د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي يا مزمنه انسدادي ريوي ناروغي (په انگرېزي: chronic obstructive pulmonary disease) د سږو يوه ناروغي ده چې د سږو د ووب د ويجاړۍ (چې د اېمفيسېما په نامه يادېږي) او د وړو هوالارو د نيمگړتياوو په سبب رامېنځ ته کېږي.
دا ناروغي د وخت په تېرېدو سره نوره هم پرمخ ځي. د دغې ناروغۍ عمده نښو نښانو کې سالنډي، ټوخی او په سږو کې په لويه کچه بلغم جوړېدنه ده.
په ټوليزه توگه د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي د سېگرېټ څښلو او تمباکو لوگي په سبب رامېنځ ته کېږي، خو يو شمېر نور عاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ په پېښېدو کې لاس لري. دا عاملين په سږو کې يو تسپوديز غبرگون راپاروي. د سږو فعاليتي آزمېښتونو ښودلې چې د دغې ناروغۍ د ناروغ په سږو کې د هوا بهير په ډېره لږه کچه کې شتون لري. د سابندي ناروغۍ کې هم د هوا بهير په ټيټه کچه وي او همداراز دا حالت پر شا گرځېدونکی هم وي، خو د سږو اوندنې خنډيزې ناروغۍ کې د ناروغۍ حالت ډېر لږ په شاگرځېدونکی وي او اکثراً ناروغي پرمخ ځي.
د دغې ناروغۍ سمې ادارې کې د تمباکو څښلو بندول، واکسينونه، بياروغېدنه او اکثراً ساکاږونکي برانکوډايلېټر درملونه شامل دي. ځينې ناروغان د اوږدمهاله اکسيجن درملنې او يا هم د سږو پيوندېدنې څخه گټه ترلاسه کوي.
په نړېواله کچه د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي په څلورم مقام د ډېرو مړينو سبب پېژندل کېږي چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې يې له ۳ ميليونو څخه ډېر ناروغان وژلي. د سېگرېټ څښلو په ډېرېدو او په اکثرو هېوادونو کې د زړو وگړو د شمېر د ډېرېدو سره سم د دغې ناروغۍ له امله مړينې مخ په ډېرېدو دي. د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي په امريکا کې د مړينې درېيم ډېر سبب گڼل کېږي. په ۲۰۰۷ ز. کال کې په امريکا کې د دغې ناروغۍ د درملنې د لگښت کچه ۴۲.۶ بيليونه ډالره وه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د سږو اوندنه خنډيزه ناروغي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.