وزیر) د نوموړي په حکومت مهمې دندې درلودې. چرچل او چمبرلین په هغو برخو کې چې پخوا یې د لیبرال ګوند سره تړاو درلود، د اصلاحاتو له لارې د محافظه کار ګوند غوښتنه پیاوړې کړه. په اصلاحاتو کې صنعتي تصفیه، د وزګارۍ بیمه، د زاړه عمر لرونکو وګړو د تقاعد پراخه سیسټم، د پراخ مېشته سیمو پاکول، د خصوصي سکتور له خوا په لویه کچه د کورونو ودانول او د میندو او ماشومانو د روغتیایي پاملرنې پراختیا ګډون درلود، خو د ارامې او ورو( سوکه) اقتصادي ودې د دوام او د کانونو په رایستلو او لویو صنایعو د رکود له امله د بالډوین ملاتر کمزوری شو. د نوموړي حکومت په ۱۹۲۶ ز کال کې د عمومي کاربندیز شاهد هم و او د سوداګریزو شخړو د حل او سوداګریزو اتحادیو قانون یې وړاندې کړ، ترڅو د اتحادیو ځواک محدود کړي.
بالډوین د ۱۹۲۹ ز کال ټولټاکنې په لږ توپیر له لاسه ورکړې او له ګوند نه د نوموړي دوامداره مشرۍ له امله د رسنیزو څېرو، لکه: مشر روترمیر او مشر بیوربروک له لوري تر پراخو نیوکو لاندې راغی. په ۱۹۳۱ ز کال کې د ستر ناورین له پیل سره سم، د کارګر ګوند لومړي وزیر رامسي مکدونالډ یو ولسي حکومت را منځ ته کړ، چې زیاتره وزیران یې محافظه کاران وو او د ۱۹۳۱ ز کال په ټول ټاکنو کې یې لوی اکثریت ترلاسه کړ. کله چې د مکډونالډ روغتیا خرابه شوه، بالډوین چې د شورا رئیس و او په لس کسیزه کوچنۍ کابینه کې د څلورو محافظه کارانو له ډلې نه و، د لومړي وزیر ډېری دندې په غاړه واخیستې. نوموړی حکومت د یوه داسې قانون شاهد و چې د هند لپاره یې خپل اختیاره حکومتوالي زیاته کړه، چې دا ګام د چرچل او ډېری نورو محافظه کارانو غړو له خوا له مخالف سره مخامخ شو. د ۱۹۳۱ ز کال د ویسټ منسټر قانون کاناډا، آسټرالیا، نیوزیلنډ او سویلي افریقا ته په داسې حال کې د خپل اختیاره دولت حیثیت ورکړ، چې د مشترک المنافع هېوادونو د ټولنې لپاره لومړی ګامونه پورته کېدل. بالډوین د ګوند د مشر په توګه زیاتره په زړه پورې نوښتونه رامنځ ته کړل، لکه: د راډیو او فلم نه هوښیارانه ګټله اخیستل، چې نوموړی یې د خلکو سره ډېر په اړیکه کې کړ او د محافظه کاره ګوند غوښتنې یې پیاوړې کړې.
بالډوین په ۱۹۳۵ ز کال کې د لومړي وزیر په توګه د مکډونالډ ځای ناستی شو او د ۱۹۳۵ ز کال ټول ټاکنې یې په بل لوی اکثریت وګټلې. په دې وخت کې، نوموړي په وسلو باندې د بریتانیا له سمبالولو او د پاچا آتم اډوارډ له استعفا نه څارنه وکړه. د بالډوین درېیم حکومت په بهرنیو چارو کې د شمېر کړکیچونو، لکه: د هوار – لاوال تړون په اړه د خلکو شورماشو، د راینلنډ بیا نظامي کول او د هسپانوي کورنۍ جګړې د پیل شاهد و. بالډوین په ۱۹۳۷ز کال کې تقاعد شو او نیویل چیمبرلین یې ځایناستی شو. بالډوین په هغه وخت کې د یوه مشهور او بریالي لومړي وزیر په توګه شهرت ترلاسه کړ، خو د ژوند په وروستۍ لسیزه او څو کاله له هغه وروسته، د ۱۹۳۰ ز کلونو د پراخې وزګارۍ له امله یې شهرت کم شو. آرامتیا ته د اډولف هټلر د رابللو د هڅو له امله او دویمې نړیوالې جګړې ته د پوره چمتووالي لپاره د بریتانیا د نه سمبالولو له امله د "ګنهکارو څېرو" په نوملړ کې راځي. نن ورځ، عصري پوهان په عمومي توګه نوموړی د بریتانیا د لومړيو وزیرانو په نوملړکې له نیمایي نه پورته ډلبندې کوي.
بالډوین د انګلستان د ورسټرشایر کې په لوور پارک ماڼۍ (لوور پارک، بېوډلي) کې د الفریډ او لویسا (مکدونالډ) بالډوین په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د نوموړی د لیکوال او شاعر رودیارډ کیپلینګ د ترور زوی و، چې وروسته په ټول ژوند کې د هغه نږدې ملګری و. نوموړي له کپلنګ او د هغه له خور سره په ۱۸۷۷ز کال کې په لوټن کې د آزادو کروندو او ځنګلونو په سیمه کې اوړی تېر کړ، چې د دواړو ځوانانو د راتلونکې ودې لپاره یې خورا اغېزمن ارزښت درلود.
کورنۍ یې ښېرازه ژوند درلود او تر خپل نوم لاندې یې د اوسپنې او پولادو د تولید سوداګري درلوده، چې وروسته د ریچارډ توماس او بالډوینز د کمپنۍ برخه شوه.
د بالډوین د سېنټ مایکل ښوونځی کې چې هغه وخت یې د برکشایر په سلو کې موقعیت درلود، زده کړې وکړې او وروسته د هارو ښوونځی ته لاړ. هغه وروسته ولیکل: "د پاچا ټول آسونه او د پاچا ټول سرتېرې به و نه شي کړای چې ما د ښوونځي له مدیرانو سره یوځای کړي او یو وخت ما د دوی په اړه د پټ مقاومت هر ډول خوی درلوده." بالډوین وروسته د کیمبرج پوهنتون ته لاړ، چې په دې ځای کې هغه د ترینیټي په کالج کې تاریخ ولوست. په پوهنتون کې د نوموړي دوره د ترینیټي د مدیر، هینري مونټاګو بټلر، د هغه د پخواني مدیر، چې نوموړی یې یو زده کوونکي ته د ښکنځلو د لیکلو له امله په هارو کې سزایي کړی و، له بدو یادونو سره مل وه. له نوموړی نه وغوښتل شول چې د میګپي او سټمپ (د ترینیټي د کالج د بحثونو ټولنه) نه د هېڅ نه ویلو له امله استعفا وکړي. هغه د تاریخ په برخه کې د درېیمې درجې د سند له ترلاسه کولو وروسته، د خپلې کورنۍ د اوسپنې د تولید سوداګرۍ ته لاړ. پلار یې د چمتووالي لپاره نوموړی د فلزاتو په برخه کې د تخنیکي روزنې یوې غونډې ته د میسن کالج ته واستاوه. د ځوانۍ په دوره کې یې د دویم بریدمن په توګه د لنډ وخت لپاره په مالورن کې د توپچي رضاکار په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۸۹۷ ز کې د ورسټرشایر د ناحیې لپاره د جوړجاړي قاضي شو.
بالډوین د ۱۸۹۲ ز کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه له لوسي ریډسډیل سره واده وکړ. د ۱۸۹۴ ز کال په جنورۍ میاشت کې د خپل مړه زوی له زېږون وروسته، دوی شپږ ماشومان درلودل:
د ۱۹۴۱ ز کال د مارچ په میاشت کې د بالډوین تر ټولو ځوانه لور آغلې بیټي، د پاریس د کېفې نایټ کلب په بمي چاودنه کې سخته ټپي شوه او د مشهور هنري ډلمشر کین "سنیک هپس" جانسن نه یې سر پرې شو. نوموړې د مخکښ جراح ارچيبالډ مکنډو نه د مخ د جراحۍ په برخه کې مرسته ترلاسه کړه.
د یوه سوداګر په توګه، بالډوین بریالی ثابت شو او د صنایعو د عصري کوونکي په توګه یې شهرت ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۹۰۸ ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته ۲۰۰۰۰۰ پونډه میراث ترلاسه کړ، چې په ۲۰۲۰ ز کال کې د ۲۱۳۴۸۸۶۰ پونډو سره برابر دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سټنلي بالډوین, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.