دا چې ويکيپېډيا همداسې پرله پسې غځېدونکی کار دی چې هر هغه څوک چې د انټېرنټ اسانتياوې لري په کې برخه اخيستلی شي، خو دا بيا په ډېرو مهمو لارو کې د کاغذي سرچينو نه توپير لري.
ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې يو خپلواک پوهنغونډ دی چې د ټولې نړۍ خلک يې په گډې ملګرتيا سره ليکي. دا وېبپاڼه ويکي يا wiki ده چې د هرچا مانا لري په بله وينا د هر هغه چا کمپيوټر چې د انټرنېټ اسانتياوو ته لاسرسی لري نو په ډېرې اسانۍ کولای شي په ويکيپېډيا کې ليکنې وکړي او يا هم ليکل شوې ليکنې سمې (ايډټ) کړي. ويکيپېډيا د ويکيمېډيا د بې گټې موسسې يو سوداگريز نوم او يا سوداگريزه نښه ده. مانا دا چې داسې ځانگړې ليکنې او مقالې به وي چې د ښه منځپانگې او مالوماتي سرچينو نه پکې کار اخيستل شوی وي، او د ليکنې هغه د پوهې انډول به پکې ساتل شوي وي، خو څنگه چې جوته خبر ده چې په ويکيپېډيا کې د بېلابېلو توکمونو لخوا ليکنې کېږي، چې کېدای نشي د هغو ټولو اندونه او څرگندونې سمې وي، او گواکې لوستونکی دې هغه معيار وگڼي. د بېلگې په توگه ډېر ځل داسې شوي چې ځينو ليکنو کې لاس وهنې شوي او د ځينو ورانکارانو لخوا د ناسمو مالوماتو د خپرولو هڅه شوې، د غېر علمي توکو د خپرېدا هڅه شوې چې لوستونکي بايد پدې پوه او خبر اوسي. ددې لپاره چې لوستونکي کره مالومات لاس ته راوړي او د وران پوهاوي مخنيوی وشي نو د نور تفصيل لپاره ويکيپېډيا:د ويکيپېډيا په مرسته ځېړنه وگورۍ.
د پوهنغونډ په اړهد پوهنغونډ مخينهد ويکيپېډيا پوهنغونډ د نيو پېډيا له څانگې يو ښاخ دی ، او د اوس لپاره يوه داسې پروژه گڼل کېږي چې ترې پوهنغونډ ورغېږي . نيوپېډيا يوه تفصيلي د بيا کتنې غونډال دی د څه لپاره چې ډېرې لوړې وړتيا لرونکيو ونډه لرونکيو ته اړتيا ده ، خو د مقالو د ليکلو لړۍ ورو ورو روانه وه. د ۲۰۰۰م ز کال په ترڅ کې جيمي وېلز د نيو پېډيا پنځگر او لېري سانگر هغه څوک چې جيمي وېلز په پروژې کې د لیکلو کار ورکړ ، پرې د نيوپېډيا پوهنغونډ لپاره د خلاس بحث زمينه وربرابره کړه ، او د پروژې د خدمت په موخه . د رازو رازو ذرايعو وړانديز ېې وکړ د دې لپاره چې د ويکي په لا غوړېدو کې د عامه خلکو ونډه د توکيو ، مقالو او اړونده موادو کې وغځېږي ، او همدا رنگه د نيوپېډيا پروژې لومړۍ ويکي په کال ۲۰۰۱م ز د جنوري په ۱۰مه پر ليکه شو .
سرچينېنورې لوستنې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.