د عراق کلتور ( په عربي کې: ثقافة العراق) یا د بین النهرین/ بِلَاد ٱلرَّافِدَيْن کلتور د نړی له کلتوري تاریخونو څخه یو ګڼل کېږي، او په نړۍ کې له تر ټولو اغېزناکو کلتورونو څخه یو بلل کېږي.
نوموړې سیمه د دجلې او فرات سیندونو تر منځ پرته ده، چې په تاریخي لحاظ د بین النهرین یا بِلَاد ٱلرَّافِدَيْن په نوم یادېږي، زیاتره وخت د تمدنونو د زانګو په توګه پېژندل کېږي. د بین النهرین میراث له بېلابېلو لارو لکه د لیکلو د سېستم د اختراع، ریاضیاتو، قانون، نجوم پوهنې او داسې نورو په واسطه د پخوانۍ نړۍ په تمدنونو باندې اغېزه واچوله او بڼه یې ورکړه. عراق د هغو بېلابېلو توکمي ډلو کور دی کومو چې د عراق د کلتور په پراخه طیف کې ونډه اخیستې ده. دا هېواد د خپلو شاعرانو، معمارانو، نقاشانو، او مجسمه جوړوونکو لپاره چې د سیمې په کچه په تر ټولو ښو هغو کې شمېرل کېږي او ځینې یې د نړۍ په کچه دي، شهرت لري. دا هېواد د معمارۍ، ادبیاتو، موسیقۍ، نڅا، نقاشۍ، اوبدنې، شاعرۍ، خطاطۍ، سنګ کارۍ او فلز کارۍ په شمول په نړۍ کې یو له تر ټولو اوږدو لیکل شوو دودونو څخه برخمن دی.
سربېره پر دې، عراق له اسلام څخه مخکې خپلې ماضي او همدارنګه د خپلې طلایي دورې په بهیر کې کله چې بغداد د عباسي خلافت پلازمېنه وه، د خپلو لاسته راوړنو درناوی او لمانځنه کوي.
د عراق کلتور د یو ژور میراث درلودونکی دی چې د وخت له پلوه لرغونو زمانو ته ورګرځي او د تجسمي هنر ټولو هغو اثارو ته اشاره کوي چې د بین النهرین له دورو څخه سرچینه اخلي. د بین النهرین هنر ډېر په زړه پورې موضوعات لکه خدایان، یا په یواځې توګه او یا هم له خپلو عبادت کوونکو سره، او په بېلابېلو صحنو کې حیوانات شاملوي: لکه په قطارونو کې په تکراي بڼه، په یواځې توګه، له یو بل سره یا له انسان سره د جنګ په حالت کې، حیوانات په خپلو منځونو کې د مخامخ مقابلې په حالت کې یا د دوو مخامخ کېدونکو حیواناتو په منځ کې د یو انسان یا خدای ځای پر ځای کولو د صحنې، یا د ژوند د یوې ونې انځور.
د عباسي خلافت په دوره کې، کوم چې د بین النهرین له زړه څخه حکمراني کوله، کُلالي د پېچلتیا یوې هسکې سطحې ته ورسېده، له خطاطۍ څخه د تزییني سطحو په ښایسته کولو کې کار اخیستل پیل شول، او تذهیب شوې خطي نسخې، په ځانګړې بڼه قرآني متنونه په لا ډېرو پېچلو او بېلابېلو سبکونو کې ولیکل شول. د عراق لومړنی هنري ښوونځی په دغه دوره کې تاسیس شو، چې ورسره هنري اثار او لاسي صنایع هم وغوړېدل. له مشهورو عباسي هنرمندانو څخه یو يحيى بن محمود الواسطي و څوک چې د عباسیانو د خلافت په وروستیو کې (له ۱۲مې-۱۳مې زېږدیزې پېړۍ) په بغداد کې اوسېده او د بغداد د ښوونځي نومیالی هنرمند و. د نوموړي له تر ټولو مشهورو اثارو څخه په ۱۲۳۷ز کال کې المقامات بديع الزمان الهمذاني کتاب انځوریز کول دي، چې نوموړی کتاب د الحريري له خوا لیکل شوې د طنزي حکایاتو یوه مجموعه ده. د الواسطي دغه انځوریزې شوې مجموعې د بغداد د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ د معاصر هنر د خوځښت لپاره د یو هڅوونکي په توګه کارېدلې دي.
هغه اصلي ژبې چې په عراق کې ورباندې خبرې کېږي، بین النهریني عربي او کردي ژبې دي، ورپسې د ترکي ژبې عراقي ترکمني/ترکماني لهجه او نوې-آرامي ژبې (په ځانګړې توګه کلداني او آشوري) دي. عربي او کردي ژبې د عربي لیکدود له بېلابېلو نسخو سره لیکل کېږي. له ۲۰۰۵ز کال راهیسې، ترکمني/ترکماني له عربي لیکدود څخه ترکي الفباء ته اوښتې دي.
پر دې سربېره، نوې-آرامي ژبې بیا سُریاني لیکدود کاروي. نورې کوچینۍ لږکۍ ژبې له ماندایي، انګلیسي، شاباکي او ارمني ژبو څخه عبارت دي
د عراق د اساسي قانون ( د څلورمې مادې) له مخې:
عربي ژبه او کردي ژبه د عراق دوې رسمي ژبې دي. د عراقیانو لپاره په دولتي ښوونزو موسساتو کې خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبې لکه ترکمني، سُرْیاني او ارمني ژبو سره یا په خصوصي ښوونیزو موسساتو کې په بله هره ژبه د زده کړو ورکولو حق د اړوندو ښوونیزو لارښودونو سره سم تضمین دی.
سومري (EME.G̃IR 𒅴𒂠 چې معنا یې "مورنۍ ژبه ده" ) د لرغوني سومر ژبه او یوه ناپییلې او جلا ژبه وه چې په بین النهرین (عراق) کې ورباندې خبرې کېدې. سومري ژبه تر ټولو پخوانۍ لیکل کېدونکې ژبه ده. د سومري ژبې د لیکلې بڼې لومړنۍ دوره له ۳۳۰۰-۳۰۰۰ م.ز کال پورې رسېږي. په یاده دوره کې سرچینې له واجي ترکیب سره صرف لوګوګرافیک یا سمبولیکې دي. د سواد له دورې مخکې تر ټولو پخوانی سند یې د کیش ډبرینه لوح ده. فالکنشتاین (په ۱۹۳۶ز کال کې) ۹۳۹ نښانې چې د سواد له دورې څخه مخکې (د اروک په وروستیو کې، د ۳۴مې او ۳۰مې پېړۍ تر منځ) کارول شوې دي، فهرست کړې دي. د دویمې مخږېږدې زریزې په اوږدو کې د سومریانو او او سامي-ژبو اکدیانو تر منځ یو ډول نږدي کلتوري اړیکې رامنځته شوې چې پکې په پراخه بڼه دوه ژبي توب شامل و. د سومري ژبې او ختیځې سامي ژبې یو بر بل باندې متقابلې اغېزې په اساسي مقیاس سره له لغوي استعار څخه نیولې تر نحوي، صرفي او واجي اغېزو پورې په ټولو برخو کې ښکاره دي. نوموړو اغېزو، څېړونکي دې ته هڅولي دي تر څو د دریمې مخزېږدې زریزې سومري او اکدي ژبو ته د یوې همپالنۍ د ناحیې (Sprachbund) په توګه اشاره وکړي.
سومري ادبیات د ثبت شوو ادبیاتو تر ټولو لومړنۍ مجموعه تشکیلوي، چې له هغې جملې څخه مذهبي لیکنې او نورې دودیزې کیسې دي چې د سومریانو د تمدن او همداراز په لویه پیمانه د ورپسې اکدیانو او بابلیانو د سترواکیو له خوا ساتل شوې دي. دغه ثبت شوې لیکنې د ژېړو (برونزو) د دورې په منځ کې په سومري ژبه لیکل شوې وې.
سومریانو د لیکنې یو له لومړنیو سېستمونو څخه اختراع کړ، چې د ۳۰مې مخزېږدې پېړۍ په شاوخوا کې یې له سواد نه مخکې سېستمونو ته په پراختیا ورکولو سره سومري مېخي لیکدود رامنځته کړ. سومري ژبه په اکدي او بابلي سترواکیو کې د رسمي ژبې په توګه او د ادبي کارونې لپاره ان تر هغه وخته پورې پاتې شوه، کله چې ویل کېدونکې ژبه د اړوندو اوسېدونکو له منځه ورکه شوه؛ سواد پراختیا موندلې وه او سومري لیکدود چې زده کوونکو رانقل کړی و وروستني بابلي ادبیات یې په ژوره بڼه اغېزمن کړل.
په عراق کې شاعري د ادبیاتو تر ټولو مخکښه بڼه وه او نوموړی هېواد د یادونې وړ شاعرانو په درلودلو کې شهرت لري.
یو لرغونی بین النهریني شعر د لیکنې د اختراع لومړنۍ پېژندل شوې کیسه داسې بیانوي:
له دې امله چې د قاصد خوله درنده وه او[پیغام یې) نشو تکرارولی، د کولابې (Kulaba) حکمران یوه اندازه خټه وویشتله او د یوې لوحې په څېر یې کلیمې ورباندې کېښودې. تر هغه وخته پورې په خټو باندې د کلیمو لیکل نه و تر سره شوي. ـــــ پورتنی یو سومري حماسي شعر او د شاوخوا ۱۸۰۰م.ز کال د انمرکار او د ارته د حکمران افسانې یوه برخه ده.
ګیلګامیش (په سومري ژبه: 𒀭𒄑𒉋𒂵𒈨𒌋𒌋𒌋 لاتیني یې: Gilgameš، ابتدایي سومري: 𒀭𒉋𒂵𒈩 چې لاتیني یې Bilgamesh کېږي) په لرغوني بین النهرین کې یو حماسي نظم و چې د پاتې شوو ادبیاتو د لومړنۍ د یادونې وړ حماسې په توګه پېژندل کېږي. د ګیلګامیش ادبي تاریخ د اروک د پاچا بیلګامیش (د ګیلګامیش سومري بڼه) په اړه چې د اروک پا چا او د اور له دریمې سلسلې (شاوخوا ۲۱۰۰م.ز کال) سره یې تړاو درلود، له پنځو شعرونو سره پیل کېږي. دغه مستقلې کیسې بیا وروسته د یوې ترکیبي حماسې لپاره د یوې سرچینې په توګه وکارول شوې. له یادې ترکیبي حماسې څخه د لومړنۍ پاتې شوې نسخې لرغونتیا چې د "پخوانۍ بابلۍ" په نامه مشهوره ده، ۱۸مې مخزېږدې پېړۍ ته رسېږي. او نوم یې له خپلې مطلع شوتور الي شاري (" له ټولو نورو ټولواکانو نه پورته") څخه را اخیستی دی. له هغې څخه یواځې د ګوتو په شمار لوحې (په خټو کې لیکنې) پاتې دي. وروستنۍ سټنډرډ نسخه یې دسين-لقي-اونيني له خوا راټوله شوې ده چې له ۱۴مې څخه تر ۱۰مې مخزېږدې پېړیو سره تړاو لري او لومړنۍ مطلع یې شانقبه ایمورو ("چا چې ګوګ/غار ولید" او په معاصر عبارت باندې "هغه څوک چې نامعلوم څه ویني"). د دغې اوږدې ۱۲لوحیزې نسخې دوه پر دریمه برخه بیا موندل شوې ده. ځینې تر ټولو غوره نقلونه/کاپي ګانې یې د آشور د اوومې مخزېږدې پېړۍ د ټولواک اشوربانیپال د کتابتون په کنډوالو کې موندل شوې دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د عراق کلتور, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.