دوکتور غلام فاروق اعظم (د ۱۹۴۳ زېږدي کال د ډيسمبر ۱۳، کندهار) (په انگرېزي: Ghulam Farouq Azam) د افغانستان د سوله ايز بدلون د ټولنې مشر، د افغانستان د ښوونې او روزنې او د کډوالو د چارو پخوانی وزير، د پښتو ژبې شاعر، د انگزرېزي، عربي، او پاړسي ژبو لیکوال دی.
غلام فاروق اعظم په کندهار کې پيدا شوی دی. هغه دافغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر هم پاتې شوی. نوموړی د لندن په پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډلې غړی،
هغه د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي نه لېسانس اخيستی بيا يې په لېبنان کې د امريکا د بېروت له پوهنتون نه د ساينسي علومو په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې. تر دې وروسته يې برتانيې د لندن له پوهنتون نه د اوبو سرچينو د رغونې په څانگه کې دوکتورا اخيستې. همداراز يې د مصر په الازهر پوهنتون کې د عربي ژبې او حديث زده کړې بشپړې کړي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article غلام فاروق اعظم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.