یوسِف کينډۍ:عبری (د نوم مانا: «هغه يې ډېروي») د تنخ یهودي وگړو له ډلې نه يو وگړی وو چې د انجیل له مخې په عتيق پېر کې اوسېده.
همداراز په قرآن کې هم د دې سړي يادونه د پيغمبر په توگه شوې او د مسلمانانو تر څنگ یهودان، عيسویان او مسلمانان يې د پیغمبر په توگه پېژني. هغه د یعقوب په دولسو ځامنو کې يوولسم ځوی وه.. د عبراني انجيل تر څنگ په نورو اسماني کتابونو کې يې هم کيسه راغلې. يوسف د خپلو وروڼو د حسادت په نتيجه کې د مريي په توگه پلورل کېږي، خو په مصر کې د مرييتوب نه تر ټولو لوی واکمن سړی ترې جوړېږي او د فرعون نه وروسته د پوره واک خاوند گرځي. کله چې د قدرت په څوکۍ کښېني نو بيا خپله ټوله کورنۍ مصر ته راولي او د گوشېن په زمکو کې مېشت کېږي. دا کيسه د اسراييلو او يهودو نه وروسته په اسلامي او لوېديځ کلتور کې ډېر اهميت لري.
د عنيق پېر له مخې یوسف د یعقوب او راحیل ځوی دی چې د مړينې وروسته يې هډونه شچم کې خاورو ته سپارل شوي. د پوهنتونونو مورخين په دې عقيده دي چې د عتيق په پېر کې د يعقوب داستان د يوې لرغوني مصري کيسې «د دوه وروڼو داستان»* پر بنسټ ليکل شوی که څه هم چې د عتیق پېر ليکونکي په دې کيسې کې په جادویی اړخونو او رنگونو انځورولو هڅه کړې خو بيا وروسته همدا کيسه شډله کړل شوې او په يوې نوې مانا راڅرگنده شوې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article يوسف, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.