حج د اسلام ډېړ مهم عبادت دی په هر هغه مسلمان چې د حج کولو طاقت لري،په ژوند کې يو ځل فرض دی۔رسول الله فرمايي الله په تاسې حج فرض کړی دی نو ځکه حج کوئ، يو بل ځای کې رسول الله فرمايي: د اسلام بنياد په پنځه ستنو باندې دی، د لااله الا الله گواهي ورکول،مونځ کول،زکوة وکول، د روژې په مياشت کې روژه کېدل اور حج کول۔
د حج مناسک هر کال په اسلامي نېټه په 8 ذوالحجه شورو کيږي۔ حاجيان له ټولو لومړی په د حج په ميقات کې احرام وتړي او بيا د کعبې د زيارت لپاره مکې ته ورسي۔مکې ته چې ورسي هلته طوافِ قدوم وکړي۔ بيا مېنا ته لاړ شي هلته يوم الترويه تېرولو څخه وروستو عرفات ته لاړشي ، په عرفات کې يوه ورځ هسار شي د عرفات دې ورځ ته يوم العرفه ويلی کيږي۔ د حج اهميتد رسول الله (ص) ځخه یو ځل چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل غوره دی ؟ هغه پ ځواب کې وفرمايل « الایمان بالله » یعني په الله ایمان لرل . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الجهاد في سبیل الله » یعني د الله په لیار کې جهاد کول . بیا ترې پوښتنه اوشوه چې د هغې نه وروسته کوم عمل بهتر دی . وې فرمایل «الحج مبرور» یعنې حج چې پکې د گناه نه ځان ژغورل شوی وي . د بیت الله نه د طواف په دوران کې د هر قدم په ایښودلو د مسلمان گناه لیرې کیږي او مقابل کې ورته نیکي لیکل کیږي . په بیت الله کې یو لمونځ په لکونو لمونځونو حسابیږي او همدا راز په مسجد نبوي کې یو لمونځ په زرگونو لمونځونو حسابیږي . د حج په باره کې الله پاک داسې فرمایلي دي «او نیکي کوۍ او بیشکه چې خدای (ج) محبت کوي له نیکو کارو سره او پوره کړۍ حج او عمره د الله لپاره » . همدا په دې سبب د کعبې شریفې د طواف تر څنگ د صفا او مروه تر منځ د شریعت د اصولو په چوکاټ کې مزل کول د حج له ارکانو څخه مهم رکن دی ، صفا او مروه په مکه معظمه کې د کعبې شریفې تر څنگ هغه دوه غونډۍ دي چې حضرت ابراهیم علیه السلام خپله میرمن هاجره بي بي د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام سره د همدې دوه غونډیو تر منځ پریښودل . هاجرې بي بي د تندې او اوبو د نشتوالي له کبله د دې دوه غونډیو تر منځ منډې رامنډې کړې چې پایله کې الله پخپل قدرت د حضرت اسمعیل (ع) د پښو په وهلو سره د زم زم چینه روانه کړه چې اوس ترې د نړۍ ټول مسلمانان د حج د مراسمو پر مهال د تبرک لپاره اوبه څښکي۔ د حج فرض کېدلو شرطونهکه چیرته یو مسلمان په کوز ورکړی شوي شرایطو برابر وي باید په خپل ژوند کې یو وار د بیت الله حج ادا کړي:
د حج مناسکهر کال د حج کوونکو شمېر
نور ولولئ
سرچينينې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article حج, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.