ستر جنرال غلام فاروق یعقوبي د وطن گوند د اجراییه پلاوي غړی او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د دولتي امنیت وزیر وو .
کله چې پر ۱۳۷۱ ز کال د وري په میاشت کې د یو گڼ شمېر گوندي او دولتي چارواکو له خوا د افغانستان دموکراتیک جمهوریت پرضد کودتاه وشوه ، نو یعقوبي په دغو ورځو کې په خپل دفتر کې ووژل شو . د ده د وژنې پېښه تر اوسه پورې سمه مالومه نه ده ، په رسمي ډول خو د ده له وژنې وروسته داسې خبر خپور شو ، چې ځانوژنه يې وکړه ، خو په اصل کې کودتاه چیانو په مرموز ډول وواژه . ځینې سرچینې لیکی ، چې د ده په وژنه کې د ده مرستیالانو جنرال باقر فرین او جنرال یار محمد لاس درلود .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article غلام فاروق يعقوبي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.