په دوهیمې نړیوالې جګړه کې د جاپان له ماتې سره سم، د متفقینو لهخوا د جاپان نیواک د دغه هېواد نظامي اشغال ؤ.
دغه نیواک د متحده ایالاتو په مشرۍ، د بریتانیا مشترکالمنافع هېوادونو په ملاتړ او د لېرې ختیځ کمیسیون تر څارنې لاندې له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۵۲ز کال پورې دوام وکړ او په مجموعي توګه د متفقینو کابو یو میلیون سرتېرو پهکې ونډه واخېسته. د دغه نیواک څارنه د امریکایي جنرال «دوګلاس مکآرتور» په غاړه وه، چې د ولسمشر «هري ترومن» لهخوا د متفقینو قدرتونو لپاره د ستر قوماندان په توګه ګومارل شوی ؤ؛ مکآرتور په ۱۹۵۱ز کې د جنرال متیو ریجوې لهخوا د ستر قوماندان ځایناستی شو. د آلمان له نیواک سره په توپیر کې، شوروي اتحاد د جاپان پر نیواک باندې هومره نفوذ نهدرلود او له ګډون څخه یې ډډه وکړه او نه یې غوښتل چې د شوروي ځواکونه د مکآرتور تر مستقیمې قوماندې لاندې راولي.
د پردیو دغه شتون د جاپان په تاریخ کې یوازېنی ځل دی چې دغه هېواد د یوه بهرني قدرت لهخوا اشغال شوی دی. سره لهدې، د آلمان پر خلاف، متفقینو هېڅکله د جاپان د ملکي ادارې مستقیم کنټرول په لاس کې وانهخېست. د جاپان نظامي تسلیمېدو وروسته سم د لاسه د دغه هېواد دولت د میجي اساسي قانون له مادو سره سم، په رسمي توګه، خپل فعالیت ته دوام ورکړ. سربېره پر دې، د مکآرتور په ټینګار، امپراتور هیروهیتو د امپراتورۍ پر تخت پاتې شو او وروسته لهدې چې، د متفقینو په خوښه یې د جګړې مهال په کابینه کې بدلون راوستلو سره موافقه او د پوستدام اعلامیه د عملي کولو ژمنه وکړه (چې د نورو مواردو ترڅنګ، یو یې هم په هېواد کې د پارلماني نظام رامنځته کول وو)، په بدل کې یې د جنګي جنایتونو له تعقیبېدلو څخه یې بشپړ خوندیتوب ترلاسه کړ. د مکآرتور له لارښوونې سره سم، د جاپان دولت پراخ ټولنیز او اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل چې پهدې سره د ولسمشر روزولټ تر مشرۍ لاندې د امریکا د ۱۹۳۰ز لسیزې د «New Deal» لومړیتوبونه احیا او عملي شول. په ۱۹۴۷ز کې د میجي اساسي قانون په بنسټیزه توګه تعدیل شو چې عملاً د میجي قانون په بشپړ ډول ملغا او په ځای د امریکا لهخوا لیکل شوی اساسي قانون تصویب شو او د دغه قانون پر بنسټ د امپراتور تیوریکي پراخ قدرت (چې د پېړیو په اوږدو کې، د وخت په تېرېدو سره یوازې د تکاملي کنوانسیونونو لهخوا ورته حد ټاکل شوی ؤ) تر ډېره بریده تحدید شو. د اساسي قانون ۹مه ماده په څرګنده توګه، د نړیوالو اختلافاتو د حل او فصل په پلمه، جاپان د هر ډول نظامي جګړې له دوام ورکولو یا تعقیبولو څخه منع کوي.
نیواک په رسمي ډول د سان فرانسیسکو سولې تړون په اجرا کېدلو سره پای ته ورسېده؛ نوموړی تړون د ۱۹۵۱ز کال د سپټمبر پر ۸ لاسلیک او د ۱۹۵۲ز کال د اپرېل پر ۲۸ نافذ شو، چې وروسته له هغه متحده ایالاتو د هېواد په ملکي اداره کې له هر ډول مستقیم لاسوهنې څخه لاس واخېست او جاپان ته (پرته له ریوکیو ټاپوګانو څخه) بشپړ حاکمیت راوګرځېده. په ورته مهال کې، د متحده ایالاتو-جاپان امنیتي تړون لهمخې لسګونو زرو امریکایي سرتېرو ته اجازه ورکړل شوه ترڅو د جاپان دولت د بلنې په صورت کې (نه د نیواکګر ځواک په توګه) په نامحدود ډول په دغه هېواد کې ځای په ځای شي.
د ګټورو پایلو لهمخې، د جاپان نیواک پر درېیو پړاوونو باندې وېشلای شو: د جاپان د مجازاتو او اصلاح لپاره لومړنۍ هڅه؛ په اصطلاح «معکوس مسیر» چې لهمخې یې د مخالفانو ځپلو او د جاپان د اقتصاد رغولو ته پام وګرځول شو ترڅو په سړې جګړه کې د متحده ایالاتو ملاتړ وکړي؛ او سولې د یوه رسمي تړون وروستی ټینګښت او دومدار نظامي ائتلاف.
وروسته له جګړې د جاپان د نیواک لپاره د امریکا پلانونه د ۱۹۴۲ز کال د فبروري په لومړیو کې طرحه شول او دا هغه مهال ؤ، چې ولسمشر فرانکلېن روزولټ «له جګړې وروسته د بهرنۍ پالیسي په تړاو مشورتي کمیټه» رامنځته کړه ترڅو ته د آلمان، ایټالیا او جاپان وروسته له جګړې بیارغونې په هکله مشوره ورکړي. د جاپان اړوندو مسایلو په تړاو، دغې کمېټې خپل ځای یو لا کوچنۍ «د لېرې ختیځ په هکله د سیمې منځ-څانګهییزې کمېټې یا IDAFE» ته ورکړ، چې د ۱۹۴۲ز کال له مني څخه د ۱۹۴۵ز کال تر دوبي پورې یې په منظم ډول ۲۳۴ ځلي غونډې وکړې او له ولسمشر سره یې خبرېاترې درلودې.
د جګړې پر مهال، متفقینو غوښتل ترڅو د آلمان د نیواک په څېر، جاپان هم د نیواک په موخه سره ووېشي. سره لهدې، د وروستي پلان لهمخې، د جاپان لویو ټاپوګانو (هونشو، هوکایدو، شیکوکو او کیوشو) او وروسته له هغې د شاوخوا ټاپوګانو مستقیم واک به د متفقینو ځواکونو سترې قوماندانۍ (SCAP) ته ورکول کېده، په داسې حال کې چې له مرکزه څخه لېرې ځمکې به په لاندې توګه د متفقینو قدرتونو ترمنځ وېشل کېدې:
د متحده ایالاتو د مشترک وسلهوال پوځ سلاکار، ولسمشر ترومن ته مشوره ورکړه ترڅو د جاپان د تسلمېدو او نیواک د څارنې لپاره، د ارام سمندر جبهې قوماندان جنرال دوګلاس مکآرتور د متفقینو ځواکونو ستر قوماندان (SCAP) په توګه وټاکل شي. ترومن موافقه وکړه او په مانیلا کې خپلو افسرانو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د جاپان نیواک لپاره پرېکنده چمتواوالی ونیسي.
د امکان تر بریده د جاپان خاورې په نیولو کې، د شوروي اتحاد لښکرو، ان د جاپان له تسلمېدو وروسته، ضربتي عملیاتو ته دوام ورکړ چې لهامله یې ګڼشمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته. دغه عملیاتونه د ۱۹۴۵ز کال د اګوسټ میاشتي وروستیو ورځو کې د کوریل پر ټاپوګانو او سویلي سخالین باندې وروستیو بریدونو لهلارې ترسره شول. په پای کې له لومړنیو هیلو سره، سره، د شوروي اتحاد د جاپان اصلي ټاپوګانو هېڅ کومه برخه اشغال نهشوه کړای، چې لامل یې، تر یوه بریده د متحده ایالاتو د پاموړ مخالفت، د مکآرتو تر مستقیمې قوماندې لاندې د شوروي ځواکونو راوستلو ته د ستالین لېوالتیا نهښودل، او د اسیا په ځای په اروپا کې د شوروي کمونیستي نفوذ رامنځته کولو ته د ستالین خورا زیاته لېوالتیا وه.
د نیواک په لومړي پړاو کې، له متفقینو سره د جګړې کولو له کبله جاپان ته مجازات ورکول وو او په دغه پړاو کې د جاپان په ټولنه کې بشپړ اصلاحات راغلل ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې جاپان به بیا هېڅکله نړېوالې سولې د یوه ګواښ په توګه راولاړ نهشي. په اصلاحاتو کې د جاپان ټولنې، دولت او اقتصاد ټولې سترې برخې په پام کې نیول شوې وې. مورخانو ټینګار کړی چې دغه اصلاحات د امریکا د ۱۹۳۰ز لسیزې د «New Deal» پروګرامونو ته ډېر ورتهوالی لري. مور او رابینسن وایي چې، «د New Deal لېبرالیزم، ان د مکآرتور او ویتنې په څېر محافظهکارو جمهوريغوښتونکو ته طبیعي تر سترګو کېده».
د جاپان د نیواک پای ته رسېدو پر ورځ، آساهي شیمبون ورځپاڼې د نیواک په هکله یوه خورا انتقادي لیکنه خپره کړه، او هغه یې «تر ډېره ښکېلاک ته ورته» وګڼه او ادعا یې وکړه چې دغه نیواک د جاپان وګړي «مسوولیت نهمنونکي، غوړمال، بېحوصلې او ناغېړن کړي… چې نهشي کولای د یوې روښانې سکالو اړوند مسایل تحلیل او درک کړي او دا د تحریفي لرلېدونو د رامنځته کېدلو لامل دی».
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د جاپان نیواک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.