دویم ویلهلم (فریدریش ویلهلم ویکټور البرټ؛ ۲۷ جنوري ۱۸۵۹ – ۴ جون ۱۹۴۱ زکال) په انګلیسي بڼه دویم ویلیام، وروستی جرمنی سترواک (په جرمني ژبه کې: قیصر) او د پروس پاچا و، چې د ۱۸۸۸ زکال د جون له ۱۵ نېټې څخه یې د ۱۹۱۸ زکال د نومبر تر ۹ مې نېټې پورې تر هغه مهاله چې له واکه ګوښه کړای شو؛ واکمني وکړه.
د یو پیاوړي سمندریز ځواک په جوړولو سره د یو لوی ځواک په توګه د جرمني د سترواکۍ د څرګندولو په خوا کې د هغه د بې تدبیره عامه ویناوو او نامنظم بهرني سیاست له امله د نړیوالې ټولنې له شدیدو مخالفتونو سره مخامخ شو او آن د یو شمېر کسانو له نظره د لومړۍ نړیوالې جګړې لامل وګرځېد. په لویدیځه جبهه کې له ډېرو هڅو سره له یو لړ ماتو خوړولو وروسته بالاخره په ۱۹۱۸ زکال کې مات شو او اړ شو څو واک پرېږدي، همدا و چې د جرمني سترواکي او په پروس کې د هوهنزولرن کورنۍ ۳۰۰ کلنه واکمني پای ته ورسېده.
جرمنی سترواک، دویم ویلهلم | |
---|---|
(جرمني: Wilhelm II) | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۷ جنوري ۱۸۵۹ |
مړینه | 4 جون 1941 (82 کاله) |
د مړینې لامل | د زړه ناروغي |
تابعیت | جرمن سترواکي |
پلار | درېیم فریدریک، جرمنی سترواک |
مور | سلطنتي شاهزادګۍ، ویکټوریا |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پاچا |
کاروونکي ژبه(ي) | آلماني ژبه انگليسي |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | باکسر بغاوت لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دویم ویلهلم د پروس د شاهزاده فریدریک ویلیام او د سلطنتي شاهزادګۍ ویکټوریا زوی و. د هغه پلار د جرمني سترواک لومړي ویلهلم زوی و او مور یې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا او شهزاده آلبرت ساکس کوبورگ او گوتا لور وه. د ویلهلم نیکه لومړی ویلهلم د ۱۸۸۸ زکال په مارچ کې مړ شو. د هغه پلار دریم فریدریک سترواک شو، خو یوازې ۹۹ ورځې وروسته مړ شو. له همدې امله په هغه کال کې چې د دریو سترواکانو د کال په نامه یادېږي، دویم ویلهلم د ۱۸۸۸ زکال په جون میاشت کې د دویم رایش (جرمني سترواکۍ) په تخت کښېناست.
د ۱۸۹۰ زکال په مارچ میاشت کې دویم ویلهلم د جرمني سترواکۍ اوږد مهاله ځواکمن لومړی وزیر اوټو فون بسمارک له واکه ګوښه کړ او د هېواد سیاستونه یې په مستقیم ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د یو نړیوال ځواک په توګه د خپل ځایګي د ثابتولو په موخه یې جګړه غوښتونکی نوی مسیر انتخاب کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال د جرمني استعماري سترواکۍ په چین او آرام سمندرګي کې نوي قلمرونه (لکه کیاتشاو خلیج، شمالي ماریانا ټاپوګان او کارولین ټاپوګان) خپل کړل او د اروپا په لوی تولیدونکي هېواد واوښت. له دې سره ویلهلم تر ډېره د یو شمېر بې تدبیره ویناوو او نورو هېوادونو ته د ګواښونو په کولو سره پرته له دې چې له خپلو وزیرانو سره مشوره وکړي؛ دغه پرمختګ کمزوری کاوه. هغه مهال چې قیصر په لویه کچه د جرمني د سمندریز ځواک پراخول پیل کړل، بریتانیا د جرمني یو له اصلي دښمنانو څخه شوه. تر ۱۹۱۰ زکال پورې جرمني دوه ملاتړي له ځان سره لرل: کمزوری اطریش- هنګري او مخ پر زوال عثماني سترواکي.
د ۱۹۱۴ زکال د جولای میاشتې په کړکېچ کې د ویلهلم د واکمنۍ له خوا د دې تضمین ورکول چې جرمني به د اطریش – هنګري پوځي ملاتړ کوي، د لومړۍ نړیوالې جګړې یو له فوري لاملونو و. دغه مهال ویلهلم د پرېکړې کولو نږدې ټول واک له لاسه ورکړی و. په واقعیت کې ټولو ملکي چارواکو د پوځ د لوی درستیز پر وړاندې خپل واک له لاسه ورکړی و. د ۱۹۱۶ زکال په اګست میاشت کې ډي فکټو پوځي دیکتاتورۍ د جګړې تر پایه ملي پالیسي وټاکله. سره له دې چې جرمني د شوروي پر وړاندې بریاوې لرلې او په ختیځه اروپا کې یې پریمانه ځمکني قلمرونه خپل کړل، خو د ۱۹۱۸ زکال په مني کې په لویدیځه جبهه کې له پرېکنده ماتې وروسته اړ شو، څو له خپلو فتوحاتو لاس پر سر شي. ویلهلم هم اړ شو د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ زکال د جرمني د انقلاب له امله واک پرېږدي. انقلاب هم سلطنتي جرمني په یو بې ثباته دیموکراتیک جمهوري دولت بدل کړ چې د وایمار جمهوریت په نوم پېژندل کېده. ویلهلم هم د تبعید له امله هالنډ ته وتښتید او په ۱۹۴۰ زکال کې د نازي جرمني له خوا د هالنډ د نیولو پر مهال هم همالته استوګن و او په ۱۹۴۱ زکال کې همالته مړ هم شو.
ویلهلم د ۱۸۵۹ زکال د جنوري په ۲۷ مه د برلین په سلطنتي ماڼۍ کې – د بریتانیا د ملکې د مشرې لور، شهزادګۍ ویکټوریا «ویکي» او د پروس د شهزاده فریدریک ویلیام («فریتز»- راتلونکی دریم فریدریک) په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د زیږون پر مهال د هغه مشر تره څلورم فریدریک ویلیام د پروس پاچا و. څلورم فریدریک ویلیام د مغزي سکتې له امله فعالیت نه شو کولای او د هغه ځوان ورور ویلهلم د نایب السلطنت په توګه دنده مخته وړه. ماشوم ویلهلم د خپلې مورنۍ نیا او نیکه (ملکې ویکټوریا او شاهزاده البرټ) مشر لمسی و، خو له دې مهمه دا چې هغه د پروس د ولیعد مشر زوی هم و. د ۱۸۶۱ زکال په جنوري میاشت کې د څلورم فریدریک ویلیام له مړینې وروسته د ویلهلم پلرنی نیکه (مشر ویلهلم) پاچا شو او دوه کلن ماشوم ویلهلم د پروس د پاچهۍ په نوبت کې دویم ځایګی درلود. له ۱۸۷۱ زکال وروسته ویلهلم همدارنګه د جرمني د نوې رامنځته شوې سترواکۍ لپاره هم په دویم نوبت کې و، ځکه چې د جرمني د سترواکۍ د اساسي قانون له مخې باید د پروس پاچا سترواک وي. د هغه د زیږون پر مهال، نوموړی همدارنګه د بریتانیا د پاچهۍ په نوبت کې د خپلو ماما ګانو او مور وروسته شپږم ځایګی درلود.
د دویم ویلهلم د واکمنۍ پر مهال د جرمني بهرنۍ پالیسي له پام وړ ستونزو سره مخامخ و. تر ټولو واضح لامل یې هم دا و چې ویلهلم یو بې حوصلې سړې و او په خپلو ذهني غبرګونونو کې تر ډېره د احساساتو او انګېزو تر اغېز لاندې و. هغه په شخصي ډول د جرمني د بهرنۍ پالیسي د مخته وړو لپاره کافي وړتیا نه لرله. اوس مهال په پراخ ډول دا منل شوې چې په نړیوال ډګر کې د ویلهلم له خوا ترسره شوې بېلابېلې چارې تر ډېره د جرمني د بهرني سیاست د یو شمېر مخکښانو له خوا ستایل کېدلې. په دې اړه ګڼ شمېر مثالونه شتون لري، د بېلګې په توګه په ۱۸۹۶ زکال کې کروګر ټلګرام چې په کې ویلهلم، ولسمشر پاول کروګر ته د دې مبارکي ورکړه چې مخه یې ونیوله په جیمسون برید کې بریتانوي سترواکي ترانسوال جمهوریت ځانته الحاق کړي.
د قیصر د واکمنۍ په لومړیو دولسو کلونو کې د بریتانویانو عامه افکار د هغه په ګټه و، خو د ۱۸۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې یې بدلون وکړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هغه د جرمنانو پر خلاف د بریتانوي پروپاګند اصلي موخه وه او ورته د کرکجن دښمن په سترګه کتل کېدل.
ویلهلم ژېړ ګواښ اختراع کړ او له هغو یې ویره خپروله؛ ده هڅه کوله څو نور اروپايي واکمنان له هغه ګواښ سره چې د چین د برید له امله بلل کېده لیوالتیا پیدا کړي؛ چې یوازې ډېرو کمو رهبرانو ورته پام وکړ. ویلهلم د روس- جاپان په جګړه کې د جاپان بریا ته په نغوتې کولو هڅه کوله چې لویدیځ د دغه زیړ ګواښ پر وړاندې چې د جاپان په ظهور سره رامنځته شوی و بیدار کړي، ویلهلم ادعا کوله چې هغه به له چین سره لاس یو کړي او پر لویدیځ به واک ترلاسه کړي. د ویلهلم تر مشرۍ لاندې جرمني په افریقا او آرام سمندر کې د خپلو مستعمراتو په پیاوړي کولو پانګونه وکړه، خو یوازې ډېرو کمو یې ورته ګټه وکړه او نورې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال له لاسه ووتې. په سویل لویدیځه افریقا (معاصره نامیبیا) کې د جرمني واکمن پر ضد بغاوت د هیریرو او ناماکوا عام وژنې لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې بالاخره ویلهلم د هغو د درولو امر وکړ.
د هغه د شخصي دیپلوماسۍ یو له محدودو بریالو مواردو دا و چې په ۱۹۰۰ زکال کې نوموړي د اطریش د لومړي فرانس جوزف د تمې پر خلاف د اطریش د آرشیدوک فرانس فردیناند او سوفي خوتک له واده ملاتړ وکړ.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جرمنی سترواک، دویم ویلهلم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.