محمود بريالی

محمود بريالی (۱۳۲۰ هـ.

ل. - ۱۵ د ليندۍ، ۱۳۸۵) (په انگرېزي: Mahmood Baryalai) د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند چې د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند په نامه ونومول شو ، د پرچم ډلې غړی او يو کمونيسټ پلوه سياستوال و چې د دغه گوند د واکمنۍ په وخت کې یې د لومړي وزير د مرستيالۍ دنده ترسره کوله. محمود بریالی د افغانستان د هېوادمشر ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړی هم وو . دی د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل ناسکه ورور وو.

محمود بريالی
محمود بريالی
محمود بريالی
محمود بريالی
محمود بريالی
محمود بريالی

مخينه

محمود بريالی پر ۱۳۲۰ ل. کال د کابل د بگراميو ولسوالۍ په کمریو کې زېږېدلی دی. دی په خټه تاجک و او د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند (چې وروسته د وطن گوند په نامه ونومول شو) د پرچم د ډلې د مشر ببرک کارمل سره يو ځای له شوروي مشرانو سره پر افغانستان د يرغل تړون په لاسليک کولو کې مخکښه رول درلود. دی د ډاکترې اناهيتا راتبزاد چې يو مهال د ښوونې او روزنې وزیره وه ، زوم وو . بریالی د ايران د توده ها په نوم د کمونيسټي گروهو لرونکي گوند لېواله غړی هم پاتې شوی .

زده کړې

محمود بريالي خپلې لومړنۍ او منڅينۍ زده کړې په کابل کې پیل کړې او د حبيبيې لېسې څخه په کال ۱۹۶۶ ز کې فارغ شو. لوړې زده کړې ېې د وټپوهنې په څانگه کې په کابل پوهنتون کې بشپړې کړې . ده د پرچم گوندي اخبار ته ليکنې چمتو کولې .

دندې

محمود بريالی د خلق او پرچم گوندي اخبار ته ليکنې چمتو کولې او وروسته بیا د پلان وزير په توگه وگومارل شو . په هماغه کال کې نوموړی د سخت دريځی نشنلسټي اندونو په تړاؤ د حکومت سره د ترينگلتيا په لړ کې له کاره گوښه کړل شو او جېل ته واچول شو . خو وروسته له هغې پر کال ۱۹۷۳ ز بېرته خپلې پخوانۍ دندې د پلان وزير په توگه وگومارل شو چې له هغه لارې د نورو زده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولاړ او هلته ېې د لوړو زده کړو په لړ کې د سياسي وټپوهنې (سياسي اقتصاد) د ماسټرۍ بری ليک د مسکو د ښاري پوهنتون څخه ترلاسه کړ. په ۱۹۷۵ ز کې په څرگنده توگه د پرچم د څانگې د کوميټې تلپاتې غړی شو . پر ۱۳۵۷ ل کال د غويي تر کودتاه وروسته د خلق څانگې سره د بډوالي له کبله ېې د پرچمي کوميټې د مخبر په تور تورن شو او په پاکستان کې د افغان سفير په توگه په کار وگومارل شو . پر ۱۹۸۰ زيږدي کال د خلق گوند د انقلابي کوميټې عمومي غړي په توگه د حقيقت انقلاب ثور گوندي ورځپاڼې مشر وټاکل شو . پر ۱۹۸۱ ز کال کې ېې د هماغې کوميټې د سياسي سکرتر په توگه ېې دنده پرمخ وړله .

د ډاکتر نجیب الله پرضد کودتاه کې کارنده برخه

کله چې پر ۱۳۷۱ ل ( ۱۹۹۲ ز) کال یو شمېر جگپوړو گوندي او حکومتي چارواکو ، لکه د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړی فريد احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی نجم الدین کاویاني ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د وطن گوند د سیاسی بيرو غړي عبدالوکيل پر کودتاه لاس پورې کړ ، نو محمود بریالی هم ورسره ملگری او په دغه کودتاه کې يې کارنده برخه درلوده. د ډاکتر نجیب الله د حکومت پرضد کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، ډگر جنرال نورالحق علومي ، جنرال اصف دلاور ، جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي ، او د گوند د مرکزي کومېټې یو شمېر غړو شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین او ځینې نورو هم کارنده برخه درلوده .

له هېواده بهر ته کډوالېدل

محمود بريالی پر ۱۳۷۱ لمريز کال په افغانستان کې د جهادي تنظيمونو تر واکمنېدو وروسته لومړی د روسيې په لور وتښتېد او بیا يې په اروپا کې جرمني (المان) ته پناه يووړه . هلته يې تر مېشتېدو وروسته د خلق او پرچم ډلو پخواني استازي بیا سره راټول کړل او د نوي گوند د جوړولو تابيا ېې وکړه . دغه نوی گوند يې د «نهضت فراگیر دموکراسی و ترقی افغانستان» په نامه ونوماوه. د پرچم ډلې پخوانی غړی او د ډاکټر نجيب الله د حکومت وروستنی لومړی وزير سلطان علي کشتمند ېې مشر وټاکل شو .

مړينه

محمود بریالی د ۱۳۸۵ ل کال د لیندۍ پر ۱۵ ( د ۲۰۰۶ ز کال د ډسمبر پر ۵ ) د ۶۵ کلو په عمر ، چې ښايي د ډېرو الکولي څښاکو د کارولو له کبله د ناروغۍ لامله وي ، په المان کې ومړ . د ده جنازه د ۱۳۸۵ ل کال د لیندۍ پر ۲۳ له المان څخه کابل ته ولېږدول شوه او بیا د کابل په شهدای سالحینو کې خاورو ته وسپارل شوه .

سرچينې

  1. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56

Tags:

محمود بريالی مخينهمحمود بريالی زده کړېمحمود بريالی دندېمحمود بريالی د ډاکتر نجیب الله پرضد کودتاه کې کارنده برخهمحمود بريالی له هېواده بهر ته کډوالېدلمحمود بريالی مړينهمحمود بريالی سرچينېمحمود بريالیافغانستانببرک کارملډاکتر نجیب الله

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سردار سلطان محمد خانبرج خلیفهژوندبدخشان ولايتټرامصدام حسینعشره مبشرهد کانګو ديموکراتيک جمهوريتد لمانځه وختونهبلفاستليبناناقتصادي ودهانګلیسيمنظور پشتينمحمد (ص) په اسلام کېپه امریکا کې پرمختګپالنهلغمان ولايتمذهبفرانسس رايټاسټرالیاروسي وسله وال ځواکونهفلسطیننری رنځشطرنجپلار څوک دیفیسبوکوېليم جېمزختیځه ارتودوکس کلیساکانکورمعمر القذافيلمرلمانځه ترجمهمحافظه کاريسلطان محمود غزنويسولگرژبهپلاستیک ککړتیا اواغیزېغسلعثمانې ټولواکمنيد وینې لوړ فشارمینیوپزابوبکر البغدادياسرائيلفرانسهمصرشوروي اتحادپوليميرساپوهنهد کیوبا د توغندیو کړکېچهما قریشیكوكايينټولنيزې رسنۍرومي بانجانلومړی مخاوه یون سوعبدالرحمن بن عوفپيسېلوی فریدریکنړيواله جنايي محکمهمادهکودتاکمپیوټر ساینسروغتیا په افغانستان کېپه قران کریم کې د ښځو یادونهپه خپل ځان باور🡆 More