ډمیټري اناتولیویچ میډویډیف د ۱۹۶۵ز کال د سپټیمبر په ۱۴مه زېږېدلی دی، دی یو روسی سیاستوال دی، چې له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.
میډویډیف له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د ولسمشر او له ۲۰۱۲ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کال پورې یې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې.
ډمیټري میډویډیف | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۴ سپټمبر ۱۹۶۵ سینټ پیټرزبورګ |
استوګنځای | سینټ پیټرزبورګ مسکو |
تابعیت | د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۹۱) روسیه (۱۹۹۱–) |
قد | 163 سانتي متره |
ګوند | متحده روسيه (۲۰۱۲–) د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (–۱۹۹۱) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال سوداگر |
مورنۍ ژبه | روسي |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي انگليسي |
د کړنې څانګه | سياست زده کړه |
لوبه | لامبو |
پوځي خدمت | |
برخه | روسي وسله وال ځواکونه |
مقام | ډګروال |
جګړه/جګړې | د روسیې او ګرجستان جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (روسي ) |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
میډویډیف د ۲۰۰۸ز کال په ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. هغه د ولسمشر ولادیمیر پوټين په پرتله، چې د میډویډیف د ولسمشرۍ پر مهال لومړی وزیر و، ډېر لیبرال و. د ولسمشر په توګه د میډویډیف مهمه اجنډا عصري کول وو، چې موخه یې د روسيې د اقتصاد او ټولنې عصري کول و او د دې ترڅنګ یې پر تېلو او ګازو د هېواد تکیه راکمول وو. د میډویډیف د کار په لړ کې، روسيې او امریکا د نوي START د اټومي وسلو د کمولو تړون لاسلیک کړ. روسیه د روسیې او ګرجستان په جګړه کې بریالۍ شوه او له لوی ناورین نه وژغورل شوه. میډویډیف د فساد ضد کمپاین پیل کړ، خو وروسته په خپله په فساد تورن شو.
هغه د یو څه مودې لپاره په دغې دندې کې پاتې شو، چې د ۲۰۱۲ز کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته پوټین د میډویډیف ځایناستی شو. میډویډیف د پوټین له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هغه د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۵مه له پاتې حکومت سره یوځای استعفا ورکړه، ترڅو پوټین ته اجازه ورکړي، چې په اساسي قانون کې لوی بدلونونه راولي. د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۶مه میخایل میشوستین د میډویډیف ځایناستی شو. په همدې ورځ میډویډیف د پوټین له خوا د امنیت شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو.
ډمیټري میډویډیف د ۱۹۶۵ز کال د سپټیمبر په ۱۴مه د شوروي اتحاد په لیننګراد کې زېږېدلی. د هغه پلار اناتولي افاناسیویچ میډویډیف (نومبر ۱۹۲۶- ۲۰۰۴ز) د کیمیا انجینیر و، چې د لیننګراد په دولتي ټکنالوژي انسټیتیوټ کې یې تدریس کاوه. د ډمیټري مور یولیا وینیامینونا میډویډیفا (مستعار نوم یې شاپوشینکووا د ۱۹۳۹ز کال د نومبر په ۲۱مه زېږېدلې) په ورونژ پوهنتون کې د ژبې زده کړې وکړې او د هرزین په ښوونیز دولتي پوهنتون کې یې د روسي ژبې پر تدریس پیل وکړ. وروسته هغې په پاولوفسک ماڼۍ کې د ګرځندویې په توګه هم کار کاوه. د میډویډیف کورنۍ د لیننګراد په کوپچینو ښاري سیمه کې په یوه اپارتمان کې چې ۴۰ متر مربع مساحت یې درلود، ژوند کاوه. ډمیټري د پلار او مور یوازینی ماشوم و. میډویډیف په هغه وخت کې د شوروي یوه روڼاندې کورنۍ وه. مورنی نیکه او انا یې اوکراینیان وو، چې تخلص یې کووالېف و، خو په اصل کې کوال و. میډویډیف د خپلې کورنۍ ریښه بیلګوروډ سیمې ته رسوي. دایرة المعارف
میډویډیف په کوچنیوالي کې په فکري لحاظ پلټونکی و، چې د لومړي تولګي ښوونکي یې ویرا سمیرنووا هغه د «ډارونکي ولې پوښتونکي» په توګه وپېژاند. له ښوونځي وروسته، مخکې له دې چې کور ته لاړ شي او خپلې کورنۍ دندې ترسره کړې، له خپلو ملګرو سره یې لوبې کولې. میډویډیف په درېیم ټولګي کې د خپل پلار په تړاو د لسو ټوکونو کوچنی شوروي دایرة المعارف مطالعه کړ. په دویم او درېیم ټولګي کې یې له ډایناسورونو سره لېوالتیا وښوده او د ځمکې د جیولوژیکي پراختیا لومړۍ دورې یې له ارکیان نه تر سینزویک پورې یادې کړې. په څلورم او پینځم ټولګي کې یې له کیمیا سره علاقه وښوده او په دې برخه کې یې لومړۍ تجربې ترسره کړې. ده له سپورټ سره هم علاقه لرله. هغه په ۱۹۸۲ز کال کې د ښوونځي وروستۍ ازموینې سخته دوره بولي او وایي: کله چې ما باید په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره خپلې وړتیاوې خورا زیاتې کړې وای.
۱۷ کلن میډویډیف د ۱۹۸۲ز کال په مني کې، په لیننګراد دولتي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي لپاره نوملیکنه وکړه. که څه هم هغه د ژبپوهنې په برخه کې زده کړو ته فکر کاوه، خو وروسته یې وویل چې هېڅکله یې له خپلې ټاکنې پښېمان نه دی، خپله موضوع په زړه پورې بولي او وایي: دی بختور دی چې داسې څانګه یې ټاکلې، چې په ریښتنیې توګه ورسره مینه لري او دا واقعا د هغه لپاره وه. ملګرو زده کړیالانو یې هغه د ډیپلوماټیک شخص په توګه نومولی، چې په مناظرو کې خپل استدلال په ټینګه او له سپکاوي پرته وړاندې کوي.
هغه په ۱۹۸۷ز کال کې د لیننګراد دولتي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي نه فارغ شو (له الیا ییلیسیف، انټون ایوانوف، نیکولای وینیچینکو او کانسټنټین چوچینکو سره یوځای، چې وروسته یې همکاران شول). اناتولي سوبچاک په پوهنتون کې د میډویډیف استاد و، چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰لسیزو کې یو لوی ډیموکراټ سیاستوال و. په ۱۹۸۸ز کال کې میډویډیف د سوبچاک د ډیموکراټانو له ټیم سره یو ځای شو او د سوبچاک د بریالي کمپاین د عملي مشر په توګه یې د شوروي په نوي پارلمان کې د یوې چوکۍ لپاره دنده ترسره کړه.
د سوبچاک له ټاکنیز کمپاین وروسته میډویډیف په سنټ پیترزبورګ دولتي پوهنتون کې د خپل اکاډمیک مسلک لپاره ډوکټورا پیل کړه. هغه تر ۱۹۹۹ز کال پورې مدني او رومن قانون تدریس کړ. د یوه زده کوونکي په وینا: میډویډیف نامتو ښوونکی و، «جدي خو بې رحمه نه». میډویډیف د مدني قانون یو نامتو درې جلده کتاب لیکلی، چې په تېرو کلونو کې یې یو میلیون نسخې پلورلې دي.
د ۲۰۰۸ز کال د می په ۷مه ډمیټري میډویډیف د کریملین په لویه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره د روسیې د فدراسیون د درېیم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له لوړې او له دوه سره عقاب نه د سرو زرو د ځنځیر تر را اخیستلو وروسته، چې دا د ولسمشرۍ نښه ده، ویې ویل:
زه باور لرم، چې زما تر ټولو مهم هدف به د مدني او اقتصادي آزادیو ساتنه وي... موږ باید قانون ته د ریښتیني درناوي لپاره مبارزه وکړو او قانوني نهیلیزم له منځه یوسو، ځکه چې د عصري پراختیا جدي خنډ دی.
په اګسټ کې، چې د میډویډیف د ولسمشرۍ درېیمه میاشت وه، روسیې له ګرجستان سره په ۲۰۰۸ز کال کې د سویلي اوسیتیا په جګړه کې برخه واخیسته، چې له سړې جګړې وروسته یې د روسیې او امریکا اړیکې خرابې کړې. د اګسټ په ۲۶مه د روسیې د فډرالي ټولنې له متفقې رایې وروسته میډویډیف یو فرمان صادر کړ، چې ابخازیا او سویلي اوسیتیا د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژني، دا هغه کړنه وه، چې د G7 له خوا وغندل شوه. میډویډیف د ۲۰۰۸ز کال د اګسټ په ۳۱مه، په خپل حکومت کې د روسیې په بهرنۍ تګلارې کې بدلون راوست، چې پینځه بنسټیز اصول یې دا دي:
د ۲۰۱۲ز کال د می په ۷مه، هغه ورځ چې میډویډیف له ولسمشرۍ نه ګوښه شو، نو د ولسمشر ولادیمیر پوټین له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۲ز کال د می په ۸مه د روسیې د فدراسیون ایالتي دوما نوي ولسمشر ته رایه ورکړه او میډویډیف یې د لومړي وزیر په توګه ومانه. د پوټین د متحدې روسیې ګوند، چې اوس یې مشري میډویډیف کوي، د ۲۰۱۱ز کال په پارلماني ټاکنو کې یې د دوما اکثریت څوکۍ وګټلې. ۴۹٪ رایې او له ۴۵۰ چوکیو نه یې ۲۳۸ څوکۍ وګټلې. د لومړي وزیر لپاره د میډویډیف نوماندي د دوما ایالت له خوا له ۲۹۹- ۱۴۴ رایو سره ومنل شوه.
میډویډیف د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۶مه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو. د هغه معاش ۶۱۸۷۱۳ روبل 8,723.85) ډالر) وټاکل شو. میډویډیف له کومسومولکایا پراوډا سره په جولای کې څرګنده کړه، چې هغه لا هم له ولسمشر پوټین سره ښې دوستانه اړیکې لري، دا د ډېرو حلقو له نظر سره مخالف و، چې د لومړي وزیر له درېځه یې د لرې کېدو له امله د دواړو ترمنځ سیاسي اختلافات رامنځته شوي.
میډویډیف واده وکړ او یو زوی لري، چې نوم یې ایلیا ډمیټریویچ میډویډیف دی (۱۹۹۵ز کال کې زېږېدلی). د هغه مېرمن سویټلانا ولادمیروفنا میډویډیفا، چې د ماشومتوب ملګرې او د ښوونځي پرمهال یې معشوقه هم وه. دوی په ۱۹۸۲ز کال کې له ښوونځي نه تر فراغت څو کاله وروسته واده وکړ.
میډویډیف له سربستان نه د لیدلو په ترڅ کې د سربستان د ارتودوکس کلیسا تر ټولو لوړه جایزه ترلاسه کړه؛ «په نړیوال ارتودوکسي یووالي کې یې د ونډې او د سربیا له خلکو سره یې د مینې» له امله دغه جایزه ترلاسه کړه.
میډویډیف هر سهار او ماښام یو ساعت لامبو وهي او د وزن تمرین کوي. هغه په ورځ کې دوه ځلې ۱۵۰۰ متره (۴۹۰۰ فوټ) لامبو وهي. ځغاسته کوي، شطرنج لوبوي او د یوګا تمرین کوي. د میخایل بلګاکوف د آثارو لوستنه یې ذوقي چاره ده او د هري پاټر د لړۍ پلوی دی. هغه د فوټبال مینه وال هم دی.
میډویډیف یو اماتور عکاس دی. د ۲۰۱۰ز کال په جنورۍ کې د هغه یو عکس په خیریه بولۍ کې په ۵۱ میلیون روبلو (۱۷۵۰۰۰۰ امریکایي ډالرو) وپلورل شو، چې دا تر ټولو ګران بیه عکس و. دا عکس د میخایل زینګارویچ له خوا واخیستل شو. میخایل د ایلیم ډلې د مدیره پلاوي بنسټ اېښودونکی او غړی و، چې په ۹۰ لسیزه کې میډویډیف ورسره د وکیل په توګه کار کاوه.
په ۲۰۰۷ز کال کې د میډویډیف کلنی عاید ۸۰۰۰۰ ډالر ښودل شوی، چې د بانکي سپما مقدار یې هم همدا ښودلی، مېرمن یې د سپما یا عاید په اړه کوم راپور نه ورکوي.
میډویډیف پر خپلې مورنۍ ژبې روسي سربېره، په انګلیسي هم خبرې کوي، خو په مرکو کې یوازې په روسي غږېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ډمیټري میډویډیف, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.