چلندپالنه د انسانانو او ژویو پر چلند باندې د پوهېدنې یوه سیسټماتیکه تګلاره ده.
داسې انګېرل کېږي چې چلند، هغه غیرارادي غبرګون دی چې د پخوانیو ځانګړو لمسوونکو په یوځای کېدو سره په یوه چاپېریال کې راپارېږي، او یا د یوه وګړي د مخینې یوه پایله ده چې په ځانګړي ډول، پهکې د وګړي غیرمترقبه پياوړتیا او ځپنه د وګړي له اوسني لمسېدونکي حالت او د لمسوونکو کنټرول سره یوځای شامل دي. که څه هم چلندپالونکي، په ټولیزه توګه، د چلند په ټاکلو کې د وراثت اړخ مهم ګڼي، خو ډېري وخت پر چاپېریالي پېښو باندې تمرکز کوي. چلندپالنه د فلسفې، میتودپېژندنې او تیوري یوشمېر برخې سره یوځای کوي. چلندپالنه د ۱۹۰۰ز لسېزې په لومړیو کې د ژورتیا ارواپوهنې او د ارواپوهنې نورو دودیزو بڼو ته په غبرګون کې راڅرګنده شوه، چې ډېري وخت د هغو وړاندوینو په رامنځته کولو کې یې ستونزه درلوده، چې په تجربي توګه ازمایل کېدلای شوې، خو د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې له پخوانیو څېړنو څخه یې سرچینه نیوله، څرنګه چې ادوارد لي تورندایک د «اغېزې قانون» مخکښ پاتې شوی ؤ، دغه قانون داسې یوه کړنلاره ښیي چې په کې د یوه چلند پياوړې کوونکې یا کمزوروونکې پایلې شاملې دي. جان برودوس واټسن په ۱۹۲۴ز کې د یوې لیکنې په خپرولو سره، میتودولوجیکي چلندپالنه رامنځته کړه، چې باطنلېدونکي میتودونه یې رد کړل او یوازې د مشاهدې وړ چلندونو او پېښو په اندازه کولو سره د چلند د پېژندنې په لټه کې ؤ. په ۱۹۳۰ز لسیزې کې بوروس فرېدریک سکېنر نظر ورکړ چې پټ چلند – د ادراک او احساساتو په شمول – د مشاهدې وړ چلند کنترول کوونکو لاملونو تابع ده؛ دا د هغه د «راډیکالي چلندپالنې» فلسفې لپاره یو بنسټ وګرځېد. په داسې حال کې واټسن او ایوان پاولوف د «شرطيکېدنې په غبرګون» کې د خنثی (شرطي) لمسوونکي د غیرارادي غبرګونونو د راپارېدنې څرنګوالی تر څېړنې لاندې نیولی ؤ، سکېنر د د چلند ښودونکو پخوانیو متمایزو لمسوونکو مخینه وارزوله؛ دغه تخنیک د «عامل شرطي کېدنې» په نوم وپېژندل شو. د راډیکالي چلندپالنې کارَونې، چې د تطبیقي چلند د تحیل په توګه پېژندل کېږي، په بېلابېلو برخو کې شتون لري؛ د بېلګې په توګه: د ژویو تطبیقي چلند او د تنظیمي چلند سمبالوَنه، چې د اوتیزم او موادو ناوړې ګټېاخېستنې په څېر روحي اختلالاتو د درملنې لپاره کارول کېږي. سربېره پر دې، په داسې حال کې چې د ساپوهنیز تفکر د چلندپالنې او او ادراکي مکتبونه، له تیوري اړخه، سره موافق نهدي، خو په ادراکي-چلندي درملنو کې یو د مکمِل ګرځېدلي دي (چې د «ساده وېرې»، «تر پېښې وروسته د ترتاب اختلال یا PTSD» او «مزاجي اختلالاتو» په څېر ځانګړو رنځپېژندنو کې ګټور تمامېږي). ډولونهد چلندپالنې بېلابېلو څانګو ته ورکړل شوي سرلیکونه په لاندې ډول دي:
د تیوریکي چلندپالنې دوه فرعي بڼې په لاندې ډول دي:
نومهاله تیوري: راډیکالي چلندپالنهبوروس فرېدریک سکېنر، راډیکالي چلندپالنه، د «چلند تجربي شننې» د جاجي بنسټ په توګه، وړاندې کړه. دغه لیدلوری، د چلند په تړاو د څېړنو له نورو تګلارو څخه، د بېلابېلو اړخونو له پلوه توپیر لري؛ خو تر ټولو ستر توپیر بیا دا دی چې راډیکالي چلندپالنه، د احساساتو، د ذهن حالتونو او باطنلېدنې (چې دغه چلندونه د علمي څېړنې سکالو هم ده) د منلو په ترڅ کې، له میتودولوجیکي چلندپالنې سره په ټکر کې راڅرګندېږي. د بېلګې په توګه: میتودولوجیکي چلندپالنه، غیرارادي غبرګون، د ټولو چلندونو لپاره د یوه موډل په توګه، ردوي او له چلندپوهنې څخه، د فزیولوجي یوه بشپړوونکي خو خپلواک ساینس په توګه، دفاع کوي. راډیکالي چلندپالنه کې په پراخه توګه، د امریکایي واقعیتپالنې (پراګماتیزم) په شانې د لوېدیځ ګڼشمېر فزیولوجیکي څنډې رانغاړل کېږي که څه هم جان برودوس واټسن د حرفوي ژوند په اوږدو کې خپل په میتودولوجیکي چلندپالنې دریځ باندې ټینګار درلود، خو واټسن او روزالي راینر د کوچني آلبرټ څېړل شوې تجربه (۱۹۲۰ز) ترسره کړه. په دغه مطالعه کې، د یوه (انسان) ماشوم د ژړا غیرارادي وېرېدونکي غبرګون د راپارولو په موخه د غبرګون کوونکي په شرطي کېدنه کې د لومړي ځل لپاره د ایوان پاولوف تیوري وکارول شوه، چې دا کارَونه په راډیکالي چلندپالنه کې د پټ چلند (یا خصوصي کانو) په پوهاوي کې د یوې پېلامې په توګه راڅرګنده شوه. سره لهدې، سکېنر احساس کاوه چې ګنې کرکجن لمسوونکي باید یوازې په ژویو کې وازمایل شي او پر انسان باندې د واټسن پر شخړهییزو ازمایښتونو باندې یې کلکه نیوکه وکړه. په ۱۹۵۹ز کې، سکېنر د دوو کوترو احساسات مشاهده کړل او ویې لېدل چې قهرجنې ښکاري ځکه چې بڼکې یې راولاړې شوې وې. کوترې د یوه عمل په صندوق کې کېښودل شوې، چېرې چې په چاپېریال کې د پخوانۍ پياوړتیا په پایله کې، غوسهناکه وې. د لمسوونکي د کنټرول او د راتلونکي تمایز د روزنې له لارې، کله چې به سکېنر شین څراغ ګُل کړ، نو کوترو به پام کاوه چې د خوراک پياوړی کوونکی د هرې مښوکې وهلو په پایله کې پرې کېږي او پرته له شخړې څخه یې غبرګون ښوده. سکېنر دې پایلې ته ورسېد چې انسانان هم شخړه او یرغل زده کوي او دا داسې احساساتو (او نور خصوصي کانو) درلودونکي دي چې له غیرانساني ژویو سره کوم توپیر نهلري. سرچینې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article چلندپالنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.