پبلو اسکوبار (Pablo Emilio Escobar Gaviria) د کولمبیا د نشه یي توکو یو ستر سوداگر و چې د ریونجرو سیمه کې په (1 ديسمبر، 1949) کې زیږیدلی او د کولمبو په میډلین کې په (2 ديسمبر 1993)، کې مړ شوی دی.
پابلو په نړۍ کې د نشیي توگو مشهور او سخت خطرناک تاجر بلل کیږي، هغه د خپل تجارت په موده کې خورا زیات قتلونه کړي او د خپل کاروبار په لاره کې یې چې هرڅوک خنډ لیدلی هغه یې وژلی دی، د بيلگي په توگه د کولمبو ولسمشري ته دری کاندیدان یې وژلي دي، د کولمبو مرستيال ولسمشر یې وژلی دی، په کولمبو کې یې 200 قاضیان وژلي دي، تر 1000 یې زیات د پولیسو مشران وژلي او گڼ شمیر خبریالان او ژورنالیستان یې هم وژلي دي. پابلو پخپل وخت کې د نړۍ اووم نمبر شتمن شمیرل شوی و، د ده د مافیا ډلې اونیزه گټه 420 ملیونه ډالر وه، د نړۍ مختلفو برخو ته 80% کې نشیي توکې د ده ډلې رسول. یواځې د امریکا متحده ایالاتو ته به یې هره ورځ 15 ټنه نشيي توکې پټ تیرول. د ده د شتمنیو په اړه ځیني داسې کیسې هم شته چې بیخي خرافاتي ښکاري.
پبلو اېسکوبار | |
---|---|
(هسپانوي: Pablo Escobar) | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (هسپانوي: Pablo Emilio Escobar Gaviria) |
پيدايښت | ۱ ډېسمبر ۱۹۴۹ |
مړینه | ۲ ډيسمبر ۱۹۹۳ (۴۴ کال کلنۍ کي) |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | کولمبيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال |
مورنۍ ژبه | هسپاني |
کاروونکي ژبه(ي) | هسپاني |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
خبره مې د پابلو په انځور رانښلولې وه، ځکه د انځور موقعیت خورا مهم دی، او دا چې دا انځور د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د امریکایانو د پوزي ستر عار او دروند پېغور بلل کیږي ځکه د امریکا د هغه وخت حکومت پابلو د نړۍ ستر مجرم اعلان کړ او عدالت ته د حاضرولو امر یې وکړ، خو په کال 1980م کې د امریکا له دې اعلان سره سم پابلو د نر غوندې واشنگټن ته ولاړ او د سپینې ماڼۍ مخته یې دا انځور وايست، له هغه وروسته خپل هیواد کولمبو ته ولاړ او په ورځپاڼو کې یې دا انځور خپور کړ. نو ځکه دا انځور د امریکا په تاریخ کې د امریکایانو له پاره پېغور گرځيدلي دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article پبلو اېسکوبار, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.