زحل

زحل (سمبول: ) له لمر څخه شپږمه او له مشتري وروسته د لمریز نظام دویمه لویه سیاره ده.

د دغې ګازي سیارې شعاع په منځني ډول د ځمکې د هغو له ۹.۵ ځله سره برابره ده. کثافت یې د ځمکې د کثافت یو پر اتمه دی؛ په داسې حال کې چې د خپلې لویې اندازې له امله له ځمکې ۹۵ ځلې لویه ده. په زحل سیارې د رومیانو د سرمایې او کرنې د رب النوع نوم (ساترون) اېښودل شوی و. د ستور پوهنې سمبول یې (♄) یوناني پاپیري Oxyrhynchus ته اړوندېږي، چې لیدل کېږي، له یوې متقاطع کرښې او یوناني kappa-rho کلیماتو څخه جوړ دی او د دغې سیارې لپاره د هغو د یوناني نوم Κρονος (Cronos) لنډیز دی. چې وروسته د یوناني eta توري(حرف) کوچني ډول ته ورته شو او په شپاړسمه پېړۍ کې ورباندې صلیب هم زیات شو.

زحل
د زحل سیاره

رومیانو د اونۍ اومه ورځ د Saturday، Sāturni dies یا ("Saturn's Day") په نوم له زهل یا سترون سیارې سره په اړوندېدو ونوموله.

په ډېر احتمال سره د زحل دننه برخه له اوسپنې- نکل او ډبرو (د سلیکان او اکسیجن له ترکیب) څخه جوړه شوې ده. هسته یې د فلزي هایدروجن د یوې لایې په واسطه پوښل شوې چې منځنۍ لایه یې د مایع هایدروجن او هیلیوم څخه جوړه ده او وروستۍ یې بیا ګازي هغه ده. د زحل په پورتنۍ فضا یا اتموسفیر کې د امونیا د کریسټلونو لرلو له امله کم رنګه ژېړ رنګ لري. داسې اټکل کېږي چې د فلزي هایدروجن په لایه کې برېښنايي چارج لرل په دغه سیاره کې د مقناطیسي ډګر د جوړېدو لامل شوی چې د جذب قوه یې له ځمکې کمه ده، خو د زحل سیارې د لویوالي له امله، د هغو مقناطیسي دوران له ځمکې ۵۸۰ چنده زیات دي. د دغې سیارې د مقناطیسي ډګر پیاوړتیا د مشتري د هغو یو پر شلمه برخې سره برابر دی. باندنی اتموسفیر په معمول ډول ملایم او د تضاد (کنتراست) نه لرونکی دی، خو کېدای شي اوږد مهالې ځانګړنې یې ښکاره شي. په دغه سیاره کې د باد چټکتیا په ساعت کې ۱۸۰۰ کیلومتره (۱۱۰۰ مایله په ساعت، ۵۰۰ متره په ثانیه کې) دی، چې له مشتري زیات دی، خو له نیپتون څخه کم دی.

د دغې سیارې تر ټولو څرګنده ځانګړنه، د هغو څرګند کړه ییز(حلقوي) سیستم دی چې د یخ له ذرو، د ډبرو له پاتې شونو او کیهاني دوړو(ګرد) نه جوړ دی. د زحل په مدار کې ۸۳ سپوږمۍ پېژندل شوې، چې په ۵۳ یې په رسمي ډول نومونه اېښول شوي دي؛ چې د دغې سیارې په مدارونو کې، له سلګونو نورو سپوږمکیو جلا دي. تیتان د زحل تر ټولو لویه او په لمریز نظام کې دویمه لویه سپوږمۍ ده، چې له عطارد سیارې لویه ده، خو کثافت یې لږاو په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې د پام وړ فضا ( اتموسفیر) لري.

طبیعي سپوږمۍ

زحل ۸۳ پېژندل شوې سپوږمۍ لري، ۵۳ یې رسمي نومونه لري. په دې سربېره له ۴۰ – ۵۰۰ مترو قطر لرونکې په سلګونو سپوږمکۍ یې په مدارونو کې شته، چې رښتینې سپوږمۍ نه ګڼل کېږي. تر ټولو لویې سپوږمۍ یې، تیتان (Titan)، د دغې سیارې د کړیو په شمول په مدارونو کې ۹۰ سلنه ځای نیولی دی. د زحل دویمه لویه سپوږمۍ رهیا (Rhea) کېدای شي، د خپل ځان لپاره یو نازک حلقوي سیستم او ورسره نازک اتموسفیر ولري.

یو شمېر نورې سپوږمۍ یې وړې دي: ۳۴ یې له ۱۰ کیلومتره لږ قطر لري او څوارلس نورې یې له ۱۰ نه تر ۵۰ کیلومترو پورې قطر لري. په دودیز ډول د زحل په ډېری سپوږمیو کې د یوناني افسانو د تیتاني رب النوعانو نومونه اېښودل شوي. تیتان په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې لوی اتموسفیر لري او د عضوي کیمیا په تړاو پېچلې پېښې په کې رامنځته کېږي. دا یوزنۍ سپوږمۍ ده چې هایدروکابیني زېرمې(مایع میتان او ایتان ګاز) لري.

د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۶ مه، په IAA-CSIC کې ساینس پوهانو راپور ورکړچې، د تیتان په پورتني اتموسفیر کې یې څو حلقوي اروماتیک هایدروکاربونونه (polycyclic aromatic hydrocarbons) موندلي او د ژوندانه لپاره یوه احتمالي موندنه ده. د ۲۰۱۴ ز کال د جون په ۲۳ مه، ناسا ادعا وکړه چې کلک شواهد لري چې د تیتان په اتومسفیر کې موجود نایتروجن له اورت ورېځو (Oort cloud) او لکۍ لرونکو ستورو سره اړیکه لري، نه له هغو توکو سره چې په تېر وخت کې د زحل په جوړېدو کې کارېدلي دي.

د زحل سیارې بله سپوږمۍ انسلادوس، چې د کیمیاوي جوړښت له مخې لکۍ لرونکو ستورو ته ورته ده، د مایکرو ارګانېزمي ژوند لپاره بالقوه ځای ښوول شوی دی. د دغه احتمال په شواهدو کې د اقیانوسي مالګې جوړښت ته ورته د دغې سپوږمۍ د مالګې پرېمانه ذرې شاملېږي چې ښيي، له انسلادوس څخه وتل شوی یخ د مالګینو اوبو له تبخیر څخه جوړ شوی. په ۲۰۱۵ ز کال کې کاسیني فضایي ماموریت په انسلادوس کې په میتانوجینسیس (methanogenesis) ډول د ژوندي پاته کېدو عناصر وموندل..

د ۲۰۱۴ ز کال په اپریل میاشت کې د ناسا پوهانو خبر ورکړ چې، د زحل په A کړۍ کې، د نوې میاشتې د جوړېدو احتمال شته، چې عکسونه یې د کاسیني له خوا د ۲۰۱۳ ز کال په اپریل میاشت کې اخیستل شوي وو.

د زحل د لیدلو او سپړنې تاریخچه

د زهل سیارې لیدنه او سپړنه(کشف) په درېو پړاوونو کې څرګندولای شو. لومړی پړاو لرغونې لیدنه (یوازې په سترګو لیدنه) یعنې د معاصرو تلسکوپونو له اختراع وړاندې پړاو و. دویم پړاو چې په ۱۷ مه پېړۍ کې پیل شو او له ځمکې څخه د تلسکوپ په واسطه لیدل و چې د وخت په تېرېدو یې نوره هم وده وکړه. درېم پړاو بیا د فضایي پلاوو(ماموریتونو) د فضایي توغندیو په واسطه، د هغو له مدار نه نژدې لیدنه ده.

لرغونې لیدنه

زحل له تاریخ څخه د مخکنیو زمانو راهیسې پېژندل کېږي او د ثبت شوو تاریخي سندونو له مخې، یو له مهمو افسانوي کرکټرونو څخه دی. بابلي ستور پوهانو په سیستماتیک ډول د زحل خوځښت لیدلی او ثبت کړی دی. په پخواني یونان کې، دغه سیاره د Φαίνων یا Phainon په نامه پېژندل کېدله او د رومیانو پر مهال ورته د "ساترون ستوری" ویل کېده. په لرغونو رومي افسانو کې د فینون سیاره، د کرنې رب النوع ته اړونده بلل کېده، چې له همدې امله یې هم خپل معاصر نوم له هغو اخیستی دی. رومیانو خپل ساتورنس رب النوع له یوناني کرونوس رب النوع  سره برابر باله؛ له همدې امله هم، په معاصر یونان کې د دغې سیارې نوم تر اوسه کرونوس – Κρόνος: Kronos پاتې شوی دی.

یوناني عالم بطلیموس د زحل د مدار په اړه خپله محاسبه د متقابلو مشاهدو له مخې وکړه. په هندو ستور پوهنه کې، ۹ ستوریز ( نجومي ښکارندو) وجود درلود چې ورته نواګراهاس (Navagrahas) یې ویل او زحل یې په هغو کې شاني "Shani" باله، چې هر څوک په خپل ژوند کې د ښو او بدو کړنو پر بنسټ قضاوت کوي. په لرغوني چینايي او جاپاني کلتور کې د زحل سیارې ته "د ځمکې ستوری" ((土星 وايي. دغه نوم کارول، د هغو پنځو عناصرو له مخې وو، چې په دودیز ډول د طبیعي عناصرو د طبقه بندي په موخه کارېدل.

له زحل سیارې څخه اروپايي کتنه(مشاهده) (۱۷ مه – ۱۹ مه پېړۍ)

د زحل د کړیو ترمنځ د توپیر موندلو په موخه لږ تر لږه ۱۵ میلي متر قطر لرونکی تلسکوپ ته اړتیا وه، له همدې امله تر هغه مهاله چې په ۱۶۵۵ ز کال کریسټین هویګینز (Christiaan Huygens) هغه ولیدلې او په ۱۶۵۹ ز کې یې د هغو اړوند لیکنه وکړه ،شتون یې ناڅرګند و، ګالیله په ۱۶۱۰ ز کال کې په خپل ابتدایي تلسکوپ سره، په تېروتنه فکر وکړ، چې زحل بشپړه ګرده سیاره ده او په دواړو خواوو کې سپوږمۍ نه لري، خو وروسته له هغه چې هویګینز، له تلسکوپي پیاوړي لید څخه کار واخیست، دغه نظر یې رد کړ او د لومړي ځل لپاره د زحل کړۍ ولیدل شوې.

سرچينې

Tags:

زحل طبیعي سپوږمۍزحل د د لیدلو او سپړنې تاریخچهزحل سرچينېزحل

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

قرغيو ولسوالۍارواپوهنې تاريخاحمد شاه درانیمحمد بن عبدالوهابقرغزي ژبهپښتونستاند خلق ډموکراتيک ګوندسیال په سیال (شبکه)فقہ حنفی اور جمہوریتپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتېعباسي خلافتلوکوموټيف ۳۸۰بازار (ځای)اوتو فون بیسمارکرونډاصالح محمد خان هوتکنا خالص داخلي تولیدبارکزيد پاکستان ولايتونهپوهاند فضل ولي ناګارپر افغانستان د متحده ايالاتو بريدبارانکيمياوي تعاملونهداوبو کمښتپښتو ټولنهتوره غاړهفزیکنور محمد ترکیپلار څوک دیعثمان غازيمومندسليکانعربي ژبهبارکوډلومړی مخپښتوکابل راډیوسهيونېزمملارياسل سوالونهد ښځې تناسلي آلهلغمان ولايتبلخ ولايتد کروکس ښار تالار بریدبهرنۍ پورنازي ګوندوخت زونسلطان محمود غزنويلېبراليزمانزايممالايا-پرتګالي نښتېشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهطبيعي پوهنېد لوی اختر مياشتجنسي تېرینورستان ولايتپه اسلام کې د مېرمنې حقوقښيښهتهرانRheniumزلمی هېوادملمصرد استوا کرښهجنسي اړيکېصالح محمد هوتكچونگښهجمهوریت غوښتنهولادمیر پوتین[email protected]🡆 More