د اجباري کار اشویتس کمپ

د اجباري کار اشویتس کمپ (په جرمنۍ ژبه: Konzentrationslager Auschwitz) د اجباري کار او وژنو د هغو ۴۰ کمپونو ټولګې ته ویل کېږي چې د نازي جرمني له خوا په اشغال شوي پولنډ (د پولنډ په هغه برخه کې چې په ۱۹۳۹ زکال کې جرمني ځانته الحاق کړه) کې د دویمې نړیوالې جګړې او هلوکاست پر مهال اداره کېده.

په دغه ټولګه کې لومړنی اشویتس کمپ، د پولنډ په اوش وینچیم ښار کې د اجباري کار او اعدامونو اصلي کمپ (Stammlager)، د وژونکو ګازي خونو لرونکی اشویتس II-بیرکناو کمپ، د کیمیاوي موادو په تولید کوونکي ایي ګه فاربن شرکت کې د اجباري کارګرانو اشویتس III-مونویتز کمپ او نور لسګونه فرعي کمپونه شامل وو. دغه کمپونو د یهودو د مسئلې د حل لپاره د نازیانو د وروستۍ اصلي حل لارې په توګه رول ولوباوه.

وروسته له هغه چې جرمني د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې په پولنډ باندې په برید کولو دویمه نړیواله جګړه پیل کړه، د نازي ګوند ځانګړي اس اس (Schutzstaffel) ځواکونو د اشویتس ۱ په نامه د پوځونو یوه قرارګاه د جنګي بندیانو په ساتنځای واړوله. په پیل کې تر ډېره بریده یوازې پولنډي سیاسي بندیان دغه کمپ ته وړل کېدل ځکه چې د همدوی لپاره جوړ شوی و. په لومړیو دوو کلونو کې د دغه کمپ ډیری بندیان پولنډیان وو. د ۱۹۴۰ زکال په مۍ میاشت کې جرمني مجرمین دغه کمپ ته د اجباري کار د ترسره کولو په موخه راوړل شول چې په دغه سره یې د شکنجې د مرکز په توګه شهرت وموند او بندیان د بې اهمیته لاملونو له امله شکنجه او اعدام کېدل. په دغه کمپ کې د لومړي ځل لپاره شوروي او پولنډ ته اړوند یو شمېر بندیان د لومړي اشویتس په ۱۱ بلاک کې د ګازو په واسطه ووژل شول.

په راتلونکې میاشت کې د دویم اشویتس کمپ د جوړولو چارې پیل شوې چې له ۱۹۴۲ زکال څخه د ۱۹۴۴ زکال تر وروستیو پورې د بار وړونکو اورګاډو پر مټ ورته د جرمني تر اشغال لاندې اروپا څخه پریمانه یهودان د ګازو پر مټ د هغو وژونکو خونو ته راوړل کېدل. له هغو ۱.۳ میلیونو کسانو څخه چې اشویتس ته راوړل شوي و، ۱.۱ میلیون تنه یې ووژل شول. د قربانیانو په کتار کې ۹۶۰۰۰۰ یهودان (۸۶۵۰۰۰ یې په رارسېدو سره له ځنډ پرته په ګازو ووژل شول)، ۷۴۰۰۰ غیر یهودي پولنډیان، ۲۱۰۰۰ رومانیايي وګړي، د شوروي ۱۵۰۰۰ جنګي اسیران او څه باندې ۱۵۰۰۰ تنه نور شامل وو. هغه کسان چې د ګازو پر مټ وه نه وژل شول، د شکنجې، لوږې، ناروغیو، فردي اعدامونو او یا هم وهلو ډبولو پر مهال له منځه ولاړل. ورته مهال یې یو شمېر نور بندیان د طبي ازموینو لپاره ووژل.

لږ تر لږه ۸۰۲ کسانو هڅه وکړه وتښتي چې له دغو څخه ۱۴۴ یې په تېښته بریالي شول؛ همدارنګه د ۱۹۴۴ زکال د اکتوبر په اوومه نېټه له بندیانو څخه جوړو، دوه زوندرکمانډو واحدونو چې د ګازو په خونو کې یې فعالیت کاوه یو نابریالی پاڅون وکړ. د هلوکاسټ له پای ته رسېدو وروسته د نازي ګارد یا اس اس ۷۸۹ کارکوونکي (چې د ګارد له ۱۵٪ برخې څخه زیات نه وو) هېڅکله هم محاکمې ته حاضر نه کړای شول؛ له دې سره د کمپ د قومندان روډولف هوس په ګډون ګڼ شمېر نور افسران اعدام شول. د متفقینو ځواکونه له پیل راهیسې پاتې راغلل چې په دغه کمپ کې د ټولیزو وژنو ډیری راپورونه وړاندې کړي ځکه چې دوی خپله دغه کمپ بمبارد کړی و او همدارنګه د دغه کمپ د اوسپنې د پټلې پاتې برخې لا هم د بحثونو موضوع جوړوله.

هغه مهال چې شوروي ځواکونه د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو شېبو یا د ۱۹۴۵ زکال په جنوري میاشت کې اشویتس ته نږدې شول، اس اس ګارد د دغه کمپونو ډیری بندیان په اجباري ډول په جرمني او اطریش کې نورو بندخونو ته ولېږل. شوروي ځواکونه د ۱۹۴۵ زکال د جنوري په ۲۷مه دغه کمپ ته ننوتل، دغه ورځ د ۲۰۰۵ زکال راهیسې د هولوکاسټ د خاطراتو د نړیوالې ورځې په توګه یادېږي. له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې له دغه کمپ څخه ژونديو پاتې شوو کسانو لکه پریمو لیوي، ویکټور فرانکل او الي وایزل په دغه کمپونو کې خپلې تجربې لیکلې او په دې سره دغه کمپ د هلوکاسټ په غالب سمبول اوښتی دی. په ۱۹۴۷ زکال کې پولنډ د اشویتس- بیرکناو دولتي موزیم د لومړي او دویم اشویتس په ځایونو کې تاسیس کړ چې په ۱۹۷۹ زکال کې د یونسکو له خوا د نړیوالو میراثونو د سایټ په توګه وبلل شو.

مخینه

ریچارډ جې ایوانز لیکي: د نازیسم په ایډیالوژي کې د «نژادي پاکولو»، اصلاح، یهود ستېزۍ، پان جرمنېزم او قلمروي پراختیا پالنې عناصر شامل وو. اډولف هېټلر او د هغه نازي ګوند له «یهودي مسئلې» سره تلوسه لرله. دغې چارې په ۱۹۳۳ زکال کې واک ته د نازیانو د رسېدو وړاندې او وروسته پراختیا ومونده او په ټول جرمني کې د یهودانو ضد تاوتریخوالو زور واخیست؛ دوی داسې قوانین تصویب کړل چې هغوی یې د ملکي خدمتونو او خپلو حقونو په ګډون له ګڼ شمېر نورو چارو څخه محروم کړل.  

ځورونو او اقتصادي فشارونو یهودان د جرمني خوشي کولو ته اړ کړل؛ د هغوی سوداګرۍ بازارونو، په اخبارونو کې د اعلاناتو خپرولو او دولتي قراردادانو ته له لاسرسي محرومې شوې. د ۱۹۳۵ زکال د سپټمبر په ۱۵مه د جرمني پارلمان (رایشتاګ) نورنبرګ قوانین تصویب کړل. یو له دغو څخه هم د رایش د تابعیت قانون و او د دغه هېواد وګړي یې «جرمنۍ او د جرمنانو وینې ته د اړوندو هغه کسانو په توګه تعریف کړل چې لیوالتیا لري جرمني وګړو او رایش ته صادقانه کار وکړي او په خپل چلن کې دغه چاره څرګنده کړي»، ورته مهال د جرمنۍ وینې او جرمني ناموس خوندي کوونکي قانون د جرمنۍ او یا هغو ته د اړوندې وینې لرونکي کسان له یهودانو سره د واده کولو او نورو اړیکو له جوړولو منع کړل.

هغه مهال چې جرمني د ۱۹۳۹ زکال په سپټمبر میاشت کې په پولنډ برید وکړ او دویمه نړیواله جګړه یې پیل کړه، هېټلر امر وکړ چې پولنډي مشران او روڼ آندي له منځه یوسي. آشویتس ته څېرمه سیمه د لومړنۍ ګائو سیلسیا او له ۱۹۴۱ زکال وروسته د پورتنۍ ګاوئو سیلسیا په توګه له جرمني رایش سره الحاق شوه. د اشویتس کمپ د ۱۹۴۰ زکال په اپریل میاشت کې په پیل کې د پولنډ د سیاسي بندیانو د ساتنځای په توګه تاسیس شو. هېټلر د نویو قلمروونو د خپلولو په موخه د ۱۹۴۱ زکال د جون په ۲۲مه نېته په شوروي اتحاد برید وکړ. په دغه جګړه کې نیول شوي شوروي سرتېري یاد کمپ ته راوړل شول او د لومړي ځل لپاره په دغه کمپ کې له ګازو څخه ګټنه د ۱۹۴۱ زکال په اګست میاشت کې د شوروي سرتېرو د وژلو په موخه وشوه. د همدغه کال په وروستیو کې، د هغه اقداماتو پر مهال چې ډیری تاریخ لیکونکي یې د هلوکاسټ لومړنی پړاو بولي؛ د اینزاتس ګروپن جرمني ځواکونو، عادي جرمني سرتېرو او د هغوی د سیمه ئیزو همکارانو په ګډو عملیاتو کې له ۵۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو شوروي یهودان ووژل شول. د ۱۹۴۲ زکال د جنوري په ۲۰مه نېټه په وانزه کنفرانس کې رینهارډ هایدریش لوړ پوړو نازي چارواکو ته د یهودانو د مسئلې حل لار ترسیم کړه، همدا و چې د ۱۹۴۲ زکال له لومړیو څخه د جرمني تر اشغال لاندې اروپا څخه پریمانه اورګاډو په پولنډ کې د نازیانو کمپونو؛ اشویتس، بلزک، خلمنو، مایدانک، سوبیبور او تربلینکا ته د یهودانو په لېږد پیل وکړ. ډیری بندیان په لومړیو ورځو کې د ګازو پر مټ ووژل شول.

د مړینې کچه

له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې لږ تر لږه ۱.۳ میلیونه کسان اشویتس ته راوړل شول چې له دغو څخه ۱.۱ میلیون تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ټولیزه توګه په دغه کمپ کې ۴۰۰۲۰۷ بندیان ثبت شوي وو چې له دغو څخه ۲۶۸۶۵۷ یې نارینه او ۱۳۱۵۶۰ یې ښځینه وو. د پولنډي تاریخ لیکونکي فرانسېسک پایپر له خوا په ۱۹۸۰مه لسیزه کې ترسره شوې یوه څېړنه چې په ۱۹۹۱ زکال کې د یهودانو د ید وشم په نامه بنسټ له خوا خپره شوې؛ د اورګاډو د ورتګ او د هغو د بېرته تګ د مهالویش د سوابقو پر بنسټ ښيي چې دغه کمپ ته د لېږدول شوو ۱.۳ میلیونو کسانو څخه ۱۰۸۲۰۰۰ کسان همدلته ووژل شوي دي، هغه شمېره چې بیا وروسته د ۱.۱ میلیون سره معادل وګڼل شوه ځکه چې پایپر دغه شمېره لږ تر لږه دومره ښوولې وه. او اوس مهال په پراخه کچه منل شوې ده.

جرمنانو هڅه وکړه څو د خپلو وژنو ډیری برخه پټه کړي. له جګړې وروسته د روډولف هوس د خاطراتو پر بنسټ، د ۱۹۴۲ زکال په جولای میاشت کې هوس د اډولف ایشمن د دفتر له لارې له هاینریش هیملر څخه داسې امر ترلاسه کړی و چې «باید ټول ټولیز قبرونه بېرته وسپړل شي او هلته شته مړي وسوزل شوي؛ سربېره پر دې د هغوی ایرې هم باید په داسې توګه خښې شي چې په راتلونکي کې د سوزول شوو جسدونو د شمېر محاسبه ناشونې چاره وګرځوي».

د وژل شویو کسانو د شمېر اړوند لومړني اټکلونه د پایپر له اټکل څخه هم لوړ وو. د ۱۹۴۵ زکال د مۍ په اتمه نېټه د دغه کمپ له آزادولو وروسته د شوروي دولت د یوې اعلامیې په صادرولو سره وویل چې په دغه ځای کې له ۴ میلیونو څخه زیات کسان وژل شوي، دوی دغه اټکل د وګړو د سوزولو د ځایونو د ظرفیت پر مټ کړی و. هوس د نورنبرګ څارنوال ته وویل چې لږ تر لږه ۲۵۰۰۰۰۰ کسان هلته د ګازو په واسطه مسموم شوي و چې ۵۰۰ زره نور هم د لوږې او ناروغیو له امله مړه شوي دي. هغه اعتراف وکړ چې له دوه میلیونو څخه لوړه دغه شمېره یې له ایشمن څخه ترلاسه کړې وه. هغه په خپلو خاطراتو کې چې د بند پر مهال یې لیکلي و، لیکلي چې ایشمن دغه شمېره د ده څخه لوړپوړي افسر ریچارډ ګلوکس ته د هغو اسنادو پر مټ وړاندې کړې وه چې له منځه وړل شوي وو.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

نغمهنیوتروني ستورید افغانستان اقتصادبازارموندنهامير دوست محمد خانآسياسیرت النبی سوال او ځوابله مذهبي ټولنې څخه شړلمحمد عثمان نژندلعل پاچا ازمونپښتانه ټبرونهښوونځید کمپیوټر ارزښتښځهکمول (مارغه)بودجهصدیق الله رښتینابو حنيفه (امام اعظم)ناټوکابل سيندتوېراردو ژبهحقوقد اسټرالیا لویه وچهManganeseغازي محمد جان خان وردگمحمد رياض تسنيمخوشال خان خټکنورستان ولايتد افغانستان باندنۍ اړيکېد انګلستان دوم چارلزسینټ پیټرزبورګد انګليستان اقتصادي تاريخشوروي اتحادنور محمد ترکیپښتانهګرجستانارګانېزماهل سنت او جماعتکونړ ولايتکټرينا کیفد فلم تاريخمخابراتډنمارکد ښځو نړیواله ورځحکومتد قسطنطنیې ايالت ( فتحه)د انګليستان د بېوزلۍ قوانينپښتو نومځري او د هغو کارونهکولالياسلامي بانکوالیغرشاتو مچیمنرالونهپکتيا ولايتتور زېړیغوره ويناوېد تسبيح لمونځCaliforniumلویه وچهتلويزون۸۰۰ (عدد)امير حمزه شينواریدعناصرو دوراني جدولشراب د اسلام له نظرهاحمد يوسف نورستانيپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونه🡆 More