سره کرویات په وینه کې دنوروحجروپه پرتله ډیره برخه تشکیلوي اوسوررنگ لري .
دسروکرویاتوپه منځ کې یونامتومالیکول شتون لري چې د هېموگلوبین په نامه سره یادیږی . دهېموگلوبین پروتین دسروکرویاتو په سل کې پینځه دیرش ۳۵ ٪ برخه جوړوي او دهیم په گروپ باندې یې دوه قیمته اوسپنه Fe ++دیوه کمپلکس مرکب په بڼه تړلې ده . همدااوسپنه ده چې سروکرویاتوته یې سوررنگ بښلی دی . دسروکرویاتودنده داکسیجن اوکاربن دای اکسایدانتقال دی . سره کرویات دسږوڅخه اکسیجن رانیسي او دبدن هرغړي اونسج ته یې لیږدوي . همدارنگه سره کرویات د هېموگلوبین په مرسته دنسجونوڅخه کاربون دای اکساید رانیسی اوسږوته یې لیږدوي . سره کرویات ترمایکروسکوپ لاندې لږڅه ټول په یوه اندازه غټ ، گردپلن ښکاري اوپه منځ کې دیوه ډیسک په توگه ورننوتلې بڼه لري ( biconcave disks) . دیوه پتولوژيکي سره کروي بڼه اوقطرکیدای شي چې دنارمل قیمت نه ډیربدلون وښيي . په ۴–شکل کې دپتولوژیکي سروکرویاتوبڼه هم ښوول شوې ده . دژوندموده یې لږڅه یوسلوشل ورځې۱۲۰ ده اوبیاوروسته دوینې ټاکلوحجرو یانې Phagocytes له خوا په ینه اوتوري کې دمنځه ځي . په ۴–شکل کې دسروکرویاتو،سپینو کرویاتواویوه ترومبوسایت بڼه په سکین الکترون مایکروسکوپ (scanning electron microscope (SEM کې شوول شوې ده . هغه کړنلاره چې سره کرویات پکې وده کوي او منځ ته راځي د اریتروپویسیس په نامه سره یادیږي Erythropoiesis . دماشوم دزیږدنې ترمخه اریتروپویسیس کړنلاره په لوړه کچه په ینه کې ، یوڅه برخه دهډوکوپه مغز کې ،په طحال یانې توري کې ، ژبړکڅوړه yolk sac خوبیا وروسته دسروکرویاتوتولیددغټوهډوکوپه مغزوکې ترسره کیږي . اریتروپویسیس دیوه هارمون په مرسته چې Erythropoetin نومیږ ي لمڅول کیږی اوپه دې توگه پیاوړی کیږي . که چیرته د اریتروپویسیس کړنلاره نیمگړې شي نودوینې کمښت منځ ته راځي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د وینې سره کرویات, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.