مني چې په یوناني کې ورته (σπέρμα) او انگرېزۍ کې یې سپرم (Sperm ) چې زړي (تخم) په مانا ده، بلل کېږي، د نارينه بيازېږنده هجرې یا کره پښتو کې ژونکې ته وايي چې په جنسي غدو کې جوړېږي.
دا جنسي غدی په هگیو (بیضه) په لاندینۍ برخه کې جوړېږي، او له جوږېدو وروسته د هگۍ پورته خوا کې راټولېږي. دا ماده له تناسلي الې هغه وخت راووځي کله چې یو نر ژوندی په خوند او شهوت راشي او د خوند وروستي برید ته ورسېږي.
د نارینه د ډېرښت وړ بالغه جنسي سلول یا سپرم (مني) د شمېر په اړه توپیر موجود دی.
د انسانانو کې د سپرم په جوړښت کې څه ستونزه ددې لامل کېدای شي چې د حمل په جوړښت کې ستونزې راپیدا کړي.
د څېړنو له مخې په ژوندیو موجوداتو کې د سپرم د جوړښت پېښلیک تر 600 مېلیونو کلونو هاخوا رسېږي. د سپرم جوړښت او تولید په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د یو جین چې بول (په انگلیسي:Boule) یادېږي جوړ دی. دا چین د انسان له پیداېښته تردې دمه په انسانانو کې یو ډول پاتې شوی دی او په ټولو ژوندیو موجوداتو کې موندل کېږي.
کله چې انسان د ځوانۍ کچې ته ورسي نو په هگیو کې د سپرمونو همېشنی تولید د ۱۲۵ مېلیونو سپرمونو په شمېر ورځ کې تولیدېږي. دا سپرمونه د سمینیفر د لولې په دیوالونو بشپړتیا ته رسي او ددوي لکۍ چې د هغې په وسیله لامبو وهي، د همدې لولې په مرکزي برخې قرار نیسي. بالغ سپرمونه د هغې پیچي لرونکي لولې چې اپیډیم په نامه یادېږي چې د هرې هگۍ په شا موقیعیت لري کې ځای نیسي. په پای کې دا سپرمونه د جنسي کړنو (فعالیتونو) په ترڅ کې له اړونده ځای څخه بهر راووځي او د بدن په دننه کې جذبېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مني, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.