سومریان

سومر یا سومریان (په انگریزي: Sumer) د اوسني عراق په سوېلي برخه کې د دوه رودونو (فرات او دجلې) ترمنځ اوسېدونکی توکم و.

دوی د بابل په لرغوني ښار کې اوسېدل چې یو غني کولتور بنسټگر بلل کېدل. د سومر مهم ښارونه عبارد دي له اور، اوروک، ارخ، نیب پور، لارسیا. د یهودو په سپېڅلي کتاب، د پیداېښت سفر کې دا ځای د شنعار په نامه نومول شوی دی. ددې توکم د واکمنۍ موده ۳۰۰۰ مخزېږد وه او تر ۲۱۱۵ مخزېږد پورې یې دوام وکړ. د سومري واکمنۍ له ړنگېدا وروسته ددې واکمنۍ سیمې د آشوري او بابلي واکمنیو برخه وگرځېده.

سومریان
د ور مقبرې باندې سمري انځور

سومري توکم داسې قوم و چې د نننۍ نړۍ له هېڅ قوم سره ورته والی نه درلود. د هغوي ژبه هم ځانته ژبه وه.

سومر د يو پخواني او لرغوني تمدن نوم دی. دوې همدغه تمدن خلکو ځان ته ونسانگيگا ويل چې مطلب يې "تور سرکي خلک" و.

سومر، د سويلي بين النهرين (سويل- مرکزي عراق) په تاريخي سيمه کې تر ټولو لومړی پېژندل شوی تمدن دی چې د «کالکوليتيک» او لومړيو ژېړو پړاوونو پر مهال د شپږمې او پنځمې مخزېږديزې زريزې تر منځ موده کې منځ ته راغلی. دا د نړۍ يو له لومړيو مدنيتونو څخه دی، تر څنګ يې د لرغوني مصر، ايلام، د کارل سوپ مدنيت، د سيند درې مدنيت، د مينون مدنیت او لرغوني چين مدنيتونه دي. سومري کروندګرو چې د دجلې او فرات سيندونو په څنډو کې يې ژوند کاوه، په زياته اندازه غلې دانې او نور فصلونه کرل ،چې د همدې په زياتو ګټو سره دوی وکولای شول، ډېر ښاري مېشت ځايونه جوړ کړي. د دوی د ليکنو تاريخ له ۳۰۰۰ مخزيږديز څخه مخکې مودې ته رسېږي. تر ټولو لرغوني متنونه يې د «اروک» او «جمدة نصر» څخه په لاس راغلي چې تاريخ يې د ۳۵۰۰ او ۳۰۰۰ مخزېږديزو کلونو ترمنځ مودې ته رسېږي.

نوم

د «سمر» ټکی، هغه نوم دی چې د سومريانو له خوا ويل کېدونکې ژبې ته ورکول شوی، څوک چې د دې ژبې د سويلي بين النهرين تر ټولو لرغوني غیر سامي ويونکي وو، دا نوم د سومريانو ځایناستو له خوا ورکول شوی و چې ختيځ، په سامي ژبه خبرې کوونکي او اکاديان دي. سوموريان خپله د دوی سيمې ته د «کينګر» نوم ورکوي يعنې د «شريفو مشرانو هېواد»، لکه چې د دوی په ډبرليکونو کې موندل شوي دي.

د سموريانو اصليت نه دی معلوم، خو سموريان خپلو ځانونو ته د «تور سرو» يا «د تور سر لرونکي خلک» نوم اخلي، د بېلګې په ډول: «شولګي» خپل ځان «د څلورو خواوو پاچا، د تور سر لرونکو خلکو پالونکی» بللی دی. اکاديانو هم په سامي اکدي ژبه کې سموريانو ته د تور سر لرونکي خلک يا « ṣalmat-qaqqadi» ويل.

شونې ده چې « Šumer  » ټکی په لهجه يي توګه د جغرافيايي نوم استازولي کوي، خو د هغې ژبنۍ وده چې اکدي سومري اصطلاح ورڅخه منځ ته راغله معلومه نه ده. د عبري ژبې «Šinʿar»، د مصري ژبې « Sngr» او د هايتي ژبې « Šanhar(a)» ټول سویلي بين النهرين ته اشاره کوي او شونې ده چې د سومر د ټکي لويديځې بڼې و.

اصليت

ډيری تاريخپوهان په دې اند دي چې په سومر کې په لومړي ځل د ۵۵۰۰ او ۴۰۰۰ مخزېږديز تر منځ موده کې لويديځ اسيايي خلک مېشت شول، چا چې په سوموري ژبه خبرې کولې (سترو ښارونو، سيندونو، اصلي دندو او داسې نورو ته د شواهدو په توګه اشاره کوي)، چې دا ژبه يوه جلا غېر سامي او غیر اندو-اروپايي ټولنيزه ژبه وه. د خپلو سامي ګاونډيانو په خلاف دا يوه بدله شوې ژبه نه وه.

نور وړانديز کوي چې سموريان د شمالي افريقا خلک و چې له شنې سهارا څخه يې منځني ختيځ ته کوچ کړی و او همدوی په منځني ختيځ کې بزګري خپره کړې ده. خو شواهد په کلکه سره د دې ښودنه کوي چې لومړي کروندګر له ښېرازه مياشتې (ښېرازه مياشت يوه جغرافيه سیمه ده) څخه راغلي، خو دا وړانديز ډېر ځله رد شوی دی. خو که څه هم په مشخص ډول سموريان تر بحث لاندې نه نيسي، «Lazaridis et al».۲۰۱۶ د منځني ختځ له سامي څخه مخکې ځينو کلتورونو په اړوند، په ځانګړي ډول د «ناټوفيايي» او «پري پوټري نيولتيک» کلتورونو لرونکو د جينومونو له څېړنې وروسته يې وړانديز کړی چې دوی تر يو بريده د شمالي افريقا له توکم څخه و. له بلې خوا د لرغوني بين النهرين د څلورو سکيلټونو (د بدن دهانچې) د ډي اين ای د نمونو وروستۍ (2013) جنيتيکي څېړنې د سند درې له مدنيت سره د سموريانو د تړون ښودنه کړې چې شونې ده لامل يې د لرغوني سند-بين النهرين اړيکې وي. د ځينو معلوماتو پر بنسټ، سموريان له «هوريانو» او «اراتوريانو» سره اړيکې لري او قفقاز د دوی اصلي استوګنځای دی.

له تاريخ څخه مخکې خلک، څوک چې له سومريانو مخکې په دې سيمه کې اوسېدلي دي د «پروټوفراتيانو» يا «عبوديانو» نوم ورکړل شوی دی او دا اند وړاندې شوی چې دوی د شمالي بين النهرين «سامارا» کلتور څخه تکامل ته رسېدلي دي. خو سموريانو خپله کله هم د عبوديانو يادونه نه ده کړې، د چا په اړه چې اوسني پوهان ګومان کوي چې په سومر کې لومړی مدني شوی ځواک و. دوی د کرنې لپاره جبې وچې وکړې، سوداګرۍ ته يې وده ورکړه او کارخانې يې جوړې کړې چې په هغې کې اوبدل، د څرمنې کار، فلزکاري، ډبرې توږل او کولالي شامل وو.

ځينې پوهان د پروټو-فراتي ژبې يا د فرعي ژبې له اند سره مخافت څرګندوي، د دوی په فکر سموري ژبه په اصل کې د ښکاريانو او کب نيوونکو خلکو څخه منځ ته راغلې، څوک چې په جبو او ختيځې عربي ساحلي سيمو کې اوسېدل او د دوه اړخيز عربي کلتور برخه وو. باوري تاریخي اسناد ډېر وروسته راڅرګند شول، په سومر کې د هېڅ ډول هېڅوک داسې نه شته چې تاريخ يې له « Enmebaragesi» (لومړۍ کورنۍ I) څخه مخکې وخت رسېدلی وي. «يورس زارينس» باور لري چې سموريان د ختيځ عرب د ساحل په څنډو کې اوسېدلي دي چې اوس د پارس خليج سيمه ده، مخکې له دې چې د کنګل پړاو په وروستيو کې يې سيلاب يوسي.

سموري مدنيت په «اوروک» پړاو کې منځ ته راغلو (په څلورمه مخزېږديزه زريزه کې)، تر جمدت نصر او لومړۍ واکمنې سلسلې پورې يې دوام وموند.

سموريانو په پرله پسې ډول د شمال لويديځو سامي دولتونو په وړاندې واک وبايلو. ۲۲۷۰ مخزېږديز په شا او خوا کې په سامي ژبه خبرې کوونکو د اکادي سترواکۍ پاچايانو سومر ونيو (لنډ تاريخ)، خو سموري ژبه بیا هم د يوې سپېڅلې ژبې په توګه پاتې شوه. د ۲۱۰۰-۲۰۰۰ مخ زېږديز په شا او خوا کې د «اور» په درېیمه واکمنه کورنۍ کې د نږدې يوې پېړۍ لپاره اصلي سومري واکمني يو ځل بيا راپورته شوه، خو اکدي ژبه هم د يو څه وخت لپاره کارېده.

ګومان کېږي چې د «اريدو» په نوم سموري ښار چې د فارس خليج په څنډه پروت و، يو له زړو ښارونو څخه دی، چېرې چې درې جلا جلا کلتورونه يو له بل سره ګډ شوي دي: د عبيدي بزګرانو د کروندګرۍ کلتور، څوک چې د خټينو خښتو په کورونو کې اوسېدل او د اوبه خور چارې يې پر مخ وړلې، دويم يې شپانه کوچيان چې له يوه ځايه بل ته لېږدېدل او په تورو خيمو کې اوسېدل، د بزو او پسونو د رمو شاته به روان وو او درېیم يې د کبانو د ښکاريانو دی چې په جبو کې د لرګيو په خونو کې اوسېدل او شونې ده چې همدوی د سموريانو نيکونه وو.

په بين النهرين کې ښاري دولتونه

د څلورمې مخزېږديزې زريزې په وروسيتو کې، سومر په ډېرو خپلواکو ښاري دولتونو ووېشل شو، کوم چې د ويالو او ډبرينو پولو په مټ سره وېشل شوی وو. د هر دولت مرکز په يو عبادتځای راګرځېدو چې دا عبادتځای د ښار د يو ځانګړي ډول خدای يا ښځينه ربې لپاره ځانګړی شوی و او د يو پادري ډوله والي (ensi) يا د يو پاچا (lugal) له خوا به اداره کېدو، څوک به چې سره د ښار د مذهبي چارو سره په کلکه اړيکه کې و.

پنځه لومړي ښارونه چې ويل کېږي له سيلاب څخه مخکې يې له واکمنۍ مخکې پاچهي کړې:

  1. اريدو (تل ابو شاهرين).
  2. باد تبيرا (کېدای شي تل الامداين وي).
  3. لارکا ۱.
  4. سيپار (تل ابو حبة).
  5. شروپاک (تل فارا).

نور مرکزي ښارونه:

  1. اوروک (ورکا).
  2. کيش (تل اوهايمير او انګارا).
  3. اور (تل المقيار).
  4. نيپور (افاق).
  5. لاګاش (تل الهبة).
  6. ګيرسو (تيلو او تيلوه).
  7. اما (تل جوخا)،
  8. هامزي ۱
  9. ادب (تل بسماية).
  10. ماري (تل الحريري) ۲.
  11. اکشاک ۱ .
  12. اکاد ۱.
  13. ايسين (ايشان البحريات).
  14. لارسا (تل السنکيره).
  • (موقعیت يې معلوم نه دی)
  • (په شمالي بین النهرين کې يو لرې پروت ښا ردی).

کوچني ښارونه (له سويل څخه تر شمال پورې).

  1. کورا (تل الحم).
  2. زبالا (تل ابزيخ).
  3. کسره (تل ابو حطب).
  4. ماراد (تل ونات السدوم).
  5. دلبات (تل الدليم).
  6. بورسيپا (بيرس نمرود).
  7. کوثا (تل ابراهيم).
  8. دير (البدرة).
  9. اشنونا (تل اسمار).
  10. ناګار (تل براک) ۲.

له «ماري» پرته چې د اګاډا شمال لوېديځ لور ته پوره درې سوه او دېرش کيلو متره (۲۰۵ ميله) لرې پروت دی، خو د پاچهۍ په نوملړ کې يې يادونه شوې ده چې د دويمې واکمنې کورنۍ په لومړي پړاو کې يې پاچهي کړې ده، او «ناګار» چې يو بهرنی استوګنځای و، دا ټول د فرات-دجلي خټينې سيمې ښارونه دي چې د بغداد په سويل کې موقعيت لري، اوسمهال دا سيمې د عراق د بابیل، ديالي، واسط، ذي قار، بصره، مثنی او القدسية په ولسواليو يادېږي.

سرچينې

سومري ښارونه او کلي د فرات او دجلې د سيندونو په مينځ کې اټکل شوی.

Tags:

سومریان نومسومریان اصليتسومریان په بين النهرين کې ښاري دولتونهسومریان سرچينېسومریانانگرېزي ژبهبابلد آشور واکمنيد بابل واکمنيعراقفرات

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

قيس عبدالرشيدويکيپېډياد عرض البلد دایرهآسياابدالکترولیت محلولدرسي پلاند وړانګو روغتيايي اغيزيانګلستانقرغیزي ژبهجوماتد ثور انقلابروديومشينټاغیدوتنهشين ټاغی (ناول)اورګاسمحکومتدېواليo5vqzډونالډ ټرامپتکړښتصالح محمد هوتكکيمياوي توکیمهرو کلیمنځنی ختيځنازي ګوندمغولانانګلیسيافغان سوری اتلانسلېمان ماکوخرقه شريفهتېتانيومکرنهسلطان محمود غزنويامام بدر الدین عینيطیب اغاسردار محمد عزيز خانکاظم خان شيدالومړی مخCalciumچونگښهد واده شپهپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتېباراناموي خلافتامام بخاريد افغانستان ولسوالۍپلازمېنهتولید (اقتصاد)خپلمنځي جذابيتمېډياويکيښوونځیافغاندنباتي انساجو کرنهامير حبيب الله خانمسلماند افغان-انگرېز لومړۍ جگړهويکيخونديځګډو ګټو لرونکي دولتونهپه اسلام کې د خدای تصورد مایکروسافټ تاریخوخت زونلوکوموټيف ۳۸۰هلمند ولايتپيغمبران په قرآن کېتوماس اډیسونلاوسشمالي افريقاد امپراطوریو هدیرهمحمد حسن کاکړنور محمد ترکی🡆 More