تانزانيا: ختيځې افريقا هېواد

تانزانیه یا تانزانیا په ختیځ افریقا کې پروت یو هېواد دۍ.

د تانزانیا پلازمینه د دودوما ښار دی، مساحت یې ۲۰۳'۹۴۷ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۷۴۷'۸۹۰'۵۵ نفره دی. په تانزانیا کې رسمی ژبي انګلیسي او سواحلي ژبه دي. د یاد هیواد د پیسو واحد د تانزانیا شیلینګ او لوی ښار یې دارالسلام دی.

تانزانيا: ريښه (ایتمولوژي), ایداري وېش, تاریخ بيرغ تانزانيا: ريښه (ایتمولوژي), ایداري وېش, تاریخ نښان
تانزانيا: ريښه (ایتمولوژي), ایداري وېش, تاریخ
د تانزانيا
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر جان ماګوفولی
 -  مرستیال ولسمشر سامیا حسن سولوهو
 -  لومړی وزیر قسیم مجالیوا
 -  د ولسي جرګې رئیس جوب ندوګای
 -  لوی څارنوال ابراهیم حمیس جمعه
Legislature ملي جرګه
جوړښت
 -  تانګانیکا ۹ ډسمبر ۱۹۶۱ 
 -  زنګبار خلق ولسمشریزه ۱۰ ډسمبر ۱۹۶۳ 
 -  Merger ۲۶ افریل ۱۹۶۴ 
 -  اساسي قانون ۲۵ افریل ۱۹۷۷ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۹۴۷٬۳۰۳ کيلومتر2 (۳۱ام)
۳۶۵٬۷۵۶ sq mi 
 -  اوبه (%) 6.4
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۶ estimate ۵۵٬۵۷۲٬۲۰۱ (۲۵ام)
 -  ۲۰۱۲ census ۴۴٬۹۲۸٬۹۲۳ 
 -  ګڼه ګونه ۴۷٫۵/km2 
۱۲۳٫۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۱۸۶٫۰۶۰ بیلیونه 
 -  پر کس $۳٬۵۷۴ 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۶۱٫۰۳۲ بیلیونه 
 -  پر کس $۱,۱۷۲ 
Gini (۲۰۱۲) ۳۷٫۸ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۲۸ (۱۵۹ام)
د وخت سيمه (UTC+۳)
د موټر چلولو لوری د موټروانې لوری
ISO 3166 کوډ TZ
د انټرنټ مخکښ شپول .tz
پيل ګڼ +۲۵۵

تانزانيا (/ˌtænzəˈniːə/؛ سواهيلي: [tanzaˈni.a]) چې په رسمي ډول د تانزانيا جمهوريت (سواهيلي: Jamhuri ya Muungano wa Tanzania) دی، د ختيځې افريقا د افريقا د سترو جهيلونو سيمې دننه هېواد دی. شمال ته له يوګندا، ختيځ ته له کامرو ټاپوګانو او هند سمندر، شمال ختيځ ته له کينيا، سويل ته له موزمبيق او مالاوې، سوdل لويديځ ته له زمبيا او لويديځ ته له راوندا (Rwanda)، بروندي (Burundi) او د کانګو ديموکراتيک جمهوريت سره ګډه پوله لري. “Mount Kilimanjaro” چې د افريقا تر ټولو لوړ غر دی، د تانزانيا په شمال ختيځ کې دی.

تانزانيا کې د هومو لړۍ (hominid) زيات مهم فوسيلونه لکه د ۶ ميليون پخوا د “Pliocene” دورې هومينيډ فوسيلونه، موندل شوي دي. د “Australopithecus” جنس د ۴ او ۲ ميليون پخوا کالونو تر منځ په افريقا کې لړۍ شو او د هومو (Homo) جنس لرغونې پاتې شونې د “Olduvai” جهيل ته نږدې وموندل شوې. ۱،۸ ميليون کالونه پخوا د “Homo erectus” له راپورته کېدنې څخه وروسته په ټوله لرغونې نړۍ او وروسته په نوې نړۍ او اسټراليا کې د “Homo sapiens” تر نوعو لاندې انسانيت خپور شو. هومو ساپينس افريقا هم ونيوله او د انسانيت پخوانۍ نوعې يې وزغملې (جذب کړې).

وروسته د ډبرې او برونز دوره کې تانزانيا ته له ليکلي تاريخ څخه مخکې کډوالۍ د سويلي “Cushitic” ويونکو، ختيځو کوشيتيک وګړو او د “Datoog” په ګډون د سويلي “Nilotes” وګړو وي. د سويلي “Cushitic” ویونکي له نننۍ ايتوپيا څخه د هېواد سويل ته او ختيځ کيوشيتيک نږدې ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ کالونه پخوا د “Turkana” جهيل له شمال څخه تانزانيا ته کډوال شول. د يادونې وړ ده چې د سويلي Nilotes د “Datoog” وګړي په اصل کې د ۲۹۰۰ او ۲۴۰۰ پخوا کالونو تر منځ د نني سويلي سوډان او ايتوپيا تر منځ د پولې (سرحدي) سيمې اوسېدونکي وو. ياد خوځښتونه په ويکتوريا او تانګانيکا (Tanganyika) جهيلونو په سيمو کې د لويديځې افريقا د “Mashariki Bantu” توکم له استوګن کېدنې سره په ورته وخت کې وشول. دوی په پای کې د ۲۳۰۰ او ۱۷۰۰ پخوا کالونو تر منځ د تانزانيا پاتې ټوله برخه کې ځای پر ځای شول.

د هېواد په اصلي خاوره کې د المان حکومت د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې هغه مهال پيل شو، چې المان «د المان ختيځه افريقا: German East Africa» جوړه کړه. له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته په کې برتانوي حکومت واګې تر لاسه کړې. اصلي خاوره د “Tanganyika” په نوم اداره کېدله او د “Zanzibar Archipelago” سيمه د بېل استعماري واک په توګه پاتې شوه. په ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کې د خپلو ځان ځاني خپلواکيو څخه وروسته، دواړه هستې د تانزانيا متحد جمهوريت (United Republic of Tanzania) د جوړولو په موخه په ۱۹۶۴ ز کال کې يو ځای شوې. ياد هېوادونه په ۱۹۶۱ ز کال کې له بریتانوي ګډو ګټو (British Commonwealth) سره يو ځای شوي وو او تانزانيا اوس هم د يو جمهوريت په توګه د ګډو ګټو غړی هېواد دی.

ملګرو ملتونو د تانزانيا نفوس ۵۶،۳۱ ميليون تنه اټکل کړ، چې د سويلي افريقا په پرتله لږ کم او د نفوس له مخې دويم ګڼ نفوسه هېواد دی، چې په بشپړ ډول د استوا په سويل کې پروت دی. ياد نفوس له نږدې ۱۲۰ توکميزو، ژبنيو او مذهبي ډلو څخه جوړ شوی دی. د تانزانيا خپلواک هېواد د اساسي قانون له مخې ولسمشريز جمهوري نظام لري او له ۱۹۹۶ راهيسې يې رسمي پلازمېنه ډوډوما (Dodoma) ده، چې د ولسمشر دفتر، ملي جرګه او ټول حکومتي وزارتونه په کې پراته دي. پخوانۍ پلازمېنه يانې «دارالسلام» خورا حکومتي دفترونه لري او د هېواد تر ټولو لوی ښار، اصلي بندر او مخکښ سوداګريز مرکز دی. دا هېواد په حقيقت کې يو ګوندې دولت دی، چې ديموکراتيک سوسياليست چاما چا ماپېندوزي “Chama Cha Mapinduzi” ګوند په کې واک لري.

تانزانيا په شمال ختيځ کې يو غرنی او ګڼ ځنګليز هېواد دی، چې کيليمنجرو غر (Mount Kilimanjaro) هم په کې دی. د افريقا درې ستر جهيلونه د يوې برخې په توګه په دې هېواد کې دي. شمال ته يې د ويکتوريا جهيل پروت دی، چې د افريقا تر ټولو جهيل دی؛ ختيځ ته يې د “Tanganyika” جهيل دی، چې د لويې وچې تر ټولو ژور جهيل دی او د کب د بې سارې نوعو له امله پېژندل کېږي او سوېل ته يې د مالاوې جهيل (Lake Malawi) پروت دی. ختيځ ساحل تود او لوند اقليم لري، مګر “Zanzibar Archipelago” يوازې له غاړې يا ساحل څخه لرې پرته برخه ده. د مينای خليج د ساتنې سيمه (Menai Bay Conservation Area) په زانزيبار پورې اړه لري او له سمندر څخه تر ټولو پراخه خوندي سيمه ده. د کالامبو ځړوبی (Kalambo Falls) د زمبيا په پوله کې پر کالامبو سيند باندې پروت دی، چې په افريقا کې دويم تر ټولو لوړ پرله پسې يا نا پرېکړی ځړوبی دی.

عيسويت په هېواد کې تر ټولو ستر دين دی، مګر بنسټيز يا اصلي مسلمان او هم جنس پالونکي لږه کي هم په کې شته. له ۱۰۰ څخه زياتې ژبې په کې ويل کېږي، چې له امله يې دا هېواد په ختيځه افريقا کې د بېلابېلو ژبو ويونکی هېواد دی. دا هېواد تل پاتې رسمي ژبه نه لري، که څه هم ملي ژبه يې سواهيلي ده. ياده ژبه په پارلماني بحث، ټيټو محکمو او لومړنيو ښوونځيو کې د لارښوونې د وسيلې په توګه کارول کېږي. په باندنۍ سوداګرۍ، سياسي اړيکو، لوړو محکمو او دويمې او عالي زده کړو کې د چارښودنې د وسط په توګه انګليسي ژبه کارول کېږي، که څه هم د تانزانيا حکومت پلان لري چې د چارښودنې د لومړنۍ ژبې په توګه نوره انګليسي ونه کاروي او يوازې د يوې اختياري دورې په توګه يې د لاسرسي وړ کړي. د هېواد نږدې ۱۰ سلنه وګړي په سواهيلي ژبه باندې د لومړنۍ او تر ۹۰ سلنه پرې د دويمې ژبې په توګه خبرې کوي.

ريښه (ایتمولوژي)

د تانزانيا نوم (Tanzania) د هېواد د جوړولو په موخه د يو ځای شويو دوه دولتونو (Tanganyika او Zanzibar) د نومونو پرې شوی جوړښت دی. ياد نوم د دواړو هېوادونو د نومونو لومړي درې توري (Tan او Zan) او د “ia” وروستاړی لري، چې يو ځای کېدنه يې د “Tanzania” بڼه غوره کوي.

د “Tanganika” نوم له سواهيلي ويي “tanga” او “nyika” څخه اخيستل شوی دی، چې لومړۍ برخه يې د بېړۍ چلولو او دويمه برخه د «نا استوګن شوې درې» يا «بيديا» معنا لري او په ګډه د «په دښته يا بيديا کې د بېړۍ چلول: Sail in the wilderness» نيمګړې غونډله جوړوي. ټانګانيکا ځيني وختونه په همدې نوم جهيل (Lake Tanganyika) ته د يو ماخذ په توګه درک کېږي.

د “Zanzibar” نوم له “Zenji” او عربي “barr” ويوکو څخه تر لاسه کېږي، چې لومړۍ برخه يې د سيمو ايزو خلکو نوم و (ويل کېږي چې د تور پوستي معنا لري) او دويمه برخه يې د ساحل يا د سيند غاړې معنا لري.

ایداري وېش

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد


Tags:

تانزانيا ريښه (ایتمولوژي)تانزانيا ایداري وېشتانزانيا تاریختانزانيا کلتورتانزانيا جغرافیهتانزانيا اقتصادتانزانياافریقاانګلیسيد تانزانیا شیلینګدارالسلامدودوماسواحلي ژبههېواد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عراقافغانستاند کابل سرینا هوټلمحمداکسايدزما ژوند او جدوجهدد پښتو (ی) ګانې .پکتيا ولايتاندونیزیایي ژبهاشرف مفتوناصحاب کهفکيمياوي توکیپښتو ويکيپېډيالاګوسفنلنډي ژبهسل سوالونهد روسيې جنګي جرمونهواټسافسيد جمال الدين افغانيڅوکری، پښۍ (رواش)ښوونکیسولهد اقتصاد علمويکيمېډيا بنسټشخصيتي ارواپوهنهتلاسېمیا2 جنوريلیبیامېډياويکيقره باغ ولسوالۍ21 مېشهرستان ولسوالۍد ښځو د ودې لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي صندوقکيميافلسطیندیکتاتوريد انساني بدن لنډ معلوماتشکيله (اداکاره)چنگېز خاند غواگانو روزنهنړيوال غزېدلی جالپدما لکشميچین د خلکو جمهوریتانزايمتور زېړی14 مارچشهزاده میرویس ظاهرد افغانستان وزارتونهجنسي ځورونهشمېر نوم عدد نومد پښتو ژبدودد سوفیا نړۍپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهسپين زرپښتو لنډۍ (کتاب)د افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)د ميوند جگړه23 اپرېلپشه یی ژبهد عقل غاښسوادد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتانګلستان🡆 More