یوجین وي ډېبس

یوجین وېکټور جین ډېبس (د ۱۸۵۵ کال د نومبر ۵مه – د ۱۹۲۶ کال د اکتوبر ۲۰مه) یو امریکایی سوسیالېست، سیاسي فعال، د کارګرانو د اتحادیې غړی، د نړۍ د صنعتي کارکوونکو (IWW) یو بنسټګر غړی او د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ لپاره د امریکا د سوسیالېست ګوند پنځه ځله نوماند و.

ډېبس ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ او د کارګرو له غورځنګونو سره د مرستې له لارې په متحدو ایالتونو کې پر یوه مشهور سوسیالېست بدل شو.

یوجین وي ډېبس
یوجین وي ډېبس
یوجین وي ډېبس

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ نومبر ۱۸۵۵
مړینه 20 اکتوبر 1926 (71 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت یوجین وي ډېبس د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک
الزامات
لاسليک
یوجین وي ډېبس
یوجین وي ډېبس

یوجین وي ډېبس  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېبس د خپل سیاسي ژوند په لومړیو کې د ډیموکراټ ګوند غړی و. په ۱۸۸۴ کال کې د اینډیانا عمومي اسمبلۍ ته د یوه ډیموکراټ په توګه انتخاب شو. ډېبس له څو کوچنیو اتحادیو سره تر همکارۍ وروسته د لوکوموتیو د اور وژنې د اتحادیې په ګډون په ۱۸۸۸ کال کې د «سي‌بي انډ کیو» د رېل پټلۍ پر ضد په یوه لوی لس میاشتني کاربندیز کې د خپلې اتحادیې مشري وکړه. ډېبس د امریکا د رېل پټلۍ اتحادیې په جوړولو کې اساسي رول درلود چې د امریکا له لومړنیو صنعتي اتحادیو څخه وه. کله چې د ۱۸۹۴ کال په اوړي کې د «پولمن پَلېس د موټر جوړولو شرکت» کارکوونکو د حق‌الزحمې د کمېدو پر سر یو پراخ کاربندیز وکړ، ډېبس د دغه شرکت له ډېری کارکوونکو سره خپلې اتحادیې ته د راتګ لپاره تړون وکړ. ډېبس د پولمن موټرو په واسطه د لېږد پر وړاندې د ARU د پرېکون مشري وکړه، دا پرېکون د پولمن پر سراسري کاربندیز بدل شو چې د ډيټرویټ پر اکثرو سوېلي کرښو او په ۲۷ ایالتونو کې یې پر څه باندې ۲۵۰۰۰۰ کارګرو اغېز وکړ. ولسمشر «ګروور کلیولنډ» د خپل مقام د ساتلو په موخه د کابندیز د ماتولو لپاره د متحدو ایالتونو پوځ وکاراوه. ډېبس د ARU د مشر په توګه د کاربندیز پر ضد د محکمې له حکم څخه د سرغړونې له امله پر فډرال تورونو محکوم او شپږ میاشتې زنداني شو.

ډېبس په زندان کې د بېلابېلو سوسیالېستي نظریو اثار ولوستل او شپږ میاشتې وروسته د نړیوال سوسیالېستي ګوند د یوه ژمن پیرو په توګه را څرګند شو. ډېبس د امریکا د سوسیال ډېموکراسۍ (۱۸۹۷)، د امریکا د سوسیال ډېموکراټيګ ګوند (۱۸۹۸) او د امریکا د سوسیالېست ګوند (۱۹۰۱) له بنسټګرو غړو څخه و. ده پنځه ځله د سوسیالېست په توګه د متحدو ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ. په ۱۹۰۰ کال کې یې (۰.۶ سلنه رایې ترلاسه کړې)، په ۱۹۰۴ کې یې (۳.۰ سلنه)، په ۱۹۰۸ کې (۲.۸ سلنه)، په ۱۹۱۲ کې (۶.۰ سلنه) او په ۱۹۲۰ کال کې یې (۳.۴ سلنه) رایې ترلاسه کړې، وروستی ځل يې هم له زندان د ننه ځان نوماند کړی و. نوموړی په ۱۹۱۶ کال کې له خپل ټاټوبي اینډیانا ایالت څخه د متحدو ایالتونو کانګرېس ته هم نوماند و.

ډېبس د خپلو ویناییزو مهارتونو له امله مشهور و. په ۱۹۱۸ کال کې یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د امریکا د ګډون غندلو په اړه وینا وکړه او دا وینا یې د دویم ځل نیول کېدو لامل شوه. دی د ۱۹۱۸ کال د سرغړونې د قانون له مخې مجرم وګڼل شو او په لس کاله بند محکوم شو. ولسمشر «وارن جي هارډېنګ» د ۱۹۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې بښنه ورته وکړه. ډېبس په ۱۹۲۶ کال کې په روغتون کې تر کم وخت بستري کېدو وروسته د زړه او رګونو د هغو ستونزو له امله مړ شو چې په زندان کې ورته پیدا شوې وې.

ژوندلیک

د ژوند لومړي وختونه

یوجین وېکټور «جین» ډېبس د ۱۸۵۵ کال د نومبر میاشتې په ۵مه نېټه د «اینډیانا» ایالت په «ټیر هاوټ» سیمه کې د «جین ډانیل» او «مارګریټ ماري بټریش ډېبس» په کور کې وزیږېد. دوی د فرانسې د «الساس» ښار له «کولمار» سیمې څخه متحدو ایالتونو ته را کډوال شوي وو.  پلار یې له یوې شتمنې کورنۍ څخه و، د نساجي کارخانه او د غوښې مارکېټ یې درلود. ډېبس د فرانسوي لیکوالانو «یوجین سو» او «وېکتور هوګو» په ویاړ په دې نامه نومول شوی و.

ډېبس په ښوونځي کې شامل شو او په ۱۴ کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښود. په «وانډالیا رېل‌پټلۍ» کې یې ځانته د ورځې په پنځوس سېنټه د پاک کارۍ کار پیدا کړ. وروسته بیا په رېل پټلۍ کې رنګمال او موټر وینځونکی شو. د ۱۸۷۱ کال په ډسمبر میاشت کې کله چې د لوکوموټیو د اور وژنې ادارې یو کارکوونکی کار ته حاضر نه‌شو، ډېبس د شپې برخې د اور وژونکي په توګه وګومارل شو. ده پرېکړه وکړه چې د «ټیر هاوټ» او «اینډیانا پلیس» تر منځ د اور وژونکي په توګه پاتې شي. دلته یې درې نیم کاله کار وکړ او د شپې یې څه باندې ۱ ډالر عاید درلود.

ډېبس د ۱۸۷۵ کال په جولای میاشت کې د خوراکي توکو په یوه عمده پلورنځي کې کار پرېښود، هلته يې څلور کاله کار کړی و او د شپې له‌خوا به په یوه سوداګریز ښوونځي کې پاتې کېده.

ډېبس د ۱۸۷۵ کال په فبرورۍ میاشت کې د لوکوموټیو د اور وژنې له ادارې سره یوځای شو او په دې اداره کې فعال شو. په ۱۸۷۷ کال کې يې د ادارې په ملي کنوانسیون کې د «ټېر هاټ لېژ» د استازي په توګه خدمت وکړ. په ۱۸۷۸ کال کې د اور وژنې ادارې د مجلې د برخې مرستیال اېډېټر وټاکل شو. دوه کاله وروسته د دې ادارې ستر سکرتر او خزانه‌دار شو او د مجلې اېډېټر وټاکل شو. د ۱۸۹۳ کال تر جنورۍ پورې یې د دغې ادارې د کارکوونکي او تر ۱۸۹۴ کال پورې یې د مجلې د اېډېټر په توګه کار وکړ.

هماغه مهال په ټولنه کې پر مشهوره څېره بدل شو. د ۱۸۷۹ کال له سپټمبر څخه یې د ۱۸۸۳ کال تر سپټمبر پورې د «ټېر هاوټ» ښار د مامور په توګه خدمت وکړ. د ۱۸۸۴ کال په مني کې د یوه ډيموکراټ په توګه د «ټېر هاوټ» او «وېګو» ښارونو په استازولۍ د اینډیانا په عمومي اسمبلۍ کې وټاکل شو او په ۱۸۸۵ کال کې یې د یوې دورې لپاره خدمت وکړ.

واده او کورنۍ

ډېبس د ۱۸۸۵ کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه له «کاټرین کېټ مېټزل» سره واده وکړ. د دوی کور لا هم په «ټېر هاوټ» کې دی چې د اینډیانا د ایالتي پوهنتون په ساحه کې ساتل کېږي. کينډۍ:Sfnm

وروستي کلونه

کله چې ډېبس د اتلانتا له زندانه خوشی شو، نورو زندانیانو د خوښۍ په چیغو بدرګه کړ او پنځوس زره کسانو یې له موسیقۍ سره یوځای «ټېر هاوټ» ته هرکلی وکړ. کور ته په لاره یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر هارډېنګ له‌خوا د دې جملې په ویلو سره تود هرکلی وشو: «ډېر ښه، ښاغلی ډېبس ما ستا په اړه دومره ډېر اورېدلي چې اوس خوښ یم تاسو خپله له نږدې وینم.»

ډېبس په ۱۹۲۴ کال کې د فنلنډي سوسیالېست «کارل اېچ وییک» له‌خوا د نوبل د سولې جایزې ته نوماند شو، دلیل یې دا و چې «ډېبس د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د سولې لپاره فعالانه کار پیل کړ او جګړه یې د کپيټلېزم په ګټه بلله.»

ډېبس د ژوند وروستي کلونه د خپلې روغتیا ښه‌والي ته ځانګړي کړل، ځکه په زندان کې یې ډېر زیان لیدلی و. د ۱۹۲۶ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د ۷۰ کلونو په عمر د زړه او رګونو د ناروغۍ له امله مړ شو. جسد یې وسوځول شو او د «اینډیانا» ایالت د «ټېر هاوټ» ښار په «هایلنډ لاون» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

سرچینې

Tags:

یوجین وي ډېبس ژوندلیکیوجین وي ډېبس سرچینېیوجین وي ډېبس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

نړیواله جنايې محکمهمدیترانې سمندرګیلوی افغانستانعربي ژبهخروټيریمونډ ارونجگتورنالکترولیت محلولمينهيوني ماشينرنبیر کپوربلخ ولايتګرشکاسلامانټرنېټمحمد بن عبدالوهابهانومانښيښهاستمناءد روسیې او اوکراین جګړهمکه معظمهجنسي اړيکېجودی لین اوکیفاکتوبرمحمد نبيمحمد صديق روهيد فلمونو په نړۍ کې ښځېپنجوايي ولسوالۍد متحده ایالاتو سیاسي نظامبېلاروسارگسل سوالونهد لمريز کال مياشتېدېواليمصردرسي پلاند لوی اختر مياشتکندهارقرغزي ژبهويکيډېټاآر پي جي-۷فرانسهپښتانه ټبرونهیهودارواپوهنهبهرنۍ پورتولید (اقتصاد)داوبو کمښتچهار آسياب ولسوالۍببرک کارملتهرانلونګکودتاهندمحمد (ص) په اسلام کېآسيااډولف هټلراټوممالیهاستثماربدخشان ولايتمقدونیایي ژبهامریکایي ډالرتور زېړی🡆 More