مسطحه ځمکه

د مسطحې ځمکې موډل له ځمکې څخه هغه لرغونی موډل دی چې په علمي بڼه رد شوی او ښووله یې چې د ځمکې شکل مسطح (کروي نه دی) دی.

ډیری لرغونو کلتورونو له دې ډلې یونان تر کلاسیکې دورې (له میلاد پنځه پېړۍ وړاندې) په نږدې ختیځ کې د برونزو او اوسپنې د دورو پر مهال تمدنونو تر هیلنستي دورې (له میلاد څخه وړاندې ۳۱ کال پورې) او چین تر ۱۷ مې میلادي پېړۍ پورې د کائنات پوهنې په اډانه کې ځمکه مسطحه ګڼله.

د ځمکي د کروي توب اړوند نظریه د فیثاغورث له خوا (له میلاد شپږ پېړۍ وړاندې) د لرغوني یونان په فلسفه کې راڅرګنده شوه. له دې سره له سقراط وړاندې ډیری فیلسونو (له میلاد څخه وړاندې ۶مې پېړۍ څخه تر ۵مې پېړۍ پورې) د ځمکې په مسطح والي باور درلود. له میلاد څخه د وړاندنۍ څلورمې پېړۍ په لومړیو کې افلاطون د کروي ځمکې اړوند لیکنه وکړه. له میلاد څخه وړاندې په شاوخوا ۳۳۰ کال کې د هغه مخکښ شاګرد ارسطو د ځمکې د کروي توب اړوند تجربي شواهد وړاندې کړل. له هیلنستي دورې را وروسته په نړیواله کچه د ځمکې د کروي شکل لرلو موضوع پراختیا ومونده.

تاریخچه

د ځمکې په مسطح والي باور

لویدیځه آسیا

د مصر او بین النهرین په لومړنیو افکارو کې نړۍ په سمندرونو کې د متحرکې دایروي سطحې په توګه انګېرل کېده. دې ته ورته موډل له میلاد څخه وړاندې اتمې پېړۍ ته په اړوند هومري روایت کې موندل کېږي چې په کې راغلي «اوقیانوس یا د اوبو ټولګه چې د ځمکې دایروي سطحه یې چاپېره کړې د ټول ژوند او احتمالا د ټولو خدایانو رامنځته کوونکې ده».

د مصر د اهرامونو او همدغو اهرامونو ته په اړوندو شته تابوتونو کې د کاینات پوهنې همدغه ډول یاد شوی؛ په داسې توګه چې نون (Nun یا اقیانوس) nbwt («وچې ځمکې» یا « ټاپو ګان») احاطه کړي.

بنی اسرائیلو هم ځمکه دایروي مسطحه بلله چې د اوبو پر سر ګرځي او یو قوس ډله آسمان هغه له جنتونو (یا د خدای له عرشه) جلا کوي. د دوی پر باور آسمان هم یو قوي ګنبد دی چې لمر، سپوږمۍ، ستوري او نورې سیارې په کې ځای پر ځای شوې دي.

یونان

شاعران

دواړو هومر او هزیود، مسطحه کاینات پوهنه د یو آشیل سپر په مخ توصیف کړې. په دغه شاعرانه دود کې ځمکه (gaiaokhos) د سمندر (اوقیانوس) له خوا چاپېره بلل شوې چې د ځمکې دغه مسطح والی د قبرس د ساتینوس، میمنېرموس، آیسخولوس او آپولونیسو روډوسي په اشعارو کې هم یاد شوی.

د هومر دغه توضیح چې د کایناتو مسطح توب یې په آشیل سپر باندې د سمندر له خوا په چاپېر شوي حالت کې توصیف کړی ډېر وروسته څلورمې میلادي پېړۍ ته په اړوند د کوینتوس سمرنیوس په پوسټامیریکا شعر کې چې د تروا جګړې روایت ته یې په کې دوام ورکړی، تکرار شوې ده.

فیلسوفان

له سقراط وړاندې ډیری فیلسوفان لکه تالس د ګڼ شمېر منابعو پر بنسټ (له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال)، لوکیپوس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۴۴۰ کال) او د ارسطو په خبره دموکریتوس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۴۶۰- ۳۷۰ کال) په دې باور و چې نړۍ مسطحه ده.

تالس په دې فکر کې و چې ځمکه د لرګي د کندې په څېر د اوبو پر سر ده. له دې سره دا استدلال شوی چې تاس په واقعیت کې په یوې ګردې ځمکې باور درلود. آناکسیماندر (له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال) باوري و چې ځمکه د یوې لنډې استوانې په څېر مسطحه دایروي پورتنۍ برخه لري؛ همدا دی چې د ټولو شیانو څخه مساوي فاصله لري او پر مټ یې ثابته پاتې ده. د ملیتوس آناکسیمنس باور درلود چې«ځمکه مسطحه ده او پر هوا دپاسه ده؛ په همدې ډول لمر او سپوږمۍ او نور ټول اسمانی اجسام چې اور لرونکي دي د مسطح والي له امله د هوا د پاسه دي» د کولوفون ګزنوفان (له میلاد وړاندې شاوخوا ۵۵۰ کال) فکر کاوه چې ځمکه مسطحه ده پورتنۍ خوا یې هوا لمس کوي او لاندنۍ خوا یې له محدودیت پرته دوام لري.

د ځمکې پر مسطح والي باندې باور له میلاد څخه وړاندې پنځمې پېړۍ پورې دوام درلود. اناکساګوراس (له میلاد وړاندې شاوخوا ۴۵۰ کال) موافق و چې ځمکه مسطحه ده، خو شاګرد یې آرکلائوس بیا دا ویل چې ځمکه د مسطح والي سربېره د یو قاب غوندې په منځ کې ژورغالی لري څو دې واقعیت ته لار برابره کړي چې لمر په ټولو ځایونو کې په یو مهال کې نه راخېژي.

تاریخ پوهان

هکاتائوس میلتوسي باوري و چې ځمکه مسطح ده او چاپېر یې اوبه دي. هرودت په خپل اثر تواریخ کې دا باور چې ځمکه په اوبو سره چاپېره شوې ریشخند وباله، له دې سره ډیری کلاسلیک لیکونکو باور درلود چې هغه د ځمکې د «پای» یا «څنډو» د تحت الفظي توصیفاتو له مخې د ځمکې په مسطح والي باور درلود.

شمالي اروپا

لرغونو نورس او جرمن وګړو د مسطحې ځمکې په کاینات پوهنې باور درلود چې له مخې یې ځمکه د سمندر له خوا د محوري انحراف ( axis mundi)، نړیوالې ونې (Yggdrasil) او په مرکز کې د یوې پایې (Irminsul) په لرلو چاپېره شوې. د دوی پر باور له نړۍ څخه په چاپېر شوي سمندر د جورمونګاندر په نامه لوی مار ناست دی. د نورس راپور چې ګیفاګینېنګ (VIII) اثر کې خوندي شوی څرګندوي چې د ځمکې د جوړېدو پر مهال یو بې ساری سمندر د هغو په چاپېر را تاو شو چې ترې د وتو لارې شتون نه درلود.

ختیځه آسیا

په لرغوني چین کې غالب باور دا و چې ځمکه مسطح او مربع ډوله ده، په داسې حال کې چې آسمانونه ګرد دي، دغه فرضیه په ۱۷مه پېړۍ کې د اروپايي ستور پوهنې تر مهاله شک وړ نه وه. انګلیسي صینولوژېست (لړۍ پېژندونکي) کالن په دې ټکي ټینګار کړی چې د چین په لرغونې ستورپوهنه کې دایروي ځمکې شتون نه درلود.

د ځمکې د شکل اړوند چینايي تفکر له هماغه لومړي مهال څخه له معاصر علم سره د لومړنیو تماسونو تر مهاله د یسوعي مبلغینو په مرسته تر اوولسمې پېړۍ له تغیر پرته پاتې شو. په داسې حال کې چې آسمان په بېلابېلو ډولونو توصیف شوی لکه چې ویل شوي د چترۍ په څېر ځمکه پوښي (د کای تیان نظریه)، د کرې په څېر له هغو چاپېر کېږي (د هون تیان نظریه)، یا د مادې نه لرونکي په توګه چې اسماني اجرام په کې په آزادانه توګه څرخېږي (د هوسن یه نظریه)؛ ځمکه د تل لپاره مسطحه بلل شوې، په داسې حال کې چې په هغو کې د یو شمېر راوتنو هم ویل شوي.

د هګۍ موډل تر ډېره پورې د چیني ستور پوهانو لکه د ژانګ هنګ ( ۷۸- ۱۳۹ زکال) له خوا د آسمان د کروي توب لپاره کارول شوی.

د هغه په باور آسمان د چرګې د هګۍ په څېر یا د پولادي کمان (صلیبي کمان یا زوبین) د سرګلولې په څېر ګرد دی؛ ځمکه د هګۍ د ژېړ په څېر ده چې د هغه په منځ کې څرخي.

د منحني ډوله هګۍ سره دغه ډول تشبیح لامل وګرځېده یو شمېر معاصر تاریخ پوهان په ځانګړې جوزف نیدهام دا اټکل وکړي چې چینايي ستورپوهان حد اقل د ځمکې له کروي توب خبر و. ورته مهال هګۍ ته د هغو ارجاع د آسمان په نسبت د مسطحې ځمکې د نسبي موقعیت د څرګندولو په موخه و:

د ژانګ هنګ په کاینات پوهنه کې چې د نیدهام له خوا ژباړل شوې نه ده؛ خپله ژانګ ویلي: «د آسمان وجود له یانګ څخه دی نو له همدې امله ګرد او د حرکت په حال کې دی. د ځمکې وجود له یېن څخه دی له همدې امله دا مسطح او خاموشه ده». د چرګې له هګۍ سره د هغو د تشبیه موخه یوازې په دې باندې د ټینګار لپاره وه چې ځمکه په بشپړ ډول د آسمانانو له خوا پوښل شوې، نه دا چې هغه ډول چې کای تیان توضیح کړې چې د پورته له خوا څخه یې پوښي. چینايي ستور پوهان چې ډېری یې د هرو معیارونو له مخې په پریمانه کچه ځیرک و، تر اوولسمې پېړۍ پورې یې د مسطحې ځمکې فکر ته دوام ورکړ؛ دغه حیرانونکی واقعیت کېدای شي د ظاهري تسهیلاتو اړوند د بیاکتنې لپاره پیل وي چې له مخې یې له میلاد وړاندې پنځمه پېړۍ کې د ځمکې د کروي توب نظریه ومنل شوه.

سرچينې

Tags:

مسطحه ځمکه تاریخچهمسطحه ځمکه سرچينېمسطحه ځمکه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

لنده بل ځمکېارگمحمدرضا شاه پهلویسید احمد سېلابنور محمد ترکینړیوال سوداګریز سازماند جمعې لمونځاوبړۍکودتامحمد (ص) په اسلام کېنازي ګوندکاجل اگروالد عرض البلد دایرهلوکوموټيف ۳۸۰پيشومهرو کليد پاکستان ولايتونهعثمان غازيارواپوهنې تاريخپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديبست کلاچین د خلکو جمهوریتبي-٥٢ سټراټوفورټرېسفيسبوک پليټ فارممحمد اسلم وطنجارچرسسيد آباد ولسوالۍويکيمېډيا بنسټپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتېپښتو ويکيپېډياغلاميددستار نامې د نثر خصوصياتد بشري منابعو مديريتد کتاب نړيواله کره شمېرهسپوږمۍ راډیوسليکانخوست ولايتروديومزده کړهد بروکسل (ښار)ښځهاېټاليااټوموخت زونابو حنيفه (امام اعظم)د امپراطوریو هدیرهاوگانسونکيو آر کوډبنګله دېشپښتانه ټبرونهاحمدزيميدان ښار ولسوالۍعربي ژبهمسکوحضرت سلطان ولسوالۍښارقاموسونه ټکی کامانا لله و انا الیه راجعونروغتيادولتجمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)جودی لین اوکیفحفيظ الله اميند مکسیکو او متحده ایالاتو اړیکېد پښتو ژبې آنلاین کتابتون (Easylibrary.org)پریزمخوشال خان خټکزلمی هېوادمل🡆 More