د سرو زرو دینار یا د سرو زرو نوی دینار (اسلامي دینار) په حقیقت کې د اسلامي سرو زرو دینار یو بل ډول دی.
چې هدف یې دوهم ځل لپاره د اسلامي دینار را ژوندي کول دی. کارول یې د عثمانیه خلافت څخه وروسته بند شوی وه. د دوهم ځل لپاره پیل یې د اسلامي عالم شیخ عمر وادیلو په واسطه په کال ۱۹۹۲ میلادی کې چې د اسپانیه اوسیدونکی دی وشو.او نبوي سنت یې یوه پیړۍ وروسته را ژوندی کړ. د سرو زرو دینار د بیا احیا پلويان خورا ډیر دی. د مثال په توگه شیخ عبدالقادر الصوفي، شیخ عمر وادیلو، جناب عبدالرحمن مهدی،شیخ عمران نزار حسین،جناب آصف شیراز، دوکتور احمد کامیل احمد محی الدین میرا و احمد تهامسن وغیره.
د محمد ص په وخت کې د ساسانیانو سکې کارول کیدې چې وزن به یې ۴،۴۴ گرام نه تر ۴،۵ گرامو پورې وه. عربانو به تبادله د وزن په اساس کوله. ولې محمد د دینار وزن یو مثقال تعین کړ چې د ۷۲ وربشو سره معادل دی. او د معیار په اساس اوسنی وزن یې ۴،۲۵ دی. د عمر رض په وخت کې تولید یې قطع شو، وزن یې تر یوه مثقال پورې راوستل شو. او محمد ص یو معیار یې تعین کړ چې د اووه دینارو وزن له ۱۰ درهم سره سم وې. نو په دې اساس د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ گرام تقریبا (۳ گرامه) وه. او د عمر (رض) په وخت کې بسم الله پرې ولیکل شوه په لومړي ځل علی بن ابی طالب،عبدالله بن زبیر او معاویه رض خپلې سکې وکارولې. وروسته عبدالملک بن مروان خپلې سکې د مسلمانانو تر منځ اجرا کړې چې وزن یې په ډیر احتیاط سره ۴،۲۵ گرامه تعین شوی وه.
د سروزرو نوي دینار وزن هم یو مثقال تعین شوی چې وزن یې له ۷۲ وربشو یا ۴،۲۵ گرامو سره برابر دی. د حضرت عمر رض د حکومت د تعین شوی معیار مطابق د ۷ دینارو وزن له ۱۰ درهمو سره یو دی چې د یوه درهم وزن ۲،۹۷۵ گرامه (تقریبا ۳ گرامه) کیږی. د سروزرو دینار عیار باید لږ تر لږه ۲۲ قیرات (۹۱،۷٪) وی. نو ځکه د سرو زرو د سکو تولیدي شرکتونه لکه نړیوال اسلامی ضرب خونه، دینار وکاله، سنت اسعار ضرب خونه او داسې نور د حضرت عمر رض د تعین شوی معیار څخه ملاتړ کوی.
د سرو زرو اجرا په څو هیوادونو کې شروع شوی.
د لومړي ځل لپاره د سرو زرو دینار په کال ۲۰۱۰ کې د مالزي د کلانتان ولایت کې نشر شو،او دې ته یې د قانونی اسعارو حیثیت چې رینگټ دی ورکړ.او په کال ۲۰۱۱ کې د دې هیواد یو بل ولایت پراک کې هم د سرو زرو دینار کارول پیل شول. او هغې ته یې د رنگټ درجه ورکړه.
د دې هیواد په څو ولایتونو کې هم د سرو زرو دینار پیل شوی چې عبارت دي له جاکارتا،سولو او آچهي او داسې نور. پاکستان: د سرو زرو نوی دینار په لومړي ځل د پاکستان په راولپندي ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې پیل شو. البته دې ته یې لا تر اوسه د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړی.
د سرو زرو نوی دینار په لومړي ځل د پاکستان په راولپندي ښار کې په کال ۲۰۰۹ کې پیل شو. البته دې ته یې لا تر اوسه د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړی.
د سرو زرو دینار په لومړي ځل په کال ۲۰۱۴ کابل ښارکې پیل شو،او تر اوسه ورته د قانوني اسعارو حیثیت ندی ورکړل شوی.
د دې پورته هیوادونو سر بیره سنگاپور،قزاقستان،د امریکا متحده ایالات،سویلي افریقا ،اسپانیا، د عراق او شام اسلامی دولت او داسې نورو په غیر رسمي توگه د سرو زرو د دینار کارونه پیل کړې.
د سرو زرو دینار ډیره کارونه لري
هغه شرکتونه چې د سرو زرو نوی دینار جوړوی په لاندې ډول دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اسلامي دینار, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.