بابل يو لرغونی ښار دی، چېرې چې د لرغونې نړۍ يو لړ زياتو اغېزناکو سترواکيو حکومت کړی.
دا ښار د بابليوني سترواکۍ پلازمېنه وه او د سوداګرۍ، هنر او زده کړې مرکز بلل کېدو، په اټکلي توګه په نړۍ کې تر ټولو ستر لومړی ښار و، ښایي چې لومړی هغه ښار وي، چې د وګړو شمېر يې له ۲۰۰۰۰۰ نه زيات و.اوسمهال دا سيمه د لرغون پېژندنې يوه سيمه ده، د لرغون پېژندنې د پولو په دننه کې په يو څو کليو کې يې يوازې څو زره کسان ژوند کوي، که څه هم په وروستيو کلونو کې په کې وداني زياته شوې ده چې ځينې برخې يې په خرابو هم اوښتې دي. د لرغون پېژندنې برخه يې د اوسني بغداد نه سويل لور ته نږدې پنځه اتيا کيلو متره (۵۳ ميله) د عراق د بابل ولايت په حله(Hillah )کې پروت دی، د دې ښار حدود د لرغوني بهرني ښار د دېوالونو پر بنسټ معلوم شوي دي چې دا ټوله سيمه ۱۰۵۴.۳ هکتاره ته نږدې ده. یونسکو بابل د نړيوال ميراث په توګه ثبت کړی دی او هرکال ورنه زرګونه ګرځندويان لېدنه کوی چې نژدې ټول يې عراقيان دي.
د Babylon ټکی، د يوناني Babylṓn فرانسوي شوې بڼه ده، له اصلي ټکي (Babylonian) نه اخستل شوې چې معنا يې ده (د خدای پاک دروازه». په ميخي ډول په دې (KA₂.DIG̃IR.RAKI) ډول ليکل کېده. دا ټکی د سموري ژبې له « kan dig̃irak» عبارت سره يو ډول دی. د (KA₂) نښه، د «دروازې» ښودنه کوي، د (DIG̃IR) معنا يې ده «خدای» او (RA) يې هغه نښه ده، چې د « dig̃ir (-r)» ويي د ارزښت د استازيتوب لپاره کارول کېږي او په دې پسې جنسي وروستاړی –ak نښلول شوی دی. وروستۍ (KI) نښه يې ټاکونکی ده او د دې ښودنه کوي، چې مخکې نښې بايد د يوې سيمې د نامه په توګه وپېژندل شي.
«ارچيبالد سيس» چې په ۱۸۷۰ز کلونو کې يې ليکل کړي، اټکل کوي چې، د سامي نوم ژباړه يې د اصلي سومري ژبې له نامه نه پور شوې ده، خو بيا هم «د خدای دروازه» تفسير ته په دې سترګه کتل کېږي چې د يوې عاميانه سامي معنا ده، چې د ناسامي او ناپېژندل شوي اصلي سيمې ښودنه کوي. «ای.جی. ګلب» په ۱۹۵۵ز کال کې استدلال کړی، چې اصلي n يا بابيلا د ناڅرګندې معنا يا اصليت لرونکی دی، ځکه چې په سومر کې دې ته ورته نورې سيمې هم وې او د سومري ځايونو د نومونو داسې هېڅ بله بېلګه نه شته، چې د اکدي ژباړې ځای ونيسي. هغه په دې باور دی چې دا نوم وروسته په اکدي Bāb-ili(m) بدل شوی او دا چې، د Kan-dig̃irak سمري نوم، له سامي عاميانه ژبې نه پور شوی او اصلي نوم نه دی. په سمري ژبه د دې سامي نوم بيا ژباړه به، د «نوې سمري» پر مهال، د «اور» د درېيمې واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی وي.
د عبري ژبې په بايبل کې، دا نوم د بابل « Babel » په بڼه ليکل شوی دی (عربي کې: بابِل Bābil) د تکوين په کتاب کې د «ګډوډ ـ مغشوشېدو» په معنا تفسير شوی دی، دا لفظ د عبري ژبې له « bilbél » نه اخستل شوی چې همدا معنا لري. د انګليسي ژبې اوسنی ټکی «babble» چې معنا يې ده (احمقانه خبرې کول، لېواله يا ګډوډه وينا) په اړه فکر کېږي چې ،دا الفاظ له همدې نوم نه اخستل شوي دي، خو مستقيمه اړیکه ورسره نه لري.
په لرغونو سندونو کې ځينې وخت له « Babylon» نه د نورو ښارونو د نامه په توګه کار اخستل شوی دی، لکه: د Borsippa ښار، چې د بابل تر اغېز لاندې سيمه کې يې موقعيت درلود او نينوا چې د لنډې مودې لپاره يې د اشوريانو له بريدونو وروسته د بابل نوم کاراوه.
د فرات سيند په دواړو غړو جوړ شوی لرغونی ښار، تېرې څنډې درلودې، چې د سیند له موسمي سيلاوونو نه مخنيوی وکړي. د دې ښار پاتې شوني، د اوسني عراق د بابل په حله (Hillah) سیمه کې دي چې د بغداد سويل لور ته شا او خوا پنځه اتيا کيلو متره (۵۳ ميله) لرې پروت دی. په دې سیمه کې د خټيونو ماتو خښتو ودانۍ او پاتې شوني په پراخه کچه شته دي. د بابل په سيمه کې يو لړغونډۍ شته چې مساحت يې نږدې دوه پر يو کيلو متر دی (۱.۲۴ ميله پر ۰.۶۲ ميله) له شمال نه د سويل پر لوراو د فراست د سيند د لوېديځ پر لور پروت دی. په اصل کې دې سيند ښار په دوو برخو وېشلی دی، خو له هغه وخته راهيسې د سيند د بهېدو لوری بدلون شوی دی. په همدې بنسټ د ښار د لوېديځ د ډېرې برخې پاتې شوني تر اوبو لاندې تللي دي. د سيند لوېديځ لور ته د ښار د دېوال ځينې برخې هم پاتې شوې دي.
د دې لرغوني ښار يوازې يوه وړه برخه (د داخلي دېوالو د ننني مساحت ۳٪، د بهرنيو دېوالونو ۱.۵٪ او د لرغوني بابل د منځ په ژورتيا کې ۰.۱٪) کېندل شوې ده. د دې سيمې په نامتو پاتې شونو کې لاندې څو شامل دي:
لرغون پېژندونکو له نوي بابلي پير نه د مخکې وخت ډېر کم آثار تر لاسه کړي دي. د پېړيو په تېرېدو سره د اوبو کچه ډېره لوړه شوې او د اوسنيو لرغون پېژندنو د لارو چارو لپاره د نوې بابلي سترواکۍ نه د مخکې وخت معياري آثار نه شته. سربېره پر دې، نويو بابليانو په ښار کې د پام وړ بيا ودانولو پروژې پر لار اچولې دي، کومو چې ډېر پخواني آثار يا ويجاړ کړي، يا پېچلي( مبهم)کړي دي. د بهرنيو واکمنو په وړاندې له پاڅونونو نه وروسته، بابل څو څو ځلې چور شوی، د يادونې وړ يې په دويمه زريزه کې هيتيان او ايلاميان دي، له هغې وروسته په لومړۍ زريزه کې نوي اشور او هخامنشي سترواکي ده. د دې ښار د لوېديځې نيمايي ډېره برخه يې اوس تر سمندر لاندې ده او د دې سیمې نورې برخې، د سوداګريزو و دانيو د جوړولو لپاره کيندل شوې ده.
يوازې «کولډې وی» څېړنې د پخواني بابل لرغوني آثار ترلاسه کړی دي. په دې کې ۹۶۷ د خټو تختې دي چې په شخصي کورونو کې ځای پر ځای شوي، سومري ادبيات او ژبني سندونه پرې شته دي.
له دې سره نژدې لرغوني هستوګنځايونه کيش، بورسيبا، دلبات او کوتا دي. مراد او سيپار د فرات په دواړو خواوو کې شپېته کيلو متره (۳۷ ميله) لرې دي.
د بابل په اړه د معلوماتو اصلي سرچينه،د دې سيمې کېندنې، د بين النهرين په يوه بله سيمه کې د ميخي لیکونو په موندل شوو ليکنو کې اشارې، په بايبل (انجيل) کې اشارې، په نورو کلاسيکو ليکنو کې معلومات (په ځانګړي ډول هرودوت) او دويم لاس معلومات (د Ctesias او Berossus د آثارو پر بنسټ)، د دې ښار په اړه ځينې وخت نيمګړی او ځينې وخت يو له بل سره په ټکر کې انځور وړاندې کوي، ان له زېږد مخکې د شپږمې پېړۍ په اړه هم کله چې دا ښار په خپل اوج کې و، د Ctesias, Herodotus, Quintus Curtius Rufus, Strabo او Cleitarchus په ګډون يو لړ کلاسيکو تاريخ پوهانو هم له بابل نه لېدنه کړې ده. دا معلومات رد او بدل کره والی لري، ځينو محتوياتو یې سياسي محرکات درلودل،خو په ورته وخت کې ګټور معلومات هم وړاندې کوي.
د لومړي بابل تاريخي پوهه بايد د اوروک، نيپور، سيپار، ماري او هارادوم په څېر، په نورو سيمو کې د موندل شوو ډبرليکونو له پاتې شونو نه راټول کړای شي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بابل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.