اټروپي (په انگرېزي : Entropy)د لاتیني کلمې entropia څخه د بدلون په مانا اخیستل شوی ده.
نوموړی کمیت (څومره والی) د لومړي ځل لپاره په ترموډاینمک کې د انټروپي د انتشار او خپرېدو د غیر رجعي والي د اندازې د ټاکلو لپاره وکارول شو. انټروپي په S سمبول سره ښيي او J/mol.k سره اندازه کېږي، چې J- جؤل، mol ـ مول، K- د تودوخې درجه په کالوېن سره ښيي . کلازيوس (Clausius)د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۵م زېږیز کال کې د انټروپي کمیت (څومره والی) په ترموډاینمک کې وکاراوه . نوموړي وښودله چې د تودوخې په کار د فیزیکي ټاکلې قانونمندۍ لرونکې ده ، چې هغه د ترموډاینمک د دوهم قانون په بڼه داسې بیانوي :
Ds د انټروپي ډېر لږ بدلون ، {\delta{q}_{rev}} د تودوخې لږه کچه چې تبادله شوې وي او T د تودوخې ثابته درجه ده. معادله وروسته له انټیگرال نیولو څخه په لاندې ډول ده :
په دې رابطه کې C انټيگرال ثابتوي . کله چې سیسټم د q اندازه د تودوخې په بدلولو سره د A حالت څخه B ته بدلون ومومي په هغه صورت کې د معادلې ټاکلي انټيگرال لاندې بڼه خپلوي :
له پورتنیو معادلو څخه داسې وایبره په لاس راځي چې د انټروپي بدلونونه ΔS د تودوخې درجې T تابع نه وي . او د اډيابېټک لړۍ 0=q په مهال انټروپي بدلون نه مومي 0=ds او ویلای شو چې په اډيابېټک لړۍ کې د انټروپي قیمت ثابت وي . S=Cost هغه لړۍ دي چې په هغې کې انټروپي ثابت وي د آيزوانټروپک Isoentropic په نوم يادېږي . په انډوترمک لړیو کې د تودوخې اندازه او د تودوخې درجې له نسبت سره مساوي کېږي . د بېلگې په توگه ، د اوبړنو(مایعاتو) د ایشېدلو لړۍ د انټروپي بدلونونه په ثابت فشار کې د تړمښت (تبخیر) د تودوخې اندازه λV د تړمښت د تودوخې له درجې سره مساوي کېږي .
انټروپي يو علمي مفهوم او د اندازې وړ يوه فزيکي ځانګړتيا ده، چې په خورا عام ډول د ګډوډۍ، ناڅاپي والي او نامعلومتيا په يو حالت سره مل وي. ياده اصطلاح او مفهوم له لرغوني ترموډيناميک [د تودوخه قوې] نه په بېلو څانګو اوبرخو کې کارول کېږي، چې په لومړي ځل په احصائيوي فزيک کې د مايکروسکوپيک تشرېح او د معلوماتو نظريې د اصولو په اړه په رسمي ډول وپېژندل شوه. دا اصطلاح په کيميا، فزيک، د هوا پوهې، اقليمي بدلون او په لرې اړيکو کې د معلوماتو د لېږد په ګډون په معلوماتي سيستمونو کې د اوږدو کاريالونو بنسټ اېښی دی.
د تودوخي قوې مفهوم د تودوخي قوې د دندې او د تودوخې پټ ځواک په نومونو، په ۱۸۵۰ ز کې سکاتلنډي پوه او انجنير Macquorn Rankine ته ورګرځېده. په ۱۸۶۵ ز کې د تودوخي قوې د برخې مخکښ بنسټګر جرمني فزيکپوه Rudolf Clausius ياده اصطلاح (انتروپي) سملاسي تودوخه درجې ته د تودوخې د يوې خورا کوچنۍ اندازې وېش برخې (خارج قسمت) په توګه راوپېژنده. نوموړي ياده اصطلاح په جرمني ژبه کې (verwandlungsinhalt) وبلله او ذکر شوې اصطلاح يې د بدلېدونکې محتوا او اندازې په توګه په بنسټيز ډول تشرېح کړه او وروسته يې د بڼې بدلولو لپاره له يو يوناني ویی نه د انټروپي (entropy) اصطلاح اختراع کړه. مايکروسکوپيک قانون او جوړښت ته په ورګرځېدلو سره، Clausius په ۱۸۶۲ ز کې ياد مفهوم د معنا disgregation په توګه وژباړه.
د انټروپي يوه پايله دا ده، چې معلوم پړاوونه بېرته نه راګرځېدونکي او ناممکن دي، چې د انرژي د ساتنې نه د تېري نه کولو له غوښتنې نه يوې خواته؛ ورستنی هغه يې د تودوخې قوې په لومړي قانون کې څرګند دی. انټروپي د تودوخې قوې لپاره مرکزي ونډه لري، چې بيانوي چې بې اختياره او په خپل سر اوښتون ته د ګوښه شويو سيستمونو انټروپي په وخت سره ځکه نه شي کمېدلی، چې دوی تل د تودوخي قوې د توازن په حالت کې تر لاسه کېږی ،چې انټروپي په کې تر ټولو لوړه وي.
اسټراليايي فزيکپوه Ludwig Boltzmann، انټروپي د يوه سيستم د انفرادي اتومونو او ماليکونو د ممکنه مايکروسکوپيک ترتيباتو او حالتونو د عدد او ګڼې د اندازې په توګه تشرېح کړی دی، چې د سيستم په مايکروسکوپيک حالت سره سمون کوي. نوموړي په دې ډول د تودوخي قوې يوې نوې څانګه او برخه کې د احصائيوي ميخانيک په نامه د احصائيوي ګډوډۍ او شونتيا وېش مفهوم راوپېژانده او د مايکروسکوپيک غبرګونونو تر منځ يې اړيکه وموندله ،چې د يو منځني ترتيب او حالت په اړه په يو ورته ثابت يا کنسټانټ (د Boltzmann constant) سره د يو ساده لوګاريتمي قانون په بڼه کې په مايکروسکوپيک ډول د پام کې نيولو وړ چلند ته بدلون کوي، چې همدا د واحدونو د معاصر نړيوال سيستم لپاره د نړيوالو ثابت يا constants له ډلې نه دی.
په ۱۹۴۸ز کې د Bell لابراتوارونو پوه Cluade Shannon د مايکروسکوپيک نامعلومتيا او د لرې واټن اړيکو په اشارو کې د معلوماتو د ناڅاپي له لاسه ورکولو ستونزې د ډېروالي اندازه کولو يو ورته احصائيوي مفهوم ته وده ورکړه. Shannon د John von Neumann په غوښتنه دې هستۍ ته احصائيوي ميخانيک کې د انټروپي په توګه په ورته چلند کې د دې کارونې ته د له لاسه وتليو معلوماتو نوم ورکړ او د معلوماتو نظريه يې وزېږوله. دا تشرېح د انټروپي د مفهوم د يوه نړيوال پېژند په توګه پېژندل شوی دی.
فرانسوي رياضي پوه Lazare Carnot «د توازن او حرکت بنسټيز اصول» تر سرلیک لاندې د خپل ۱۸۰۳ ز کال مقاله کې وړانديز وکړ، چې د خوځنده برخو چټکتياوې او خوځېدل په هر ماشين کې د فعاليت د شېبې له لاسه ورکولو استازولي کوي او په هر طبيعي پړاو کې د ګټورې انرژي د ګډوډۍ پر وړاندې يو ذاتي کږلون (ميلان) شته. په ۱۸۴۲ ز کې د ياد فعاليت پر بنسټ د Lazare زوی Sadi Carnot «د اور د خوځنده ځواک په اړه غبرګونونه» مقاله خپره کړه، چې دا يې ثابتوله، چې په ټولو تودو ماشينونو يا انجنونو کې هر کله چې کالوريک (اوس ورته تودوخه وايي) د تودوخې درجې د يو توپير په واسطه ښکته کېږي (غورځېږي)، کار يا خوځنده ځواک د دې د ښکته کېدنې له عملونو نه له يو تود يا سوړ جسم نه توليد شي. نوموړي د اوبو په يو څرخ کې د اوبو تويېدنې د څرګوالي په اړه يو ورته والی وکاراوه. دا د تودوخي قوې دويم قانون ته يوه لومړنۍ کتنه وه. Carnot خپل د تودوخې نظريات د ۱۸ مې پېړۍ د لومړيو «نيوټني فرضيې» پر بنسټ رامنځته کړل، چې له مخې يې تودوخه او رڼا دواړه د مادې د نه ويجاړېدونکو بڼو ډولونه وو چې د بلې په واسطه راښکل شوي او دفع شوي دي. د Sadi Carnot نظريات د Count Rumford د معاصرو نظرياتو په پلوۍ وو. رمفورډ په ۱۷۸۹ ز کې څرګند کړل، چې تودوخه د اصطکاک په واسطه ځکه رامنځته کېدلی شي، چې cannon سوري په ماشين سره جوړ شوي وي. کارناټ (Carnot) دا استدلال وکړ چې: که د کارنده مادې جسم، لکه د بړاس يا بخار د جسم غوندې د يو بشپړ انجن دوران په پای کې بېرته خپل اصلي حالت ته وروګرځي، «د کارنده جسم په حالت کې هيڅ بدلون نه پېښېږي».
په ۱۸۴۳ز کې د James Joule د تودوخې اصطکاک له ازمېښتونونه د تودوخي قوې لومړنی ترلاسه شوی قانون د انرژي مفهوم او په ټولو پړاوونو کې د هغه ساتنه څرګندوي، که څه هم لومړنی قانون په بېل ډول د اصطکاک او ګډوډۍ د اغېزو په ګڼلو او محاسبه کې مناسب نه دی.
په ۱۸۵۰ او ۱۸۶۰ز لسيزو کې جرمنی فزيکپوه Rudolf Clausius د دې انګېرنې په اړه نيوکه وکړه، چې په کارکوونکې (کارنده) جسم کې هيڅ بدلون نه پېښېږي او دې بدلون ته يې د ګټورې تودوخې د ذاتي له لاسه ورکونې د طبيعت پوښتلو په واسطه چې کله کار بشپړ شي، يو رياضيکي تعبير ورکړ(لکه د اصطکاک له امله توليد شوې تودوخه). نوموړي خپلې مشاهدې د انرژي د يوې بېلې او ګډې وډې کارونې په توګه تشرېح کړل، چې په يوه ورته محتوا يا اندازه (جرمني کې د Verwandlunssinhalt نومول کېږي) کې د حالت د يو بدلون پر مهال د کيمياوي نوعو د تودوخي قوې سيستم يا کارکوونکي جسم کې اغېزه کوي. دا نظر د پخوانيو هغو خلاف و، چې د نيوټن د نظرياتو پر بنسټ وې او له مخې يې تودوخه د کتلې په درلودلو سره له منځه تلونکې نه وه. Clausius وموندل؛ دا چې د بخار يو ماشين کې بړاس يا بخار له ننوتلو (مدخل) نه وتلو ته خپرېږي، بې ګټې (د کارونې نا وړه) انرژي زياتېږي. د energy په ويی کې د en له مختاړی او له يوناني ويي (τροπή [tropē]) نه په يو خپور شوي قاموس کې د اوښتنې او بدلون په توګه ژباړل شوی دی او په جرمني کې د Verwandlung په توګه وړاندې شوی دی؛ دا هغه ويی دی، چې انګليسي ته د ورته والي په توګه ژباړل شوی دی. Clausius په ۱۸۶۵ ز کې د دې هستۍ نوم د انټروپي په توګه رامنځته اواختراع کړ. ياد ويی په ۱۸۶۸ز کې د انګليیسي ژبه کې ومنل شو.
له دې وروسته ځينو پوهانو: لکه: Ludwig Boltzmann، Josiah Willard او James Clerk Maxwell انټروپي ته احصائيوي بنسټ ورکړ. Boltzmann په ۱۸۷۷ ز کې د خيالي ګاز د ذرو د يوې ډلې د انټروپي اندازه کولو په موخه يو شونې لاره په ډاګه کړه، چې نوموړي په کې انټروپي د کوچنيو حالتونو د شمېر طبيعي لوګاريتم ته د تناسب وړ په توګه لکه ګاز يې چې نيولی (اشغالولی) شي؛ راوپېژنده. په دې پېژندنه کې د تناسب وړتيا ثابت (proportionality constant) چې د Boltzmann constant ورته وايي، د واحدونو د نړيوال معاصر سيستم يو له نړيوالو ثابتونو نه دی. له دې وروسته د E پر N ورته سيستمونو باندې د ورکړل شوې اندازې انرژي د خپرېدنې د مشخص کولو په موخه د احصائيوي تودوخي قوه کې بنسټيزه ستونزه لا هم شته. يوناني رياضيپوه (Constantin Carathéodory) د لوريو (مسيرونو) او بشپړوونکي په نومونو، انټروپي د بېرته نه راګرځېدلو په يوې رياضيکي پېژندنې پورې وتړله.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اېنټروپي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.