د کويټ اقتصاد

د کویټ اقتصاد پر پټرولیمو ولاړ یو بډای اقتصاد دی.

کویټ په نړۍ کې یو له بډایو هیوادونو څخه دی. د کویټ دینار په نړۍ کې تر ټولو زیات ارزښت لرونکې دودپيسه ده. د نړیوال بانک له نظره، کویټ په نړۍ کې د سړي سر ناخالص ملي عاید کې پنځم بډای هیواد دی. د کویټ اقتصاد د سړي سر «جي ډي پي» کې د نړۍ تر ټولو لوی شلم اقتصاد دی. د بېلا بېلو متنوع کونکو تګلارو په پایله کې، پټرولیم اوس د ټولې جي ډي پي ۴۳٪ او د صادراتو د عاید ۷۰٪ برخه جوړوي. د فولادو تولید د کویټ دویم تر ټولو لوی صنعت دی. کویټ په فولادو کې په خپل ځان بسیا دی.

د کويټ اقتصاد

په ۲۰۱۹ز کال کې، د کویټ عمده صادراتي تولیدات کاني تیل و چې په صادراتو کې تیل (د ټولو صادراتو ۸۹.۱٪)، الوتکې او فضايی بیړۍ (۴.۳٪)، عضوي کیمیاوي مواد (۳.۲٪)، پلاستیک (۱.۲٪)، وسپنه او فولاد (۰.۲٪)، ارزښتمن غمي او قیمتي فلزات (۰.۱٪)، د کمپیوټر په ګډون ماشینونه (۰.۱٪)، المونیم (۰.۱٪)، مس (۰.۱٪)، او مالګه، سلفر، ډبره او سیمینټ (۰.۱٪) شامل دي. په ۲۰۱۹ز کال کې کویټ د «سلفوني، نايټريډ او نايټروس» شوي «هايدروکاربن» تر ټولو لوی صادرونکی هېواد و. د ۲۰۱۹ز کال د اقتصادي پیچلتیا شاخص (لړیال) کې کویټ د ۱۵۷ هیوادونو له منځه دري شپېتم مقام خپل کړ. په ۲۰۱۹ز کال کې عراق د کویټ د صادراتو مخکښ بازار و او خواړه/کرنیز تولیدات د ټولو صادراتي توکو ۹۴.۲٪ برخه جوړوله.

پتروليم او طبيعي ګاز

په ۱۹۳۴ز کال کې، د کویټ امیر، د کویټ د تیلو شرکت (Kuwait Oil Co. (KOC)) ته د تیلو امتیاز ورکړ چې د «انګلو- پارس» د تیلو شرکت (وروسته د برتانیا د پترولیم شرکت) او د خلیج د تیلو اتحادیې یې ګډ ملکیت درلود، په ۱۹۷۶ز کال کې د کویټ حکومت « KOC » دولتي کړ.

د کویټ د پټرولیم شرکت (KPC) چې یو نړیوال يو ځای شوی د تيلو شرکت دی، د پټرولیم په سکتور کې د دولتي چارو بنسټيز شرکت دی، په دې کې د کویټ د تیلو شرکت، کوم چې تیل او ګاز تولیدول؛ د کویټ ملي پټرولیم شرکت، تصفیه او کورنی پلور؛ پټروکیمیکل صنعتونو شرکت، کوم چې «امونیا» او «یوریا» تولیدوي؛ د کویټ بهرني پټرولیم لټونې شرکت، په مخ پر وده هیوادنو کې د ځینو نورو امتیازاتو سره، د کویټ تیلو ټانکر شرکت (Kuwait Oil Tanker Co) او «سانټافي» نړیواله اتحادیه، شامل دي. وروستي شرکت چې په ۱۹۸۲ز کال کې بشپړ رانیول شوی، د پټرولیمو په صنعت کې د کویټ د پټرولیمو اتحادیې ته په ټوله نړۍ کې موجوديت ورکوي.

د کویټ د پټرولیمو اتحادیې د خلیج د تیلو شرکت څخه په «بینیلکس» هیوادونو او سکینډینویا کې د تصفیه کولو او اړوندو خدماتو مرکزونه او همدراراز په ایټالیه کې د زېرمه کولو ځايونه او د خدماتو د مرکزونو شبکه هم رانیولي دي. په ۱۹۸۷ز کال کې، د کویټ د پټرولیمو اتحادیې په برتانيه پترولیم کې ۱۹٪ سهم واخیست، کوم چې وروسته ۱۰٪ ته راټیټ شو. د کویټ پټرولیمو اتحادیه خپل توليد په اروپا کې د «کیو-۸» توليد نوم (برانډ) لاندې بازار ته وړاندې کوي او د متحده ایالاتو او جاپان په بازارونو کې لېوالتيا لري.

کویټ د شاوخوا ۹۴ میلیارده بیلرو (۱۴.۹ کیلو متر مربع) د تر لاسه کېدو وړ تیلو زیرمې لري. تر جګړې د مخه، اټکل شوې ظرفیت يې د یوې ورځې پر سر شااو خوا ۲.۴ میلیون بیلره و (پر ورځ کې ۳۸۰× ۱۰۳ متر مکعب). د عراقي نېواک پر مهال، د کویټ د تیلو د تولید وړتیا په عملي توګه هیڅ ته راښکته شوه. همدارنګه، له هغه وروسته خورا ښه بیا رغونه او پرمختګونه وشول. د تیلو تولید د ۱۹۹۲ز کال په پای کې په یوه ورځ کې ۱.۵ میلیون بیلره (۲۴۰×۱۰۳ متر مکعب پر ورځ) و او په ۱۹۹۳ز کال کې تر جګړې مخکې ظرفيت حالت ته ورسېد. د کویټ د تولید وړتیا ۲.۵ میلیون بیلره په یو ورځ (۴۰۰×۱۰۳  متر مکعب پر ورځ) کې اټکل شوې ده. کويټ په پام کې  درلوده چې تر ۲۰۰۵ز کال پورې د دوی وړتيا پر یوه ورځ کې ۳.۵ میلیون بیلره ته لوړه کړي.

چاپېريالي پايښت

د کویټ د ۲۰۳۵ز کال د لرید د برخې په توګه، د کويټ موخه دا ده چې ځان ته د «پیټروکیمیکل» (هغه مواد چې د طبيعي ګاز يا پيتروليمو له تصفيې يا پروسس څخه تر لاسه کېږي) صنعت د نړیوال مرکز په توګه ځای ورکړي. الزور تصفیه ځای په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه تصفیه خونه ده. دا د کویټ تر ټولو لويه له چاپیریال سره برابره د تیلو تصفیه خونه ده. الزور تصفیه خونه د یو کمربند او یوې لارې نوښت تر مخې د کویټ – چین د همکارۍ پروژه ده.

الزور اډه د منځني ختیځ د مایع شوي طبيعي ګاز تر ټولو لویه اډه ده. دا د نړې اوبه شوي ګاز تر ټولو لوی زېرمه ځای او په ګاز د بيا بدلولو تر ټولو لويې شنې سیمې پروژه ده. دې پروژې د درې میلیارده امريکايي ډالرو په ارزښت پانکونه راجلب کړې ده. نورې غټې پروژې یې «بایوفیول» (له عضوي موجوداتو نفط جوړول) او پاک تیل دي. د «سولایبیا» فاضله اوبو تفصيه ځای د نړۍ تر ټولو لوی د فاضله اوبو د پاکولو اډه (تصفيه خانه) ده چې د  قشر د جلا کولو ټیکنالوجۍ انرژي استعمالوي. ام الحیام د فاضله اوبو د تفصيې اډه د نړۍ د لویو ایکولوژیکي دوامداره فاضله موادو د تصفيې له فابریکو څخه يوه ده. د اټکلي ۱.۸ میلیارده امريکايي ډالرو ارزښت په لرلو سره، دا د «پي پي پي» غټو پروژو یوه مخکښه اډه ده. دې په ۲۰۲۰ز کال کې د سیمې په کچه د څلورمې تر ټولو لویې پروژې جایزې ګټلې وه.

د کویټ د چاپیریال ساتنې پروګرام په نړۍ کې تر ټولو لوی د چاپیریال ساتنې پروژو څخه يو دی. د کویټ د ۲۰۳۵ز کال لرلید تر مخې نورې مختلفې لویې زیربنايي پروژې هم شته. اوس مهال کویټ په منځني ختيځ کې د نړۍ تر ټولو لويه قضايي ودانۍ جوړوي، دا نوي قضايي ودانۍ له چاپیریال ساتنې سره برابرې دي. په نورو لويو پرمختګونو کې يې د حصة المبارک «KIPCO» سيمه هم شامله ده.

د نوې کېدو وړ انرژي

د کویټ ۲۰۳۵ز کال د ليدلوري د یوې برخې په توګه، کویټ د بيا نوې کېدو وړ انرژۍ يو لوی پارک پرانیست چې «شقايا د نوې کېدو وړ انرژۍ پارک نومېږي»، په کوم کې چې متمرکزه لمريزه انرژي، لمریز فوتوولټیک او د هوا انرژۍ اډې (فابريکې) شاملې دي. دا پارک څلور برخې لري او هدف يې د ۴۰۰۰ ميګاواټه ظرفيت تر لاسه کول دي. دا به په نړۍ کې د نوي کیدونکې انرژۍ تر ټولو لويو پارکونو څخه يو وي.

د فولادو توليد

د فولادو تولید د کویټ دویم تر ټولو لوی صنعت دی. متحده فولادو صنعتي شرکت، د کويټ د فولادو عمده توليدونکی شرکت دی، دا  شرکت د ټول کویټ کورني بازار تقاضا (په ځانګنړي ډول ابادول) پوره کوي. کویټ په فولادو کې پر خپل ځان بسیا هېواد دی.

کرنه

په ۲۰۱۶ز کال کې، په سبزیو کې د خوړو په برخه کې د کویټ پر ځان بسیاينې تناسب ۴۹.۵٪، په غوښه کې ۳۸.۷٪، په لبنیاتو کې ۱۲.۴٪، په میوو کې ۲۴.۹٪ او په غلو دانو کې ۸.۵٪ و. د کویټ په ټوله سیمه کې ۸.۵٪ کرنیزه ځمکه شامله ده، په داسې حال کې چې د کرنې وړ ځمکه د کویټ د ټولې سیمې ۰.۶٪ برخه پوښي. له تاريخي اړخه جاهرا تر ټولو زياته کرنيزه ځمکه وه. اوس مهال په جاهرا کې ډول ډول کروندځایونه شته.

په ۲۰۱۷ز کال کې، کرڼه (د کبانو په ګډون) د ناخالص کورني توليد نږدې ٪۰.۴ سلنه جوړوله. له اقتصادي پلوه شاوخوا څلور سلنه نفوس په کرنه کې کار کوي چې نږدې ټول یې بهرنیان دي. د کروندو مالکان نږدې ټول پانګوال دي. په ۲۰۱۴ز کال کې ټوله کرنیزه ځمکه ۱،۵۲۱ کلیو متر مربع وه.

د اوبو رسېدو محدوديت او د کرنې وړ ځمکې د کرنې صنعت ته له ستونزو سره مخ کړی. دولت د «هایدروپونیک» او په احتیاط سره اداره شويو کروندو له لارې د خوړو کرل تجربه کړي. همداراز، کله چې عراقي عسکرو په سیمه کې د تیلو څاګانو ته اور ورته کړ او د تیلو لوی ډنډونه یې جوړ کړل، په سويلي مرکزي کویټ کې د کرنې لپاره برابره ډېره برخه ځمکه له منځه ولاړه. کب او «شریمپ» په سیمه يیزو اوبو کې ډیر دي او په لویه پیمانه سوداګریزه کب نیونه په داخلي توګه او د هند په بحر کې تر سره کیږي.

مالي تمويل

کویټ د مالي تمويل په صنعت کې په «GCC» (د خليج د همکاريو شورا) کې مخکښ ځای لري. امیر دا نظریه وړاندې کړې چې کویټ باید خپله انرژي د اقتصادي پراختیا په برخه کې په مالي صنعت متمرکزه کړي.

سرچينې

Tags:

د کويټ اقتصاد پتروليم او طبيعي ګازد کويټ اقتصاد چاپېريالي پايښتد کويټ اقتصاد د فولادو توليدد کويټ اقتصاد کرنهد کويټ اقتصاد مالي تمويلد کويټ اقتصاد سرچينېد کويټ اقتصاد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د بروکسل (ښار)پښتانهډاکټر روشنک وردګشفیقه خپلواک7 مېد افغانستان ولسوالۍد افغانستان لومړی وزيرپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونه۱۴۲ (عدد)مولانا جلال الدين محمد بلخيقرغیزي ژبهریمونډ ارونامير عبدالرحمان خاننړیواله جنايې محکمهطیب اغاابن سينا بلخيد افغانستان لنډ تاريخلونگد قزاقستان د سیمو (ولایتونو) د حاکمانو لړليکدوتنهمحمدټي آر ټي پښتوارواپوهنې تاريخمهرو د سید آباد ولسوالۍ يو کلیتولید (اقتصاد)ارغندابویلزي ژبهسلمان خانوينهمحمد (ص) په اسلام کېپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتېجاپاند عرض البلد دایره۱۱۱ (عدد)مکه معظمهمومندانټرنېټد ونې پیوندونهاندرومېدا کهکشاندولتمورد خلق ډموکراتيک ګوندد کوويډ-۱۹ واکسينچرسعلي مرغینانيادراکي نقشهد دوحې تړونمحمد عثمان نژندد اسټرالیا پارلماند خوست پوهنتوند بارکزیو لړۍابو حنيفه (امام اعظم)سپين بازتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟لېزرجېنومزلمی هېوادملستر جنرالقلندر مومندد وړانګو روغتيايي اغيزيسليکانطبيعي پوهنېآندسونډیاډولف هټلرجوماتکيمياوي توکیکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)🡆 More