د واکسیناسیون او معافیت په اړه په ټولیزو او ټولنیزو رسنیو کې ناسم معلومات لاس په لاس کېږي.
د دسیسې د تیوریو او ناسمو معلوماتو قصدي خپراوي ته هم د ټولو خلکو او مشهورو کسانو لهخوا تبلیغات شوي دي. د واکسیناسیون په اړه ناسم معلومات واکسین ته د زړه نا زړه کېدو لامل کېږي او پایله يې هم د ناروغیو خپرېدل دي. که څه هم له واکسیناسیون سره مخالفت له ډېرو پېړیو راهیسې موجود دی، خو په وروستیو کې انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو خپرېدو ته لاره هواره کړې ده. د واکسینونو په اړه د خوندیتوب بېثبتونه اندېښنې تر ډېره په انټرنېټ کې د علمي معلوماتو په توګه وړاندې کېږي.
د عامې روغتیا لپاره د شاهي ټولنې یوې سروې وښوده چې تر ۵ کلونو د وړو ماشومانو ۵۰ سلنه والدین په معمول ډول په ټولنیزو رسنیو کې د واکسیناسیون په اړه له ناسمو معلوماتو سره مخ کېږي. په ټويټر کې روباتان د واکسین د خوندیتوب په اړه ناسم معلومات خپروي. روباتان ځانونه د ټويټر قانوني کاروونکي ښيي او بالاخره یو داسې دروغجن تعادل رامنځته کوي چې ګواکي د بحث دواړو خواوو ته تقریباً مساوي کسان موجود دي. د روباتانو لهخوا جوړ شوي اکونټونه د واکسیناسیون پر ضد قانعکوونکې کیسې هم د کلېک اخیستو د دانې په توګه کاروي تر څو خپل عاید لوړ کړي او کاروونکي پر مالیکولي سافټوېیرونه اخته کړي.
یو تحلیل څرګندوي چې په واکسین ضد ټولنه کې مایکل مانوېل چاوز شامل دی، هغه پخوانی مرستیال ډاکټر چې په خپل امبولانس کې له دوو ناروغانو څخه تر غلا وروسته د NHS یا د برېتانیا د عامې روغتیا د خدماتو لهخوا د ډېر بد چلند په دلیل منفک شو. دا هغه ډول کسان دي چې پخوا د بدیل طب او د دسیسې د تیوریو مینهوال وو. یوې بلې څېړنې وښوده چې د دسیسې پر تیوریو د باور تمایل د واکسین لپاره د افرادو د منفي ارادې د وړاندوېینې لپاره پیدا شو.
د واکسین په اړه ناسم معلومات خپرول مالي بدلې هم لرلای شي. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د واکسین ضد موخو لپاره په پوسټونو کې د مالي مرستې غوښتنه کېږي یا مالي مرسته راټولېږي، عاید رامنځته کولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین په اړه ناسم معلومات په پنځو برخو کې ډلبندي کړي دي او په دې ډول دي: د ناروغۍ ګواښ (په واکسین سره د مخنیوي وړ ناروغۍ بېضرره دي)، باور (د واکسین د تجویزوونکو مقاماتو باور تر پوښتنې لاندې راوستل)، بدیلې طریقې (لکه د واکسین پر ځای نور بدیل درمل)، اغېزناکتوب (واکسینونه کار نهکوي) او خوندیتوب (واکسینونه د ګټو په نسبت خطرونه ډېر لري).
د ناسمو معلوماتو له امله ښايي ځینې خلک د واکسیناسیون پر ځای مرستندویو یا بدیلو درملو ته مخه کړي. هغه کسان چې پر دغو خبرو باور لري، واکسینونه "زهري او بدل" ګڼي او بدیلې "طبیعي" لارې چارې خوندي او اغېزناکې بولي. ځینې هغه ناسم معلومات چې د واکسیناسیون د بدیلو درملو په اړه خپرېږي، دا دي:
هغه ناسم معلومات چې ویل کېدل اجباري واکسیناسیون د ځمکې "د نفوس کمولو" لپاره کارول کېدای شي، په ۲۰۱۱ کال کې د بېل ګېټس په ناسم نقل قول سره خپاره شول. داسې ناسم معلومات هم موجود دي چې وايي واکسینونه (په تېره mRNA واکسین) ښايي په هسته کې DNA بدله کړي. تر دې وړاندې چې په سيټيوزول (cytosol) کې شته mRNA د سلول هستې ته د ننوتو فرصت پیدا کړي، په چټکۍ سره تجزیه کېږي. (mRNA واکسینونه باید د تودوخې په ډېره ټيټه کچه کې وساتل شي چې د mRNA د خرابېدو مخنیوی وشي.) رېټرو وایروس کېدای شي یو رشتهيي RNA وي (څرنګه چې SARS-CoV-2 واکسین یو رشتهيي RNA دی) چې د سلول هستې ته داخلېږي او د سلول په هسته کې له RNA څخه د DNA د جوړولو لپاره له معکوس نقل یا (reverse transcriptase) څخه استفاده کوي. رېټرو وایروس هستې ته د داخلېدو لپاره میکانیزمونه لري، خو نور mRNA دغه میکانیزمونه نهلري. کله چې د هستې داخل ته ورسېږي، په رېټرو وایروس کې له موجود پیلوونکي پرته له RNA څخه DNA نهشي جوړېدای. خو که په هسته کې ځای پر ځای شي، د نورو mRNA لپاره به موجود نه وي. پر دې بنسټ، mRNA واکسینونه DNA نهشي بدلولی، ځکه چې هستې ته نهشي داخلېدای او همدا راز د معکوس نقل د فعالېدو لپاره پیلوونکی نهلري.
واکسین ضد اشخاص ټینګار کوي چې په واکسینونو کې موجود ترکیبات لکه تایومرسال (thiomersal) او الومینوم (aluminum) کولی شي روغتیا ته ګواښونه پېښ کړي. تایومرسال په واکسینونو کې یو بېضرره ترکیب دی چې له شنډېدو څخه د خونديتوب لپاره کارول کېږي او هېڅ کوم ضرر نهلري. الومینوم په واکسین کې د مرستندوی په توګه موجود دی او حتا په ډېر مقدار کې یې هم د زهریت کچه کمه ده. فرمالډيډ (Formaldehyde) په ځینو واکسینونو کې په ډېره کمه اندازه موجود دی او بېضرره دی. په کوویډ-۱۹ واکسین کې د حرامو محصولاتو د شتون اوازې په مسلمانو ټولنو کې خپرې شوې.
د لویو درملو د دسیسې تیوري چې ګواکي د درملجوړونې شرکتونه د ناوړه موخو او عمومي ګټو پر خلاف فعالیت کوي، د واکسینونو په برخه کې کارول کېږي.
یو داسې ناسم عام تصور موجود دی چې د سرخکانو په څېر ناروغۍ چې په واکسین سره یې مخنیوی کېږي، بېضرره دي. له دې سره سره، سرخکان یوه جدي ناروغي ده چې د شدیدو عوارضو او حتا مرګ لامل کېږي. واکسیناسیون له سرخکانو څخه د ژغورل کېدو یوازنۍ لاره ده.
د واکسیناسیون په اړه شخصي حکایات او کله ناکله دروغ کیسې خپرېږي. داسې ناسم معلومات هم خپاره شوي چې ګواکي د کوویډ-۱۹ واکسین له امله ځینو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د واکسیناسیون په مرسته ډېری هغه ناروغۍ کمې شوې دي چې په واکسین سره د مخنیوي وړ دي (مثلاً پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي چې له افغانستان او پاکستان پرته په ټولو هېوادونو کې له منځته تللې ده). له دې سره سره، ځینې دغه ناروغۍ لا هم موجودې دي او حتا د نړۍ په ځينو برخو کې د ساري رنځونو د رامنځته کېدو لامل کېږي. که زیانمن شوي خلک د واکسیناسیون په مرسته خوندي نهشي، ناروغي په چټکۍ سره له یوه هېواد څخه بل ته تلای شي. واکسینونه نه یوازې دا چې د اشخاصو ساتنه کوي، بلکې که ډېر خلک واکسین وکړي نو د یوه جمعیت د خونديتابه لامل هم کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د دسیسې نورې تیورۍ خپرې شوې دي او دا ناسم تصور رانغاړي چې ګواکي پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي رښتينې نه ده او اثرات یې د DDT په واسطه د مسمومیت له امله رامنځته کېږي او ناسا اداره له کېمیاوي موادو څخه ډک داسې بالونونه خوشي کوي چې پولیو یا د ماشومانو فلج ته ورته علائم رامنځته کوي. هغه ویډیو چې په فېسبوک کې څه باندې ۸۳۰۰ ځله شریکه شوې ده، په دروغو ادعا کوي چې د کوویډ-۱۹ د واکسیناسیون په سرنګونو کې خښه شوې کوچنۍ ټوټه "لوړو مقاماتو ته خبر ورکوي چې چا واکسین کړی او چا واکسین نه دی کړی". (د کوویډ-۱۹ په واکسینونو کې کوچنۍ ټوټه نهشته).
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د واکسین په اړه ناسم معلومات, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.