نوې نړۍ

«نوې نړۍ» د ځمکې د لوېدیځې نیمې کُرې، په ځانګړې توګه د امریکا لپاره یوه اصطلاح ده.

دې اصطلاح د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې، د اروپا د کشف په وخت کې، وروسته له دې چې ایټالیایي څېړونکی امیریګو ویسپوچی دې نتیجې ته ورسېد چې امریکا د یوې نوې لویې وچې استازیتوب کوي، شهرت ترلاسه کړ او وروسته یې خپلې موندنې په یوې رساله کې چې هغه یې د Mundus Novus په نامه یاد کړ، خپرې کړې. دې احساس د اروپا د کلاسیکو جغرافیه پوهانو د جغرافیایي ساحې لید پراخ کړ، چې دوی به فکر کاوه، چې نړۍ له افریقا، اروپا او آسیا نه جوړه شوې، چې اوس په ټولیزه توګه د زړې نړۍ یا افرو یوریشیا په نامه یادېږي. امریکا د نړۍ څلورمه برخه هم بلل کیږي.

کارول

د «زړې نړۍ» پر وړاندې د «نوې نړۍ» اصطلاح، په تاریخي شرایطو کې او د دې موخې لپاره چې د نړۍ د لویو جغرافیایي سیمو ترمنځ توپیر وشي او د نباتاتو او ژویو د ډولونو ډلبندي چې په همغه وخت کې رامنځته شوې وي، معنا لري.

د «نوې نړۍ» اصطلاح، د لومړي ځل لپاره د ۱۶مې پېړۍ په پیل کې د کریسټف کولمب د سفرونو او له امریکا وروسته د اروپایي استعمار په وخت کې وکارول شوه. دا اصطلاح لاهم په عام ډول، کله چې د دې پېښو په تاریخي اړخونو بحث کېږي، کارول کېږي.

په بیولوژیکي برخه کې کولای شو، ډولونه په زړې نړۍ کې په (پالارټیک، افروټروپک) او د نوې نړۍ په شته ډولونو، لکه: (نارکټیک، نیوټروپک) ووېشو. بیولوژیکي ټیکونومیسټان ډېری وختونه، د «نوې نړۍ» لېبل، د هغو ډولونو ګروپونو سره نښلوي چې په ځانګړي ډول په امریکا کې موندل کېږي، چې د هغوی توپیر د «زړې نړۍ» (اروپا، افریقا او آسیا) له سیالانو سره یې وشي.

د اصطلاح اصل

د فلورنټاین سپړونکی، امریګو ویسپوچي چې په خپل ۱۵۰۳ لیک کې د امریکا لپاره د «نوې نړۍ» (Mundus Novus) اصطلاح رامنځته کړې وه، دې کار ده ته ډېر اعتبار ورکړ، که څه هم، تر ده مخکې هم دې ته ورته اصطلاحات رامنځته شوي او کارول شوي وو.

مخکینۍ کارېدنه

د وینیټنین څېړونکی الویز کاداموسټو د «un altro mundo» («بلې نړۍ») اصطلاح، د افریقا فرعي صحرا لپاره کارولې، چې هغه یې په ​​​​۱۴۵۵ او ۱۴۵۶ ز کې د پرتګاليانو له خوا سپړلې وه. دا یوازې ادبي وده وه، د نړۍ د نوې «څلورمې برخې» وړاندیز نه و. کاداموسټو خبر و چې، د افریقا فرعي صحرا د افریقا لویه برخه وه.

په ایټالیا کې زېږېدلي هسپانوي تاریخ لیکونکي پیټر مارټیر دی انګیرا، د کریسټف کولمب پرادعا چې دی ختیځې آسیا («هند») ته رسېدلی و، شک درلود او په پایله کې یې دوی ته د اشارې لپاره بدیل نومونه راوړي. د کولمب له لومړي سفر نه له راستنیدو نه یوازې څو اوونۍ وروسته، ماریټیر لیکونه ولیکل، چې د کولمب کشف شوې ځمکې ته د «لویدیځ انټي پوډز» («antipodibus occiduis»، ۱۴ د مې ۱۴۹۳ خط ولیکه)، او د«ځمکې نوې نیمې کُرې» («novo terrarum hemisphaerio »، ۱۳ سپټمبر ۱۴۹۳ز) په توګه یې ورته اشاره وکړه او په یوه لیک کې چې نېټه یې ۱ نومبر ۱۴۹۳ ز ده، کولمب یې د «نوې نړۍ موندونکي» («Colonus ille novi orbis repertor ») په توګه یاد کړ. یو کال وروسته (۲۰ اکتوبر ۱۴۹۴ز)، پیټر مارټیر بیا د نوې کُرې حیرانتیا («Novo Orbe») او «لوېدیځې نیمې کُرې» («ab occidente hemisphero ») ته اشاره وکړه.

د هسپانیا کاتولیکو پاچایانو ته د کولمب په ۱۴۹۹ لیک کې، چې د خپل درېیم سفر د پایلو په اړه راپور ورکوي، هغه دا واضح کوي چې، څنګه د سویلي امریکا د اورینوکو ډیلټا لویې اوبه د پاریا خلیج ته په چټکۍ سره روانې دي چې دا ددې معنا لري چې یوه پخوانۍ ناڅرګنده لویه وچه، باید د هغې تر شا پرته وي. کولمب وړاندیز کوي چې، د سویلي امریکا وچه ځمکه «څلورمه» لویه وچه نه ده، بلکې د بائبلیکي دودونو ځمکنی جنت دی، هغه ځمکه چې ویل کیږي، د مسیحیت له خوا پېژندل شوې وي (خو موندل شوې نه وي).

نوې نړۍ

د «نوې نړۍ» اصطلاح (Mundus Novus)، د امریګو ویسپوچي له خوا د هغه ملګري او پخواني مرستندوی لورینزو دي پییر فرانسیسکو دی میډیسي ته په ۱۵۰۳ ز لیک کې چې په پسرلي کې لیکل شوی و، رامنځته شوې او په ۱۵۰۳-۰۴ کې په لاتینيکې ترMundus Novus  عنوان لاندې خپره شوې. د ویسپوچي په لیک کې د فرضیې د چاپ په باب څرګند بیان شته دی، چې  په لویدیځ کې د اروپایی سمندري ځواکونو له خوا کشف شوې ځمکې، لکه څنګه چې کولمب ادعا کړې وه، د آسیا څنډې نه وې، بلکې  دا یوه بشپړه بېله لویه وچه او یوه «نوې نړۍ» وه.

د Mundus Novus د راپور له مخې، ویسپوچي په ۱۷ اګست ۱۵۰۱  ز کې، کله چې  برازیل ته ورسېد، پوه شو چې هغه په ​​یوې «نوې نړۍ» کې دی او د هغه ځای طبیعت او خلک یې د هغه څه سره پرتله کړل، څه چې پرتګالي سیلانیانو د آسیا په اړه ورته ویلي وو. په حقیقت کې، د دوو بېلابېلو سفرونو تر منځ یوه مشهوره ناڅاپی لیدنه، د «Bezeguiche» (د ډاکار خلیج، سینیګال) د اوبو په تمځای کې رامنځ ته شوې وه.

منل

د ویسپوچي د «نوې نړۍ» لېبل، یواځې د سویلي امریکا براعظم ځمکې باندې پلي کېږي. په هغه وخت کې، د شمالي امریکا ډېری براعظمونه لا کشف شوي نه وو او د ویسپوچي څرګندونو دا احتمال له منځه نه و وړی، چې د کریسټف کولمب له خوا د انټیلیز ټاپوګانو کشف، چې ښایي لا هم د آسیا ختیځې څنډې وي، ځکه چې کولمب تر مړینې ۱۵۰۶ز وخته پورې همدا ټینګار کاوه. په ۱۵۰۴ز کې د لیونارډو دا ونسي له خوا رامنځته شوې کُره، له شمالي او مرکزي امریکا پرته نوې نړۍ انځوروي.

د بېړیو چلوونکو غونډه ،چې د junta de navegantes په نامه یادېږي د هسپانیوي پاچایانو له خوا په ۱۵۰۵ ز کې په تورو کې رامنځته شوه او په ۱۵۰۸ ز کې په بورګوس کې یې دوام وکړ، ترڅو د هند په اړه ټول معلومات په سمه توګه ترتیب کړي، د هغه څه په باب، چې کشف شوې موافقې ته ورسېږي او د هسپانیوي څېړنو موخې وټاکي.

امیریګو ویسپوچي په دواړو کنفرانسونو کې برخه اخیستې وه او داسې ښکارېده چې پر دوی باندې یې پراخ اغېز درلود - په بورګوس کې، هغه د لومړي پیلوټ ښاروال په توګه وټاکل شو، د هسپانیا د بېړیو چلوونې مشر وټاکل شو. که څه هم د تورو برګوس کنفرانسونو مقالې ورکې دي، خو دا نژدې یقیني ده چې ویسپوچي خپله وروستۍ د «نوې نړۍ» مقاله ،هلته خپلو ملګرو ته په ښکاره الفاظو بیان کړه.

ددې غونډو په اوږدو کې، هسپانیوي چارواکو په پای کې دا ومنل چې، انټیلیس او د مرکزي امریکا پېژندل شوې برخه، لکه څنګه چې دوی تمه درلوده، د هند نه وه. (که څه هم چې کولمب لا ټینګار کاوه چې ده). هغوی د هسپانیوي څېړونکو لپاره نوې موخې وټاکلې چې: د امریکا له لارې د سمندر له لارې یا د تنګي لارې موندل، چې دا اسیا ته د تلو لپاره مناسبه لاره وه. په انګلیسي کارونې کې، د نوې نړۍ اصطلاح ستونزمنه وه او یو څه وروسته منل شوې ده.

د کارتوګرافیک استازیتوب

په داسې حال کې چې له ویسپوچي وروسته، په عمومي توګه ومنل شو، چې د کولمب کشف آسیا نه، بلکې «نوې نړۍ» وه، خو د دوو لویو وچو تر منځ جغرافیایي اړیکه لاهم روښانه نه وه. دا چې د آسیا او امریکا ترمنځ باید یو لوی سمندر شتون ولري، د ختیځې آسیا د سواحلو په اوږدو کې د پراخو او پرله پسې بحرونو د پیژندل شوي شتون په معنا و. د ځمکې د اندازې په پام کې نیولو سره، لکه څنګه چې د Eratosthenes  له خوا محاسبه شوې، دا د آسیا او نویو کشف شویو ځمکو ترمنځ یوه لویه تشه رامنځته شوې وه.

سرچینې

Tags:

نوې نړۍ کارولنوې نړۍ د اصطلاح اصلنوې نړۍ سرچینېنوې نړۍ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سمندرګیوحېتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟معاصره فلسفهکيمياآيفوند معيار نړيوال تنظيمريونينپښتونخواد بې سيم غوښتنليک پروتوکوليهوديتڅارنهد انګستان درېیم ویلیامد مکسیکو او امریکا جګړهد انګلستان دوم چارلزڅو زېږونيچونگښهزکاتدولت وزیرينغمهد شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲پریزملمردافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېمایکروسکوپپښتو ويکيپېډياتېمور شاه درانيبشارالاسدد لوېدیځې اروپا د منځنیو پېړیو طبد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهاسرائيلد پښتو ژبدودسمپسنززړهمحمد آغې ولسوالۍد جغرافيې تاريخد امریکا متحده آیالاتونهغنمنیو مکسیکوډي آکسي رايبونيوکليک اسيدلاسپښتوملا مشک عالمملنگ جانسردار نصرالله خانويکيمېډيا بنسټملګري ملتونهمولانا بجليګرامير حمزه شينواریافغانستان ته د اسلام راتگایتروسکان تمدنلرغونی یونانزړه پوهنهمحمد نجيب اللهزوکړهکتلهد هوتکيانو ټولواکمنيناروغيواورین پړانګشاه جهاند واده شپهمطيع الله تورابهوږهوزلوبهويټاميناسامه بن لادنشاعرصدام حسیند جو بایډن ولسمشري🡆 More