علم گل سحر

علم گل سحر (۱۳۴۲ لمريز لېږدي کال = ۱۹۶۳ زېږدي کال، د پکتيا ولايت، د زرمت ولسوالي)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او لیکوال دی.

علم گل سحر
علم گل سحر

مخينه

علم گل سحر د محمد سليم زوی، پر ۱۳۴۲ لمريز لېږدي کال د پکتیا ولایت د د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېل په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د زرملي باتو ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې يې د غزني د شېخ عطار په لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې کړې دي.

رسمي دندې

– د پوهني وزارت علمي غړی.

– د سواد مجلې مرستیال.

– د عرفان مجلې مرستیال او مسوول.

– د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی.

– د بي بي سي راډیو لیکوال.

– د ازادي راډیو ویاند او پرودیوسر.

– د لمر تلویزیون عمومي ایډیتور.

– د قلم ادبي مجلې مسوول مدیر.

– د هېوادمشر د ویناوو لیکوال.

– د هېوادمشر د دفتر د برنامو ریاست د مکاتباتو او عامه اړیکو مسوول.

– د هېوادمشر د دفتر د برنامو ریاست مرستیال.

مدني اکر

د شعر بېلگې یې

توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنگه شي - کرکه زما زیاته نوره هم له دغه جنگه شي

تا ټولې خبرې راته بیا په خندا وکړې خو - دغه راته وایه د سبا وعده به څنگه شي

ته خو ښه پوهیږې خو بیا هم د ناز خبرې کړې - دغسې نازو ته زما ژر حوصله تنگه شي

زه یې په زړه لاس کیږدم، د زړه درزا یې واورمه - هغه چې په ناز زما په غیږه کې راړنگه شي

ماته په یادگار د زلفو درې تارونه پریږدي ځي - زړه نازړه غرمه چې مې روانه له پالنگه شي

ته به هم زاهده زور د مینې ته لاس پورته کړې - تاته په خندا که چیري ښکلې غنمرنگه شي

ته به وایې دلته د انسان روح قبضه شوی دی - کله چې زموږ کلي محروم د ډول له ډنگه شي

چاپ شوي نښيرونه یې

۱– د سپوږمۍ ښکالو (د شعرونو ټولگه).

۲– د لمر جنازه (د شعرونو ټولگه).

۳ـ د پاریال خوبونه (د شعرونو ټولگه).

۴– پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته یې (د شعرونو ټولگه).

۵– ستوري (د ماشومانو لپاره د شعرونو ټولگه).

۶– لاهم څارمه ستا لارې (د شعرونو ټولگه).

۷- زه یم تږی ته اوبه یې (د شعرونو ټولگه).

۸– مینه او وسواس (د کیسو ټولگه).

۹– مینه او جگړه (ناول).

۱۰– د انار تر ونې لاندې د تورنټو اوښکې (د ناول ژباړه).

۱۱– شیطان څراغ (د طنزیه کیسو ټولگه).

۱۲– چرگه او کوتره (د ماشومانو لپاره کیسې).

۱۳– خاموش فیلیسوف (د مقالو ټولگه).

۱۴– د متلونو کیسې او نور مالومات (فولکوریک اثر).

۱۵– د متلونو کیسې، خبرې له خبرو پیدا کېږي.

سرېبېره پر دې، د سهر صاحب په سلگونو مقالې د هېواد او بهرنیو رسنيو له لارې خپرې شوې دي.

تر چاپ لاندې نښيرونه يې

۱– د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک (څېړنيز نښير).

۲– د دوندر لیوان (د ناول ژباړه).

ناچاپ نښيرونه يې

۱– د ښاپیرۍ په لټه (د کیسو ټولگه).

۲– خو ته مې ونه لیدې (د شعرونو ټولگه).

۳– کاروانونه د بکوا په دښت تېرېږي (د سندرو او نارو په اړه څېړنه).

۴– ژوند په شېبو کې (څېړنيز نښير).

ناچاپ نښيرونه يې

۱- د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک (څېړنيز اثر).

۲- د ښاپیرۍ په لټه (د کیسو ټولگه).

۳- خو ته مې ونه لیدې (د شعرونو ټولگه).

۴- کاروانونه د بکوا په دښت تیریږي (د سندرو او نارو په اړه څیړنه).

۵- ژوند په شېبو کې (څېړنيز اثر).

اخځليک

۱- https://larawbar.net/38885.html#.X6IuVtSF5kg Archived 2021-05-11 at the Wayback Machine.

Tags:

علم گل سحر مخينهعلم گل سحر رسمي دندېعلم گل سحر مدني اکرعلم گل سحر د شعر بېلگې یېعلم گل سحر چاپ شوي نښيرونه یېعلم گل سحر تر چاپ لاندې نښيرونه يېعلم گل سحر ناچاپ نښيرونه يېعلم گل سحر ناچاپ نښيرونه يېعلم گل سحر اخځليکعلم گل سحرافغانستانشاعرلیکوالپښتو ژبهپکتيا ولايتکال

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پښتود پاکستان ولايتونهقيس عبدالرشيدمينهانټرنېټد عرض البلد دایرهعربي ژبهد کريميا جګړهدرسي پلاند افغانستان لرغونی تاریخجمهوریت غوښتنهد افغانستان سيندونهکيمياوي تعاملونهCalciumعبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعودمحمد بن عبدالوهابعباسي خلافتمنځنی ختيځد ايرلينډ جمهوريت اقتصادد افغانستان غټ ټکيممنون مقصوديپيغمبران په قرآن کېمالیهجو بایډنراشد خانسي ټي سکنجېنومتېتانيومآندملارياچرسافغانستاند افغانستان ولايتونهټولنیز نیاو/عدلپيشوپښتو پښتو تشريحي قاموسپریزمکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)شمالي افريقاد لمريز کال مياشتېګرشکويکيډېټامهرو د سید آباد ولسوالۍ يو کلیخوشال خان خټکپه اسلام کې د خدای تصوردولتي(رسمي) دیند وړانګو روغتيايي اغيزيناساد افغانستان امارتلاچيکوچنی اخترمقدونیایي ژبهد ښځې تناسلي آلهد قزاقستان د سیمو (ولایتونو) د حاکمانو لړليکنړیوال سوداګریز سازمانبارانمېډياويکيد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندارگجنرال عبدالرازقعمر بن خطابکيو آر کوډسهيونېزمناروغيپښتو نومځري او د هغو کارونهښېوه ولسوالۍويکيپېډياد امپراطوریو هدیرهپنسلينپه عراق کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو حضور (۲۰۱۴ – ۲۰۲۱ زکال)د افغانستان ملي اردو🡆 More