د انګولا کورنۍ جګړه

د انګولا کورنۍ جګړه (په پورتګالي ژبه: ګېرا سېول انګولانا/ Guerra Civil Angolana) په انګولا کې يوه کورنۍ جګړه وه چې په ۱۹۷۵ کال کې پیل او تر ۲۰۰۲ کال پورې يې دوام درلود.

جګړه له پورتګال څخه د انګولا تر خپلواکۍ اخیستلو لږ وروسته د ۱۹۷۵ کال په نوامبر کې پیل شوه، جګړه د دوو پخوانیو استعماري ضد چروکي غورځنګونو د انګولا د خپلواکۍ لپاره د خلکو کمونیستي غورځنګ (MPLA) او د انګولا د بشپړې خپلواکۍ لپاره د کمونیست ضد ملي اتحادیې (UNITA)  تر منځ د واک پر سر جګړه وه. دا جګړه همدارنګه د سیالو هېوادونو لکه شوروي اتحاد، کوبا، سویلي افریقا او متحده ایالاتو له خوا د سړې جګړې لپاره د يوې ځای ناستې جګړې د ډګر په توګه وکارول شو.

MPLA او UNITA د استعماري حکومت د پای ته رسولو لپاره د خپلو مشترکو موخو سره سره د انګولا په ټولنه کې بېلابېلې ريښې او ناجوړه متقابلې رهبرۍ لرلې. درېم ګوند د انګولا د خپلواکۍ لپاره ملي جبهه (FNLA) وه چې د جګړې په بهیر کې د خپلواکۍ لپاره له MPLA او UNITA سره وجنګېده په کورنۍ جګړه کې يې نږدې هېڅ رول نه درلود. پردې سربېره د محاصره شوې کابیندا ازادي غوښتونکې جبهه (FLEC) یوه جلا غوښتونکي نیمه‌پوځي ډله چې له انګولا څخه د کابېندا د خپلواکۍ لپاره وجنګېده. MPLA د کوبايي سرتېرو په مرسته برازیلي هوايي ځواکونو او د شوروي په ملاتړ معمولي جګړو د لومړنيو پړاوونو په ګټلو بریالۍ شوه او FNLA يې له لواندا څخه بهر کړه او د انګولا واقعي حکومت شو. FNLA له منځه لاړ خو وروسته UNITA د متحده ایالاتو او سویلي افریقا په ملاتړ د MPLA د دولت خلاف خپلې نامنظمې جګړې ته د هېواد په ختيځ او سویل کې د خپلو اډو له لارې دوام ورکړ.

۲۷ کلنه جګړه نږدې د مبارزې په درېیو لویو دورو - له ۱۹۷۵ تر ۱۹۹۱، له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۴ او له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۲ - د سولې له کمزورو دورو سره وېشلی شو. تر هغه مهال چې MPLA په ۲۰۰۲ کال کې بریا ته ورسېده له ۵۰۰۰۰۰ تر ۸۰۰۰۰۰ پورې کسان مړه او تر یو ميلیون زیات کسان په کور د ننه بې‌ځایه شوي وو. جګړې د انګولا بېخ‌بناوې ويجاړې کړې او د مذهبي بنسټونو، اقتصاد او عمومي مدیریت په شدید ډول زیانمن شو.

د انګولا کورنۍ جګړه د انګولا د تاوتریخوالي د داخلي ديناميک د ترکیب او د بهرنیو پوځي او سیاسي نښتو د استثنايي درجې له امله د پام‌وړ وه. دا جګړه په پراخ ډول د سړې جګړې یوه نیابتي جګړه شمېرل کېږي، ځکه شوروي اتحا او متحده ایالاتو او اړونده متحدینو يې له مخالفو جناوو سره مرسته کوله. دا جګړه په نږدې ګاونډیتوب کې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د کانګو له دویمې جګړې او د سويلي افریقا له سرحدي جګړې سره ګډه شوه. ځمکني ماینونه لا هم په کلیوالو سیمو کې شته او د ملکي تلفاتو په دوام کې مرسته کوي.

د اصلي جنګیالیو عمومي طرحه

د انګولا درېیو یاغي غورځنګونو د ۱۹۵۰مې لسیزې په استعمار ضد غورځنګونو کې ريښې لرلې. MPLA په لومړیو کې په لواندا او د هغې په شاوخوا سیمو کې یو ښاري غورځنګ و. چې تر ډېره له موبندو (په دې هېواد کې دویمه لویه قومي ډله، ژباړن) خلکو څخه جوړ و. په مقابل کې يې د استعمار ضد دوه نور غورځنګونه FNLA   او UNITA کلیوالې ډلې وې. FNLA  تر ډېره له باکونګو خلکو څخه جوړه وه چې د شمالي انګولا اوسېدونکي وو. یونیټا د FNLA  یوه څانګه وه چې تر ډېره له اویمبوندو خلکو څخه جوړه وه چې د مرکزي لوړو ارتفاعاتو اوسېدونکي وو.

د انګولا د خپلواکۍ لپاره د خلکو کمونیستي غورځنګ/ MPLA

په ۱۹۵۰ کال کې د MPLA د رامنځته کېدلو له وخت څخه د MPLA اصلي ټولنیزه اډه د امبوندو د خلکو او څو نژادي ښاري روښان‌فکرانو لکه د لواندا ښار، بنګویلا او هوامبو تر منځ وه. MPLA د ۱۹۶۲ او ۱۹۷۴ کلونو تر منځ د خپلو استعماري ضد مبازو په بهیر کې د څو افریقايي هېوادونو او  همدارنګه د شوروي اتحاد له‌خوا ملاتړ کېده. کوبا د MPLA په تر ټولو پياوړي متحد بدله شوه او د پام‌وړ جنګي او ملاتړی پرسونل یې انګولا ته ولېږه. دا ملاتړ او همدارنګه د ختيځ بلوک د څو نورو هېوادونو لکه ختيځ جرمني ملاتړ د کورنۍ جګړې په بهیر کې خوندي کړای شو. یوګوسلاویا د MPLA لپاره پوځي او مالي ملاتړ چمتو کړ چې په ۱۹۷۷ کال کې ۱۴ ميلیون ډالره مرسته او همدارنګه په هېواد کې د یوګوسلاویايي امنیتي پرسونل موجودیت او انګولایانو ته په بلګراد کې د ديپلوماتیکو زده‌کړو وړاندې کول شامل وو. په یوګوسلاویا کې د متحده ایالاتو سفیر له MPLA سره د یوګوسلاویا د اړیکو په اړه ولیکل او څرګندونه يې وکړه چې: «ټيټو په څرګند ډول د ازادۍ لپاره د چوریکي مبارزاتو د منلي مشر په توګه له خپل رول څخه خوند اخلي.» اګوستینو نتو په کورنۍ جګړه کې د MPLA مشر په ۱۹۷۷ کال کې اعلان وکړ چې د یوګوسلاویا مرستې ثابتې او کلکې دي او دا مرستې يې فوق‌العاده یادې کړې. د ۱۹۸۷ کال په نوامبر کې د يوې ځانګړې اعلامیې پر بنسټ، د ۲۰۰۰۰ MPLA پوځیانو تر منځ پورتګالي پوځیانو د انګولا په مرکز او سویل کې په یو لوی برید کې ګډون وکړ.

د انګولا د خپلواکۍ لپاره ملي جبهه/ FNLA

FNLA د MPLA په موازیتوب کې جوړه شوه، او په لومړیو کې د باکونګو د خلکو د ګټو د دفاع او د کانګو د تاريخي امپراتورۍ له رغولو څخه د ملاتړ لپاره اختصاص شوې وه. دا غورځنګ په چټکتیا سره په یو ناسیونالیستي دولت بدل شو چې له پورتګال سره د مبارزې لپاره يې په زېير کې د موبوتوسسه سکو د دولت له‌خوا ملاتړ وشو. د ۱۹۷۴ کال په بهیر کې FNLA هم د لنډ مهال لپاره د چين د خلکو د جمهوریت له ملاتړ څخه برخمن و؛ خو دا مرسته په چټکۍ سره لغوه شوه، له هغه وخت وروسته چېن تر ډېره له یونیټا/ UNITAسره د انګولا د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې مرسته وکړه. متحده ایالاتو د پورتګال خلاف چې د ناټو له غړو هېوادونو څخه و د غورځنګ د جګړې په بهیر کې د FNLA له ملاتړ څخه ډه‌ډه وکړه خو د کورنۍ جګړې په بهیر کې يې ورسره هوکړه وکړه.

يونيټا/ د انګولا د بشپړې خپلواکۍ لپاره د کمونیست ضد ملي اتحادیه

د يونيټا اصلي ټولنیز بنسټونه د مرکزي انګولا او-ویمبوندو وو چې د هېواد د نفوس نږدې یو پر درېیمه برخه يې جوړوله، خو دې سازمان د ختيځې انګولا په څو کم‌شمېر لرونکو خلکو کې هم ريښې لرلې. يونیټا په ۱۹۶۶ کال کې د جوناز ساوېمبي په‌واسطه چې تر هغه مهال د FNLA له مخکښو مشرانو څخه وو رامنځته شوه. د استعمار ضد جګړې په بهیر کې یونيټا د چين د خلکو د جمهوریت ملاتړ ترلاسه کړ. د کورنۍ جګړې له پيل سره متحده ایالاتو پرېکړه وکړه چې له يونيټا څخه ملاتړ وکړي او په راتلونکو لسیزو کې يې له یونيټا سره په‌خپلو مرستو کې د پام‌وړ زیات‌والی راوړ. په وروستۍ دوره کې د يونيټا اصلي متحد د سویلي افریقا اپارتایډ رژیم و. 

د نښتې ريښې/جرړې

انګولا د ګڼو افریقايي هېوادونو په څېر له استعماري لاس‌وهنې سره د یو هېواد په توګه رامنځته شوه. د انګولا او د هغې د استعماري ځواک په قضیه کې – پورتګال- له څلورو پېړیو څخه زیات مهال په‌دې خاوره کې فعال حضور درلود.

قومیتي وېشونه

د دې خاورې اصلي نفوس د خویسان خورې ورې ډلې وې. دوی چې له شمال او ختيځ څخه راغلي وو د بانتو د خلکو د څپه‌ییز نفوذ په واسطه یا جذب شول یا د سویل لور ته ولېږل شول، چېرته چې پاتې ډلې لا هم شته دي.

د بانټو د خلکو سېل/څپه له ميلاد څخه مخکې نږدې په ۵۰۰ کال کې پيل شوه او ځینو یې تر ۲۰مې پېړۍ پورې په خاوره کې دننه خپل مهاجرت ته دوام  ورکړ. هغوی یو شمېر مهم اداري واحدونه رامنځته کړل چې تر ټولو مهم يې د کانګو امپراتوري وه چې مرکز يې د نننۍ انګولا په شمال لویديځ کې و او د شمال لور ته یې د اوسنۍ دیموکراتیکې جمهوري کانګو (DRC) تر لویدیځ، د کانګو د معاصر جمهوریت تر سویل او لویديځ او د ګابن تر ټولو سویلي برخې پورې يې دوام درلود. 

سرچينې

Tags:

د انګولا کورنۍ جګړه د اصلي جنګیالیو عمومي طرحهد انګولا کورنۍ جګړه د نښتې ريښېجرړېد انګولا کورنۍ جګړه سرچينېد انګولا کورنۍ جګړه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د سعودي عربستان فیصلRheniumسینه بغلآسياهلمند ولايتپوهاند فضل ولي ناګارابوداودنازي ګوندټولنهشوروي اتحادتوماس اډیسوند بشري منابعو مديريتپکتيا ولايتمغولاند افغانستان ولسوالۍسونډیوهابيتخوست ولايتد افغانستان اقتصادولادمیر پوتینسیریل رامافوساښارزاويهاوتو فون بیسمارکهانوماند ونې پیوندونهوگړنيز حقوقسردار محمد يوسف خاند امریکا متحده آیالاتونهسهيونېزمغڼهپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهجاپاندويمه نړېواله جګړهد افغانستان سيندونهبنګله دېشاېټالياد افغانستان لومړی وزيرتاليوملوی اقتصادد افغانستان امارتافغانسردار محمد داود خانپښتو نومځري او د هغو کارونهجنسي اړيکېببرک کارملاکسيجنشمالي افريقاد هند سمندرښېوه ولسوالۍدري ژبه۱ ډيسمبرکوټیلیا چانکیالېبراليزمبست کلاد مولداویا بندرفيسبوک پليټ فارملونگهستوي وسلېامير حبيب الله خاند افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )د کتاب نړيواله کره شمېرهساپوهنهجلال الدين محمد اکبرظلمسليکانامام بخاريستر جنرال🡆 More