کونگ (سټريجيفارم) سټريجي بڼه يوه د مارغانو سټه چې د ۲۲۰ خېلونو په شمېر موندل شوي.
دوی په دوه ډوله د مارغانو کورنيؤ باندې وېشل کېږي . اصلي سټريجي بڼه کونگان،او (ټايټونيډای) څادرپوښه کونگان . لدې څخه په افغانستان کې ېې هم څو خېلونه موندل کېږي . څېړونکي په دې عقيده دي چې دا مارغان په ټوله نړۍ کې پرته له شمالي انټرکټيکا څخه نور په هرځای ليدل شوي دي. په شمالي اروپا کې ېې د ۱۰و شاوخوا خېلونه موندل کېږي.
کونگان په يوازېتوب حالت کې روږدي دي، د شپې لخوا ېې الوتنې خوښېږي ځکه هم د شپې مارغه ورته وايي. ددوی سترگې خورا روڼې او روښانه ليد لري. کونگان د ډېرو وړوکيو ژويو ، مارغانو، چيچنده ځناورو او خزدکو ښکار کوي .
کونگان پلنه څېره ، گردې ننوتلي او شاوخوا ترې چاپېره نخشمنه سترگې او سوري غوږونه لري.مښوکه ېې د گوربت پشان راځړېدلې تاؤ ده ، خو په اندازه کې ترې ډېره وړوکې ده . خپړې ېې وړې او پښو کې بې سېکه دي. که څه هم چې دکونگانو سترگې د لرليدونکيو (دوربيني) ليد وړتيا لري ، خو بيا هم کله چې غواړي د يو ښکار په ليدو ځان ډاډمن کړي نو د خپل پوره سرد تاؤولو وړتيا لري څو خپل ليد له څو اړخونو بدل کړي . کونگان خپل پوره سر د ۲۷۰ درجو شاؤخوا تاؤولای شي . کونگان لرې ليدونکي مارغان دي ، دوی نشي کولای چې د څو نژدې سانټي ميټر و په مېچ يو څه وويني . ددوی سترگې د لږې رڼا يا تتې رڼا په مهال ډېرې تېزېږي او روڼتيا ېې بې جوړې ده .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کونگ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.