هارون الرشید

(عربي: هَارُون الرَشِيد) یاهم هارون عادل (پیدایښت ۷۶۵زیږدیز) دعباسي خلافت پنځم خلیفه وو چي له ۷۸۶ز څخه بیاتر ۸۰۹ز کال پوري یې دواک چاري په لاس کي درلودې .

هارون الرشید داوسني عراق په بغداد کې یوکتابتون دبیت الحکمه په نامه تاسیس کړ او د هغه دواکمنۍ پرمهال بغداد د نړۍ د پوهې، کلتور او سوداګرۍ د سترمرکز په توګه وده پیل کړه.

لومړنی ژوند

هارون د ایران په اوسني تهران ولایت کې د عباسي خلافت د جبل سیمي په ری کې زیږیدلی دی . هارون الرشید دعباسي خلافت د دریم واکمن خلیفه مهدي زوی ووچي له ملکه خیزران نومي مېرمني څخه یې زوکړی وو . هارون الرشید خپلي زدکړي په وړکتوب اوځوانۍ کي دجغرافيې، تاریخ، قرآن کریم، احادیثو، اقتصادي چارو اونورو برخوکي لاسته راوړې اوددې ترڅنګ یې له شعر، موسیقي اوفوځي لارو چاروسره هم مینه درلوده چي په دې برخه کي یې هم کافي تجربه ترلاسه کړه .

دهارون د واکمنۍ پر مهال بغداد یو لوی سوداګریز او کلتوري مرکز وو اوله اروپايي هېوادونو سره یې پخپل وخت کي اړیکې ډیري پراخې سوې . دنوموړي دوره د ډېرو انقلابونو شاهده وه لکه د خرمیانو انقلاب، د بربر انقلاب، د ولید بن طریف ال انقلاب اوداسي نور ....

خلافت

هارون الرشید 
د عباسي خلافت نقشه او د هغه ولایتونه، c. ۷۸۸

هارون الرشید په ۷۸۶ کال کې هغه مهال خلیفه سوکله چي تازه شل کلنۍ ته رسېدلی وو . هارون د بغداد په لوی جومات کې د جمعې د لمانځه امامت وکړ او بیا یې په عامه توګه له ټولو دولتي چارواکو اوعامو خلکوڅخه دخپل ځان لپاره بیعت واخیست . هارون الرشید په هغه ورځ خلافت تر لاسه کړ په کومه ورځ چې یې ورور یې الهادي د ۷۸۶ میلادي کال د سپټمبر په ۱۴ نیټه وفات شو، اوترهغه وروسته یې ۲۳ کاله، دوه میاشتې او ۱۸ ورځې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ .

ترخلافت لاسته راوړلو وروسته هارون الرشید دخپل حکومت لمړی وزارت یحی بن خالد برمکي ته چي مخکي دده لیکوال وو وسپاره اودخلافت اکثره چاري یې دهغه په لاس اداره کولې خو وروسته کله چي ددوی ترمنځ مناسبات خراب سول خالدبرمکي دهارون الرشید له لوري زندان ته واچول سو ځکه هاورن نه غوښتل چي دخپل حکومت په دننه کي بل نفوذي کس وویني اوداچي برمکیان په همدې هڅه کي معلومېدل نوځکه یې دخالدبرمکي په ایسته کولو سره دهغوی نفوذ پای ته ورساوه .

هاورن الرشید دخپل خلافت په دوران کي دفوځي چارو اوفتوحاتو ترڅنګ تجارت اواقتصاد ته هم پراخه پاملرنه کول اوپه دې ترځ کي یې داسلامي نړۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې .

د هارون الرشید په واکمنۍ کې، بغداد د خپلې دورې ترټولو غوره ښار وو اود ډیرو واکمنانو لخوا خلیفه ته بېلابیلي ډالۍ ورکول کېدې .

په ۷۹۶ م کې هارون دخلافت ټوله محکمه د فرات په منځ کې د رقې ښار ته انتقال کړه اوهلته یې د خپلې واکمنۍ ډېره برخه یعني ۱۲ کاله تېر کړل. هارون الرشید دخپلي واکمنۍ پرمهال حنفي فقیه محمد الشیباني خپل قاضي وټاکه خو وروسته یې په ۸۰۳ م کې هغه له دندې څخه ګوښه کړ . دشیباني ترڅنګ هارون الرشید پخپله واکمني کي نورعلماء اودهغه زمانې سترپوهان هم په دربارکي ځای پرځای کړي وه اوهریوه ته یې دهغه دخدمت مطابق معاشات اوډالۍ ورکولې . دنوموړي خلافت له علمي پلوه دهرعالم اوپوه لپاره یوه زرینه اوطلايي دوره وه .


هارون الرشید دخپل خلافت پرمهال مکې شریفي ته پراوښ باندي دحج لپاره ولاړ اودده میرمن چي زبیده نومېدل دحجاز دخلکولپاره یې داوبو لوی لوی حوضونه اونهرونه ګټي اخیستني ته وسپارل چي په دې سره دهغه ځای خلک ترډېره پوري داوبو له کمښت څخه وژغورل سوه .

دهارون الرشید حکومت

هارون الرشید 
په ۱۷۰ هجري (۷۸۶ م) کې په مدينه سلام (بغداد) کې د سپينو زرو يو درهم ټوکر شوی دی. په شا کې، داخلي حاشیه لیکي: "د خدای د بنده هارون، د وفادارانو قوماندان په حکم"

هارون الرشید دخلافت پرمهال دخپلي مور ملکه خیزران ترلاس لاندي دیونفوذي واکمن په توګه کار کاوه اوکله چي یې مور مړه سول دخلافت په چاروکي نورخپلواکه وګرځېدی . دنوموړي وزیر یحیی برمکی په عمومي توګه ټوله حکومتي اداره مخته وړل اوداوخت دعباسي خلیفه په دربار کې د پارسیانو دریځ خپل اوج ته رسېدلی و. برمک یوه افغاني کورنۍ وه چې د افغانستان په بلخ ولایت پوري یې اړه درلوده . یحیی چي ددغه کورنۍ مشهوره شخصیت وو دهارون د خلافت په ترلاسه کولو کي یې له نوموړي سره ډېره مرسته کړې وه خودوخت په تېرېدو سره کله چي ددوی ترمنځ اړیکي وپېچل سوې برمکیان نورله واکه ولوېدل او اکثره یې دزندان ترڅنګ په نورو سزاګانو باندي هم محکوم سول .

د برمکیانو ترسقوط وروسته هارون الرشید دخپل حکومت وزرات ابن الربیع ته وسپاره اوهغه یې خپل لمړی وزیر وټاکی . د هارون الرشید په وخت کې، هر ښار د خپل قانون پلي کولو لپاره ځانکړی قوانین درلوده چې د نظم ساتلو سربیره یې د عامه بازارونو معاینه هم کول ترڅو دحالاتو په اړه ډاډ ترلاسه کړي، د بیلګې په توګه، مناسب پیمانه او تدابیر، د پورونو تادیه کول؛ او د غیرقانوني فعالیتونو لکه قمار، سود، او د الکول پلور مخنیوی اوداسي نورددغه کارونو څخه وه . ترټولو سترکار چي هارون الرشید دخپل خلافت پرمهال ترسره کړ هغه دمسلمانانولپاره دبیت الحکمة په نوم یوکتابتون ووچي په لوی شمېرکتابونه اودعلم نایابه خزانې پکښې پرتې وه ترڅومسلمانان ګټه ترې واخلي . بیت الحکمة چي په ننۍ زمانه کي یې اروپايان هم ښېګڼي بیانوي دخپلي زمانې ترټولو ستره علمي خزانه بلل کېده .

هارون الرشید 
هارون الرشید په بغداد کې په خپله محکمه کې د شارلمین لخوا لیږل شوی پلاوی ترلاسه کوي. 1864 د جولیوس کوکرټ لخوا نقاشي.
هارون الرشید 
عباسي دینار په ۱۸۴ هجري قمري (۸۰۰ م) کې په بغداد کې د امیرالمؤمنین هارون الرشید او د هغه د لومړي وارث شهزاده الامین په نوم ونومول شو.
هارون الرشید 
د هارون الرشید د کتاب خزنات الایام فی تراجم الاعظام څخه چي لومړی ځل په نیویارک کې په 1899 کې خپور شوی.
هارون الرشید 
د هارون الرشید خاکه د شاعر او بصری هنرمند خلیل جبران لخوا (۱۸۸۳-۱۹۳۱)

دهارون الرشید دخلافت پرمهال دویم کارچي مسلمانان یې له نړۍ سره وصل اوددوی تمدن یې په نړیوالوباندي وپېژانده هغه داسلامي نړۍ پرمختللی اقتصاد اودمسلمانانوسره داروپايي اوغیراروپايي هیوادونو تجارت وو . هارون الرشید ددې لپاره چي اروپايانو ته دمسلمانانوعلمي تمدن په ګوته کړي په هغه زمانه کي یې دفرانسې لوی واکمن شارلمان ته یولاسي ساعت ورولېږه اوهغه یې دومره حیران چي تردغه وخته یې ساری نه وولیدل سوه ځکه فرانسویان له ساعت سره نااشنا وه اودامسلمانان وه چي دخپل تمدن په مټ یې دومره لوی کارونه سرته رسول . هارون الرشید دخپل خلافت دعلمي پرمختګ لپاره داروپايي ژبومشهوره کتابونه دبیت الحکمة په مسلمانو لیکوالانوباندي عربي ژبي ته وژباړل اوټول هغه علوم چي په نوره نړۍ کي یې شتون درلود اسلامي نړۍ ته راولېږدول سوه چي په دې علوموکي فزیک، کیمیا، ریاضي اوبېلابېل فنون راتلل . هارون الرشید دعباسي خلافت اومسلمانانو داړتیاوو دپوره کولولپاره دبغداد ترڅنګ په بېلابیلو ځایونوکي روغتونونه تاسیس کړه اودهغه زمانې مسلمانان یې له هرډول روغتیايي اسانتیاوو څخه برخمن وګرځول، په دې روغتونونوکي ترټولو مشهور هغه یې مستفی الرشیدنومېدی .

دهارون الرشید په خلافت کي له بهرنیو هیوادونو سره اړیکي ترډېره پوري پردوستۍ باندي ولاړي وې خویوازیني دوې واکمنۍ چي دهارون الرشید نه ورسره لګېدل هغه په اسپانیه کي دمسلمانانو اموي اوپه ختیځ روم کي دعیسایانو بازنطیني واکمني وه ځکه داسپانيې اموي واکمني ځان دعباسیانو سیال ګاڼه اوهغه دښمني چي ددوی دنیکونو ترمنځ راغلې وه لاهم پرځای پرته وه، دویمه واکمني چي بازنطیني عیسایان وه دختیځ روم (اوسنی ترکیې) پرخاوره باندي پرته وه اوله مسلمانانوسره یې دمذخبي اختلاف پربنسټ هروخت جګړې کولې چي دغه جګړې دهارون په وخت کي هم رواني پاته سولې . دروم سلطنت چي دعباسي خلافت اومسلمانانوسره له جګړو نورستړی سوی وو دهارون الرشید سره یې پرجزیه باندي تړون وکړ اوهرکال به یې عباسي خلافت ته ټاکلي اندازه پیسې ورکولې خوپه ۱۸۶زکال کي دغه پیسې دعیسایانو له لوري بندي سوې اوهارون چي ددوی پردې کارباندي سخت غوسه وو له ۱۳۵۰۰۰ مسلمان فوځ سره دروم پرخاوره باندي یرغل وکړچي په دې سره هغوی ماته وخوړه اوبیرته مسلمانانوته دپخواپه څېر تسلیم سول .

دهاورن الرشید کورنۍ

هارون الرشید پخپل ژوندکي څو ودونه کړي وه خوترټولو مشهوره مېرمن یې داکا لور ملکه زبیده وه چي دده سره یې په هره دولتي اوغیردولتي چاره کي مرسته کول . دهارون نوري مېرمني مراجل · قصف · ماردة · أمة العزيز · رثم · أم محمد · عزيزة بنت صالح · جرشية اوعثمانية نومېدلې اوزامن یې محمد الأمين · عبد الله المأمون · محمد المعتصم · قاسم · أحمد السبتي · عبدان · علي · صالح · محمد أبو يعقوب · محمد أبو عيسى · محمد أبو العباس اومحمد ابوعلي نومېدل چي ترټولو مشهوره یې محمدامین اوعبدالله مامون وه . لوڼي یې سكينة · أم حبيبة · أروى · أم الحسن · حمدونة · فاطمة · أم سلمة · خديجة · أم القاسم رملة · أم علي · أم الغالية او ریطه نومېدلې او وروڼه اوخویندې یې عبارت له موسى الهادي · إبراهيم · عبد الله · علي · عبيد الله · منصور · إسحاق · يعقوب · عباسة اوعلیه څخه عبارت وې . هارون الرشید په ۱۹۳هجري سپوږمیزکال کي وفات سو اوقبر یې داوسني ایران په مشهد ښارکي دی .

Tags:

هارون الرشید لومړنی ژوندهارون الرشید خلافتهارون الرشید دهاورن الرشید کورنۍهارون الرشیدعربي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

طبيعي پوهنېرحمت الله ساپیتکړښت4 جونويکيآی اېس او ۳۱۶۶مونتانااشرف غنينړیوال تشيال تمځاید افغانستان سيندونهد اسټرالیا لویه وچهتاندغني خانمحمد (ص) په اسلام کېبست کلاد تهجد لمونځادبي خبري اتريمحمد بن قاسمد سريلانکا کلتورانسانفوکلور پېژندنهصبغت الله مجدديمیاشتنی عادتډونالډ ټرامپهوږهږغ پوهنه ( فونیټیکس )بوديزمد ټایپېنګ بلوا/بغاوتساپوهنهدافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېاوکلاهوماد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهد غواگانو روزنهپروتز( مصنوعی غړي)الوتکه! (فلم)هوموګرافقرآن کریمغنمد اسیایي هیوادونو نوملړسردار محمد عزيز خاناينود بې سيم غوښتنليک پروتوکولنوی ډیليويکيمېډيا بنسټرومچپرهار ولسوالۍداکټر سید جمال الدین هروید فلسفې او ژوند نړۍعزت الله ځوابنازي جرمنيلسم شارلپښتو متلونهفريدريک هايکسرشمیرنهکيميااندونيزياننګرهار ولایتپاړسي ژبههنرونهټولنپوهنهسولپوهنهقاموسونه ټکی کامچین د خلکو جمهوریتعامه اړیکېد رحمان بابا لنډه پېژندنهنوې نړۍملګري ملتونهاسد آباد ولسوالۍمارگرېټ ټاچرروهتاس کلا🡆 More