هیلا سلاسي

لومړی هیلا سلاسي (د تافاري ماکونن په نوم زېږېدلی؛ زوکړه: د ۱۸۹۲ زکال د جولای ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د اګست ۲۷ مه) له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې د ایتوپیا سترواک و.

نوموړی له ۱۹۱۶ زکال څخه د سترواکې ملکې زیودیتو له خوا د ایتوپیا د نایب السلطنت کېدو وروسته واک ته ورسېد. هیلا د ایتوپیا د معاصر تاریخ جوړونکی شخصیت او د راستافاري په نامه د جامایکا د مذهبي خوځښت له کلیدي غړو څخه و؛ یاد خوځښت په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د نوموړي له واک ته رسېدو ډېر ژر وروسته رامنځته شو. نوموړی د سلیماني سلسلې له غړو څخه و چې ادعا یې کوله نسب یې لومړني منلیک سترواک ته رسېږي؛ باور پر دې دی چې منلیک سترواک د پاچا سلیمان او د سبا د ملکې، ماکدا زوی و.

هیلا سلاسي
(امهاري: ኃይለ፡ ሥላሴ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هیلا سلاسي
هیلا سلاسي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Täfäri Mäkonnän د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۳ جولای ۱۸۹۲
مړینه 27 اگسټ 1975 (83 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آدیس آبابا   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېتوپيا سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امهري ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هیلا سلاسي  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هیلا سلاسي هڅه وکړه څو هېواد د یولړ سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو پر بنسټ له دې ډلې په ۱۹۳۱ زکال کې د هېواد د لومړني مکتوب اساسي قانون د وړاندې کولو او همدارنګه د غلامۍ په له منځه وړو سره معاصر کړي. نوموړي د ایټالیا-ایتوپیا په دویمه جګړه کې هڅه وکړه څو له ایتوپیا څخه دفاع وکړي خو بریالی نه شو او د ایټالیا له خوا یې د ایتوپیا د اشغال ډېره موده په انګلستان کې په تبعید کې تېره کړه. په ۱۹۴۰ زکال کې نوموړي په ایتوپیا کې د فاشېزم ضد مبارزې د همغږۍ په موخه سوډان ته سفر وکړ او په ۱۹۴۱ زکال کې د افریقا ختیځ لوري ته له لښکرکشۍ وروسته خپل هېواد ته وګرځېد. نوموړي د ایتوپیا او اریتریا فدراسیون چې په ۱۹۵۰ زکال کې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا له خوا جوړ شوی و منحل کړ او اریتریا یې د یو ایالت په توګه ایتوپیا ته ضمیمه کړ، په داسې حال کې چې د جلا غوښتنې پر وړاندې یې مبارزې هم دوام درلود.

د سلاسي نړۍ پالونکي لیدلوري لامل وګرځېدل څو ایتوپیا د ملګرو ملتونو د منشور په غړو هېوادونو کې شامل شي. په ۱۹۶۳ زکال کې نوموړي د افریقايي اتحادیې د مخکښ سازمان یا د افریقایي یووالي سازمان د جوړونکې غونډې مشري د دغه سازمان د لومړني مشر په توګه وکړه. نوموړی په ۱۹۷۴ زکال کې د ډرګ د مارکسیستي – لینینېستي ډلې د پوځي کودتاه له امله له واکه ګوښه کړای شو. هیلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه ترور کړای شو.

د راستفاري خوځښت د یو شمېر غړو ترمنځ، هیلا سلاسي د بایبل راګرځېدلی مسیح و چې پر باور یې خدای په کې حلول کړی. د دغه باور له شتون سربېره؛ نوموړی عیسوي و او د ایتوپیا د ارتودکس کلیسا اصولو او مناسکو ته پابند و. د راستافاري خوځښت د ۱۹۳۰ زکال په شاوخوا کې په جامایکا کې تاسیس شو چې د پیروانو شمېر یې په ۲۰۱۲ زکال کې له ۷۰۰ زرو څخه تر یو میلیون تنو پورې اټکل شوی.

یو شمېر تاریخ پوهان پر هغه باندې د هغو ځمکې لرونکو اشرافو (مصافنت) د ځپلو له امله نیوکې کوي، چې د ده د اصلاحاتو سره یې مخالفت درلود؛ یو شمېر منتقدین بیا په چټکۍ سره د ایتوپیا په معاصر سازۍ کې د نوموړي په پاتې راتلو نیوکې کوي. د نوموړي د حکومتولۍ پر مهال له هراري وګړو سره له ظلم کار واخیستل شو او هغوی اړ شول څو خپلې سیمې پرېږدي. د هغه رژیم همدارنګه د بشري حقونو د یو شمېر ډلو لکه د بشري حقونو د څار ډلې له خوا د خپل سري او غیر لیبرال دولت په توګه تر نیوکو لاندی راغلی. یو شمېر سرچینې بیا څرګندوي چې د هغه د واکمنۍ پر مهال اورومو ژبه له زده کړو وویستل شوه او په عامه چاپېریال او رسمي دفترونو کې یې ویل منع شول؛ په داسې حال کې چې هېڅ داسي قانون یا دولتي پالیسۍ شتون نه درلود چې کومه ژبه ده منع کړي. د هایلا سلاسي دولت ګڼ شمېر امهارا وګړي د ایتوپیا سویل ته کډه کولو ته اړ کړل، چېرې چې هغوی په دولتي ادارو، محاکمو او کلیسا ګانو کې خدمت کاوه. د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د هاچالي هوندسا له مړینې وروسته د لندن په کانیزارو پارک کې د سلاسي مجسمه د اورمو لاریون کوونکو له خوا تخریب او په هرار کې یې د هغه د پلار مقبره هم له منځه یووړه.

بیوګرافي

لومړنی ژوند

د هایلا سلاسي سلطنتي لړۍ (د پلار د مور له اړخه) د شیوا سلیماني امهارا پاچا ساهلی سلاسي ته اړوندېږي. نوموړی د ۱۸۹۲ زکال د جولای په ۲۳ مه د ایتوپیا د هرار ایالت په اجرسا ګورو کلي کې وزېږېد. د هایلا سلاسي مور د پلار له اړخه اورومو او د مور له اړخه ګورجه اجداد لرل، په داسې حال کې چې پلار یې د مور له اړخه له مهارا وګړو څخه و، خو پلرنی نسب یې لا هم د بحثونو موضوع ده. د هایلاسلاسي پلارنی نیکه د شیوا اشرافي کورنۍ ته اړوند و او په سیمین شیوا سیمه کې د منز او ډوبا ګورنر و. مور یې وایزرو («مېرمن») یشیمبت علی ابا جیفر د والو ایالت د وېرالو سیمې د قوماندان علي ابا جیفر لور وه. د هغه مورنۍ انۍ د ګورجه وراثه و. د هایلا سلاسي پلار دوک میکونین ویلډ میکایل د پاچا ساهلی سلاسي لمسی و چې یو وخت د شیوا حاکم و. نوموړي د ایټالیا – ایتوپیا په لومړۍ جګړه کې د جنرال په توګه خدمت وکړ او په ادوا جګړه کې یې مهم رول ولوباوه. هایلا سلاسي په دې ترتیب سره وکولای شول له خپلې پلرنۍ انۍ مېرمن ټنګنورک ساهلي سلاسي له اړخه چې د سترواک دویم منلیک عمه او د شیوا د سلیماني امهارا پاچا، ساهلي سلاسي لور وه؛ تاج او تخت ته ورسېږي. له همدې امله هایلا سلاسي ادعا کوله چې هغه د سبا د ملکې ماکدا او لرغونو اسرائیلو ته د اړوند پاچا، سلیمان له نصب څخه دی.

حکومتولي

تافاري په ۱۹۰۶ زکال کې د سلاله واکمني پر غاړه واخسته، هغه قلمرو چې حاشیوي اهمیت یې درلود او ده ته یې اجازه ورکړه څو زده کړو ته دوام ورکړي. په ۱۹۰۷ زکال کې د سیدامو ایالت د یوې برخې حاکم وټاکل شو. ویل کېږي چې هایلا سلاسي د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې له مېرمن آلتایچ سره واده وکړه او له همدغې اړیکې د ده لور شهزادګۍ رومانورک زېږېدلې.

په ۱۹۰۷ زکال کې د خپل ورور یلما له مړینې وروسته د هرار واکمني تشه پاتې شوه او د هغو اداره منلیک ته وفادار جنرال، بالچا سافو ته وسپارل شوه. په هرار باندې د بالچا سافو اداره بې اغېزې وه او له همدې مله د دویم منلیک د وروستۍ ناروغۍ او سترواکې تایتو بیتول د لنډ مهالې ادارې پر مهال په ۱۹۱۰ یا ۱۹۱۱ زکال کې د هرار د واکمن په توګه وټاکل شو.

د ۱۹۱۱ زکال د اګست په ۳ مه، نوموړي د لیج ایاسو د تاج او تخت د وارث له خورځې مېنن آسفاو سره واده وکړ چې له امباسل سیمې څخه وه.

مړینه

د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۸ مه دولتي رسنیو راپور خپور کړ چې هایلا سلاسي د ۱۹۷۵ زکال د اګست په ۲۷ مه د پروستات له جراحي عملیاتو وروسته د تنفسي ستونزې له امله ومړ. ډاکټر اسرت ولدیز د عملیاتو پر مهال د دغې نیمګړتیا ادعا رد کړه او د دولتي رسنیو له خوا د هغه د مړینې لامل یې درواغ وباله. د هغه د پروستات عملیات په ښکاره توګه د دولتي رسنیو له دغې ادعا څو میاشتې وړاندې ترسره شوي و او سلاسي د خپل ژوند په وروستیو کې بشپړ روغتیايي حالت درلود. په ۱۹۹۴ زکال کې په ایتوپیا کې یوې محکمې څو پخواني پوځي افسران د ۱۹۷۵ زکال پر مهال د خپل خوب په تخت کې د پاچا په وژنه کې مجرم وګڼل. د درګ د سوسیالیستي پوځي رژیم له پاشل کېدو درې کاله وروسته محکمې دغه دولت په نسل وژنې او نورو ګڼ شمېر وژنو کې په لاس لرلو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې داسې اسنادو ته یې لاسرسی موندلی چې ښيي د پوځي رژیم لوړ پوړو چارواکو د «فئوډالي رژیم» د رهبرۍ له امله د هایلا سلاسي د ترور امر ورکړی. دغه اسناد په مجازي فضا کې په پراخه کچه خپاره شول چې ښودله یې درګ د ترورو وروستی امر ورکړی او د پوځي رژیم مهر او لاسلیک په کې شتون لري. د دغو اسنادو رښتیا توب د درک د پخواني پوځي رژیم د یو شمېر غړو له خوا تائید شوی.

سرچينې

Tags:

هیلا سلاسي بیوګرافيهیلا سلاسي سرچينېهیلا سلاسي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سورة المجادلةاحمد يوسف نورستانيپير روښانمصرسید مرچ آغاملاله ميوندوالهغازي محمد جان خان وردگشیريخوشال خان خټکد لوی اختر مياشتسردار علي ټکرپوځسیال په سیال (شبکه)ازاد شعربست کلاامير دوست محمد خانمصنوعي ځيرکتیاخالد بن ولیدهډوکیپرمخ (جنسي عمل)تودوخه بدلونکید انګلستان دویم جېمزد لویې بریتانیا ملکه، آند امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهد کمپیوټر ځانګړتیاويکمول (مارغه)وختد باغ بالا ماڼۍکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)کالڅارنهد ګنډلو ماشینتقاعدايرانانځور خبرياليعبدالرحمان بابااسټرالیاد افغانستان – تاجکستان پولهد انګستان درېیم ویلیامانوشکا شيټيبوټپوهنهمرکزي بانکدوچکالۍ په وړاندې تدابیرجنسي ځورونهپښتانه ټبرونهاپلاتونکرواسیایي ژبهملا محمد عمرډاکتر کبير ستوریامير امان الله خانافغانستان ته د اسلام راتگد افغانستان باندنۍ اړيکېکټرينا کیفمنرالدعناصرو دوراني جدولسراج الدين حقانيد رواندا فرانکانا بورکوسکاحیاتي کیمیاد ښځې تناسلي آلهنورستان ولايتعبدالله بختانی خدمتگارعددکومي جمهوريتموسی قلعه🡆 More