تابو امبېکي: د جنوبي افریکا ولسمشر (د ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۸)

تابو مویلوا امبېکي (د ۱۹۴۲ز کال د جون په ۱۸مه زېږېدلی) د سویلي افریقا سیاستوال دی، چې د ۱۹۹۹ز کال د جون له ۱۴مې تر د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر تر ۲۴مې د سویلي افریقا دویم ولسمشر و، هغه د خپل ګوند، یعنې د افریقا د ملي کانګریس  (ANC)په غوښتنه استعفا ورکړه.

تر دې وړاندې د ۱۹۹۴ز کال او ۱۹۹۹ز کال ترمنځ د نیلسن منډیلا مرستیال و.

تابو امبېکي
تابو امبېکي
تابو امبېکي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ جون ۱۹۴۲
تابعیت تابو امبېکي: د جنوبي افریکا ولسمشر (د ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۸) سوېلي افريقا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د افریقا ملي کانګرس   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
تخصص تعلیم وټپوهنه   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) افریکانس ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر نېلسن مانډېلا   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
لاسليک
تابو امبېکي
تابو امبېکي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابو امبېکي: د جنوبي افریکا ولسمشر (د ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۸)  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امبېکي د ګوان امبېکي زوی دی، چې د ANC نامتو روڼاندی و. هغه له ۱۹۵۶ز کال راهیسې د ANC په سیاست کې شامل دی. امبېکي د ځوانانو په ANC اتحادیه کې شامل شو او له ۱۹۷۵ز کال راپه دېخوا د ملي اجرائیوي کمېټې غړی دی. هغه په ټرانسکي کې وزېږېد او په شل کلنۍ کې له سویلي افریقا نه انګلستان ته لاړ، ترڅو لوړې زده کړې وکړي، چې نږدې درې لسیزې یې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې، تر هغه چې ANC په ۱۹۹۰ز کال کې لغوه شو. هغه د سازمان له لارې د معلوماتو او تبلیغاتو په برخه کې او د اولیور تامبو د ملاتړ کوونکي په توګه پرمختګ وکړ، خو هغه یو تجربه لرونکی ډیپلوماټ هم و، چې د ANC په څو افریقایي مقام کې یې د رسمي استازي په توګه دنده ترسره کړه. هغه د ډیپلوماټیکو تعاملاتو لومړی مدافع او مشر و، چې د اپارټایډ (توکمپالنې) د پای ته رسولو په خبرو اترو کې ښکېل شو. په ۱۹۹۴ز کال کې د سویلي افریقا تر لومړیو ډیموکراټیکو ټاکنو وروسته، د ولسمشر ملي مرستیال شو. په راتلونکو کلونو کې دا په ډاګه شوه، چې امبېکي د منډیلا ټاکلی ځایناستی و او هغه په ۱۹۹۷ز کال کې پرته له مخالفته د ANC مشر وټاکل شو او له همدې امله د ۱۹۹۹ز کال په ټاکنو کې ولسمشرۍ ته هم و رسېد.

په داسې حال کې چې امبېکي د ولسمشر مرستیال و، خو د حکومت د ودې، کارموندنې او د بیا وېشلو د تګلارې څارونکی هم و، چې د دغه دریځ لپاره په ۱۹۹۶ز کال کې وټاکل شو او د ولسمشر په توګه یې هم له یو څه محافظه کارو لویو اقتصادي پالیسیو نه کار اخیست. د هغه د ولسمشرۍ په موده کې په سویلي افریقا کې عمومي پورونه راټیټ شول، د بودیجې کسر لږ شو او ثابته اقتصادي وده رامنځته شوه. سره له دې چې هغه ډیموکراټیکې سوسیالیستي کړنلارې وساتلې او د تورپوستو اقتصاد ته یې پراختیا ورکړه، خو مخالفینو یې د هغه اقتصادي تګلارې نیولیبرالي ګڼلې او پراختیایي او د بیا وېشلو موخو ته یې ارزښت نه ورکاوه. په دې اساس امبېکي د ANC  له کیڼ اړخ نه او د ANC له درې اړخیزو اتحادي شریکانو نه د دې لامل شو، چې د سویلي افریقا د کارګرو د اتحادیې کانګرس او د سویلي افریقا کمونیست ګوند ترې جلا شي. کله چې په ۲۰۰۵ز کال کې له مرستیالۍ نه د امبېکي تر ګوښه کېدو وروسته سیاسي سیالي پیل شوه، نو دغو مخالفو عناصرو له جاکوب زوما نه ملاتړ وکړ.

امبېکي د ولسمشر په توګه بهرنۍ تګلارې او په ځانګړي ډول څو اړخیزه کولو ته تمایل درلود. پان افریقنیزم او د (افریقایي رنسانس) لید یې د سیاسي شخصیت مرکزي برخې دي او مبصرین وایي چې: هغه د سویلي افریقا لپاره په افریقا او نړیوال سیاست کې یوه مهمه ونډه ساتلې، چې د هېواد له اندازې او تاریخي نفوذ سره نامتناسبه وه. هغه د افریقا د پراختیا لپاره د نوو شرکتونو مرکزي جوړونکی و او د افریقایي اتحادیې د پرانیستې د رئیس په توګه، د افریقایي اشرافو د بیاکتنې د میکانیزم مشر وپېژندل شو. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۳ز کال کې د IBSA د خبرو اترو ټولنه پیل شوه؛ نو د هغه حکومت له هند او برازیل سره همکاري وکړه، چې په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو لپاره لایحه تصویب کړي او د پرمختللو هېوادونو د پیاوړي سهم له امله د دوی ملاتړ وکړي. امبېکي په ۲۰۰۰ لسیزه کې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د سویلي افریقا د بېلابېلو سوله ساتو ژمنو په مینځ کې د ZANU- PF او د زیمبابوې د اپوزریسون ترمنځ د شخړې اصلي منځګړی و. په هر حال هغه د زیمبابوې د خاموشې ډیپلوماسۍ له امله تر نیوکې لاندې راغی، چې له مخې یې د رابرت موګابي د رژیم له غندلو او د هغه پر وړاندې یې له بندیزونو ډډه وکړه.

په ټوله نړۍ کې د امبېکي HIV/AIDS تګلاره د بحث وړ وه. د هغه حکومت تر ۲۰۰۲ز کال پورې له مور نه ماشوم ته د دغې ناروغۍ د لېږد د مخنیوي لارې چارې معرفي نه کړې. کله چې د اساسي قانون د محکمې له خوا امر وشو، نو د ۲۰۰۳ز کال تر وروستیو یې بیا هم عامه روغتیا ته د وېروس ضد درملنه وړاندې نه کړه. وروستیو څېړنو اټکل کړی، چې د ځنډونو له امله په سلګونو زرو هغه کسان مړه شول، چې درملنه یې شونې وه. خپله امبېکي د روغتیا د وزیر منتو تشابالالا مسیمانګ په څېر له ایډزه انکار کوونکی، مخالف یا شکمن پېژندل شوی دی. که څه هم هغه په ښکاره ډول د ایچ ای وي او ایډز ترمنځ د علت و معلول اړیکه رد کړه، خو بیا یې هم د ایډز لپاره د بدیلو درملنو اړتیا په ګوته کړه. امبېکي په مکرر ډول وویل چې: د معافیت د کمزورتیا لامل د فقر نامستقیم اغېز دی.

د امبېکي سیاسي زوال د ۲۰۰۷ز کال په ډسمبر کې د ANC پولکوین کنفرانس کې پیل شو، دا هغه مهال و، چې زوما د ANC مشر وټاکل شو. د ملي مشر په توګه د امبېکي موده د ۲۰۰۹ز کال تر جون پورې پای ته نه وه رسېدلي، خو د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر په ۲۰مه یې اعلان وکړ، چې هغه به د ANC د ملي اجرائیوي کمېټې په غوښتنه استعفا ورکړي. د امبېکي د «بیا رابللو» پرېکړه د افریقا په ملي کانګرس پورې اړونده وه، چې د همغې میاشتې په لومړیو کې صادره شوه، قاضي کریس نیکولسن په ملي څارنوالۍ او په ځانګړې توګه د زوما پر وړاندې د فساد تورونه ناسم ګڼي او په سیاست کې یې ناسمه لاسوهنه بولي. د نیکولسن پرېکړه د ۲۰۰۹ز کال په جنورۍ کې د استیناف د سترې محکمې له خوا رد شوه او تر دې وروسته، کې ګلیما موتلانته د امبېکي ځایناستی وټاکل شو.

بهرنۍ تګلاره

د اکاډمیک او ډیپلوماټ ګیرت اولیور په وینا: امبېکي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال بریالی شو، چې افریقا ته په نړیواله اجنډا کې لوړوالی ورکړي. هغه د پان افریقنیزم له امله پېژندل کېږي. امبېکي د افریقا د رنسانس په اړه په ۱۹۹۶ز کال کې د «زه یو افریقایي یم» او د ۱۹۹۹ز کال کال په جون کې یې پارلمان ته د ولسمشرۍ په لومړۍ وینا کې په دې اړه بحثونه وکړل. هغه د افریقایي هېوادونو د یووالي او د لوېدیځ د لاسوهنې او مرستې پرځای، د افریقا لپاره پر ځان بسیا کېدنې  ټينګار وکړ. په ورته مهال کې، هغه افریقا ته د پراختیایي مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. امبېکي له لوېدیځو مشرانو نه وغوښتل، چې نړیوال اپارټایډ او نابرابرۍ ته ځواب ووایي، دا یې د ۲۰۰۲ز کال په اګسټ کې په جوهانسبرګ کې د تلپاتې پراختیا په اړه نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل:

شخصي ژوند او کورنۍ

امبېکي  د ۱۹۵۹ز کال په اکټوبر کې له اولیو مپاهلوا نه د مونوابیسي کوانډا په نامه یو زوی درلود، دا یې د کوچنیوالي ملګرې وه، کله چې په لادویل کې وو، نو له یو بل سره یې د مینې اړیکه وه. کوانډا لومړی د خپلې مور له خوا او بیا د امبېکي د مور اپاینټ له خوا لوی شو. هغه په وروستي ځل په ۱۹۸۱ز کال کې د خپلې کورنۍ له خوا لیدل شوی او ښایي په جلاوطنۍ کې مړ شوی وي، خو د مړینې شرایط یې نامعلوم دي.

د امبېکي کشر ورور جاما هم په جلاوطنۍ کې ورک شوی، هغه خپله ځواني په لیستو کې تېره کړې وه او د باسوتولینډ کانګریس ګوند (BCP) او د لیستو د آزادۍ په پوځ کې یې فعاله ونډه لرله. د امبېکي یوازینی ژوندی ورور مویلیتسي هم په بهر کې زده کړې وکړې او اوس یو نامتو اقتصادپوه دی، چې زیاتره وخت یې د خپل ورور د حکومت پر تګلارو نیوکې کولې.

امبېکي په ۱۹۷۴ز کال کې د الکساندر ټولنیزې مرستندویې زنله دیلامیني امبېکي سره واده وکړ، چې مسکو ته تر تلو مخکې یې په لندن کې سره ولیدل. د واده مراسم یې د نومبر په ۲۳مه د انګلستان د سوري په فارنهام کلا کې ترسره شول. اډیلیډ ټامبو او مینډي مسینګسټوډ د امبېکي لپاره د مور و پلار ځای خپل کړ او ایسوپ پاهاد یې تر ټولو غوره ملګری و.

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هزاره گاند نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهخواجه محمد بنکښپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایاند افغانستان اقتصادسینه بغلد ډبرو د سکرو کان کیندنهد درود شريف ځانګړتیا او ګټيکونړ ولايتسمپسنززوکړهحدودذوالقرنينتکزاسد ښځو حقونهدهلی پوهنتونهمغږی نړیوال وختپيسېطبيعي فلسفهکیپ ټاوندآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )پروتز( مصنوعی غړي)پسرلیلسم شارلهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهمجاور احمد زيارآی اېس او ۳۱۶۶-۱کچالوجرمنيطالبانامير دوست محمد خانګوګل مېپسهندکراچۍتشیالیونیژونکيميارونالډ ریګناتنحميرا بېگمد چین تاریخساپوهنهآزاد تجارتيهوديتټویټرمحمود طرزیمالیهبدخشان ولايتهوموفون ( ورته ږغ لرونکي )سره رود ولسوالۍمحمود سوماخواړهسولپوهنهلوګر ولایتشمالي کارولیناملګري ملتونهمومندمحمد نجيب اللهپولنډد افشارو عملیاتد غواگانو روزنهدوبۍمادهاسلامي دولت – خراسان ولایتد لویې بریتانیا لومړی جورجسردار محمد عزيز خاناندونيزياپه بریتانیا کې بادي برېښناپېچ دره🡆 More