مسواک (عربي:المسواک) خولې پاکولو لپاره د زیتون او ځینو نورو اغځنو بوټو لرگي کارول کېږي.
مسواک عموما د گوتې په پنډوالي او د لوېشت په اوږدوالي غوره کېږي. ددې کارول په اسلام کې ځانته ځای لري. په دې اړه د نبي علیه السلام ځانگړي احادیث راغلي چې مفهوم یې داسې دی: د هغه لمونځ چې ورته مسواک ووهلي شي، او د هغه چې ورته ونه وهلي شي، 70 درجې فضیلت لري. د مسواک په فضایلو ډېری علماوو کتابونه لیکلي. د روژې په حالت کې هم د هغه مسواک وهل روا دي چې بې خونده واوسي.
السنن الکبری کې راغلي
- راوی، حضرت عایشه صدیقه رضي اﷲ عنها: د هغه لمونځ چې ورته مسواک ووهل شي، په هغه لمونځ چې ورته ونه وهل شي، په نسبت اویا درجې فضیلت لري.
صحیح مسلم کې دي:
- راوي، حضرت ابو هریرہ رضي اللہ عنه:
که چېرې زما په امت دا خبره درنه نه تمامېده، نو ما به ورته په هر لمانځه کې د مسواک وهلو حکم کړی وای.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مسواک, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.