هسپانوۍ انفلونزا

هسپانوۍ انفلونزا، چې د سترې انفلونزا وبا یا د ۱۹۱۸ ز انفلونزا وبا یې هم بولي، د انفلونزا په بې ساري توګه وژونکې نړیواله وبا وه چې د H1N1 انفلونزا الف ویروس له امله رامنځته شوې وه.

تر ټولو لومړۍ پېښه د ۱۹۱۸ز کال په مارچ میاشت کې د امریکا د کېنساس په آیالت کې ثبت شوه او ورپسې په اپریل میاشت کې په فرانسه، جرمني او بریتانیا کې نورې پېښې ثبت شوې. دوه کاله وروسته، د نړۍ نږدې نیمايي وګړي، یا شاوخوا ۵۰۰ میلیونه خلک، په څلورو پرله پسې څپو کې په دې ناروغۍ اخته شوي وو. اټکل دا دی چې د دې انفلونزا له امله له ۱۷ میلیونه نه تر ۵۰ میلیونه یا هم ښايي تر ۱۰۰ میلیونه  پورې خلک مړه شوي دي، نو ځکه دا د بشر په تاریخ کې یوه تر ټولو وژونکې وبا ګڼل شوې ده.

"هسپانوۍ انفلونزا" په حقیقت کې یو ناسم نوم دی. دا وبا د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې خپره شوه او لکه څرنګه چې جګړه وه، نو هېوادونو د روحیې لوړ ساتلو په موخه دا خبره پټه وساتله، خو په ناپلوې هسپانیه کې ورځپاڼو آزادانه د دې وبا د خپراوي په اړه راپورونه ورکړل. همدا کیسې وې چې هسپانیا په غلطۍ سره د دې وبا د خپراوي مرکز وبلل شوه او د هسپانيې نه بهر ورځپاڼو دا ناروغي د "هسپانوي" زکام په نامه ونوموله. د محدودې اپيدمیلوژیک (epidemiological) تاریخي ډېتا له امله د دې ساري ناروغۍ د راټوکېدو اصلي ځای مشخص نه دی او په دې تړاو ډول ډول ضدونقیض اټکلونه شته ديٍ.

په ډېری مواردو کې د انفلونزا ناروغۍ خپرېدو ځوانان او زاړه پرته له توپیره وژلي دياو په دې منځ کې بیا ډېر ژوندي هم پاتې شوي دي، خو دا ځل دې ناروغۍ اکثراً ځوانان مړه کړل. ساینسپوهان د دغې ډېرې مړینې لپاره ګڼ دلیلونه وړاندې کوي، لکه شپږ کلنه اقلیمي ګډوډي چې د ناروغۍ د ناقلینو (لېږدوونکو) پر کوچېدو يې اغېز درلود او ډېره شونتیا لري چې دا چاره د اوبو له لارې ترسره شوې وي. دا وېروس ځکه په ځانګړې توګه مرګونی و چې د سایتوکین هجوم (cytokine storm) لامل شو او په سبب يې د ځوانو لویانو پیاوړی دفاعي سیسټم له منځه ولاړ، که څه هم دا ویروسي عفونت ظاهراً د پخوانۍ انلفونزا له کچې نه ډېر زورور نه و. خوارځواکي، له خلکو ډک طبي پنډغالي او روغتونونه، کمزوری نظافت، چې د جګړې سره لانور هم خراب شول، د بکتریاوي عفونتونو د ډېرېدو لامل شول او ډېری قربانیان یې له اوږدې مرګ بسترۍ نه وروسته ووژل.

د ۱۹۱۸ز کال هسپانوۍ انفلونزا د هغو درېو لومړنیو انفلونزايي وباوو نه چې د H1N1 انفلونزا الف ویروس له  امله رامنځته شوې ده، چې تر ټولو وروستۍ هغه يې د ۲۰۰۹ز کال د خوګ انفلونزايي وبا وه. د ۱۹۷۷ز کال روسۍ انفلونزا هم د H1N1 ویروس له امله رامنځته شوې وه او ډېری يې ځوانان ونیول. هسپانوۍ انفلونزا تر هغه د تنفسي ویروس تر ټولو مرګونې وبا وه چې د ۲۰۱۹زکال په  ډسمبر میاشت کې روانه کووید ۱۹ وبا رامنځته شوه او لامل یې هم SARS-CoV-2 و.

هسپانوۍ انفلونزا
د El Sol (مادرید) لومړۍ مخ، ۲۸ مۍ ۱۹۱۸: "درې ورځنۍ تبه. ۸۰۰۰۰ خلک يې په مادرید کې نیولي دي. H.M. پاچا ناروغ دی."

رېښه

دا وبا په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي چې د ځای، وخت او شرایطو سره سم ځینې زاړه، ځینې نوي نومونه دي. د بدیلو نومونو د اېښودلو لامل هم پر هغو خلکو د دې بلا نازېدېدل او اغېزې دي چې څو کاله وروسته پوه شول، دا نالیدونکي ویروسونه د انفلونزا لامل شوي وو. د علمي ځوابونو د نه شتون له امله د سري-لیون اونیز اخبار (فري ټاون) وړاندیز وکړ چې په عبرانۍ ژبه د انجیل کتاب د ۱۶م خروج (Exodus 16) له برخې نه په پوښتنې مطرح کولو سره دې یو چوکاټ جوړ شي: [الف] "یو شی په ډاګه دی- ډاکټران په اوس مهال کې اریان دریان دي او زموږ وړاندیز دا دی چې تر هغه دې ډاکټران دې ناروغۍ ته انفلونزا نه وايي چې تر څو پوره پوهېدلي نه وي او د اوس لپاره دې من هو (Man hu) یعنې 'دا څه دي؟' نوم ورته وکاروي."

توصیفي نومونه

د انفلونزا په څېر ناروغیو خپراوي پېښې، په ۱۷-۱۹۱۶ کلونو کې د فرانسې په ایتاپلیس بریتانوي پوځي روغتونونو او د انګلیس کانال ها بلې غاړې د بریتانیې په الډرشاټ سیمه کې ثبت شوې دي. د ۱۹۱۸ز کال له وبا سره په ګډو کلینکي نښو کې دا نښه هم وه: د مخ پوخ سوررنګی سیانوزیس (cyanosis) چې په چټکۍ سره يې پراختیا موندله. په مړو کېدونکو ناروغانو کې دغه ځانګړی شین-بنفشي سیانوزیس د دې لامل شو چې دې ناروغي ته د 'ارغواني مرګ" نوم ورکړل شي.

د الډرشاټ ډاکټرانو وروسته په ده لانسیټ (The Lancet) خپرونه کې ولیکل: "د انفلونزا نیوموکوکال زولن برانشیټونه (influenza pneumococcal purulent bronchitis) چې موږ او نورو په ۱۹۱۶ او ۱۹۱۷ کې تشریح کړل، په بنسټیز ډول د اوسني مهال د انفلونزا وبا سره یو شان وضعیت لري. "زولن برانشیټونه" لاهم د هماغه A/H1N1 ویروس سره تړل شوي نه دي، خو کیدای شي یوه نښه يې وي.

په ۱۹۱۸ز کال کې، 'د انفلونزا وبا' (په ایټالوۍ ژبه: influenza, influence) چې په هغه وخت کې يې 'والګی' (په هسپانوۍ ژبه (la grippe, grasp) هم باله، د پسرلۍ په وروستیو وختونو کې د امریکا په کېنساس ایالت کې راښکاره شوه او له هسپانیې نه لومړني راپورونه د مۍ په ۲۱مه راپیل شول. د دواړو ځایونو نه راپورونو دا 'درې ورځنۍ

هسپانوۍ انفلونزا 
ده ټایمز The Times (لندن) د مخ پاڼه ۲۵ جون ۱۹۱۸: "هسپانوۍ انفلونزا"

تبه' (fiebre de los tres días) بلله.

ټولنیز نومونه

د نویو عفوني ناروغیو د رامنځته کېدو بېلګو ډېری بدیل نومونه مستعار دي او بهرني ښکاري. دا بېلګه ان د ۱۸۹۰-۱۸۸۹ ز وبا نه وړاندې لیدل شوې ده، چې 'روسۍ انفلونزا'

هسپانوۍ انفلونزا 
د 'هسپانوۍ انفلونزا' د مخنیوي لپاره د فارمامینټ (Formamint) ګولیو لپاره په ده ټایمز (The Times) ورځپاڼه کې سوداګریز اعلان ۲۸ جون ۱۹۱۸ز

يې هم بولي، په داسې حال کې چې روسانو لا له وړاندې د انفلونزا وبا "چینايي زکام"، جرمنیانو "روسی طاعون' او ایټالویانو "جرمنۍ ناروغي" بلله. دا ټاپې د ۱۹۱۸ز کال په وبا کې هم بیاځلي وکارول شوې او نوې ټاپې هم پرې ورزیاتې شوې.

'هسپانوۍ' انفلونزا

له هسپانې نه بهر ډېر ژر دا ناروغي د 'هسپانوۍ انفلونزا' په ناسم نامه ونومول شوه. د ۱۹۱۸ز کال د جون په ۲یمه نېټه د لندن ده ټایمز ورځپاڼې د یوه خبر عنوان څه داسې و "هسپانوۍ وبا،" او لیکلي يې وو چې په مادرید کې "د یوې نامعلومې ناروغۍ...چې ښکاره د والګي ځانګړنې لري" ، له امله د ۱۰۰۰۰۰نه ډېر خلک قرباني شوي دي"، پرته له دې چې په نېغ ډول "هسپانوۍ انفلونزا" ته ګوته ونیسي. درې اوونۍ وروسته بیا ټایمز راپور ورکړ چې، "هر څوک نن فکر کوي چې دا 'هسپانوۍ' انفلونزا ده." درې ورځې له هغه وروسته د "هسپانوۍ انفلونزا" د مخنیوي لپاره د فارمامینټ (Formamint) ګولیو لپاره په ده ټایمز (The Times) ورځپاڼه کې سوداګریز اعلان خپور شو. کله چې دا خبر مسکو ته ورسېد، پراوډا اعلان وکړ، " Ispánka(هسپانوۍ مېرمن) په ښار کې ده،" چې بیا همدا 'هسپانوۍ مېرمن' يې یو بل عام نوم شو.

دا ناروغي له هسپانيې نه خپره شوې نه ده، خو راپور يې ترې خپو شو، ځکه د جګړې پر مهال په جنګ کې د ښکېلو هېوادونو له خوا سانسور شته و. هسپانیه یو ناپلوی هېواد و او د جګړه ییز چمتووالي ظواهرو ته يې اندېښنه نه لرله او د لوړې روحيې ساتلو لپاره يې د جګړې د مهال تبلیغاتي ماشین ته اړتیا نه درلوده، نو همدا و چې ورځپاڼو يې په آزاده توګه د دې وبا د اغېزو په اړه راپورونه ورکړل او ان د هسپانيې د پاچا دیارلسم الفونسو د ناروغۍ خبر يې خپور کړ او په دې توګه هسپانیه د دې وبا جوته سیمه شوه. سانسور دومره اغېزمن و چې د هسپانیې روغتیايي چارواکي خبر نه وو چې ګاونډي هېوادونه یې هم په ورته ډول اغېزمن شوي دي.

د ۱۹۱۸ز کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا طبي انجمن ژورنال (Journal of the American Medical Association) ته د ماډریډ په لیک "Madrid Letter" کې هسپانوي چارواکو خپل اعتراض داسې وړاندې کړ، "موږ په ډېرې حیرانۍ سره خبر شوو چې دا ناروغي په نورو هېوادونو کې ویجاړونکې اغېزې لري او خلک يې 'هسپانوی والګی' بولی. او د څه لپاره هسپانوی؟ ...دا وبا په هسپانیه کې راټوکېدلې نه ده، او دا خبره باید د تاریخي اثبات لپاره ثبت کړل شي،."خو وړاندې له دې چې دا لیک خپور شي، د صربستان ورځپاڼې (کورفو Corfu) ولیکل، "ګڼو هېوادونو د دې تپل شوي مېلمه سرچینه یو پر بل وراړولې ده..."

سرچینې

Tags:

هسپانوۍ انفلونزا رېښههسپانوۍ انفلونزا سرچینېهسپانوۍ انفلونزا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د عیسوی کال میاشتېاهل سنت او جماعتد افغانستان وزارتونهشکرې ناروغيn9fhiبانکنوټامير دوست محمد خاند انګستان درېیم ویلیاموچکۍ تبه (محرقه)شراب د اسلام له نظرهجنتیکد افغانستان لومړی وزيرپوځکرنهد واشنگټن څلیامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )مومندشوروي اتحادسرطاناضطرابيوټيوبسوېلي امريکاد کمپیوټر ارزښتچین د خلکو جمهوریتپاميرد افغانستان سيندونهکیم جونګ اوناقلیم پېژندنهلاتينه امريکاد پښتو ژبې ليکنښېافغانستان ته د اسلام راتگاسلام او ساينسسینټ پیټرزبورګپښتونستانمحمد حسن کاکړمحمد بن قاسمتوره تتۍد اسیایي هیوادونو نوملړد ثور انقلابد ښکلا کاریال راښکته کولغوره ويناوېویاناازاد شعروزهگل پاچا الفتله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهجنرال عبدالرازقناروغيآسيامسکو ولايتمحمدد جنازې لمونځمېډياويکينورزيآنتونیو د الیویرا سالازاردرملسترواک ژولیانكابلی تفسيرحميد مومندبرکت الله سليمتوېرښځینه تناسلي طرق اناټوميفیسبوکپه بریتانیا کې بادي برېښناعددله مذهبي ټولنې څخه شړلمعلوماتزده کړهعبدالحميد محتاط🡆 More