د ډبرو د نوې دورې انقلاب

د ډبرو د نوې دورې انقلاب یا (لومړی) کرنیز انقلاب، دا د ډبرو د نوې دورې په جریان کې د ژوند له راټولوونکي او ښکاري سبک څخه کرنې او مېشت‌ځایونو ته د بشري فرهنګونو انتقال و چې د زیاتېدونکي نفوس امکان يې برابر کړ.

دغه مېشتو ټولنو انسانانو ته اجازه ورکوله چې بوټي وګوري و یې ازمايي او د هغوی د ودې او بشپړتیا پر څرنګوالي ځان پوه کړي. دا نوې پوهه په کرنیزو محصولاتو کې د بوټو د اهلي کولو لامل شوه.

د لرغونپوهنې خام معلومات ښيي چې بېلابېل بوټي او ځناور د ټولې نړۍ په بېلابېلو سیمو کې اهلي شوي دي چې د مځکپوهنې له هولسن دورې څخه ۱۱۷۰۰ کاله مخکې پیل شوي. دا په نړۍ کې د تایید وړ لومړنی تاریخي کرنیز انقلاب و. د ډبرو د نوې دورې انقلاب د شته خوړو تنوع ډېره محدوده کړه او په پایله کې د انسان د خوړو کیفیت د هغه څه په پرتله راولوېده چې هغوی له څر څخه ترلاسه کول، خو دا چې له خوړو څخه ګټه اخیستنه ډېره اغېزمنه شوه انسانان یې پرېښول چې په نورو برخو کې پر خپلو هڅو پانګونه وکړي او په دې توګه «بالاخره د معاصر تمدن راڅرګندېدل د پایدارې اقتصادي ودې او د صنعتي کېدلو د ورپسې بهیر لپاره اړین وو».

د ډبرو د نوې دورې انقلاب د خوړو د تولید د محدودو تخنیکونو د ټولګې له منلو ډېر ورهاخوا و. د ورو ستیو زریزو په بهیر کې د راټولوونکو- ښکاریانو کوچنیو او ګرځنده ډلو چې تر بشري تاریخ مخکې مهال يې تسلط درلود، پر یوځای مېشتو (غیر کوچیاني) ټولنو بدلې شوې په کلیو او ښارونو کې ځای پر ځای شول. دغو ټولنو له اوبو لګونې او ځنګلونو د لرې کولو په څېر فعالیتونو سره چې د اضافي خوراکي موادو د تولید زمینه يې مساعدوله د خوراکي محصولاتو د تخصصي کرنې له لارې خپل طبعي چاپېریال ته په اساسي ډول بدلون ورکړ. نورې هغه پرمختیاوې چې په دې دوره کې په پراخ ډول موندل کېږي، د څارویو اهلي کول، کولالي، پالش شوي ډبریز وسایل او مستطیل شکله کورونه دي. په ډېری سیمو کې تر تاریخ مخکې ټولنو له‌خوا د کرنې منل د نفوس د چټک زیات‌والي لامل شول، هغه پدیده چې د ډبرو د نوې دورې د دیموګرافیک انتقال په توګه پېژندل کېږي.  

دې پرمختګونه چې ځینې وختونه د ډبرو د نوې دورې د بنډل په نوم یادیږي، د مدیریتونو، متمرکزو سیاسي جوړښنتونو، د مراتبو د سلسلې اېډیالوژۍ، د غیر شخصي زده‌کړو (لکه لیکلو) ښوونیزو سیستمونو، ګڼ نفوسه مېشت‌ځایونو، تخصص او د کار وېش، ډېرې سوداګرۍ، د هنر او معمارۍ نه لېږدېدونکي پراختیا او د لویو اموالو د مالکیت زمینه مساعده کړه. لومړی تمدن د سویلي بین النهرین په سومر کې (له ميلاد څخه شاوخوا ۶۵۰۰ کاله مخکې جوړ شو)؛ ظهور يې هم د برونزو په دوره کې پیل شو.

د ډبرو د نوې دورې پورته یادې شوې ځانګړنې د کرنې او د هغوی د پيدايښت له پرلپسې والي سره اړیکه لري او په بېلابېلو سیمو کې له یو بل سره د دوی اړیکه لا هم د علمي بحثونو موضوع ده. معمولاً داسې درک کېږي چې له یوې سیمې څخه تر بلې سیمې توپیر کوي، نه دا چې ټولنیز- فرهنګي تکامل دې د نړیوالو قوانینو پایله وي.

مخینه/پسمنظر

راټولوونکو- ښکاریانو له کروندګرو څخه بېل د ژوند سبک او معیشتي ځانګړنې لرلې. راټولوونکي ښکاریان غالباً ډېر ګرځنده او مهاجر وو او په لنډمهاله پناه ځایونو کې يې په کوچنیو قبیله‌يي ډلو کې ژوند کاوه او له خارجي افرادو سره يې محدودې اړیکې لرلې. د هغوی خوراکي رژیم په ډېره ښه توګه متعادل و، که هم له فصل سره سم يې له چاپیریالي تولیداتو سره شدید تړاو درلود. ځکه کروندګرو د دې خلاف د کرنې له لارې د خوراکي موادو د پلان وړ زیاتي محصول په‌واسطه له لویو نفوسي ټولنو څخه ملاتړ ممکناوه. کروندګرو د هغه څه پر ځای چې د راټلوونکو – ښکاریانو د ژوند د سبک ملاتړ و، په ګڼ نفوسه دایمي مېشت ځایونو کې په کورونو کې ژوند کاوه. د بشري ځواک او سرچینو د پلان او همغږۍ لپاره د کروندګرو ټولنو فصلي اړتیاوې د کار وېش وهڅاوه چې په ورو ورو د کاریګرانو د تخصصي کېدلو او پېچلو ټولنو لامل شو. د اموالو او اضافي محصولاتو د تبادلې لپاره د سوداګریزو شبکو پرلپسې پراختیا کرونګر له خارجي ډلو سره په اړیکه کې کړل، چې د فرهنګي تبادلاتو د دودولو، د تمدونونو د رامنځته کولو او د تېکنالوژیکي بدلونونو لامل شو.

که څه هم، د نفوس زیات‌والي او د خوړو پریماني په لازمي ډول د روغتیا له پرمختیا سره اړیکه نه لرله. د اومه مواد په ډېره لږ تنوع تکیه کول پر روغتیا منفي اثر لرلی شي ان که د ډېرو افرادو د تغذیې اسانتیا هم برابره کړي. په جوارو کې ځیني ضروري امینو اسیدونو (لایزین او ترپتوفان) لږ دي او د اوسپنې کمزورې سرچینه ده، په دوی کې شته فایتیک اسید ښايي د مغذي موادو جذب کمزوری کړي. نور عوامل چې په احتمالي ډول يې د لومړنیو کروندګرو او د هغوی د اهلي حیواناتو پر روغتیا اغېز درلود، د پرازیتونو د شمېر لوړوالی، د انساني او حیواني ضایعاتو او د اوبو او خوړو سرچینو د ککړوالي له طریقه د ناروغیو د زېږنده افتونو لېږد و.    

سرې/کود او اوبه لګونې ښايي د محصول عملکرد زیات کړی وي، خو همدارنګه په سیمه‌ییز چاپیریال کې د حشراتو او باکتریاوو د تکثیر د زیات‌والي لامل کېږي حال دا چې د غلو زېرمه کول د اضافي حشراتو او ژوونکو د جذب لامل کېږي.

کرنیز انتقال

د ډبرو د نوې دورې انقلاب د وي ګوردون چایلډ په‌واسطه په ۱۹۳۶ کال کې د «انسان خپل ځان جوړوي» په نوم کتاب کې ابداع شو. چالیډ هغه د منځني ختيځ په تاریخ د کرنیزو انقلابونو د لړۍ لومړی وباله او د «انقلاب» نوم یې ورکړ تر څو یې ارزښت د هغو ټولنو د بدلون کچه وښيي چې کرنیزې طریقې جوړوي او سموي/اصلاح کوي.

دا بهیر له میلاد څخه له ۸۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ کاله مخکې په حاصل خېز هلال او د میلانیزیا د نوې پاپوا ګینې د کوک په لومړنۍ کرنیزه سیمه کې ثبت شوی دی. دا انتقال په ټولو ځایونو کې په لویه کچه د کوچي راټولوونکي -ښکاري ژوند سبک له بدلونونو چې په سیمه کې د شته ډولونو پر اساس د بېلابېلو حیواناتو او بوټیو له اهلي کولو او په احتمالي ډول د سیمه‌ییزو فرهنګونو له اغېزو سره مل و. د لرغونپوهنې وروستۍ څېړنې ښيي چې په ځینو سیمو لکه د اسیا سویل ختيځه فرعي ټاپو کې له راټولوونکي - ښکاري څخه لوی کرنیز انتقال خطي نه و، بلکې د مشخصې سیمې له طریقه و.

د هغو عواملو اړوند څو (غیر منحصرې) نظریې شته چې نفوس یې د کرنې په طرف بوتله. تر ټولو مخکښې يې دا دي:

  • د رغیاڼه (واحه) نظریه، په لومړیو کې د رافائل پامپلي په‌واسطه په ۱۹۰۸ کال کې وړاندې شوه، په ۱۹۰۸ کال کې د وي.ګوردون په‌واسطه دود شوه او د چایلډ په کتاب انسان خپل ځان جوړوي کې خلاصه شوه. دا نظریه په دې باور ده چې د هوا له وچ‌والي سره د شمال لور ته د اتلانتیک سمندر په د ژورو کې د ځای پر ځای کېدلو له امله ټولنې په رغياڼو (هغه وچه سیمه چې د خوږو اوبو له سرچینو سره حاصل خیزه کېږي، ژباړن) بدلیږي چې هلته له حیواناتو سره نږدې اړیکو ته اړ کېږي او بیا د زړو/تخم له کرلو سره اهلي کېږي. که څه هم دا نظریه اوس‌ مهال د لرغونپوهانو له لږ ملاتړ څخه برخه‌منه ده، د اقلیم اړوند ورپسې خام معلومات ښيي چې سیمه د وچ‌والي پر ځای نم‌جنیږي.  

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

چيليفیودور داستایفسکيتلويزونپارلماني حکومتسینټ پیټرزبورګله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهاردو ژبهاحمد يوسف نورستانيانور شاه کشميريد درود شريف ځانګړتیا او ګټيمحمد (ص) په اسلام کېمصرپيرومحمد رياض تسنيمدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)د افغانستان لنډ تاريخبودجهميوند بانکد زړه ناروغۍحميرا بېگمپاړسي ژبهد افغانستان د خپلواکۍ ورځاروپايي ټولنهملګري ملتونهچندړمحمد عثمان نژندله مذهبي ټولنې څخه شړل28 سپټمبرغوږزړه نابریپير روښاندپښتو اصل او ريښهاپلاتوننوې پاپواګينههايډروجند امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهتور زېړید ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچپښتو اوسنى شعرکونړ ولايتد پښتو ژبې ليکنښېوختبرکت الله سليمفرانسهجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)د امریکا د آیالاتونو نوملړد اوبو آسد بدر غزاملا محمد عمرغنماروپایي ټولنهعبدالحی حبيبياختصاصي مجازي شبکهشاه شجاعزکاتموریوزنېټچټک پیغام سیسټمژوندساپوهنهد ویکیپېډیا لړليکځاځيلندناورګاسمتوکمپالنه (ټولنيزعلم)د کمپیوټر ځانګړتیاويهيموګلوبينلېږد ۴۵د انګستان درېیم ویلیامد واده شپه🡆 More