د توکم انتقادي نظریه (CRT) د مدني حقونو د پوهانو او فعالانو یو متقابل فکري او ټولنیز خوځښت دی، چې په امریکا کې د توکم او قانون پلټنه کوي او د توکمیز عدالت لپاره د امریکا د لیبرالي چلند اصلي بهیر ګواښوي.
د بېلګې په توګه: د CRT تصوراتي چوکاټ د دې مطالعې لپاره یوه لار ده، چې څنګه او ولې د امریکا محکمې د ځینو توکمونو د نشه یي توکو سوداګرو ته د نورو توکمونو د سوداګرو په پرتله نرمه سزا ورکوي. په خپل نوم کې د انتقاد کلیمه یوه علمي اصطلاح ده، چې انتقادي فکر، انتقادي نظریې او علمي انتقاد ته اشاره کوي، نه پر وګړو نیوکه یا د هغوی ملامتول دي. دا لومړی ځل په ۱۹۷۰ ز لسیزه کې رامنځته شوه، لکه د نورو «انتقادي» فکري مکتبونو په څېر د بېلګې په توګه: انتقادي حقوقي مطالعات په دې اړه څېړنه کوي، چې څنګه حقوقي قوانین، د اوسني حالت ساتنه کوي.
د CRT مهم مفهوم یوه تقاطع ده او هغه لار ده، چې د نابرابرۍ او هویت بېلابېل ډولونه د توکم، طبقې، جنسیت او ناتوانۍ د اړیکو تر اغېزې لاندې راځي. د CRT پوهان توکم ته د ټولنیز جوړښت په سترګه ګوري، چې هېڅ بیولوژیکي بنسټ نه لري.
CRT په امریکا کې د مدني حقونو په وروستۍ دوره کې پیل شو، ځکه چې د ۱۹۶۰ز لسیزې د مدني حقونو قوانین له منځه تلل او ښوونځي بیا جلا کېدل. توکمیزو نابرابریو د مدني حقونو د قوانینو له تصویبېدو وروسته هم دوام درلود، په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسیزو کې د CRT پوهانو د طبقو، اقتصادي جوړښت او قانون په اړه حقوقي انتقادي نظریې بېرته له سره پیل کړې او پراختیا یې ورکړه، ترڅو د توکم پالنې په دوام کې د امریکا د قوانینو ونډه وڅېړي. CRT د تحلیل او تجزیې یو چوکاټ دی، چې پر انتقادي نظریې ولاړ دی. دا د ۱۹۷۰ ز لسیزې په نیمایي کې د زیاترو امریکایي حقوق پوهانو په لیکنو کې راڅرګند شوی، لکه: ډېریک بل، آلن فریمن، کیمبرل کرینشا، ریچارډ ډیلګاډو، شریل هریس، چارلز آر، درېیم لارنس، ماري ماتسودا او پاتریشیا جې ویلیمز.
د CRT علمي منتقدین استدلال کوي، چې دا د شواهدو او دلیلونو پر ځای د کیسې ویلو پر بنسټ ولاړ دی، ریښتیا او وړتیا ردوي او له لیبرالیزم سره مخالفت کوي. له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د امریکا محافظه کارو قانون جوړونکو په لومړیو او ثانوي ښوونځیو کې د CRT او نورې هغه زده کړې چې د توکم پالنې په اړه دي، منع کړې. دغه قانون جوړونکي په دې تورن شول، چې د CRT اصول او ارزښت یې په غلطه بڼه تشرېح کړي. د دوی موخه د توکم پالنې، برابرۍ، ټولنیز عدالت او د توکم تاریخ د بحثونو لړۍ خاموشول وو.
په ۲۰۰۵ز کال کې تارا جي یوسو CRT د یو داسې چوکاټ په توګه تشرېح کړ، چې د تیورۍ، پلټنې او ګواښونې لپاره کارول کېدای شي، د توکم او توکم پالنې لارې، په ښکاره او واضح ډول پر ټولنیزو جوړښتونو، طریقو او خبرو اترو اغېز کوي.
CRT په ۱۹۹۵ز کال کې د ګلوریا لاډسن بیلینګز او د هغه د ملګري ویلیم ټایټ له خوا د زده کړې په ډګر کې معرفي شوی و. په ۲۰۱۵ز کال کې یې وویل چې: دا د بېلابېلو علومو په برخه کې په ټولنه کې پر توکمیزو نابرابریو د پوهېدو او ورسره د مبارزې لپاره هڅې کوي. کينډۍ:Sfnm
د CRT پوهان وایي، چې توکم په بیولوژیکي او طبیعي ډګر کې نه دی مطرح شوی، بلکې دا په ټولنیز ډول یوه جوړه شوې مقوله ده، چې د بېلابېلو توکمونو د ظلم او استثمار لپاره کارول کېږي. توکم پالنه یو ذهني انحراف نه دی، بلکې د امریکایي ټولنې یوه عادي ځانګړنه ده. د CRT په وینا: هغه منفي کلیشې چې د لږه کیو ډلو غړو ته کارول کېږې، سپین پوستو ته ګټه رسوي او توکمیز ظلم زیاتوي. وګړي کولای شي، له بېلابېلو هویتي ډلو سره اړیکې ولري. د تقاطع مفهوم، چې د CRT له اصلي مفهومونو نه دی، د حقوق پوه کیمبرل کرنشاو له خوا را وپېژندل شو.
ډېریک البرټ بیل (۱۹۳۰- ۲۰۱۱ز کال)، چې یو امریکایي وکیل، پروفیسور او د مدني حقونو فعال دی، لیکي: توکمیزه برابري «ناشونې او خیالي» ده او په امریکا کې توکم پالنه دایمي ده.
CRT پوهان د انټونیو ګرامسي، سوجورنر ټرث، فردریک داګلاس او ډیوبایس له څېړنو نه کار اخلي. بیل د پل رابسون باور شریک کړ، چې د تور پوستو پر ځان تکیه او د افریقایي کلتور دوام باید د تور پوستو د نړۍ لید معرفتي اساس رامنځته کړي. د دوی له لیکنو نه د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسیزو خوځښتونه، لکه: تور ځواک، چیکانو او افراطي فیمینیستان هم خبر شوي وو. د توکم انتقادي نظریه له انتقادي نظریې، انتقادي حقوقي مطالعاتو، فیمینیستي فقهې او له استعمار وروسته نظریې سره ډېرې فکري ژمنې شریکوي.
د ۲۰۲۱ز کال په جون کې د رسنیو له راپورنو وروسته وویل شول چې: وړاندیز شوی ملي نصاب د اسټرالیا د اصلي اوسېدونکو له ظلم، تبعیض او مبارزې سره مخامخ دی. د اسټرالیا سنا مجلس یوه طرحه تصویب کړه، چې د ښي اړخي سناتور پلین هانسون له خوا وړاندیز شوې وه او له فډرالي دولت نه یې وغوښتل، چې CRT رد کړي، سره له دې چې په نصاب کې شامل نه و.
د انګلستان په حکومت کې محافظه کارانو د ۲۰۲۰ز کال په وروستیو کې پر CRT نیوکه پیل کړه. د برابرۍ وزیر کیمي بېډونک، چې نایجریایي دی، د یوې پارلماني مناظرې په لړ کې یې د تور پوستو د تاریخي میاشتې په اړه وویل: موږ نه غواړو چې ښوونکي دې زده کوونکو ته د سپین پوستو د غوره والي او د میراثي توکمیز جرم په اړه درس ورکړي.
د توکم انتقادي نظریه، د متحده ایالاتو په حقوقي مطالعاتو کې روایت ته وده ورکول، د خیالي قانون د کارولو پر وړاندې له «وسیله یي قانون» نه ملاتړ کول او توکمیزو برابریو ته د ودې ورکولو لپاره د حقوق پوهانو هڅول د دې لامل شول چې، په امریکا کې مخالفتونه رامنځته شي.
د اسیا د توکم انتقادي نظریه، پر اسیایي امریکایانو د توکم او توکم پالنې اغېزې او د متحده ایالاتو په تعلیمي سیسټم کې د دوی تجربې پلټل دي. د لاتیني توکم د انتقادي نظریې په څېر، د اسیا د توکم انتقادي نظریه د کډوالۍ پر نظریې او تګلارې باندې د ټینګار په برخه کې د CRT له اصلي بنسټه جلا ده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د توکم انتقادي نظریه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.