د کنګل زمانه

د کنګل زمانه د ځمکې د سطحې او اتومسفیر د تودوخې د کمېدو یوه اوږده دوره ده چې په پایله کې یې د قاره‌يي او قطبي کنګل تختې او الپاین طبیعي یخچالونه یا د یخ سترې ټوټې را پیدا کېږي یا پراخېږي.

د ځمکې اقلیم په متناوب ډول د کنګل او ګلخانه‌يي دورو تر منځ بدلېږي چې په دې حالت کې په سیاره کې هېڅ کوم کنګل موجود نه وي. ځمکه دا مهال د «کوارټرنري کنګل» په زمانه کې واقع ده. د کنګل په زمانه کې د ساړه اقلیم انفرادي پالسونه «د کنګل دورې» بلل کېږي او د کنګل په زمانه کې متناوبې ګرمې دورې د کنګل د دوو دورو تر منځ واقع شوې دورې (interglacials) نومول کېږي.

په کنګل پوهنه کې د کنګل زمانه په دواړو شمالي او سوېلي نیمکرو کې د کنګلونو د پراخو ټوټو موجودیت ته ویل کېږي. د دې تعریف له مخې دا مهال ځمکه د کنګل د دوو دورو تر منځ په «هولوسن» دوره کې واقع ده. د اټکل له مخې هغه ګلخانه‌يي ګازونه چې سمندرونو او د ځمکې اتومسفیر ته ور خپرېږي، د راتلونکو ۵۰۰۰۰۰ کلونو لپاره د بلې کنګل دورې مخنیوی کوي چې تر دې پرته په راتلونکو شاوخوا ۵۰۰۰۰ کلونو کې او تر هغه وروسته د کنګل ډېرې نورې څرخې پیلېږي.

د کنګل لویې دورې

د ځمکې په تاریخ کې د کنګل لږ تر لږه پنځه لویې دورې موجودې دي چې «هوروني»، «کرایوجین»، «اندو-صحرا»، «لېټ پالیوزوئیک» او د کنګل وروستۍ «کوارټرنري» دورې دي. داسې ښکاري چې تر دغو دورو پرته ځمکې حتا په لوړو جغرافیايي عرض البلدونو کې هم کنګل نه درلود؛ دغه ډول دورې د ګلخانه‌يي دورو په نامه پېژندل کېږي.

د کنګل د ډېرې پخوانۍ زمانې «هورونین» د ډبرو لرغونوالی شاوخوا ۲.۴ تر ۲.۱ میلیارد کاله مخکې د پروټروزوییک د لومړنۍ دورې مهال ته رسېږي. د سوپر ګروپ سلګونه کیلومتره برخه د «هورون» سیند د شمالي ساحل په شمال کې په ۱۰ تر ۱۰۰ کیلومتره (۶.۲ تر ۶۲.۱ مایله) واټن کې پرته ده چې د «سالټ سټ» له څنګه تېرېږي. د پیوسته هورونین رسوبات د «میشیګان» ایالت «مارکیوټ» سیمې ته نږدې موندل شوي دي او له «پالیوپروټروزوییکو» کنګلیزو رسوباتو سره پیوستون له لوېديځې استرالیا څخه رامنځته شوی دی. د کنګل هورونین دوره د لویو اکسیجني پېښو په جریان کې د «اتومسفیري میتان» په نامه د یوه ګلخانه‌يي ګاز د له منځه تلو له امله رامنځته شوه.

د کنګل بله دوره چې په تېرو یو میلیارد کلونو کې د کنګل تر ټولو سخته دوره ګڼل کېږي، له ۷۲۰ تر ۶۳۰ میلیون کاله مخکې مهال څخه پېښه شوې ده او ښايي ځمکه یې د یوه واورین توپ په څېر منجمده کړې وي چې په پایله کې یې د کنګل ټوټې استوا ته رسېدلې دي، دا دوره د اتشفشانونو په پایله کې د کاربن ډای اکسایډ په څېر ګلخانه‌يي ګازونو په راټولېدو سره پای ته ورسېده. "په لویو وچو کې د کنګل شتون او په سمندرونو کې د تړلیو کنلګونو شتون د سیلیکاټ او فوټوسنټېز هوا وهنه مهاروي چې دا دواړه دا مهال د کاربن ډای اکسایډ دوې لویې زېرمې دي." ویل شوي چې د کنګل د دغې دورې د پای ته رسېدو له امله د اډیاکران او کامبرین چاودنې وشوې، که څه هم دغه ماډل په وروستیو کې بحثونه راپورته کړي دي.

اندو-صحرا دوره له ۴۶۰ تر ۴۲۰ میلیون کاله مخکې مهال څخه را وروسته د «ارډویسین» په وروستۍ دوره کې او د «سیلورین» دورې پر مهال پېښه شوې ده.

د «ډونین» دورې په پیل کې د نباتاتو تکامل په سیاره کې د اکسیجن په کچه کې د اوږدمهالي ډېرښت او د کاربن ډای اکسایډ د کمښت لامل شو چې پایله یې د پالیوزوییک د وروستیو وختونو کنګل و. مخکېنی نوم یې «کارو کنګل» و، دا نوم له هغو کنګل شویو ونو څخه اخیستل شوی چې د سوېلي افریقا په «کارو» سیمه کې موندل شوې دي. په سوېلي افریقا کې د «کربونیفر» دورې پر مهال او د «پرمین» دورې په لومړیو کې د ۳۶۰ تر ۲۶۰ میلیونو کلونو مخکې مهال په جریان کې پراخ قطبي کنګلیز پوښونه موجود وو. دې ته ورته کنګلیز پوښونه په «ارجنټاین» او د «ګنډوانالنډ» د لرغونې لویې وچې په مرکز کې هم پېژندل شوي دي.

کوارټرنري کنګل/ د کوارټرنري کنګل دوره شاوخوا ۲.۵۸ میلیونه کاله پخوا د «کوارټرنري» دورې پر مهال پیل شوه او دا هغه مهال و چې په شمالي نیمکره کې کنګلیزو ټوټو پر پراختیا پیل وکړ. له دغه مهاله را وروسته نړۍ د کنګلیزو ټوټو د څرخو شاهده ده چې د ۴۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰ کلونو په زماني کچو کې په بېلابېلو نومونو مخته ځي چې د کنګل دورې، د کنګل پرمتختګونه، د کنګل تر منځ دورې یا هم د کنګل شاته تګ او دې ته ورته نومونه ورکول کېږي. ځمکه دا مهال د کنګل د دوو دورو تر منځ واقع ده او د کنګل وروستۍ دوره شاوخوا ۱۱۷۰۰ کاله پخوا پای ته ورسېده. هغه څه چې د لویې وچې له کنګلونو څخه باقي پاتې کېږي، د ګرینلنډ او سوېلي قطب کنګلیزې ټوټې او کوچني کنګلونه لکه «بافین» ټاپو دي.

لاملونه

د ځمکې په اتومسفیر کې بدلونونه

شته شواهد څرګندوي چې د کنګل د دورې په پيل کې د ګلخانه‌يي ګازونو کچه کمه شوې او د کنګلیزو ټوټو د شاته تګ پر مهال بېرته ډېره شوې ده، خو د علت او معلول مشخصول یې ستونزمن کار دی. د ګلخانه‌يي ګازونو کچې ښايي د نورو عواملو تر اغېز لاندې هم وي چې د کنګل دورې د لاملونو په توګه مطرح شوي دي؛ په دې کې د لویو وچو او اتشفشانونو حرکت د بېګلې په توګه یادولی شو.

د ځمکې د واورین توپ فرضیه په دې باور ده چې د «پروټروزوییک» په وروستیو کې سخت انجماد په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ د کچې له ډېرېدو سره پای ته ورسېد چې لامل یې تر ډېره اتشفشانونه وو؛ د ځمکې د واورین توپ د فرضیې ځینې ملاتړي استدلال کوي چې لامل یې د اتومسفیري کاربن ډای اکسایډ کمښت دی. دغه فرضیه په راتلونکي کې د ځمکې د نورو واورینو توپونو په اړه هم خبرداری ورکوي.

په ۲۰۰۹ کال کې په دې اړه لا ډېر شواهد وړاندې شول چې ګواکي په لمریزو وړانګو کې بدلونونه د کنګل تر دورې را وروسته د ځمکې د ګرمېدو لپاره لومړني محرکونه برابروي، او په دې پسې نور عوامل لکه د ګلخانه‌يي ګازونو ډېروالی هم په دغه بدلون کې ستر لامل ګڼل کېږي.

د لویو وچو موقعیت

د ځمک‌پوهنې د سوابقو له مخې د کنګل زمانه هغه مهال پیلېږي چې لویې وچې په داسې موقعیتونو کې واقع شي چې له استوا څخه قطبونو ته د ګرمو اوبو جریان ودروي یا یې کم کړي، له دې امله کنګلیزې ټوټې جوړېږي. کنګلیزې ټوټې د ځمکې د انعکاس وړتیا لوړوي او په پایله کې یې د لمریزو وړانګو جذب کمېږي. کله چې د لمریزو وړانګو جذب کم شي، اتومسفیر سړېږي. د اتومسفیر په سړېدو سره د کنګلیزو ټوټو ودې ته لاره هوارېږي چې انعکاس په یوه مثبته کړۍ کې لا ډېروي. د کنګل زمانه تر هغه مهاله دوام کوي چې د هوا وهنې کموالی د ګلخانه‌يي اغېزې د ډېرېدو لامل شي.

په لویو وچو کې درې لوی لاملونه موجود دي چې قطبونو ته د ګرمو اوبو د حرکت مخه نیسي:

  • چې یوه لویه وچه د بلې لویې وچې پر سر وي، لکه اوسنی سوېلي قطب.
  • چې یو قطبي سمندر کابو په وچه کې ایسار وي، لکه دا مهال چې منجمد شمالي سمندر دی.
  • چې یوه لویه وچه د استوا کرښې ډېره برخه وپوښي، لکه څرنګه چې «روډینیا» د «بروډټي» په دوره کې پوښلې وه.

دا چې ځمکه دا مهال پر سوېلي قطب یوه لویه وچه او پر شمالي قطب یو داسې سمندر لري چې کابو په وچه کې ایسار دی، نو ځمک‌پوهان په دې باور دي چې ځمکه به په نږدې راتلونکي کې د ځمک‌پوهنې له نظره خپلو کنګلیزو دورو ته دوام ورکړي.

ځینې پوهان په دې باور دي چې «همالیا» د کنګل د اوسنۍ دورې اصلي لامل دی، ځکه دغو غرونو د ځمکې ټولیز ورښت زیات کړی دی چې په پایله کې یې له اتومسفیر څخه د کاربن ډای اکسایډ د وتلو چټکتیا ډېره شوې او ګلخانه‌يي اغېز کم شوی دی. د همالیا جوړښت شاوخوا ۷۰ میلیونه کاله مخکې هغه مهال پیل شو چې د هندو-استرالیا تخته له اوراسیا تختې سره ولګېده، او همالیا دا مهال هم هر کال شاوخوا ۵ میلي متره ډېرېږي، ځکه چې د هندو-استرالیا تخته لا هم هر کال په ۶۷ ملي متره چټکتیا سره حرکت کوي. په ټولیز ډول د همالیا تاریخچه د ځمکې د متوسطې تودوخې له اوږدمهالي کمښت یعنې ۴۰ میلیونه کاله مخکې مهال سره مطابقت لري.

سرچينې

Tags:

د کنګل زمانه د کنګل لویې دورېد کنګل زمانه لاملونهد کنګل زمانه سرچينېد کنګل زمانه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اسلامي نظامد افریقایي هیوادونو نوملړافغانستانژبهفضاتاميل سينما پښتوسولهمکاوحرکتغلام فاروق اعظمپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتېواشنګټن ډي سيامينو اسيدلئون تروتسکیسوسیالیزمافغانحضرت علي کرم الله وجههد نړۍ نفوسژونکهسمندرسیکولرَونهحامد کرزیجنتد لمر سرعتد افغانستان جغرافيهاوکرايني ژبهد کتاب نړيواله کره شمېرهملګري ملتونهد امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواکد نطفې یا جنین سقطختیځه ارتودوکس کلیساخوشحال خان خټکرغاويز اوښتون9 مارچډېوېډ لېنچسعودي عربستانبلاکي زنځیر (بلاک چین)د افغانستان پېښليکد پښتو ژبدودتاند (وېبپاڼه)انافلاکسيامير کروړ سوريبوتانګډ نسبگل پاچا الفتنا خالص داخلي تولیدابوعبيده بن الجراحافغانۍد فلیپین انقلابډومنيکان جمهوريتد افغانستان سيندونهپير روښانقرآن کریمد افغانستان کلتور11 مېهلمند رودملا هيبت اللهمورنۍ ژبهمصر۱د الله 99 نومونهخاص کونړ ولسوالۍد روسیې له فدراسیون سره د کریمیې تړښتد افغانستان د خپلواکۍ ورځعرضهاستمناءد جنت کونجيانېانگرېزي ژبهمسعود بارزانيعبدالقادر خان خټکدعناصرو دوراني جدول🡆 More