سيکولريزم

سیکولاریزم د سیکولار او طبیعت ګرایانه ملاحظاتو له مخې د انساني چارو د تر سره کولو په خاطر د هلوځلو اصل دی. د دې اصطلاح زیاتره عام تعریف له مدني چارو او دولت څخه د دین بېلتون دی او کېدای شي د ژوند په هر ډګر کې د دین د ونډې د لري کولو یا حداقل ته رسولو په خاطر په ورته موضع کې نورهم پراخ شي. دغه اصطلاح پراخې معناګانې لري خو په ټول قیاسي حالت کې ښايي هره هغه موضوع چې په هره برخه کې د سیکولار د لوړتیا لامل ګرځي، هغه له ځان سره ولري. دا کېدای شي له روحانیت سره ضد لرل، الحاد او

سيکولريزم
د سيکولريزم هېوادونو نخښه
طبیعت ګرايي اوسي یا هم له عامه ادارو څخه د مذهبي نښو نښانو لري کول وي.

د یوې فلسفې په توګه، سیکولاریزم په دې لټه کې دی چې ژوند د هغو اصولو له مخې تفسیر کړي کوم چې یوازې له مادي نړۍ څخه  اخیستل شوی دی، پرته له دې چې دیني سرچینو ته ور وګرځي. سیکولاریزم له دین څخه پام «زماني» او مادي اندیښنو ته را ګرځوي.

په لویدیځ کې د سیکولاریزم په اړه دودیز توپیرونه شته، لکه د فرانسې، ترکیې او انګریز- امریکايي ماډلونه او تر دې هاخوا، لکه هند چې په دغو هېوادونو کې زیاتره د قانون پروړاندې په برابرۍ او د دولت پر بې پلوۍ ټینګار کېږي نه دا چې بشپړ بېلتون غواړي. له سیکولاریزم څخه د ملاتړ په برخه کې موخې او استدلالونه ډېر توپیر لري، له دې ادعاوو نیولې چې دا د عصري کېدو لپاره بنسټیز عنصر ګڼل کېږي یا دا چې دین او دودیز ارزښتونه د شاته پاتې والې او تفرقې په معنی دي او تر دې ادعا پورې چې سیکولاریزم په ازاده توګه د دیني چارو تر سره کولو یوازینی ضامن دی.  

بیا کتنه

هغه کس چې د سیکولاریزم لغت یې د لومړي ځل لپاره د اوسني مفهوم له مخې وکاراوه هغه په ۱۸۵۱ کال کې یو بریټانیايي لیکوال، جورج هالي اوک ؤ. دا چې د هغه په نظر «الحاد» یوه ډېره غصناکه کلیمه وه، نو د داسې اصطلاح په لټه کې شو څو وکړای شي داسې یوه موضع توصیف کړي چې له مخې یې ژوند یوازې د طبیعت ګرایانه (سیکولار) ملاحظاتو له مخې پر مخ یوړل شي، پرته له دې چې دین پکې رد شی، چې په دې توګه له هغو کسانو سره چې عقیده لري د هغوی همکاري به هم ممکنه شي. له سیکولاریزم څخه د هالي اوک تعریف له هغه څه سره چې بیا را وروسته لیکوالو تعریف کړی، توپیر لري. لکه څرنګه چې د Humanist Heritage وېب پاڼه کې ورته اشاره شوې ده، هالي اوک د سیکولاریزم تعریف داسې کړی چې «تر زیاتې کچې پورې د هیومانیزم له اوسنيو تعریفونو سره او د الحاد له تعریف څخه ډېر پراخ دی». د سیکولاریزم په اړه زیاتره اوسني تعریفونه په زیات احتمال سره د شخصي باورونو په پرتله د کلیسا او دولت تر منځ د بېلتون په اړه دي.

کولای شو سیکولاریزم په دوو ډولونو ووېشو، «سخت» او «نرم»:‎ سخت سیکولاریزم دیني وړاندیزونه له معرفتي اړخه نامشروع بولي او هڅه کوي تر کومه ځایه چې  شونې وي هغه رد کړي. خو نرم سیکولاریزم بیا پر زغم او لیبرالیزم باندې ټینګار لري.

دولتي سیکولاریزم

په سیاسي اصطلاحاتو کې، سیکولاریزم د دین او دولت تر منځ د بېلتون یو خوځښت دی (چې زیاتره د کلیسا او دولت تر منځ د واټن رامنځ ته کولو په اصطلاح هم کاریدلی). دغه اصطلاح کېدای شي د حکومت او دولتي دین تر منځ د اړیکو کمېدو ته هم اطلاق شي، چېرې چې مدني قوانین د شریعت او نورو سپیڅلو کتابونو ځای نیسي او د مذهب له مخې تبعیض له منځه وړي. ویل کېږي چې په دې کار سره د دیني لږکیو د حقونو د ملاتړ له امله دیموکراسي نوره هم  ټینګیږي.

د کلیسا او دولت بېلتون یوازې یو له هغو ممکنو ستراتیژیو څخه دی چې د سیکولار دولتونو له خوا تر کار لاندې نیول کېږي. له ډیموکراتیکو نیولې تر استبدادي حکومتونو پورې، دا ټول یوه اندیښنه لري او هغه په اړیکو کې د مذهبي اړخ محدودول دي. هر دولت کېدای شي د خپلې تګلارې لپاره ځانګړي مقررات ولري. دغه کېدای شي بېلتون واوسي یا هم د فرانسې، ترکیې او نورو هېوادونو په څېر په دقت سره ادیان تر څار لاندې ونیسي او تنظیم یې کړي.

د دولتي ادیانو د ازادي د نظریې په اړه ستر اغېز د جان لاک له لیکنو راغلی، کوم چې د زغم په اړه لیک کې یې د دینی زغم په اړه استدلال کړی وو. هغه دغه استدلال کړی وو چې حکومت باید له ټولو اتباعو او ادیانو سره په برابره توګه چلند وکړي او بل دا چې د هغوی اعمال محدود کړي خو نه د هغو ترشا پروت دیني مقصد.

د ۱۹مې پیړۍ په لومړۍ نیمايي کې د سیک امپراطورۍ واکمن ماهاراجه رانجیت سنګ د هند په پنجاب کې په بریالیتوب سره یو سیکولار دولت رامنځته کړ. دغه سیکولار واکمن د ټولو نژادونو او ادیانو غړو ته درناوی درلود او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې له تبعیض پرته د رنجیت سنګ په دربار کې ګډون وکړي او له همدې امله د هغه په دربار کې د سیک، مسلمان او هندو ادیانو استازي شامل وو. رنجیت سنګ همداشان په پراخه کچه زده کړې، دین او د بېلابېلو ادیانو او ژبو هنرونه تمویل کړل.  

سیکولاریزم زیاتره په اروپا کې د روشنګري په عصر کې مطرح شو چې د لویدیځې ټولنې په رامنځته کولو کې یې اصلي ونډه ترسره کړه. په امریکا کې له سیاست څخه د دین بېلتون او په فرانسه کې لایسیته په پراخه کچه د سیکولاریزم له مخې رامنځته شوی دی. سیکولار دولتونه په منځنیو پیړیو کې په اسلامي نړۍ کې هم شته (اسلام او سیکولاریزم وویني).

له دولت څخه د کلیسا د بېلتون له عقیدې سره سم، سیکولاریستان دې ته ترجیح ورکوي څو سیاست وال د دیني دلایلو په پرتله سیکولارپرېکړې وکړي. په دې برخه کې، د جنین د سقط، له امېندواره کېدو څخه پر مخنیوي، د بنیادي حجرې په اړه څېړنې، د همجنس بازانو ودونه او د سکس د زده کړې په اړه د امریکا سیکولار سازمانونه لکه Center for Inquiry ډېر زیات تینګار کوي.

ځینې مسیحي بنسټ پالان او عالمان (په تیره بیا په متحده ایالاتو کې) له سیکولاریزم سره مخالف دي او ادعا کوي چې په اوسني وخت کې د «راډیکال سیکولاریستانو» ایدیالوژی منل شوې ده او دوی سیکولاریزم د «مسیحیانو د حقونو» او ملي امنیت پر وړاندې یو ګواښ بولي.

دغه استدلال شوی چې په متحده ایالاتو کې د سیکولاریزم مفهوم زیاتره وختونه غلط تعبیر شوی دی. ژاک برلینروبلاو لیکلي چې: «سیکولاریزم باید د امریکا د سیاسي اصطلاحګانو په قاموس کې تر ټولو بده او خدشه داره کوونکې اصطلاح وي» او دا چې له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې دیني ښي پلوو په قصدي ډول دا له الحاد، کمونیزم او نورو ایدیالوژیو سره برابر بللی دی.

په اوسنۍ نړۍ کې د دیني بنسټپالنې تر ټولو ډېر مهم ځواکونه مسیحي بنسټپالنه او اسلامي بنسټپالنه ده. په ورته وخت کې، له دیني اقلیتونو څخه د سیکولاریزم یو مهم جریان رامنځته شوی کوم چې حکومتی او سیاسي سیکولاریزم د برابرو حقونو د ساتنې په برخه کې یوه نه بېلېدونکې برخه بولي.

ځینې هغه مشهور دولتونه چې زیاتره د «مشروطه سیکولار» په توګه پیژندل کېږي، داد دي: له متحده ایالاتو، فرانسې، ترکیې، هند، مکسیکو او سویلي کوریا څخه، که څه هم له دغو هېوادونو څخه هېڅ یو یې د دین له اړخه کوم واحد ډول حکومتولي نه لري. د بېلګې په توګه، د هند په سیکولازیرم کې د دولت لاسوهنه او د دین محدودول شاملیږي، په داسې حال کې چې په فرانسه کې بیا سیکولاریزم په دین کې د دولت د لاسوهنې خنډ ګرځي.

سیکولار ټولنه

د ادیانو په مطالعه کې، عصري ډیموکراسي ګانې په عمومي توګه د سیکولار په توګه پېژندل کېږي. دا د دین د نږدې بشپړې ازادۍ (دیني اعتقادات عموماً په قانوني یا ټولنیزو بندیزونو کې شامل نه دي) او په سیاسي پرېکړو کې د دیني مشرانو د اختیار نه لرلو له امله ده. خو بیا هم ادعا شوې چې د پیو د څېړنیز مرکز له خوا تر سره شوې سروې ګانې ښیې چې پر عمومي ژوند باندې د دین د اساسي ونډې لوبولو لپاره امریکایان راحت دي، په داسې حال کې چې په اروپا کې پر عمومي ژوند د کلیسا اغیز مخ په کمېدو دی.

سپېره رنګ‌ لرونکي هېوادونه د سيکولريزم نظام سره مخالف دي، او خپل دين يې رسمي کړی. زرغون رنګ هېوادونو کې سيکولريزم نظام عام دی.


د سيکولريزم نوم، د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۴۶ ز. کې د بريټانوي ليکوال جورج هالي اوک له خوا وکارول شو . نوموړي وويل چې سکولريزم هغه عقيده او اند دی چې انسانيت او پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي. او هغه کسان چې دين باور نه لري، په دې حقيقت پوهېږي .

پېښليک

هالي اوک په 1896 زیږدیز کال کې د [سيکولريزم انګرېزي] په نوم ، په خپل يوه کتاب کې سيکولريزم په لاندې ډول تعريفوي:

سکولريزم د انساني قانون او مادياتو څخه جوړ يو فکر او عقيده ده، او د هغه کسانو لپاره ده چې دين نا لايق او بې باوره ګڼي.

د سيکولريزم اصول په لاندې ډول دي: (د نوموړي په وینا)

۱: د ژوند پرمختګ

۲: پوهه يا تعليم ، یوازنی وسيله ده چې انسان ورته لاسرسی لري

۳: دا چې خیر په نېکۍ کې دی، څه دین وي څه نه. نو اړتيا نشته چې دين د سياست سره ګډ کړو.

د سيکولر هېوادونه نوملړ

روسیه د تاجکستان، ازبکستان ، ترکیې او ترکمنستان په ګډون ډېر نور آسيايي هېوادونه اروپا ، امريکا او نور.... خو اروپا د سيکولريزم اصلي ريښه لرونکي هېوادونه دي.

د سيکولريزم مخالفو هېوادونو نوملړ

افغانستان، عراق، ایران او څو نور اسلامي هېوادونه، د سيکولريزم نظام سرسخته مخالفين ګڼل کېږي.

د افغانستان پخواني سيکولري نظامونه

ببرک کارمل (د ببرک کارمل په نظام کې هېڅ کوم دين په رسميت پېژندل شوی نه وه او لومړيتوب يې نه درلود.)

ظاهر شاه: د ظاهر شاه حکومت يو خپلواک او شاهي حکومت وو، د نوموړي په حکومت کې هېڅ دين رسميت نه درلود.


او ډېر نور....

د ترکيې سيکولر نظام

که څه هم ترکيه يو له هغو هېوادونو څخه ده چې اوسېدونکي يې اکثريت مسلمانان دي، خو سیکولري نظام پکې د اروپايي هېوادونو څخه هم ډېر عملي شوی.

د ترکیې سيکولريزم نظام هم نورو اروپايي هېوادونو ته ورته دی.

د اسلامي هېوادونو سيکولريزم

لکه څنګه چې سيکولريزم په غیراسلامي هېوادونو کې توپير لري، همدا شان په اسلامي هېوادونو کې هم توپير لري. او په بېلابېلو دلايلو يې سیکولري نظام غوره کړی.


د اسلامي هېوادونو سيکولريزم او مخالف نظامونه :

سيکولريزم

سيکولريزم
د اسلامي هېوادونو سيکولريزم

🔴 اسلامي هېوادونه

🔶 رسمي دين لرونکي هېوادونه

زرغون رنګ: سیکولريزم هېوادونه

ورته لیکنې

سيکولر حکومت

سرچينې

Tags:

سيکولريزم بیا کتنهسيکولريزم دولتي سیکولاریزمسيکولريزم سیکولار ټولنهسيکولريزم پېښليکسيکولريزم د سيکولر هېوادونه نوملړسيکولريزم د مخالفو هېوادونو نوملړسيکولريزم د افغانستان پخواني سيکولري نظامونهسيکولريزم د ترکيې سيکولر نظامسيکولريزم د اسلامي هېوادونو سيکولريزم ورته لیکنېسيکولريزم سرچينېسيکولريزم{{{د پايې اندازه}}}px

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

چيليد شهیدانو چوکد کمپیوټر ارزښتسردار علي ټکرسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟موسی قلعهفیسبوکجنسي تېریننګرهار ولایتد چین لوی دیوالکلا، ارغندابد ډيورنډ کرښهچڼاسعبدالرحمان باباحميد مومندبیل کلینټنشهباز شریفکازانآنتونیو د الیویرا سالازارژوندجگړهبانکوالی په افغانستان کېبانکنوټتلاسېمیاانځور خبرياليد ښځو نړیواله ورځچاریکارManganeseانا بورکوسکابیجنګلېزرپېليپينسويسد افغانستان لنډ تاريخجلغوزهمومندمالېزيامتالورژيگل پاچا الفتپير روښاننورستان ولايتبيولوژيموټرتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟احمد يوسف نورستانيتلموداحمد شاه درانیهيموګلوبيناروپاانډرايد (د عامل سيستم)زوکړهآی اېس او ۳۱۶۶-۱چین د خلکو جمهوریتمخابراتیوزنېټپاچا گل وفادارحقوقچاپیریالی روغتيا ساتنهکورګانبټي کوټ ولسوالۍسردار سلطان محمد خانRheniumاوبړۍد بدر غزاسراج الدين حقانيغني خانغوره ويناوې🡆 More