فريد احمد مزدک

فريد احمد مزدک (۱۹۵۸ ز.

- ) (په انگرېزي: Farid Ahmad Mazdak) د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند دمرستيال ريس او د سياسي بيرو غړی و.دی هم د خلق، پرچم په پېر کې د کيڼ اړخو مارکسيسټ پاله پرچمۍ ډلې کمونيسټ غړی دی. د ده ټوله کورنۍ د ببرک کارمل د حکومتولۍ څخه تر نجيب الله پورې په سياسي، پوځي او ټولنيزو چارو کې ښکېله وه او وروڼه ېې هم د کمونيسټي بيرو غړي و چې د نورو وروڼو نومونه ېې يار محمد يار، رفيع اله ، فردين ، فولاد او بنياد په نوم ياد شوي.

فريد احمد مزدک
فريد احمد مزدک

مخينه

فريد مزدک د فقير محمد زوی دی.

زده کړې

دندې

سیاسي لوری

په کودتاه کې لاس

فرید احمد مزدک د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې یو لوړ پوړی گوندي چارواکی ، د وطن گوند مرستیال د ۱۳۷۱ لمریز کال په وري میاشت کې له خپلو نورو گڼ شمېر گوندي ، حکومتي او پوځی چارواکیو سره یو څای د سولې پلان پرضد راپورته شو او د ډاکتر نجیب الله د حکومت پرضد يې کودتاه وکړه . ده په دغه کودتاه کې کارنده برخه درلوده . د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې د نورو هغو لوړپوړيو چارواکيو ، چې د ملگرو ملتو د سولې پلان د شنډولو لپاره راپورته شول او پر کودتاه يې لاس پورې کړل ، نومونه دا دي : د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړی محمود بريالی ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی نجم الدین کاویاني ، د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکيل ، د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې بولندوی برید جنرال عبدالرشيد دوستم ، جنرال عبدالحق علومي ( اوس مړ شوی دی ) تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال اصف دلاور ، د ځانگړي گارد بولندوی جنرال سید اعظم سید ، جنرال امیر محمد ، د دولتي امنیت وزارت مرستیالان جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د وطن گوند د مرکزی کومېټې غړی شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت، ادینه سنگین او ځینې نور . دوی د ۱۳۷۱ ( ۱۹۹۲ ز ) کال د وري په میاشت کې د ډاکتر نجیب د حکومت پرضد کودتاه ترسره کړه او د ملگرو ملتو د سولې پروگرام يې ناکام کړ .

له کودتاه وروسته حالت

د ډاکتر نجیب الله او د سولې پروگرام پرضد کودتاه په پایله کې د نظار شورا واک و ځواک ته ورسېده . جهادي مشران د دې پر ځای چې په هېواد کې کورنۍ جگړې ته پایټکی کېږدي ، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او په غمځپلي افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي ، دوی په خپلو منځو کې د واک و ځواک پر سر په جگړو لاس پورې کړ . د هېواد په بېلابېلو برخو کې جگړې روانې وې ، هر تنظیم هڅه کوله چې د خپل اغېز ساحه پراخه کړي . د هېواد په پلازمېنه کابل کې د په لسگونو زرو بې گناه افغانانو وینې وبهېدې . ښځې کونډې ، ماشومان یتیمان او سپین ږیري په بې رحمۍ سره د ټوپکونو ، ماشینگڼو او د توپونو گولیو خوراک شول . د خلکو په ناموس تېری وشو . ژبنيو تعصبونو ته لمن ووهل شوه ، د پښتو او پښتون په نامه د خلکو پر سرونو مېخونه ووهل شول ، حکومتي ، د خلکو شتمنۍ او شته لوټ او تالا شوې ، داسې یو جهالت او توره دوره راغله ، چې ټوله نړیواله ټولنه ورته حیرانه پاتې شوه . جهادي مشرانو د ځینو بهرنیو هېوادو لکه ایران ، پاکستان ، اوزبکستان ، تاجکستان او روسیې په لارښوونه د خپل ولس تباه کولو او خپل هېواد لا ورانولو ته ملاوې ټینگې وتړلې . په افغانستان کې د دغې تورې دورې د راتگ یو تر ټولو ډېر مسوول کس هم فرید احمد مزدک دی .

اخځونه

  1. http://www.mashal.org/content.php?c=fauti&id=00028[مړه لينکونه]
  2. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=share

Tags:

فريد احمد مزدک مخينهفريد احمد مزدک زده کړېفريد احمد مزدک دندېفريد احمد مزدک سیاسي لوریفريد احمد مزدک په کودتاه کې لاسفريد احمد مزدک له کودتاه وروسته حالتفريد احمد مزدک اخځونهفريد احمد مزدکډاکټر نجيب الله

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د خلق ډموکراتيک ګوندکندهارويکيډېټاارگتصوفڅوکری، پښۍ (رواش)لرغونپوهنهخرقه شريفهارواپوهنهد افغانستان تاریخ (۱۹۷۸- ۱۹۹۲ ز کال)ناساسمندراکتوبرکابلددستار نامې د نثر خصوصياتپنسلينفرانسهپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتلاچيسردار محمد يوسف خانفقہ حنفی اور جمہوریتټولنیز نیاو/عدلد اسټرالیا پارلمانسونډیحسين احمد مدنيمېډياويکيپر افغانستان د متحده ايالاتو بريدد افغانستان ولايتونهدويمه نړېواله جګړهد خوشحال خان خټک ژوندافغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱)کلا، ارغندابسمبالښتاسلاماورګاسمد گندمک تړونلندنلېزرامام بدر الدین عینيد افغانستان ملي اردود هند نيمه لويه وچهويتنامقرغیزي ژبهممنون مقصوديد مایکروسافټ تاریخهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهعبدالروف بېنواغلاميفک دي پوليسخپلواک مورفيمونهراشد خانافغانستان ته د اسلام راتگعثمان غازيچهار آسياب ولسوالۍمحمد اسلم وطنجارچاپېریالي ټيکنالوژيوينهټولنهاوو سی ۴۳ انساني کرونا ویروسلاهورپښتو ټولنهروغتيامقدونیایي ژبهکتابتونکاظم خان شيداببرک کارملانا لله و انا الیه راجعونشينټاغیقرغيو ولسوالۍبغداد🡆 More