د سپوږمې د ځمکې مطالعه د سپوږمۍ ځمک پېژندنه

د سپوږمۍ ځمک پېژندنه  (چې کله ناکله ورته سينولوژي هم ويل کېږي، خو تر ډېره بريده په دې نوم «د سپوږمۍ اړوندو علومو» ته اشاره کېږي) د ځمکې له پېژندنې سره توپير لري.

په سپوږمۍ کې ريښتينی اتموسفير نه شته، کوم چې د هوا له امله د توږنې عمليه له منځه وړي. د هېڅ اوارې بڼې پېژندل شوي تکتونيکونه هم نه لري، د جاذبې کمه قوه لري او له دې امله چې حجم يې کوچنی دی، ډېره ژر سړيږي. د سپوږمۍ د سطحې پېچلې جيومورفوليجي (د سطحې د فزيکي ځانګړتياوو مطالعه) د جرياناتو له ترکيب نه منځ ته راغلې ده، په ځانګړي ډول د ټکر (تصادم) جوړېدل او اورغورځول (اتشفشان). سپوږمۍ يو جلا جسم دی چې قشر، پوښ او هسته لري.

د سپوږمۍ د ځمک پېژندنې څېړنې په ځمکه کې د تيلسکوپي څارنو، په فضا کې د الوتلو په حال کې د الوتکو د اندازو، د سپوږمۍ د نمونو او جيوفيزيکي معلوماتو پر بنسټ ولاړې دي. له ۱۹۶۹ نه تر ۱۹۷۲ز کال پورې د سپوږمۍ په سطحه د ناستو اپولو د پروګرام په مټ چې عمله يې هم له ځانه سره لېږدوله، له شپږو سيمو نه نېغ په نېغه نمونې اخستل شوې وې، دې پروګرام له ځانه سره ۳۸۰.۹۶ کيلوګرامه (۸۳۹.۹ پاونډه) د سپوږمۍ ډبرې او د سپوږمۍ خاورې ځمکې ته راوړې. سربېره پر دې، له ۱۹۷۰ز نه تر ۱۹۷۶ز کال پورې، د شوروي لونا درې فضايي الوتونکو روباتيکونو له ځانه سره درې سوه او شپږ وېشت ګرامه (۱۱.۵اونسه) نورې نمونې راوړې او په ۲۰۲۰ز کال کې د «Chang'e 5» په نوم چینايي روباتيک  له ځانه سره ۱،۷۳۱ ګرامه (۶۱.۱ اونسه) نمونې راوړې.

زموږ له ځمکې نه بهر سپوږمۍ يواځينی هغه جسم دی چې د ځمک پېژندنې له اړخه يې موږ پېژندل شوې نمونې لرو. د ځمکې پر مخ د ګوتو په شمېر د سپوږمۍ اسماني ډبرې (شهاب) پېژندل شوې دي، خو په سپوږمۍ د دوی د کېندنو سرچينه نه ده معلومه. د سپوږمۍ د سطحې ډېرې مهمې برخې لا تر اوسه نه دي سپړل شوې او ډېر شمېر جيولوژيکي پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.

عنصري جوړښت

هغه عناصر چې د سپوږمۍ پر مخ پراته او پېژندل شوي دي، د نورو تر څنګ په هغوی کې اکسيجن (O)، سيليکون (Si)، اوسپنه (Fe)، منيزيم (Mg)، کلشيم (Ca)، المونيم (Al)، مينګنيز (Mn) او تيتانيوم (Ti) شامل دي. هغه چې زيات په کې شته، هغه اکسيجن، اوسپنه او سيليکون دي. د وزن له اړخه اکسيجن 45% اټکل شوی دی. داسې برېښي چې د لمريزو بادونو په مټ  د راټولو شويو رسوباتو یوه کمه اندازه کاربون (C) او نايتروجن (N)  هم شته.

منځ ته راتګ

د اوږدې مودې لپاره، د سپوږمۍ د تاريخ په اړوند بنسټيزه پوښتنه د سپوږمۍ د اصليت په اړه وه. په لومړيو انګېرنو کې له ځمکې نه جلا کېدل، نيول کېدل او ګډ يو ځای کېدل وو. اوسمهال د عملي ټولنو له خوا د يوې سترې ضربې فرضيه منل شوې ده.

جيولوژيکي تاريخچه

د سپوږمۍ د ځمک پېژندنې تاريخ په شپږو بنسټيزو پړاوونو کې تعريف شوې ده، چې «د سپوږمۍ د ځمک پېژندنې د وخت د اندازې» په نامه پېژندل کېږي. د څلور اعشاريه پنځه مليارده کاله مخکې وخت نه په پيليدو سره نوې جوړه شوې سپوږمۍ په وېلي حالت کې وه او ځمکې ته په ډېر نژدې مدار کې څرخېده چې د مد او جذر ځواک يې زېږاوه. د مد او جزر همدې ځواک يو وېلی جسم په بيضوي بڼه واړاوه چې لوی محور يې د ځمکې پر لور دی.

د سپوږمۍ د ځمک پېژندنې لومړۍ مهمه بشپړتيا په ټاکلې بڼه د نژدې نړيوال سمندري ماګما (په بلورو بدلېدل) بدلېدل و. په کره ډول د دې ژورتيا څرګنده نه ده، خو ګڼې څېړنې ښيي چې ژوروالی يې نژدې پنځه سوه کيلومتره دی. لومړی هغه کاني (معدني) مواد چې په دې اقيانوس کې يې خپله بڼه غوره کړه، د اوسپنې سيليکاټ او منيزيوم اليوين او پيروکسن وو. له دې امله چې دا کاني توکي په خپل شا اوخوا کې له نورو ويلي شويو موادو نه ګڼ وو، هغوی ډوب شول. کله چې پنځه اويا سلنه په بلورو بدلېدل بشپړ شول، لږ ګڼ «انارتوسټک پلاجيوکليس فيلاسپاير» (دا بېلا بېل رنګ او خاصيت لرونکي کلک کاني مواد دي) کوم چې کم ډبل و، هغه سخت شول او په سطحه يې په ښويدو پيل وکړ،  د نږدې پنځو کيلو متره په ډبلوالي سره يې انارتوسيټيک (يو ډول کلکه ډبره ده) قشر يې منځ ته راووړ. د ماګما اقيانوس ډېره برخه په چټکتيا سره په بلورو واوښته (د سل ميليونه يا له دې کمو کلونو موده کې)، خو پاتې په KREEP غني ماګما، کوم چې تر ډېره بريده په ناجوړه د تودوخې د توليدونکو عناصرو نه غني دي، کولای يې شول، د سلګونه ميليونه کلونو (يا شونې ده چې يو ميليونه کاله وي) لپاره تر يو بريده وېلي پاتې شي. داسې برېښي چې د ماګما اقيانوس له KREEP نه غني وروستي ماګما په پايله کې د « Oceanus Procellarum» او « Imbrium» په حوضه کې راغونډ شول، کومه چې د ځمک پېژندنې يوه بې سارې سيمه ده چې اوس د « Procellarum KREEP Terrane » په نامه پېژندل کېږي. 

د سپوږمۍ د قشر له جوړېدو ډېر ژر وروسته، يا د جوړېدو پر مهال، د ماګما بېلا بېل ډولونو جوړېدل پيل شول، له کومو به چې بيا « Mg-suite norites» او « troctolites» جوړېدل، خو بيا هم په کره ډول هغه ژورتيا نه ده څرګنده چې دا چاره په کې تر سره شوه. له وروستيو اندونو نه معلوميږي چې « Mg-suite plutonism» په پراخه کچه د « Procellarum KREEP Terrane» په نامه سيمې پورې محدود پاتې شول او په يو ډول دا مګماګانې په جنتيکي ډول له KREEP سره تړلي دي، خو په علمي ټولنو کې بیا هم د دې د اصليت په اړه په لوړه کچه بحثونه روان دي. د « Mg-suite» تر ټولو زړه ډبره شا او خوا د « 3.85 Ga» (يو Ga  له يو ميليارد کاله سره برابر دی) عمر لري. په هر حال، وروستی ستر ټکر چې شونې ده په قشر کې يې ژوره کېندنه وشي، له اوس نه (3.85 Ga) مخکې رامنځ ته شوی دی. په همدې بنسټ شونې ښکاري چې « Mg-suite plutonic» فعاليت د اوږدې مودې لپاره روان و او تر ټولو ځوانې پلاتوني ډبرې اوس هم د سطحې په ژورتياوو کې شته دي.

د سپوږمۍ د نمونو له څېړنو نه داسې برېښي چې د سپوږمۍ د حوضونو د ټکر زيات سلنه برخه له نن نه له څلور نه نيولې بيا تر « 3.85 Ga» پورې موده کې په ډېر کم وخت کې جوړه شوې ده. دا فرضيه (انګېرنه) د سپوږمۍ د ناورين يا دروند وروستي بمبار په توګه ياديږي. په هر حال، اوس معلومه شوې ده چې د ايمبريوم ټکر له حوض (د سپوږمۍ په سطحه تر ټولو کم عمره ستر ټکر له حوضونو نه يو دی) نه وتلي بايد د اپالو د ښکته کېدو په ټولو سيمو کې وموندل شي. اوس شونې ده چې د ځينو ټکر شويو حوضونو عمر (په ځانګړي ډول Mare Nectaris)  به په تېروتنې سره د امبريم له عمر سره سم بلل شوي وي.

د سپوږمۍ «ماريا» د لرغوني توررنګه مرمر د سيلابونو د روانېدو ښودنه کوي. د ځمکې د لاوا په پرتله، په دې لاواګانو کې په ډېره اندازه اوسپنه وه، کم ويسکوزيتي يې درلودل او ځينې يې له تيتانيوم نه غني د ايلمنټ ډېره معدني ماده درلودله. د تور رنګه مرمرو د سيلابونو ډېره برخه د درې او « 3.5 Ga» کلونو تر منځ موده کې رامنځ شوې دي، خو د ځينو «مير» (د سپوږمۍ پر سطحه اوارو تورو، سترو، مرمينو سيمو ته ويل کېږي) نمونو عمر يې « 4.2 Ga» ته رسېږي او تر ټولو ځوان (د اورشيندونکو د خولو د طريقې پر بنسټ) په اړه يې فکر کېږي چې عمر يې يو مليارد کاله ته رسېږي. د «مير» د  اور شیندي  تر څنګ پيروکلاسټيک (د اور غورځولو په پايله کې له جلا شويو توکو نه جوړ شوي مواد) اورغورځونې هم پيل شوې، کوم چې د تورو مرمو ويلي شوي توکي له اور غورځوونکي نه سلګونه کيلو متره لرې وغورځول. د «مير» ډېرې برخې، د نژدې ټکر له حوضې سره په اړيکه کې لوړې برخې جوړې کړې دي، په هر حال، د « Oceanus Procellarum» په نامه برخه د هېڅ يوه پېژندل شوي ټکريز جوړښت سره همغاړيتوب نه لري او د سويلي-ايتکن قطب په حوضه کې د سپوږمۍ تر ټولو ښکته لوړې په منځني ډول د «مير» (درې/کندې) په واسطه پوښل شوي دي.

سرچینې

Tags:

د سپوږمې د ځمکې مطالعه د سپوږمۍ ځمک پېژندنه عنصري جوړښتد سپوږمې د ځمکې مطالعه د سپوږمۍ ځمک پېژندنه منځ ته راتګد سپوږمې د ځمکې مطالعه د سپوږمۍ ځمک پېژندنه جيولوژيکي تاريخچهد سپوږمې د ځمکې مطالعه د سپوږمۍ ځمک پېژندنه سرچینېد سپوږمې د ځمکې مطالعه د سپوږمۍ ځمک پېژندنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عضوي مادهد جنازې لمونځد عیسوی کال میاشتېختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)اسلامد انګلستان پاچا لومړی ریچاردRhenium28 سپټمبرد افغانستان باندنۍ اړيکېد افغانستان بيرغمورسید مرچ آغاچڼاسامير حمزه شينواریلړمد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادکيمياامام بخاريکچالولایوش کشوتساراتوفکاناډاکټرينا کیفافغانستاناسلامپالنهمحمد عثمان نژندسیډنيپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونويکيپېډيامحمد حسن کاکړچندړد ښځې تناسلي آلهخالد بن ولیدتلاسېمیامرکزي بانکبرکت الله سليمککړتیاعنايت الله عنايتجنرال عبدالرازقکتابتونپاکستانلېږد ۴۵د افغانستان ژبېژوندد افغانستان وزارتونهفرانسهد هیوادونو نوملړګرجستاناروپایي ټولنهروغتيادېوناگريکندهارد ډبرو د سکرو کان کیندنهNihoniumاختصاصي مجازي شبکهد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهډاکتر کبير ستوریدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)لعل پاچا ازمونرسمي ژبهپېښورعبدالحميد محتاطعربي ژبهد اکسيديشن نمبرد المان هیواد آیالاتونهپارلماني حکومتموټرمصرد کمپيوټر امنيتحميرا بېگمدریم جورجملاله ميوندواله🡆 More