سپوږمۍ

سپوږمۍ (سمبول: ) د ځمکې یوازېنۍ طبیعي سپوږمکۍ ده.

سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا یو پر څلورمه برخه قطر لري (چې د استرالیا له عرض یا پلنوالي سره د پرتلې وړ ده). دا سپوږمۍ د خپلې اړوندې سیارې د اندازې په پرتلنه په شمسي نظام کې ترټولو لویه طبیعي سپوږمکۍ ده، په ټول شمسي نظام کې پنځمه لویه سپوږمکۍ راځي، او له ټولو پېژندل شوو کوچنیو سیارو څخه لویه ده. سپوږمۍ یوه کروي یا سیاروي کتله ده چې یو متفاوت ډبرین جسم یې رامنځته کړی او له جیو فزيکي تعریفونو سره سم یوه سپوږمیزه سیاره جوړوي. سپوږمۍ هېڅ کوم پام‌وړ اتموسفیر، هایدروسفیر، یا مقناطیسي ساحه نه لري. د سطحې جاذبه یې د ځمکې د جاذبې قوې شاوخوا یو پر شپږمه (۰.۱۶۵۴ جي فورسه g-force) ده. د مشتري سپوږمۍ آیو (Io) بیا په شمسي نظام کې یوازېنۍ سپوږمکۍ ده چې په لوړه کچه جاذبه او کثافت لري.

سپوږمۍ
سپوږمۍ
سپوږمۍ
سپوږمۍ چې د يوې مياشتې ورځې ښايي

سپوږمۍ په اوسط ډول د ۳۸۴۴۰۰ کیلومتره (۲۳۸۹۰۰ میل) په فاصله کې یا د ځمکې د قطر شاوخوا ۳۰ ځله په اندازه د ځمکې په مدار ګرځي او جاذبوي اغېزه یې د ځمکې ورځ یو څه اوږدوي او د ځمکې د نوساناتو اصلي محرک هم بلل کېږي. د ځمکې په شاوخوا کې د سپوږمۍ مدار یوه ۲۷.۳ ورځنۍ نجومي یا ستوریزه دوره (sidereal period) ده. په هره ۲۹.۵ ورځنۍ هلالي دوره (synodic period) کې یې بیا د لمر په وسیله د روښانه شوې سطحې اندازه له هېڅ څخه تر ۱۰۰٪ پورې توپیر لري، کوم چې د قمري پړاوونو لامل کېږي او د قمري تقویم یا سپوږمیزې جنترۍ د میاشتو بنسټ جوړوي. سپوږمۍ په ټولیزه توګه له ځمکې سره تړل شوې ده، یعني دا چې پر خپل محور د سپوږمۍ د بشپړ گردش اوږدوالی د دې لامل کېږي چې هماغه اړخ (نږدې اړخ) یې تل له ځمکې سره مخ شي، او یو څه اوږده قمري ورځ د هلالي دورې (synodic period) په څېر ده. په دې توګه، د سپوږمۍ د ټولې سطحې ۵۹٪ برخه د اهتزاز یا خوځېدنې له امله په لید کې د بدلون له لارې له ځمکې څخه لیدل کېدای شي.

د ځمکې په اسمان کې د سپوږمۍ برجستګي یا څرګندوالی او د هغې د پړاوونو منظمه څرخه د تاریخ په اوږدو کې د بشري ټولنو لپاره د کلتوري سرچینو او اغېزو رامنځته کولو لامل شوې. دا ډول اغېزې د ژبې په برخه کې، د جنتریو په سیسټمونو، هنرونو او افسانو کې موندل کېدای شي. سپوږمۍ ته رسېدلی لومړی مصنوعي څيز په ۱۹۵۹ کې د شوروي اتحاد لونا ۲ (Luna 2) فضايي بېړۍ وه چې کومه عمله یا انساني ډله پکې نه وه. وروسته بیا په ۱۹۶۶ کال کې لونا-۹ فضايي بېړۍ هم د سپوږمۍ پر سطحه لومړۍ نرمه ناسته وکړه. تر اوسه پورې یوازېنی بشري سپوږمیز ماموریت د متحده ایالاتو د اپولو پروګرام و، چې د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۲ کلونو ترمنځ یې د سپوږمۍ پر سطحه ۱۲ انسانان ځای پرځای کړل. له سپوږمۍ څخه بېرته راګرځېدلي همدغه او وروسته نورو له انساني حضور پرته ماموریتونو د سپوږمۍ د سطحې ډبرې ځمکې ته راوړې، چې د سپوږمې د اصلیت، داخلي جوړښت او ورپسې تاریخ پوهېدو جیولوجیکي تفصیلاتو د ودې او پراختیا لپاره کارول شوې دي.

نوم او د کلمې ریښه پېژندنه

د ځمکې د طبیعي سپوږمکۍ لپاره معمول انګلیسي مناسب نوم سپوږمۍ (Moon) ده، چې اېم (M) توری پکې کپیټل یا په غټو حروفو کارېږي. د سپوږمۍ نوم له زړې انګلیسي کلمې مونا (mōna) څخه اخیستل شوی، کوم چې (د هغې د ټولو جرمني هم‌ریښه کلمو په څېر) له پروټو-جرمني mēnōn کلمې څخه راغلی، او په ترتیب سره له پروټو-اېندو-اروپایي mēnsis  "میاشتې" څخه ریښه اخلي (د پخوانۍ mēnōt د mēneses له اضافتي یا ملکیتي کلمې څخه) چې ښایي د (وخت) اندازه کولو (measure) له فعل سره تړاو ولري.

ځینې ​​​​وختونه، لونا (Luna) /ˈluːnə/ نوم په علمي او ساینسي لیکنو کې ورته کارېږي او په ځانګړي توګه په ساینسي تخیلي داستانونو کې د ځمکې سپوږمۍ له نورو څخه توپیرولو لپاره کارېږي، چې په ورته وخت کې په شعر کې بیا "لونا" د سپوږمۍ د شخصیت د تجسم یا څرګندولو لپاره کارېږي. سینتیا (Cynthia) /ˈsɪnθiə/ یې بل شعري نوم دی چې سپوږمۍ ته د رب النوع یا خدای په توګه شخصیت ورکولو لپاره، په ندرت سره، کارول شوی. همدا راز سېلېن (Selene) /səˈliːniː/ (تحت اللفظي "سپوږمۍ") د سپوږمۍ یوناني رب النوع دی.

فزیکي ځانګړنې

د اوبو شتون

مایع اوبه د سپوږمۍ پر سطحه نه شي پاتې کېدای. اوبه چې کله هلته له لمریزو وړانګو سره مخ کېږي، په چټکۍ سره د فوتوډیزوسیشن (photodissociation) په نوم یوې پروسې له لارې تجزیه کېږي او په فضا کې ورکېږي. که څه هم، له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې، ساینس پوهانو داسې انګېرنه کړې چې د اوبو یخک ښایي له لکۍ لرونکو ستورو (comets) سره د ټکر د اغېزو په پایله کې رسوب وکړي او یا هم ممکن د اکسیجن له پلوه بډایه قمري ډبرو د عکس العمل او د لمریز باد د هایدروجن له امله تولید شي چې په پایله کې یې د اوبو داسې نښې نښانې رامنځته کوي چې ممکن د سپوږمۍ په دواړو قطبونو کې د غرونو په لمنو کې په سړو او دایمي سیوري برخو پاتې شي. د کمپیوټر شبیه سازۍ یا ورته‌والي (simulations) وړاندیز کوي چې تر ۱۴۰۰۰ کیلومتر مربع (۵۴۰۰ میل مربع) سطحه ښایي په دایمي سیوري کې وي. په سپوږمۍ کې د استفادې وړ مقدار اوبو شتون پر سپوږمۍ د استوګنې لپاره د یوې ارزانه طرحې په توګه یو مهم عامل بلل کېږي، ځکه له ځمکې څخه د اوبو د لېږدولو بدیل به خورا ګران وي.

له کلونو راهیسې د سپوږمۍ پر سطحه د اوبو نښې موندل شوې دي. په ۱۹۹۴ کال کې، د بیسټاټیک فضایي بېړۍ تجربه چې په کلیمینټین سپوږمکۍ کې موقعیت لري، ښيي چې سطحې ته نږدې د اوبو کوچني، منجمد ډنډونه شته دي. که څه هم د اریکیبو (Arecibo) له لوري وروسته نورې فضیایي څېړنې بیا څرګندوي چې دا موندنې ممکن له نوو برخوردي ګړنګونو څخه راوتلې ډبرې وي. په ۱۹۹۸ کال کې، د قمري کان پېژندونکې فضايي بیړۍ د نیوټرون سپیکرومیټر ښودلې چې قطبي سیمو ته نږدې د ډبرینې لایې (regolith) په یو متر ژوروالي کې د هایدروجن لوړ غلظت شته دی. د آتش فشاني لاوا دانې، چې په اپولو ۱۵ بېړۍ کې بېرته ځمکې ته راوړل شوې، په داخلي برخو کې یې لږې اوبه ښودل شوې دي.

بشري حضور

په سپوږمۍ کې د بشري فعالیتونو د پاتې شونو ترڅنګ، د سپوږمۍ د موزیم هنري ټوټو، د اپولو ۱۱ ښه نیت پیغامونو، د شپږ قمري تختو، د ستورمزلو د یادگار او نورو په څېر دایمي تاسیسات شته دي.

زېربناوې

هغه اوږدمهالي ماموریتونه چې لا هم فعال دي، هغه فضایي بېړۍ دي چې تر دغې سیارې ګرد چاپېره ګرځېدلي دي، لکه په ۲۰۰۹ کال کې توغول شوې اکتشافي سپوږمکۍ چې په سپوږمۍ کې یې د نورو ماموریتونو په اړه څېړنه کړې، او همدا راز ځینې هغه بېړۍ لکه په ۲۰۱۳ کال کې توغول شوې چانګ-۳ (Chang'e 3) چینايي بېړۍ چې له ماوراء بنفش (Ultraviolet) سپوږمیز ټیلسکوپ سره لاهم پکې فعاله ده.

د بېلابېلو ادارو او شرکتونو داسې ماموریتونه شته دي، چې په سپوږمۍ کې د اوږدمهاله انساني حضور زمینې برابرولو پلان لري، چې د ارټیمس (Artemis) پروګرام د یوې برخې په توګه د قمري دروازې پروژه (Lunar Gateway) پکې اوسمهال ترټولو پرمختللې پروژه ګڼل کېږي.

په سپوږمۍ کې ژوند

انسانان په سپوږمۍ کې د څو ورځو لپاره پاتې شوي، د بېلګې په توګه په یوه اپولو قمري ماډل کې د اپولو-۱۷ (Apollo 17) پرمهال، چې تر اوسه له ځمکې څخه بهر د سطحې پرمخ یوازېني استوګنځایونه دي. د ستورمزلو یا فضانوردانو د ورځني ژوند لپاره یوه ځانګړې ننګونه د سپوږمۍ پر سطحه د دوی د پاتې کیدو پرمهال د سپوږمۍ دوړې دي چې د دوی پر جامو سرېښیږي او له دوی سره د دوی استوګنځایونو ته وړل کېږي. وروسته بیا دا دوړې د فضانوردانو لخوا څکل شوې او بوی شوې دي، چې د "اپولو د عطرو" په نوم یادېږي. دا ککړتیا یو څه ګواښ رامنځته کوي ځکه چې د سپوږمۍ کمې دوړې کولی شي روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.

مياشت کې د ورځو بدلون

سپوږمۍ 

سرچينې

Tags:

سپوږمۍ نوم او د کلمې ریښه پېژندنهسپوږمۍ فزیکي ځانګړنېسپوږمۍ بشري حضورسپوږمۍ مياشت کې د ورځو بدلونسپوږمۍ سرچينېسپوږمۍ☽︎

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

یهودطالبانچک جمهوریتبلفاستزکاتد حماس اسلامي غورځنگنادرشاه کوټ ولسوالۍاحساسپرتګالي ژبهسمپسنزد وینې ګروپد افریقایي هیوادونو نوملړشنه زرغونهد سوداګرۍ اتحادیهد ساینس فلسفهمولانا بجلی ګهررودکيډبرهفلسفهد افغانستان لنډ تاريخانځورکښنهولسمشرپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانذبیح الله مجاهدمحمد صديق افغانخروشتيد افغانستان د خپلواکۍ ورځخوشال خان خټکدويمه نړېواله جګړهفينلينډد ترکې هیواد ښارونهمحمدپټه خزانهواټسافاحمد فريدد امریکا متحده آیالاتونهلوطاسد الله غضنفرکودتاملانقيب الله اخندسنګاپورسردار عزيزالله خان ضياييالقاعدهسردار محمد يوسف خانژباړهمورګوګلپه چاپېریال باندې د بشر اغېزمعماريد اسرايلو اقتصادجامعه عمربهرامچهفرانسهسي ټي سکنسردار محمد داود خانغسلد قدس ځواکويټاميند کندهار نړيوال هوايي ډګراحمد شاه بابامفاهمهپښتو واټساپګوجرمهاتا ګانديعبدالرحمان بابا🡆 More