د منهاتن پروژه

د منهاتن پروژه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه څېړنیزه او پراختیايي پروژه وه چې لومړنۍ هسته یي وسلې یې تولید کړې.

نوموړې پروژه د بریتانیا او کاناډا په مرسته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په لاره اچول شوې وه. د نوموړې پروژې مشري له ۱۹۴۲ز کال څخه تر ۱۹۴۶ز کال پورې د متحده ایالاتو د اردو د انجنیرۍ څانګې د تورن جنرال لاسیلي ګروز په غاړه وه. هستوي فزیک پوه رابرټ اوپنهایمر د لاس الاموس لابراتوار رییس و کوم چې ریښتیني بمونه طراحي کړل. د یادې پروژې د اردو څانګه د منهاتن سیمه ونومول شوه ځکه چې لومړنی مقر یې په منهاتن کې و؛ د یادې سیمې نوم په تدریج سره د بشپړې پروژې د رمز نوم، د تعویضي توکو انکشاف، ځای ناستي شو. د وخت په تېرېدو سره، دغې پروژې خپل لومړنی برتانوي سیال د الیاژونو ټیوب راجذب کړ. د منهاتن پروژه په ۱۹۳۹ز کال کې په نرمۍ سره پیل شوه، اما وروسته داسې پولې ته ورسېده چې له ۱۳۰۰۰۰ کسانو څخه ډېر پکې وګمارل شول او لګښت یې نږدې ۲ میلیارده امریکایي ډالرو ته (چې د ۲۰۲۰ز کال له ۲۳ میلیارده امریکایي ډالرو سره معادل دي) ورسېد. د یاد لګښت له ۹۰سلنې څخه زیاته برخه د فابریکو په جوړونه او د هستوي انشقاقي موادو په تولید باندې او له ۱۰ سلنې څخه لږ یې د وسلو په پراخولو او تولید باندې ولګېده. څېړنې او تولید په متحده ایالاتو، برتانیا، او کاناډا کې له ۳۰ څخه په زیاتو ساحو کې تر سره شول.

یاده پروژه د اتومي بمونو دوو ډولونو ته په پراختیا ورکولو تمامه شوه: یو ډول یې نسبتاً ساده ټوپک ډوله هستوي ټوټه کېدونکې وسله وه او دویمه یې ډېره مغلقه له داخل څخه چاودېدونکې وسله وه. د ډنګر سړي ټوپک ډوله طرحه له پلاتینیوم سره د کارولو لپاره غیر عملي ثابته شوه، نو ځکه یوه ساده ټوپک ډوله وسله چې  کوچینی هلک نومېده، او د یورانیوم- ۲۳۵ ایزوتوپ یې وکاراوه کوم چې د طبیعي یورانیومو یوازې ۰.۷ سلنه جوړوي. له هغه ځایه چې دغه ایزوتوپ په کېمیاوي لحاظ له یورانیوم-۲۳۸ ایزوتوپ سره یو شان و، او له هغه سره یې تقریباً یو شان کتله لرله، نو د دغو دوو جلا کول ستونزمن کار ثابت شو. د یورانیومو د غني کولو لپاره درۍ مېتودونه وکارول شول: الکترومقناطیسي، ګازي او حرارتي. ساینس پوهانو د دغه کار زیاتره برخه د تېنتسي په آک رېج کې د کلېنټون د انجنیرۍ په کار ځای کې تر سره کړه.

په یورانیومو باندې د کار کولو سره موازي د پلوتونیمو د تولید هلې ځلې هم روانې وې، کوم چې څېړونکو په ۱۹۴۰ز کال کې د بېرکلي په کالېفورنیا پوهنتون کې کشف کړل. د نړۍ د لومړنۍ اتومي بټۍ، شیکاګو دلۍ-۱ له امکان سنجۍ وروسته، نوموړې په ۱۹۴۲ز کال کې د شیکاګو په پوهنتون کې د مېټالورژۍ په لابراتوار کې نندارې ته وړاندې شوه، یادې پروژې په آک رېج کې X-۱۰ ګرافیټي بټۍ طرح کړه او د واشنګټن ایالت په هانفورډ کې یې د بټیو تولید طرح کړ، په کوم کې چې یورانیوم د تشعشع له لارې په پلوتونیم بدل شول. پلوتونیم بیا په خپل وار سره د بېسموت فاسفېټ په کارولو سره په کېمیاوي بڼه له یورانیومو څخه جلا شول. د چاغ سړي (Fat Man) پلوتونیمي انفجاري وسله د طرحې او پراختیا د یوې لړۍ هماهنګو هلو ځلو په ترڅ کې د لاس الاموس په لابراتوار کې جوړه شوه.

نوموړې پروژه همدارنګه د جرمني د اتومي وسلو له پروژې څخه د اطلاعاتو په راټولولو تورنه شوه. د منهاتن پروژې پرسونل، د السوس د عملیاتو له لارې په اروپا کې، کله کله ان تر دې چې د دښمن د لیکو په شا کې خدمت کاوه، چېرته چې هغوی اتومي مواد او اسناد او همداراز جرمني ساینسپوهان راټول کړل. د منهاتن د پروژې له ټینګ امنیت سره سره، شوروي اتومي جاسوسانو په بریالیتوب سره دغه پروګرام ته نفوذ وموند.

لومړنۍ اتومي وسیله یو چاودېدونکی بمب و چې د نوې مکسیکو د بمونو او توپخانې په میدان کې د درۍ ګوني ټسټ پر مهال د ۱۹۴۵ز کال د جولای په ۱۶مه نېټه وچاودېده. د کوچیني هلک او چاغ سړي بمونه یوه میاشت وروسته په ترتیب سره د هېروشیما او ناګاساکي په اتومي بمبارۍ کې وکارول شول، چې د منهاتن د پروژې پرسونل په حمله کوونکې الوتکه کې د بمب د نصب د تکنېشنانو او د یادې وسلې د متخصصینو په توګه خدمت وکړ. د منهاتن پروژې له جګړې څخه راوروسته په لومړنيو کلونو کې، په بیکیني الاټ کې د خپلو څلور لارې نوم لرونکو عملیاتو د یوې برخې په توګه د وسلو ټسټونه تر سره کړل، نوې وسلې یې جوړې کړې، د ملي لابراتوارونو د شبکې پراختیا ته یې وده ورکړه، د رادیولوژۍ په څانګه کې یې له طبي تحقیقاتو څخه ملاتړ وکړ، او د سمندري اتومي ځواکونو بنسټ یې کېښود. یادې پروژې په ۱۹۴۷ز کال کې د متحده ایالاتو د اتومي انرژۍ د کمېسیو تر رامنځته کېدو پورې د امریکا د اتومي وسلو په څېړنو او تولېد باندې خپل کنترول حفظ کړ.  

رېښې

په ۱۹۳۸ز کال کې د جرمن کېمیا پوهانو اوتوهاهن او فریتز ستراسمن په واسطه د هستې د ټوټه کېدو کشف او د لیز میتنر او اوټو فرېش له خوا د هغو تیورویکې شرحې د اتومي بم جوړونه له تیوریکي لحاظه یو ممکن کار ثابت کړ. داسې وېرو شتون در لود چې ښایي لومړی د جرمنیانو له لوري د اتومي بمب پروژه یو اتومي بمب جوړ کړي، دا وېره په ځانګړې توګه د هغو ساینس پوهانو تر منځ زیاته وه چې د نازي جرمني او نورو ملتپالو هېوادونو څخه مهاجر شوي وو. د ۱۹۳۹ز کال په اګسټ کې په مجارستان (هنګري) کې زیږېدلیو فزیک پوهانو لیو سزیلارډ او ایوګین ویګنر د انشتاین-سزیلارډ د لیک مسوده جوړه کړه، په کوم کې چې د یو نوي ډول د فوق العاده ځواکمنو بمونو د احتمالي جوړېدو خبرداری ورکړل شو. په یاد لیک کې متحده ایالاتو ته مشوره ورکړل شوې وه چې د یورانیومو زېرمو ته د لاسرسي لپاره ګامونه واخلي او د انریکو فېرمي او نورو له خوا د هستوي ځنځیري تعاملاتو څېړنې ګړندۍ کړي. هغوی یاد لیک په البرټ انشتاین امضاء او ولسمشر فرانکلین ډي. روزولټ ته یې ورساوه. روزولټ د ملي ستندرد له ادارې څخه لیمان برېګز ته امر وکړ تر څو د یورانیومو د مشورتي کمېټې مشري په غاړه واخلي تر څو په لیک کې د یادو شوو موضوع ګانو په اړه څېړنه وکړي. برېګز د ۱۹۳۹ز کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه یوه غونډه ونیوه چې زیلارډ، ویګنر، او اډوارډ ټېلر پکې ګډون وکړ. یادې کمېټې په نومبر کې روزولټ ته راپور ورکړ چې "یورانیوم ښایي د داسې بمونو یوه احتمالي منبع تهیه کړي چې تخریب یې له تر اوسه پېژندل شوو هر څه څخه بې اندازې زیات وي."

د ۱۹۴۰ز کال په فبروري میاشت کې، د متحده ایالاتو سمندري اردو د کلمبیا پوهنتون ته ۶۰۰۰ امریکایي ډالره بودیجه اعطا کړه، چې زیاته برخه یې انریکو فېرمي او زیلارډ د ګرافیتو په پېرنه باندې ولګوله. د فېرمي، سزیلارډ، ایګن ټي. بوث او جان ډونینګ په ګډون د کلمبیا د پروفیسورانو یو ټیم د لومړي ځل لپاره د امریکا په قاره کې د هستوي ټوټه کېدنې تعامل رامنځته کړ، چې د هاهن او ستراسمن کار یې تایید کړ. همدغه ټیم بلافاصله په کلمبیا کې په پپین تالار کې د اتومي بټیو (یا د "مشالونو" لکه څرنګه چې فېرمي نومولې وې)د لومړنیو نمونو یوه لړۍ رامنځته کړه ، اما تر دې دمه د ځنځیري تعامل په تر سره کولو نه وو توانېدلي.

د یورانیومو مشورتي کمېټه د ۱۹۴۰ز کال د جون په ۲۷مه  د یورانیومو د ملي دفاعي څېړنو په کمېټې دهغې له رامنځته کېدو سره سمه بدله شوه. برېګز د یورانیومو په څېړنه، په ځانګړې توګه په یورانیوم-۲۳۵ ایزوتوپ، او پلوتونیَم باندې، کوم چې د کالیفورنیا په پوهنتون کې په ۱۹۴۰ز کال کې کشف شو د ۱۶۷۰۰۰ امریکایي ډالرو بودیجې د لګولو وړاندیز وکړ. د ۱۹۴۱ز کال د جون په ۲۸مه نېټه روزولټ خپل ۸۸۰۷ نمبر اجرایي فرمان لاسلیک کړ، کوم چې د وانېوار بوش په مشرۍ د ساینسي څېړنو او پراختیا دفتر (OSRD) رامنځته کړ. یاد دفتر ته دا صلاحیت ورکړل شوی و تر څو د څېړنو تر څنګ د انجنیرۍ په لویو پروژو کې دخیل واوسي. د یورانیومو ملي دفاعي څېړنیزه کمېټه د ساینسي څېړنو او پراختیا د دفتر اس-۱ برخه وګرځېده، او د "یورانیوم" کلیمه د امنیتي دلایلو په خاطر حذف شوه.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان بيرغد بدر غزالویه وچهیوهانس ورمیروچکۍ تبه (محرقه)پلار څوک دید اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېانا بورکوسکاد نزول لاملونه(قرآن)د واده شپهفدرالي قبايلي سيمېعبدالحی حبيبيکټرينا کیفتلويزونامير دوست محمد خاناسټرالیاد امپراطوریو هدیرهفیودور داستایفسکيد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچد انګلستان دوم چارلزسود ( ربا )زکاتn9fhiمرکزي بانکپښتوپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهکولاليسیرت النبی سوال او ځوابدریم جورجله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهنړيوال غزېدلی جالخټکسترواک ژولیانپښتو ټولنهبانکاستقلابزړه نابرید چین لوی دیوالManganeseوزهبودجهمیوهچین د خلکو جمهوریتنورزيجو بایډنکومي جمهوريتتايرايډ غدهد کتاب نړيواله کره شمېرهشوروي اتحادملا محمد عمردرملسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟بانکوالی په افغانستان کې2012ميوند بانکاتڼد بکارت پردهپرمخ (جنسي عمل)عنايت الله عنايتچيليد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهد افغانستان جغرافيه🡆 More